• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بودجې د کموالي له کبله پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ځنډولی دی

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۶:۵۳ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د ایستلو بهیر د مارچ ۳۱مې نېټې تر ضرب الاجل بشپړېدو څلور ورځې وروسته هم د پښتونخوا ایالت په لنډي کوتل سیمه کې د دغو ستنېدونکو کډوالو لپاره د ځانګړي کمپ چارې نه دي بشپړې شوې.

سرچینو زیاته کړې، د بودجې د کموالي له کبله د دغه کمپ چارې نیمګړې پاتې دي او د پښتونخوا ایالتي حکومت له اسلام اباده غوښتي، چې د افغان کډوالو د ستنیدو بهیر کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو لپاره دې ورسره د بودجې په برخه کې مالي مرسته وکړي.

دغه غوښتنې په داسې حال کې دي، چې تېره ورځ هم د پېښور په ځینو سیمو کې پولیس کور په کور په افغانانو پسې ګرځیدلي دي.

د افغان کډوالو په ځینو کمپونو کې کډوالو ته خبرداری ورکړل شوی، چې د روانې اوونۍ تر پایه دې ووځي.

بلخوا د خېبر ولسوالۍ چارواکو پرېکړه کړې چې کډوال به په لنډي کوتل کې د اوس لپاره په جوړ شوي کمپ کې نه دېره کوي او نېغ به یې تورخم ته لېږي.

د خېبر مرستیال کمېشنر بلال شاهد د افغانستان انټرنشنل ځايي خبریال جواد شینواري ته ویلي، دا مهال د لنډي کوتل په کمپ کې د دغو ستنیدونکو کډوالو د ساتلو اړتیا نه شته، خو که دا بهیر چټک او پراخ شي، نو بیا به له یاد کمپ څخه هم ګټه پورته کړي.

ځینو پاکستاني او نړۍوالو رسنیو خبر ورکړی، چې اسلام اباد د اختر د رخصتیو او د کاري ځواک د نه شتون له کبله پرېکړه کړې چې د اپریل تر لسمې نېټې پورې د افغان کډوالو د ایستل کیدو بهیر وځنډوي.

خو ښکاري چې دا بهیر لا هم غلی غلی روان دی او د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې پولیس د افغان کډوالو د موندلو په موخه دروازه په دروازه ګرځېږي.

پاکستان پرېکړه کړې، چې په دغه هېواد کې مېشت ناقانونه کډوال او د ای سي سي کارت لرونکي چې شمېر یې تر اته سوه زره کسانو رسېږي له خپل هېواده وباسي.

طالبانو بیا له اسلام اباده غوښتي چې له افغان کډوالو سره په خپل چلند کې نرمښت راولي او په باعزته توګه دې یې خپل وطن ته په کراره کراره ستانه کړي.

د بشري حقونو ځینو نړۍوالو سازمانونو هم د پاکستان له لوري د افغان کډوالو ځورول کیدل او ایستل غندلي دي.

د بښنې نړۍوال سازمان لا له یاد هېواده غوښتي، چې په جبري توګه د افغان کډوالو د ایستل کیدو څخه دې ډډه وکړي، ځکه دا چاره د ټولو نړۍوالو قوانینو خلاف عمل دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ کارت لرونکو تر څنګ په پاکستان کې د امریکا په ګډون د لوېدیځو هېوادونو لسګونه زره متحدین هم د پخواني جمهوري نظام تر نسکوریدو وروسته پاکستان ته کډه شوي دي.

دغه تازه تللي کډوال چې د طالبانو له لوري له جدي او مرګوني ګواښونو سره مخ دي هم د ایستل کیدو له دغه بهیره خوندي‌ نه دي.

په دریمو هېوادونو کې د میشتیدنې په تمه دا ناست افغانان له اړونده سفارتونو او هېوادونو غواړي چې د دوی قضیې دې په بېړنۍ توګه وڅېړي او ژر تر ژره دې یې له دغه هېواده اوباسي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې لا هم د امریکایي او روسي وسلو تور کاروبار په لویه کچه روان دی

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۴:۴۴ GMT+۱

د یوې سویسي څېړنیزې موسسې د یوه تازه څېړنیز راپور پر بنسټ ډان ورځپاڼې خبر خپور کړی، چې له پخوانۍ شوروي ټلوالې او ناټو ځواکونو څخه د پاتې شویو وسلو تور کاروبار لا هم د افغانستان په ختیځ او ډیورنډ کرښې ته څېرمه په قبایلي سیمو کې په پراخه کچه روان دی.

