• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیې د اوکراین کریمیا ښار په توغندیو ویشتی او ۶۶ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۲۲:۳۶ GMT+۱

د کریمیا چارواکو خبر ورکړی، چې روسیې د اپریل په څلورمه د دنیپروپیټروسک اوبلاست په کریوی ریح باندې د بالستیک توغندیو برید کړی، چې لږ تر لږه ۱۶ کسان پکې وژل شوي او تر ۵۰ ډیر یې ټپیان کړي دي. په مړو شویو او ټپيانو کې ماشومان هم شته.

د کریوی ریح د نظامي ادارې مشر اولیکسندر ویلکول په وینا، دغه برید د استوګنې په ځایونو شوی، چې ودانۍ یې سوځولي او سخت زیان یې اړولی دی.

نیپروپیټروسک اوبلاست والي سیرهي لیساک رسنیو ته ویلي، چې برید د عامو خلکو استوګنې ځایونو او د ماشومانو د لوبو میدانونو ته نږدې شوی، چې په وژل شویو کې شپږ ماشومان هم شامل دي.

د نوموړي په وینا، د دغه برید له امله ۳۰ کسان روغتون کې بستر شوي چې یو پکې د درې میاشتو ماشوم دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د دغه برید په اړه ویلي: "د روسیې بریدونه هره ورځ کیږي. هره ورځ خلک وژل کیږي. بریدونه دوام لري، روسیه اوربند نه غواړي او موږ یې وینو. ټوله نړۍ یې ویني."

کریوی ریح د زیلینسکي پلرنی ټاټوبی دی، چې د روسیې د توغندیزو بریدونو دوامداره هدف دی، دا ښار نږدې شپږنیم لکه نفوذ لري، د نیپروپیټروسک اوبلاست دویم لوی ښار دی او د جګړې لومړۍ کرښې څخه شاوخوا ۷۰ کیلومتره لرې پورت دی.

روسیې د اوربند د خبرو لپاره د امریکا له هڅو سره - سره په اوکراین کې د توغندیو او ډرون بریدونو ته دوام ورکړی دی. کییف استدلال کوي چې پر ملکي سیمو د مسکو بریدونه ښيي چې د سولې په اړه جدي نه دی.

یاده دې وي، چې کرملین د مارچ په ۱۱ په جده کې د متحده ایالاتو او اوکراین له خوا د ۳۰ ورځني اوربند موافقه رد کړه او یوازې د انرژۍ زېربنا او په تور سمندر کې د بریدونو لپاره د محدود اوربند موافقه یې وکړه.

اوکراین لا دمخه روسیه تورنه کړې چې د انرژۍ زېربناو له اوربند څخه سرغړونه کوي، په داسې حال کې چې د تور سمندرګي د اوربند راتلونکی ناڅرګند دی، ځکه چې مسکو د لویدیځ د بندیزونو له لرې کولو سره د هغې پلي کول تړلي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د امریکا جګپوړی جنرال د امنیتي اړیکو د پیاوړتیا په موخه سعودي عربستان ته تللی

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۱۷ GMT+۱

د سعودي عربستان د دفاع وزارت ویلي چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا د پوځ لوی درستیز د جمعې په شپه دغه هېواد ته سفر کړی چې له جګپوړو پوځي چارواکو او جنرالانو سره وګوري.

د متحده ايالاتو د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) مشر جنرال ایریک کوریلا د لوى درستيز جنرال فياض الرويلي او نورو چارواکو سره د دوه اړخيزو امنيتي اړيکو د پياوړتيا پر لارو چارو خبرې وکړي.

کوریلا، چې په یمن کې د حوثي وسله والو پر ضد د امریکا د هوایي بریدونو د کمپاین مشري کوي، ټاکل شوې د دې میاشتې په وروستیو کې خپله درې کلنه دوره بشپړه کړي. دا لا څرګنده نه ده چې څوک به د هغه ځای ونیسي.

د امریکا لوی درستیز د دې کال په پیل کې د پنټاګون په غونډه کې د سعودي عربستان امنیت ته د واشنګټن ژمنې یو ځل بیا تایید کړې.

د ګډو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال اډمي کریس ګریډي په واشنګټن کې د دفاع وزیر پیټ هیګسیت او شهزاده خالد بن سلمان تر منځ له لیدنې وروسته الرویلی سره وکتل.

