• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سکاټلنډ ملي ګوند: طالبانو د برېټانیا د لومړي وزیر پرتله له امریکا سره ښه معامله کړې

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۹:۱۸ GMT+۱

د سکاټلنډ ملي ګوند یوه لوړپوړي غړي ویلي، چې د برېټانیا د لومړي وزیر کېیر سټارمر په پرتله طالبانو د تعرفو په برخه کې له امریکا سره ښه معامله کړې ده.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د برېټانیا پر وارداتي توکو ۱۰ سلنه تعرفه لګولې او دا یې د «اقتصادي خپلواکۍ اعلان» یوه برخه بللې ده.

دا تعرفه یوازې پر برېټانیا نه بلکې پر یو شمېر نورو هېوادونو هم لګول شوې چې ټول په ورته توګه ۱۰ سلنه نرخ لري.

د برېټانیا حکومت مخکې هیله لرله، چې له امریکا سره په خبرو اترو کې به د دغو تعرفو څخه خلاص شي.

سره له دې چې د برېټانیا پر توکو امریکا لس سلنه تعرفه لګولې،‌ خو د اروپایي هېوادونو په توکو د لګولو شوي تعرفو په پرتله دا کچه بیا تر نیمایي هم کمه ده.

ده نشنل په نوم له سکاټلنډه خپریدونکې مجلې دا جالبه ګڼلې، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان پر توکو هم ټرمپ لس سلنه تعرفه لګولې ده.

یوې سرچینې سکاټلنډ ملي ګوند څخه د The National ورځپاڼې ته ویلي: «طالبانو رښتیا هم تر سټارمر ښه معامله تر لاسه کړې ده.»

بل لور ته د برېټانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر د پنجشنبې په ورځ له سوداګرو سره په یوه ناسته کې وویل: «ښکاره ده چې دا تعرفې به اقتصادي اغېزې ولري.»

هغه ټینګار وکړ چې د برېټانیا حکومت به په خورا «سړه سینه او ارامه مغزو» ځواب ورکړي.

سټارمر په ډاونېنګ سټریټ کې خپلو خبرو کې زیاته کړه: «د امریکا ولسمشر د خپل هېواد لپاره پرېکړه وکړه، دا د هغه دنده ده. زه نن د برېټانیا د ګټو لپاره اقدام کوم.»

هغه دا هم وویل چې هېواد یې پوره چمتووالی لري او د برېټانیا یو قوت دا دی چې د ناورین په حالاتو کې خپله حوصله ساتلی شي.

د برېټانیا د سوداګرۍ وزیر هم دا تعرفې ناهیلې کوونکې او جدي ننګونې وبللې، خو ویې ویل چې دوی د ځینو نورو هېوادونو په پرتله لا هم په ښه وضعیت کې دي.

هغه زیاته کړه چې د تعرفو د راکمولو لپاره د اقتصادي هوکړې د ترلاسه کولو وخت او نېټه «تر ډېره د امریکا په لاس کې ده.»

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي، د ښځو محروم شوي حقونه یې بېرته را ژوندي کړي دي

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۸:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د چارو ادارې عمومي رییس نورالحق نور ویلي، د افغان ښځو هغه حقونه یې بېرته راژوندي کړي، چې دوی ترې په تېرو کلونو کې محرومې شوې وې. طالبان دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې افغانستان د ښځو حقونو د سرغړونې په برخه کې له خطرناکو هېوادونو ګنل کېږي.

د طالبانو د چارو ادارې رییس د پنجشنبې په ورځ د (وري ۱۴مه) له خپلو کارکوونکو سره په یوې ګډه غونډه کې دا هم زیاته کړې، چې د افغانستان دوښمنان د طالبانو له لوري ښځو ته پر ورکړل شویو بنسټیزو حقونو سترګې پټوي.

د طالبانو دا لوړپوړی چارواکی د خپل مشر له لوري پر ښځو لګول شویو سختو بندیزونو سره سره دا ډول څرګندونې کوي.

د طالبانو مشر د خپلو بېلابېلو فرمانونو له مخې پر ښځو او نجونو د سختو بندیزونو تر څنګ پراخ محدودیتونه هم لګولي دي.

په دغو بندیزونو کې د نجونو زده کړو، د ښځو کار او سفرونو ټینګ مخنېوی شوی دی.

نړۍواله ټولنه او د بشري حقونو سازمانونه باور لري، چې طالبان له ښځو سره بد توپیر چلند کوي.

ځینې هېوادونو د طالبانو له لوري له ښځو سره کیدونکي چلند ته د «جنسیتي اپارټایډ» نوم هم ورکړی دی.

نیوکې دا دي، چې طالبانو په دغو بندیزونو سره ښځې له خپلو بنسټیزو او انساني حقونو څخه په خورا ظالمانه توګه محرومې کړي‌ او له کبله یې په ټولنه کې لوی ناورین رامنځته شوی.