د ډان په راپور کې راغلي، چې په قبایلي سیمو کې لا هم د وسلو په تورو بازارونو له کې له افغانستان څخه قاچاق شوې روسۍ او امریکایي وسلې په لویه کچه پلورل کېږي.

د سویس په پلازمېنه جینیوا کې دغه راپور چې ډان ورځپاڼې را اخیستی د «سپکو وسلو د څېړنو موسسې» لخوا خپور شوی او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د وسلو پر موجودیت تمرکز لري.

دغه راپور له ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې د ډیورنډ کرښې په دواړه غاړو کې د دغو بازارونو څخه د څېړنو پر بنسټ چمتو شوی او په کې موندل شوې، چې د افغانستان د پخواني جمهوري نظام څخه پاتې شوې وسلې اوس په کې په قاچاقي توګه پلورل کېږي.

که څه هم طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د پخواني حکومت د وسلو زېرمې تر خپل کنټرول لاندې راوستي او ادعا یې کړې، چې د عامو خلکو او شخصي سوداګرو لپاره د وسلو اخیستل یې بند کړي، خو بیا هم د وسلو قاچاق دوام لري.

راپور وړاندې کاږي، چې د طالبانو ځینې ټیټ پوړي چارواکي له قاچاقچیانو سره ځانګړې همکارۍ لري.

دغه راپور زیاتوي، چې له سیمه ‌ییزو ترهګرو ډلو لکه «ټي ټي پي» او بیا القاعده سره د طالبانو اړیکو د وسلو د قاچاق د مخنیوي هڅې لا هم ستونزمنې کړې دي.

ویل کیږي، چې یادې ډلې اوس له دغو وسلو څخه هم ګټه پورته کوي.

د وسلو بیې

راپور کې راغلي چې د افغانستان ختیځو ولایتونو او قبایلي سیمو کې وسلې لا هم په غیر رسمي بازارونو کې په ازاد ډول خرڅېږي.

طالبانو له خپلې واکمنۍ مخکې له بهرنیو ځواکونو او پخواني جمهوري نظام سره د جګړې لپاره له همدغو بازارونو څخه وسلې اخیستلې.

راپور زیاتوي‌ چې له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا د وسلو په بیو او د لاسرسي په کچه کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

په افغانستان کې د وسلو بیې لوړې شوې،‌ خو په پاکستان کې یې بیا ډېر بدلون نه دی کړی.

د بېلګې په توګه، د امریکايي M4 ډوله بریدګر ټوپک بیه د پکتیکا ولایت د ارګون په ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۲۱۹ ډالره، خو د خوست ولایت د سپیرې په ولسوالۍ کې تر ۴۸۱۷ ډالرو پورې رسېدلې ده.

همداراز، په ننګرهار کې د دغه ټوپک بیه تر ۴۳۷۹ ډالرو پورې او د AK ډوله روسي کلاشنیکوف شاوخوا ۱۳۸۶ ډالره پلورل شوي.

د دوربابا ولسوالۍ چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پرته ده، هلته د امریکایي M4 بیه تر ۳۷۲۲ ډالرو رسېږي، خو محلي AK یا دره وال کلاشنیکوف بیا تر ۲۱۸ ډالرو هم پلورل کېږي.

په پاکستان کې د ناټو او شوروي ډوله وسلو بیې نسبتا ثابتې پاتې دي. خو د پاکستان د پوځ د روانو عملیاتو «عزم استحکام» له امله د وسلو پلورونکي اوس د ناټو وسلې ښکاره نه خرڅوي، سره له دې چې دا اقدامات د بیو پر ثبات ډېر اثر نه لري.