دواړو ژمنه کړې وه، چې خپلې اړیکې ژورې او پراخې کړي. په داسې حال کې چې هیګسیت د ټرمپ ژمنه تایید کړه چې د ایران د اټومي وسلو د پراختیا مخه به ونیسي او د حوثیانو د وړتیاوو په له منځه وړلو کې له شریکانو سره کار وکړي چې سیمه ییز امنیت او سوداګري له ګواښ څخه وژغوري.

قاسم حلیمي: د امریکا د سولې له انسټیټیوټ څخه اخیستل شوې پېسې زما د کار حق الزحمه وه

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۱۷:۵۹ GMT+۱

د طالبانو پخوانی غړی او د جمهوري دولت د حج او اوقافو وروستی وزیر محمد قاسم حلیمي وايي، چې د ایلن ماسک له خوا د ده په اړه د امریکا د سولې له انسټیټیوټ څخه د پېسو اخیستلو راپور نادرست دی او ده یوازې خپله حق الزحمه اخیستې ده. نوموړي د ماسک پر ادارې د عریضې خبر هم ورکړ.

د روانې وري میاشتې په ۱۲مه نېټه ایلن ماسک اعلان وکړ چې د امریکا د سولې انسټیټوټ په تېرو ۱۰ کلونو کې ۱۳ میلیونه ډالر یو شمېر اشخاصو ته د شخصي لګښتونو لپاره ورکړي دي.

نوموړي ویلي، محمد قاسم حلیمي چې د طالبانو د پخوانۍ ادارې غړی او د جمهوري دولت د حج او اوقافو وروستی وزیر دی له دغې ادارې ۱۳۲۰۰۰ ډالر ترلاسه کړي دي.
تازه محمد قاسم حلیمي پر خپلې فیسبوک پاڼې د یادې موضوع په تړاو وضاحت ورکړی او ویلي یې دي: " ټول افغان ولس، علماء کرامو او خپلو ملګرو ته ډاډ ورکوم چې د ایلن ماسک ادارې له لوري بې اساسه خپور شوی راپور، چې زما نوم یې پکې یاد کړی، د دوی د خپلو منابعو او معلوماتي خلا ښکاره ثبوت دی.ما نه پیسې غلا کړي، نه مې رشوت اخیستی او نه مې د کومې پټې معاملې لپاره اخیستي دي."

نوموړی وايي چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له سقوط وروسته، له خپلې کورنۍ سره کډوال شوی او په ۲۰۲۳ کال کې د امریکا د سولې د انسټيټوټ له خوا ورته د کار وړاندیز شوی و.

هغه زیاته کړې: "ماته وړاندیز وشو چې د اسلام او سولې په پروګرام کې له دوی سره د رسمي قرارداد له مخې کار وکړم او د کار په مقابل کې هغوی ماته حق زحمه راکړې چې یو کال ما ور سره کار وکړ او د ۲۰۲۵ کال په جنوری کی زما قرار داد غیر قانوني لغوه شو."

نوموړی وايي چې د ایلن ماسک له خوا یادې شوې پېسې د بشپړ قرارداد قیمت دی؛ خو دا چې قرارداد یې په نیمه کې لغوه شوی ټولې پېسې یې نه دي تر لاسه کړي.

حلیمي وايي: "په تېر کال کې ما او په دې پروژه کې تقریباً ۲۵ کسانو چې پخواني سفیران ، وزیران ، نړیوال علماء او د سولې متخصصین پکې وو د اسلام او سولې په بر خه کې مو په زرګونه صفحي تحقیق کړی، ټریننګونه مو ور کړي، تدریس مو کړی، نړۍوالو کنفرانسو او له نړۍوالو علماو سره مو لیدنې کتنې او رسمي سفرونه کړي دي."

د حلیمي په خبره، د ایلن ماسک پر ادارې یې په امریکا کې قانوني دعوه کړې او د حیثیت د اعادي غوښتنه یې کړې ده.

وروسته له هغې چې د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته لاړ؛ نوموړي یو شمېر ادارې لغوه اعلان کړې او د یادو ادارو د مصارفو په اړه یې معلومات خپاره کړل.