ځینو سازمانونو اندېښنه ښودلې، چې د طالبانو له لوري د ښځو د روغتیا په برخه کې هم محدودیتونه د دې لامل شوي، چې د زېږون پر مهال د ښځو د مړینې کچه لوړه کړي.

همدا راز د زده کړو فعالانو په وار وار دا اندېښنه شریکه کړې، چې د طالبانو بندیزونه د دې لامل ګرځیدلي، څو په هېواد کې د نجونو د جبري ودولو کچه لوړه شي او کورنۍ خپلې لوڼې اړې کړي څو د خپل ژوند خوندیتوب په موخه له وخت وړاندې په کم عمرۍ کې ودونه وکړي.

د طالبانو د چارو ادارې رییس نورالحق نور همدا راز په یاده ناسته کې دا ادعا هم کړې، چې ګوندې په هېواد کې امنیتي ثبات رامنځته شوی دی.

خو لیدل کېږي چې د مقاومت او ازادۍ جبهو تر څنګ د داعش ترهګرې ډلې له لوري هم د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې ځانمرګي او وسله وال بریدونه شوي دي.

ملګرو ملتونو بې اندېښنه ښودلې، چې په افغانستان کې د طالبانو تر سیورې لاندې د القاعدې ترهګریزې شبکې په ګډون «ټي ټي پي» او نورو وسله والو ډلو امن پناه ځایونه ترلاسه کړي دي.

د هندي سینما وتلی لوبغاړی منوج کمار د ۸۷ کلونو په عمر مړ شو

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۷:۵۹ GMT+۱

د هندي سینما وتلی لوبغاړی او ډایرکټر منوج کمار د جمعې په سهار د وري ۱۵مه، د ۸۷ کلونو په عمر د ممبۍ په یوه روغتون کې مړ شو. هندي رسنیو د ښاغلي کمار د مړینې لامل «د زړه شدیدې حملې» بللې دي.

منوج کمار د فبرورۍ په وروستیو کې د روغتیايي وضعیت له خرابیدو وروسته په روغتون کې بستر شو.

هغه د بالیووډ په وطنپالو فلمونو کې په خپلو ښو رولونو پیژندل کیده، چې له امله یې هغه ته د «بهارت کومار» لقب ورکړل شو. بهارت د هند دودیز نوم دی.

منوج کمار، چې اصلي نوم یې هریکشن ګوسوامي و، د ۱۹۳۷ کال د جولای په میاشت کې د ایبټ‌اباد په سیمه کې زیږیدلی و، چې اوس د پاکستان برخه ده.

د خپل هنري ژوند په جریان کې، هغه ډیری جایزې وګټلې او د هند حکومت د لوړو ملکي جایزو څخه یو «پادما شري» ورکړل شوه.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په ایکس پاڼه یوه پیغام کې د دغه «افسانوي لوبغاړي» په مړینه خواشیني څرګنده کړه. مودي ولیکل، «هغه د هندي سینما یو سمبول و، په ځانګړي توګه د هغه د وطنپالنې لیوالتیا حس یاد شوی، کوم چې د هغه په اثارو کې هم خپور شوی و.»

«اپکار/نیکي»، «شهید»، «دوه بدنونه» او «وو کان هې/څوک وو» ځینې مشهور فلمونه دي چې منوج کمار په کې راڅرګند شوی دی.

د عمران خان ګوند هغه راپورونه رد کړل چې ګنې د پښتونخوا چارواکي له پوځ سره مذاکرات کوي

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۷:۴۳ GMT+۱

د پښتونخوا حکومت او د پاکستان تحریک انصاف ګوند چارواکو هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکي د ګوند بنسټ ‌ايښودونکي عمران خان، د پښتونخوا سر وزیر علی امین ګنډاپور او د حکومت ویاند برېسټر سیف ته دا دنده سپارلې چې له پوځ او حکومتي ادارو سره مذاکرات وکړي.

برېسټر سیف وویل: «د تحریک انصاف له‌خوا هېچاته د نوې کومې اړیکې یا خبرو اترو دنده نه ده ورکړل شوې.»

دا څرګندونې وروسته له هغې مخې ته راغلې، چې په ټولنیزو رسنیو او ځینو نورو راپورونو کې داسې اوازې خپرې شوې چې ګواکي عمران خان، چې دا مهال په اډیاله زندان کې بندي دی، د پښتونخوا له مشرتابه غوښتي چې له ادارو سره بیا د مذاکراتو لپاره په اړیکه کې شي.