د بیو بدلونونه

د راپور له مخې، د ۲۰۲۲ له وروستیو نیولې د ۲۰۲۴ تر نیمايي پورې، په ننګرهار او کونړ کې د M4 ټوپک بیه شاوخوا ۱۳ سلنه لوړه شوې او له ۱۷۸۷ ډالرو نه تر ۳۸۱۳ ډالرو رسېدلې ده. همداراز د M16 امریکایي ټوپک بیه تر ۳۸ سلنه لوړه شوې او له ۱۰۲۰ نه تر ۲۴۳۴ ډالرو ته رسېدلې ده.

خو د AK ډوله ټوپکونو او د RPG راکټ ‌لانچرونو بیې ډېر بدلون نه دی کړی. ان د چینایي Type 56 ټوپک بیه لږه راټیټه شوې ده، چې ښايي یا یې عرضه زیاته شوې وي یا تقاضا کمه شوې وي.

تر ټولو جالب دا چې د شپې لیدونکو وسایلو یا لېزرونو بیه د پام وړ راټیټه شوې. له ۲۵۷۵ ډالرو نه تر ۷۸۱ ډالرو ته راټیټه شوې چې نږدې ۷۰ سلنه کمښت ښيي.

د طالبانو د بندیزونو له امله ښځینه قاضیانې او څارنوالانې له جدي ننګونو سره مخ دي

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۳:۵۸ GMT+۱

د پخواني جمهوري‌ نظام له نسکوریدو وروسته طالبانو په قضایي او عدلي سېسټم کې هم د ښځو پر وړاندې سخت بندیزونه لګولي، چې له امله یې ښځینه قاضیانو او څارنوالانو دندې له لاسه ورکړې او له جدي ننګونو او کړاونو سره مخ دي.

د مناره په نوم عربي مجلې په خپل یوه راپور کې په ډاګه کړې، چې د طالبانو تر واک لاندې اوس د پخواني‌ جمهوري نظام ښځینه قاضیانې نه یوازې چې له سختو محدودیتونو سره مخ دي بلکې یادې ډلې د قضایي نظام په بدلون سره دوی په بشپړه توګه له د قضایي ادارو تر څنګ له عدلي نظامه هم ایستلې دي.

100%

په راپور کې راغلي، چې طالبانو په بشپړه توګه خپل قضایي نظام بدل کړی، چې له دې کبله یې قضایي او عدلي خپلواکي‌ هم زیانمنه کړې ده.

مرضیه بابکرخېل چې یوه پخوانۍ قاضۍ او د ښځو د حقونو فعاله ده رسنیو ته ویلي: «د افغانستان حقوقي نظام عملاً له منځه تللی. اوسنی قضايي سېسټم د قانون پر بنسټ نه، بلکې د شریعت پر شخصي تفسیرونو او له عادلانه محاکمې پرته پر مخ روان دی.»

نوموړې زیاتوي، چې ټول پخواني قاضیان او قاضیانې له دندو ګوښه شوې او پر ځای یې د طالبانو پلویان چې په دیني مدرسو کې یې زده کړې کړې، پر دغو بستونو ګومارل شوي دي. مفتیان اوس د قضايي مشاورینو رول لوبوي، په داسې حال کې چې ښځې له دې نظام څخه په بشپړه توګه ایستل شوي دي.

همداراز د افغانستان د خپلواکو مدافع وکیلانو ټولنه له منځه وړل شوې او طالبان اوس د وکالت د جوازونو د صادرېدو او تمدید بشپړ واک لري.

نارینه وکیلان باید د طالبانو د دیني ازموینې څخه بریالي شي، څو جواز تمدید کړي، خو ښځې بیا له همدې حق څخه هم په بشپړ ډول بې برخې شوې دي.

ډېری هغه وکیلان چې د بشر حقونو یا نړۍوالو موسسو سره یې کار کړی و، د جوازونو په اخیستلو کې له ستونزو سره مخ دي.

مرضیه بابکرخېل زیاتوي، ښځینه حقوق‌ پوهانې له سختو ګواښونو سره مخ دي، لکه د مرګ ګواښونه، بې بنسټه نیونې، جبري تښتونې او ان وژنې هم په کې شاملې دي. چې ډېری پخوانۍ قاضیانې یا له هېواده وتلې او یا هم پټ ژوند کوي.

د دې تر څنګ دوی له کورني تاوتریخوالي، جبري ودونو او شدید فقر سره هم مخې شوې دي.