د سکاټلنډ ملي ګوند: طالبانو د برېټانیا د لومړي وزیر پرتله له امریکا سره ښه معامله کړې

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۹:۱۸ GMT+۱

د سکاټلنډ ملي ګوند یوه لوړپوړي غړي ویلي، چې د برېټانیا د لومړي وزیر کېیر سټارمر په پرتله طالبانو د تعرفو په برخه کې له امریکا سره ښه معامله کړې ده.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د برېټانیا پر وارداتي توکو ۱۰ سلنه تعرفه لګولې او دا یې د «اقتصادي خپلواکۍ اعلان» یوه برخه بللې ده.

دا تعرفه یوازې پر برېټانیا نه بلکې پر یو شمېر نورو هېوادونو هم لګول شوې چې ټول په ورته توګه ۱۰ سلنه نرخ لري.

د برېټانیا حکومت مخکې هیله لرله، چې له امریکا سره په خبرو اترو کې به د دغو تعرفو څخه خلاص شي.

سره له دې چې د برېټانیا پر توکو امریکا لس سلنه تعرفه لګولې،‌ خو د اروپایي هېوادونو په توکو د لګولو شوي تعرفو په پرتله دا کچه بیا تر نیمایي هم کمه ده.

ده نشنل په نوم له سکاټلنډه خپریدونکې مجلې دا جالبه ګڼلې، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان پر توکو هم ټرمپ لس سلنه تعرفه لګولې ده.

یوې سرچینې سکاټلنډ ملي ګوند څخه د The National ورځپاڼې ته ویلي: «طالبانو رښتیا هم تر سټارمر ښه معامله تر لاسه کړې ده.»

بل لور ته د برېټانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر د پنجشنبې په ورځ له سوداګرو سره په یوه ناسته کې وویل: «ښکاره ده چې دا تعرفې به اقتصادي اغېزې ولري.»

هغه ټینګار وکړ چې د برېټانیا حکومت به په خورا «سړه سینه او ارامه مغزو» ځواب ورکړي.

سټارمر په ډاونېنګ سټریټ کې خپلو خبرو کې زیاته کړه: «د امریکا ولسمشر د خپل هېواد لپاره پرېکړه وکړه، دا د هغه دنده ده. زه نن د برېټانیا د ګټو لپاره اقدام کوم.»

هغه دا هم وویل چې هېواد یې پوره چمتووالی لري او د برېټانیا یو قوت دا دی چې د ناورین په حالاتو کې خپله حوصله ساتلی شي.

د برېټانیا د سوداګرۍ وزیر هم دا تعرفې ناهیلې کوونکې او جدي ننګونې وبللې، خو ویې ویل چې دوی د ځینو نورو هېوادونو په پرتله لا هم په ښه وضعیت کې دي.

هغه زیاته کړه چې د تعرفو د راکمولو لپاره د اقتصادي هوکړې د ترلاسه کولو وخت او نېټه «تر ډېره د امریکا په لاس کې ده.»

د هندي سینما وتلی لوبغاړی منوج کمار د ۸۷ کلونو په عمر مړ شو

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۷:۵۹ GMT+۱

د هندي سینما وتلی لوبغاړی او ډایرکټر منوج کمار د جمعې په سهار د وري ۱۵مه، د ۸۷ کلونو په عمر د ممبۍ په یوه روغتون کې مړ شو. هندي رسنیو د ښاغلي کمار د مړینې لامل «د زړه شدیدې حملې» بللې دي.

منوج کمار د فبرورۍ په وروستیو کې د روغتیايي وضعیت له خرابیدو وروسته په روغتون کې بستر شو.

هغه د بالیووډ په وطنپالو فلمونو کې په خپلو ښو رولونو پیژندل کیده، چې له امله یې هغه ته د «بهارت کومار» لقب ورکړل شو. بهارت د هند دودیز نوم دی.

منوج کمار، چې اصلي نوم یې هریکشن ګوسوامي و، د ۱۹۳۷ کال د جولای په میاشت کې د ایبټ‌اباد په سیمه کې زیږیدلی و، چې اوس د پاکستان برخه ده.