د برېسټر سیف په وینا، د اپرېل په دویمه نېټه د عمران خان او وزیر ګنډاپور ترمنځ لیدنه شوې، چې په کې د حکومتولۍ، ترهګرۍ او د سیمې په ځانګړې توګه د افغانستان د حالاتو په اړه خبرې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې عمران خان یوازې ګنډاپور ته د پښتونخوا د حکومت د کارونو په اړه سلا مشورې ورکړې دي.

سیف ټینګار وکړ، چې عمران خان یو ځل بیا پر دې خبره ولاړ دی چې «شخصي ګټو لپاره به له هېچا سره خبرې نه کوي.»

هغه وویل: «د تحریک انصاف بسنټګر د خپلې ازادۍ لپاره هېڅ معامله نه کوي او نه یې د چا سره د خبرو اجازه ورکړې.»

دغه لیدنه، چې شاوخوا دوه ساعته یې دوام کړی د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان او ګنډاپور ترمنځ د نږدې یوې نیمې میاشتې راهیسې لومړنۍ مخامخ ناسته وه.

سرچینې وایي، چې په کې د ادارو سره د اړیکو، د رسنیو فشارونو او د ګوند پر مشرانو د نیوکو بحث هم شوی دی.

په ورته وخت کې، د تحریک انصاف ګوند مشر برېسټر ګوهر علي خان هم تر دې وړاندې ویلي و، چې له ادارو سره د «ډیل یا معاملې» کوم امکان نه شته.

نوموړي ویلي: «که څه هم تماسونه شوي، خو لا تر اوسه هېڅ پایلې ته نه یوو رسېدلي.» هغه داسې راپورونه بې بنسټه وبلل.

د تحریک انصاف ګوند د اطلاعاتو برخې مسوول شیخ وقاص اکرم هم دغه راپورونه ناسم او د خلکو د ذهنونو د مغشوش کولو هڅې وبللې.

هغه یوې شخصي ټلوېزیوني شبکې ته وویل: «هیڅوک عمران خان دې ته نه ‌دي هڅولي چې له ادارو سره خبرو ته کیني او نه عمران خان څوک د خبرو لپاره ټاکلي دي.»

نوموړي وویل چې دا لیدنه یوازې د پښتونخوا د حکومت پر کارکردګۍ او د ګوند د داخلي مسایلو په اړه وه.

هغه زیاته کړه: «ګنډاپور به د عمران خان لارښوونې د ګوند سیاسي کمېټې ته وړاندې کوي.»

د بودجې د کموالي له کبله پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ځنډولی دی

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۶:۵۳ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د ایستلو بهیر د مارچ ۳۱مې نېټې تر ضرب الاجل بشپړېدو څلور ورځې وروسته هم د پښتونخوا ایالت په لنډي کوتل سیمه کې د دغو ستنېدونکو کډوالو لپاره د ځانګړي کمپ چارې نه دي بشپړې شوې.

سرچینو زیاته کړې، د بودجې د کموالي له کبله د دغه کمپ چارې نیمګړې پاتې دي او د پښتونخوا ایالتي حکومت له اسلام اباده غوښتي، چې د افغان کډوالو د ستنیدو بهیر کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو لپاره دې ورسره د بودجې په برخه کې مالي مرسته وکړي.

دغه غوښتنې په داسې حال کې دي، چې تېره ورځ هم د پېښور په ځینو سیمو کې پولیس کور په کور په افغانانو پسې ګرځیدلي دي.

د افغان کډوالو په ځینو کمپونو کې کډوالو ته خبرداری ورکړل شوی، چې د روانې اوونۍ تر پایه دې ووځي.

بلخوا د خېبر ولسوالۍ چارواکو پرېکړه کړې چې کډوال به په لنډي کوتل کې د اوس لپاره په جوړ شوي کمپ کې نه دېره کوي او نېغ به یې تورخم ته لېږي.

د خېبر مرستیال کمېشنر بلال شاهد د افغانستان انټرنشنل ځايي خبریال جواد شینواري ته ویلي، دا مهال د لنډي کوتل په کمپ کې د دغو ستنیدونکو کډوالو د ساتلو اړتیا نه شته، خو که دا بهیر چټک او پراخ شي، نو بیا به له یاد کمپ څخه هم ګټه پورته کړي.

ځینو پاکستاني او نړۍوالو رسنیو خبر ورکړی، چې اسلام اباد د اختر د رخصتیو او د کاري ځواک د نه شتون له کبله پرېکړه کړې چې د اپریل تر لسمې نېټې پورې د افغان کډوالو د ایستل کیدو بهیر وځنډوي.

خو ښکاري چې دا بهیر لا هم غلی غلی روان دی او د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې پولیس د افغان کډوالو د موندلو په موخه دروازه په دروازه ګرځېږي.