هغه قاضيانې چې لا هم په افغانستان کې پاتې دي، د هغو کسانو یا ډلو مستقیم ګواښونه ورته کیږي، چې پخوا یې پرې د قانون له مخې فیصلې کړې وې.

ځینې د هغو پریکړو له امله چې د جنسي تاوتریخوالي او بشر حقونو په اړه یې کړې وې د انتقام هدف ګرځېدلي دي.

راپور وړاندې کاږي د طالبانو پراخ محدودیتونه د ښځو د ټولنیز او مسلکي ژوند پر وړاندې لوی خنډونه دي. چې اوس ښځې نه کار کولای شي، نه زده ‌کړې او نه هم ازادې ګرځیدلای شي.

بابکرخېله له نړۍوالې ټولنې د ژر ملاتړ غوښتنه کوي. هغې وویل: «د افغان ښځینه قاضیانو د بیا مېشتیدلو بهیر ته باید لومړیتوب ورکړل شي. زه له یو شمېر هېوادونو سره په خبرو بوخته یم، څو د دغو ښځو ملاتړ ته یې پام راوګرځوم.»

نوموړې د قضايي خپلواکۍ بېرته راګرځېدو، د وکیلانو ټولنې بیا رامنځته کیدو او د ښځینه وکیلانو د ځانګړي ملاتړ غوښتنه وکړه.

له بله پلوه د امریکا ولسمشر د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۰مه د ۱۴۱۶۳ شمېره اجراییوي فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې د کډوالو د منلو پروګرام (USRAP) ځنډېدلی دی.

دغې پریکړې د لومړیتوب (P-1) ویزې په ګډون د ټولو دوسیو ارزونه بنده کړې او د افغان قاضیانو وضعیت یې لا پسې کړکېچن کړی دی.

که څه هم د فبرورۍ په ۲۵مه د متحده ایالتونو یوې فډرالي محکمې د دغه بهیر د بیا پیل حکم ورکړ، خو راپورونه ښيي چې لا هم دغه بهیر په بشپړ ډول نه دی پیل شوی او ډېری غوښتونکي لا هم له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

مرضیه بابکرخېله چې له حقوقي ډلو او د کډوالو ملاتړو موسسو سره کار کوي، پر دې یې ټینګار دی، چې دا یوازې شخصي مبارزه نه ده، بلکې نړۍوالې همغږۍ ته اړتیا لري.

د هغې په خبره: «عدالت یو وروستی منزل نه دی، بلکې یوه دوامداره او درنه مبارزه ده چې په افغانستان کې زیاته زړورتیا او مقاومت غواړي.»

پر ښځو د طالبانو د سختو قوانینو له امله د مېندو او ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ دی

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۳:۲۲ GMT+۱

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې د طالبانو له‌خوا د ښځو پر تګ راتګ د محرم لرلو د قانون پلي کېدو پرېکړه د دې لامل شوې، چې ډېرې مېندې او نوي زېږېدلي ماشومان روغتیايي مرکزونو ته د نه لاسرسي له امله مړه شي.

د زرین ‌ګل په (مستعار نوم) یوه افغانه ښځه د شپې ناوخته پوه شوه، چې حامله لور یې نسرین (مستعار نوم) له سخت درد سره مخ شوې او باید ژر تر ژره روغتون ته ورسول شي، خو ستونزه دا وه چې په کور کې یې هغه مهال نارینه موجود نه و.

د نسرین مېړه په ایران کې مزدوري کوله او هغه یوازې له خپلې مور او اوه کوچنیانو سره پاتې وه.

زرین ‌ګل خپله لور په یوه رېکشاه کې کېنولې وه او د شپې په تروږمۍ کې یې د روغتون پر لور روانه کړې وه.

هغې ګارډين ته ویلي، له دې سره دا وېره وه چې ګنې طالبان به یې چیرې له لارې راګرځوي هغه وايي: «په زړه کې مې دا دعا کوله چې د طالبانو له پوستو سره مخ نه شم، خو دا دعا مې قبوله نه شوه. طالبانو د ریکشاه څراغ ولید، سملاسي یې ودروله او پوښتنه یې وکړه چې ولې دا دوه ښځې بې له محرم سفر کوئ؟»

زرین ‌ګل وايي، هغې ورته د خپلې لور د بیړني روغتیايي حالت وویل: «ما ورته وویل چې د نسرین مېړه بهر کې دی او د لور حالت مې خطرناک دی. زارۍ مې ورته شروع کړې او ومې ویل چې لور مې مړه کېږي، خو طالبانو اجازه رانه کړه. بیا مې د ریکشاه چلوونکی خپل محرم معرفي کړ، ترڅو اجازه تر لاسه کړم.»