د خپل هنري ژوند په جریان کې، هغه ډیری جایزې وګټلې او د هند حکومت د لوړو ملکي جایزو څخه یو «پادما شري» ورکړل شوه.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په ایکس پاڼه یوه پیغام کې د دغه «افسانوي لوبغاړي» په مړینه خواشیني څرګنده کړه. مودي ولیکل، «هغه د هندي سینما یو سمبول و، په ځانګړي توګه د هغه د وطنپالنې لیوالتیا حس یاد شوی، کوم چې د هغه په اثارو کې هم خپور شوی و.»

«اپکار/نیکي»، «شهید»، «دوه بدنونه» او «وو کان هې/څوک وو» ځینې مشهور فلمونه دي چې منوج کمار په کې راڅرګند شوی دی.

د عمران خان ګوند هغه راپورونه رد کړل چې ګنې د پښتونخوا چارواکي له پوځ سره مذاکرات کوي

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۷:۴۳ GMT+۱

د پښتونخوا حکومت او د پاکستان تحریک انصاف ګوند چارواکو هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکي د ګوند بنسټ ‌ايښودونکي عمران خان، د پښتونخوا سر وزیر علی امین ګنډاپور او د حکومت ویاند برېسټر سیف ته دا دنده سپارلې چې له پوځ او حکومتي ادارو سره مذاکرات وکړي.

برېسټر سیف وویل: «د تحریک انصاف له‌خوا هېچاته د نوې کومې اړیکې یا خبرو اترو دنده نه ده ورکړل شوې.»

دا څرګندونې وروسته له هغې مخې ته راغلې، چې په ټولنیزو رسنیو او ځینو نورو راپورونو کې داسې اوازې خپرې شوې چې ګواکي عمران خان، چې دا مهال په اډیاله زندان کې بندي دی، د پښتونخوا له مشرتابه غوښتي چې له ادارو سره بیا د مذاکراتو لپاره په اړیکه کې شي.

د برېسټر سیف په وینا، د اپرېل په دویمه نېټه د عمران خان او وزیر ګنډاپور ترمنځ لیدنه شوې، چې په کې د حکومتولۍ، ترهګرۍ او د سیمې په ځانګړې توګه د افغانستان د حالاتو په اړه خبرې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې عمران خان یوازې ګنډاپور ته د پښتونخوا د حکومت د کارونو په اړه سلا مشورې ورکړې دي.

سیف ټینګار وکړ، چې عمران خان یو ځل بیا پر دې خبره ولاړ دی چې «شخصي ګټو لپاره به له هېچا سره خبرې نه کوي.»

هغه وویل: «د تحریک انصاف بسنټګر د خپلې ازادۍ لپاره هېڅ معامله نه کوي او نه یې د چا سره د خبرو اجازه ورکړې.»

دغه لیدنه، چې شاوخوا دوه ساعته یې دوام کړی د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان او ګنډاپور ترمنځ د نږدې یوې نیمې میاشتې راهیسې لومړنۍ مخامخ ناسته وه.

سرچینې وایي، چې په کې د ادارو سره د اړیکو، د رسنیو فشارونو او د ګوند پر مشرانو د نیوکو بحث هم شوی دی.

په ورته وخت کې، د تحریک انصاف ګوند مشر برېسټر ګوهر علي خان هم تر دې وړاندې ویلي و، چې له ادارو سره د «ډیل یا معاملې» کوم امکان نه شته.

نوموړي ویلي: «که څه هم تماسونه شوي، خو لا تر اوسه هېڅ پایلې ته نه یوو رسېدلي.» هغه داسې راپورونه بې بنسټه وبلل.

د تحریک انصاف ګوند د اطلاعاتو برخې مسوول شیخ وقاص اکرم هم دغه راپورونه ناسم او د خلکو د ذهنونو د مغشوش کولو هڅې وبللې.

هغه یوې شخصي ټلوېزیوني شبکې ته وویل: «هیڅوک عمران خان دې ته نه ‌دي هڅولي چې له ادارو سره خبرو ته کیني او نه عمران خان څوک د خبرو لپاره ټاکلي دي.»

نوموړي وویل چې دا لیدنه یوازې د پښتونخوا د حکومت پر کارکردګۍ او د ګوند د داخلي مسایلو په اړه وه.

هغه زیاته کړه: «ګنډاپور به د عمران خان لارښوونې د ګوند سیاسي کمېټې ته وړاندې کوي.»