پاکستان پرېکړه کړې، چې په دغه هېواد کې مېشت ناقانونه کډوال او د ای سي سي کارت لرونکي چې شمېر یې تر اته سوه زره کسانو رسېږي له خپل هېواده وباسي.

طالبانو بیا له اسلام اباده غوښتي چې له افغان کډوالو سره په خپل چلند کې نرمښت راولي او په باعزته توګه دې یې خپل وطن ته په کراره کراره ستانه کړي.

د بشري حقونو ځینو نړۍوالو سازمانونو هم د پاکستان له لوري د افغان کډوالو ځورول کیدل او ایستل غندلي دي.

د بښنې نړۍوال سازمان لا له یاد هېواده غوښتي، چې په جبري توګه د افغان کډوالو د ایستل کیدو څخه دې ډډه وکړي، ځکه دا چاره د ټولو نړۍوالو قوانینو خلاف عمل دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ کارت لرونکو تر څنګ په پاکستان کې د امریکا په ګډون د لوېدیځو هېوادونو لسګونه زره متحدین هم د پخواني جمهوري نظام تر نسکوریدو وروسته پاکستان ته کډه شوي دي.

دغه تازه تللي کډوال چې د طالبانو له لوري له جدي او مرګوني ګواښونو سره مخ دي هم د ایستل کیدو له دغه بهیره خوندي‌ نه دي.

په دریمو هېوادونو کې د میشتیدنې په تمه دا ناست افغانان له اړونده سفارتونو او هېوادونو غواړي چې د دوی قضیې دې په بېړنۍ توګه وڅېړي او ژر تر ژره دې یې له دغه هېواده اوباسي.

اسراییل په غزه کې پر ښوونځیو هوايي بمبارۍ کې ۳۳ تنه وژلي چې ۱۸ یې ماشومان دي

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۶:۲۸ GMT+۱

د الجزیزې شبکې د راپور له مخې اسراییل په غزه کې تازه د درېیو ښوونځیو پر ودانیو هوایي بریدونه کړي‌، چې له امله یې ۳۳ تنه ولسي کسان وژل شوي دي. په دغو وژل شویو کسانو کې یوازې ۱۸ یې ماشومان دي.

د ښوونځیو له دغو ودانیو څخه د جګړو له کبله بې ځایه شویو فلسطینیانو د استوګنې د پناه ځایونو په توګه کار اخیستلو.

هم مهاله د اسراییل له لوري د غزې بېلابېلو سیمو کې د خلکو د اجباري ایستلو امرونه هم صادر شوي او د غزې په تړانګه کې د درنو بمباریو لړۍ روانه ده.

د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۱۲ فلسطینیان وژل شوي، چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو سازمان وایي، له هغه مهاله چې د مارچ په ۱۸مه د اسراییل له خوا اوربند مات شوی، شاوخوا ۲۸۰ زره فلسطینیان له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي دي.

غزه کې مړي پر سړکونو، ماشومان د ړنګو ودانیو لاندې

د اسراییل بې‌ درېغه بمبارۍ د غزې ښار پر اوسېدونکو ژوند تریخ کړی، کورونه یې په یو او بل پسې ویجاړیږي. همدا راز ښځې او ماشومان د ویجاړو شویو ودانیو لاندې پاتې دي.

عیني شاهدان وایي، مړي پر سړکونو پراته دي او ګڼ ماشومان لا هم ورک دي.

د غزې روغتیايي ژغورونکې ډلې اندېښنه لري چې د دوامداره بریدونو له کبله نه شي کولای، څو د ټپیانو مرستې لپاره لاس اقدام وکړي او د مړو شمېره هر ساعت مخ په ډېریدو دی.

هنګري ته د اسراییل د لومړي وزیر جنجالي سفر

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د پنجشنبې په ورځ په یوه جنجالي سفر کې هنګري ته تللی او د یادې هېواد لومړي وزیر ویکتور اوربان یې تود هرکلی هم کړی دی.

یاد سفر داسې مهال ترسره شو، چې د جرمونو نړۍوالې محکمې (ICC) له خوا د نتنیاهو د نیولو امر هم صادر شوی.

په دې لیدنه کې نتنیاهو او اوربان د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې چې په کې د جزا له نړۍوالې محکمې څخه د هنګري د وتلو مسله هم مطرح شوې ده.

په رام الله کې د بشري حقونو سازمان «الحق» د هنګري لخوا د نتنیاهو هرکلی «یو ښکاره جنجالي اقدام» بللی او د پولیسو له نړۍوال سازمان (اینټرپول) یې د هغه د نیولو غوښتنه کړې ده.

یاد سازمان وایي، «د یو مطلوب جنګي مجرم بلل، لکه د اسراییل لومړی وزیر او د جزا نړۍوالې محکمې د حکم پر وړاندې بې پروایي د نړۍوال قانوني نظام کمزوری کولو هڅه ده.»