د ګارډین په راپور وړاندې راغلي، چې کله دوی روغتون ته ورسیدل، ډېر پرې ناوخته شوی و. ماشوم یې د مور په نس کې مړ شوی و: «ډاکترانو راته ویل، چې د نسرین رحم هم شکیدلی او ویل یې چې ژر تر ژره یې دولتي روغتون ته چې یوه ساعت لاره ده، ورسوئ.»

د زرین ګل په خبره چې د لارې په اوږدو کې بیا هم د طالبانو په دوو پوستو کې د پوښتنو له امله وځنډیدل او دولتي روغتون ته په رسېدو یې، ناروغه لور نسرین هم د ډېرې وینې بهیدو له امله مړه شوې وه.

زرین ګل وایي: « لور او لمسۍ مې یو ځای ښخ کړل.»

د «ګارډین» او «زن ټاېمز» ګډه څېړنه ښيي چې دا یوازې یو پېښه نه ده، بلکې لسګونه نورې ښځې او ماشومان هم د طالبانو د داسې بندیزونو له امله مړه شوي دي.

په ټول افغانستان کې د طالبانو د محرم لرلو شرط، د ماشومو نجونو جبري ودونه، خراب سړکونه، د ښځینه ډاکټرانو کموالی او د ښځو روغتیا ته ارزښت نه ورکول، د افغانستان روغتیايي سېسټم له سخت ناورین سره مخ کړی.

د روغتیا نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې، هره ورځ لږ تر لږه ۲۴ ښځې او ۱۶۷ ماشومان په افغانستان کې د داسې ستونزو له امله مري چې مخنیوی یې شونی وي.

په افغانستان کې له ۲۰ زرو زیاتو کلیوالي سیمو کې اساسي روغتیایي خدمتونه نه شته. د ملګرو ملتونو یو تازه راپور وړاندوینه کړې چې تر ۲۰۲۶ کال پورې به د زیږون پر مهال د ښځو د مړینې کچه تر ۵۰ سلنه لوړه شي.

د کندهار په میرویس روغتون کې یو ډاکټر وايي: «ډېرې ښځې داسې حالت کې روغتون ته راځي چې نه ماشوم ژغورل کېږي او نه مور. ځینې ماشومان د مور په رحم کې مري، ځینې بیا تر زیږون څو دقیقې وروسته».

تېر کال یوازې په دغه روغتون کې له ۸۰۰ زیاتې میندې او له ۱۰۰۰ زیات نوي ماشومان مړه شوي دي.

یوه قابله سمیانه وايي: «یوه ښځه مې ولیده چې په ټکسي موټر کې یې ماشوم وزېږاوه. ماشوم د اکسیجن نشتوالي له امله مړ شو. کله مې چې وپوښتله ولې ژر نه وې راغلې؟ ویې ویل: د مېړه انتظار مې ایسته، محرم نه لرم».

نورې ښځې هم ورته ستونزو سره مخ دي او وايي، چې د محرم یا د کورنۍ د نارینه د اجازې نه لرلو له امله ډاکټر ته نه شي تللی او ان دوا نه شي اخیستی.

د ننګرهار یوه اوسېدونکې پنځوس کلنې قندي ګل وویل: «بې له زوی یا لمسې نه ډاکټر ته نه شم تللی او نه دوا اخیستی شم.»

په لرې پرتو سیمو کې د ښځینه ډاکټرانو او قابلو کموالی د میلیونونو ښځو او ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی.

ډاکټران وايي، ډېری ښځینه همکارانو یې هېواد پرېښې دی. د یوې ډاکټرې سیما په وینا: «زه او مېړه مې چې هغه هم ډاکټر دی، پرېکړه مو وکړه چې پاتې شو. خو ډېری نورې ډاکټرانې لاړې. دغه کار د روغتیا پر سکټور بد اغېز کړی.»

په تخار کې یوه قابله وايي، د طالبانو د امر بالمعروف چارواکي دوی ته توهین کوي. د هغې په خبره: «اکثره وخت زموږ لباس غیر اسلامي ګڼي، ان په بیړني حالت کې هم. یو ځل درې نرسانې یې یوازې د جامو له امله ونیولې او ژمنلیک یې ترې واخیست چې اوږده کالي واغوندي.»

د ګارډین ورځپانې راپور کې اندېښنه ښودل شوې، وايي که دا حالت همدا ډول دوام وکړي، د افغانستان د ښځو او د روغتیايي نظام راتلونکی ډېر تیاره ښکاري. دا هغه فاجعه ده چې باید مخنیوی یې شوی وی.

د بین الافغاني خبرواترو نړۍ، نوې ننګونې او راتلونکی ظهور

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۲۵ GMT+۱

اتلانتیک کونسل وېب‌پاڼې د طالبانو د سیاسي حرکتونو او ډایسپورګانو غونډو، بین‌الافغاني خبرو او پر وړاندې یې د ننګونو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده. په دغه مقاله کې د بین الافغاني ډیالوګ او پر وړاندې ننګونو ته کتنه شوې چې تر کومې کچې ممکن دي.

په مقاله کې راغلي، په ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې د متحده‌ایالاتو په ملاتړ د جمهوري حکومت ړنګېدو د طالبانو او د جمهوري ریاست د منحل شوي پلاوي ترمنځ د قطر په کوربه‌توب دوحه خبرې اترې له خنډ سره مخ کړې او بین‌الافغاني مذاکراتو امکان یې له منځه یوړ.

په حقیقت کې د فبرورۍ په میاشت کې د ډېرو متنوع افغان کډوالو او د افغان مدني ټولنې په استازولۍ د معتدلو غږونو کنفرانسونو یو ځل بیا د بین الافغاني خبرو موضوع را ګرمه کړه.

همدا ډول د متحده ایالاتو له نوې ادارې سره جوړ جاړی چې ښه مثال یې له امریکایي پلاوي سره د طالب مشرانو لیدل او امریکایي بندیان خوشې کول وو.

تر څنګ یې د نړیوالې ټولنې فرصت، چې د هغو مسلو په اړه د دوه اړخیزو ښکیلتیاوو پالیسي تعقیب کړي چې د کلیدي ښکېلو اړخونو په ګټه دي.

د افغان کډوالو ډایسپوراګانو، راپورته کېدونکې خبرې

په دې وروستیو میاشتو کې د تېر افغان حکومت د خبرو اترو لړۍ پیل شوې ده. د خبرو تمرکز خورا پراخ دی او دوی په بشري تمویل کې ویجاړونکي کمښت، خراب شوي اقتصادي او چاپېریالي شرایط، د ښځو زده‌کړو په اړه د نوي رژیم محدودیتونه او د حکومتوالۍ ضعفونو په ګوته کوي.

د دغه ډایسپوراګانو درې ډلې راڅرګندې شوې. یو، هغه کسان چې په هر ډول شرایطو کې د طالبانو په ګډون د هر ډول ښکېلتیا مخالفت کوي. دویم، هغه کسان چې د عدم تشدد د ښکېلتیا پلوي کوي، په دې ګروپ کې د توقعاتو سلسله د ښځو زده‌کړې او کار په اړه د بندیزونو لرې کولو څخه د حکومتولۍ ښه کولو او د سیاسي ګډون پراخولو پورې توپیر لري. او درېیم، د طالبانو ملاتړي او مدافعان - په ډېر کم شمېر کې - چې هیڅ زیان نه ویني او په عمومي ډول د رژیم له پالیسیو سره موافق دي.

د فبرورۍ په میاشت کې په مختلفو افغان او نړیوالو مرکزونو کې څو بین‌الافغاني نوښتونه ترسره شول. په استانبول کې د «ډیالوګ فورم» جوړ شو چې یو شمیر پخوانیو چارواکو او همداراز په کابل کې مېشتو مدني ټولنو پکې ګډون کړی و. دوی تمه درلوده چې په دې غونډه کې به د طالبانو د حکومت غړي او یا هم ملګري ګډون وکړي، خو هېڅوک هم حاضر نه شول. دوه نورې غونډې په قطر کې ترسره شوې. د دوی په منځ کې د افغانستان د راتلونکي فکر فورم (ای ایف ټي ایف) چې د رژیم خواخوږو، مدني ټولنو او غیر طالبانو افغانان پکې ګډون کړی وو، خپله لسمه غونډه په دوحه کې وکړه، چې په ترڅ کې یې د سیمه‌ییزو او نړیوالو صحنو د پراختیا، پوهنې او روغتیا ته د ښځو او نجونو د لاسرسي او د ژوند او ایکولوژیکي ننګونو په اړه چې افغانان ورسره مخامخ دي، بحثونه وشول.

د مقاومت جبهې په ملاتړ یوه بله غونډه په ویانا کې جوړه شوه. په دې غونډه کې، د جمهوري دورې د طالبانو ضد شخصیتونو او د ډیسپورا استازو د وسله‌وال مقاومت د تعقیب لپاره د پروګرام پېل کولو په اړه بحث وکړ او په ورته وخت کې یې د یو واحد چتر لاندې د متقابلو ډلو راوستل غوښتل.

د انټرنېټ انلاین چیټونو نور ډولونه د ګوندونو پخواني غړي او د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کلونو د مجاهدینو پاتې شوي ګروپونه شامل دي چې په عمده توګه په ترکیه، خلیجي هېوادونو او لوېدیځو هزوادونو کې مېشت دي.

په داسې حال کې چې د دې غونډو لومړنۍ موخه په ښکاره ډول د خبرو اترو د مرکز په توګه خدمت کول دي، ځینې یې د اډ هاک فکر کولو ټانکونو یا مدافع حرکتونو په توګه کار کوي. د پام وړ، د دغو نوښتونو څخه یو څو د لومړي ځل لپاره هڅه کوي چې د افغانستان او بهر څخه د مختلفو شالیدونو اشخاصو، نارینه او ښځینه دواړو سره د یوځای کولو له لارې د خبرو اترو لپاره یوه جامع تګلاره غوره کړي. له دې پلېټ فارمونو څخه هېڅ یو د اوسني یا پخوانیو حکومتونو سره د ښکاره سیاسي تړاو ادعا نه کوي، چې د دوی خپلواک یا نیمه بې طرفه ماهیت روښانه کوي. سربیره پردې، د دې نوښتونو ډیری برخه د دوی لوژستیکي اړتیاوو پوره کولو لپاره په بهرنۍ تمویل تکیه کوي چې د دې خبرو اترو په دوام کې د بهرني ملاتړ اهمیت په ګوته کوي.

د افغانستان دننه؛ د طالبانو دریځ او محدود اختلاف

واک ته د دوی له راستنیدو راهیسې، راپورته شوي طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست دمخه خبرې د «جمهوریت» د ړنګیدو له امله د ځنډېدو په ډول په ګوته کوي، دوی کله ناکله په هغو پلېټ فارمونو کې د افغانانو لږ ګډون زغملی شي چې تاوتریخوالی غندي او په نرمو سیاسي اجنډاوو تمرکز کوي.

د طالبانو خپل منځي اختلاف – یوه قوي موضوع هم خپل طرزالعملونه او محدودیتونه لري، لکه څنګه چې په دې وروستیو کې د څو لوړ پوړو چارواکو د لېرې کولو له لارې ښودل شوي چې د ښځینه زده‌کړې او د ډیرو ښکېلتیا په اړه د پالیسۍ خنډونو باندې نیوکه کوي.

دا باید ووایو چې اوس څرګنده شوې چې یو شمېر طالبان زده‌کړې ته د ښځو لاسرسی خوښوي او له نورو افغانانو سره د باور جوړونې له لومړنیو مشورو سره مخالف نه دي، په داسې حال کې چې یوه بله ډله چې کوچنۍ خو اغېزمنه ده - د پوهنې د محدودیتونو د لېرې کولو یا هر هغه تعامل سره مخالفت کوي چې کېدای شي د مشارکت سېستم یا د موجوده حکومتولۍ د موډل په اړه د جدي خبرو لامل شي.

دوامداره ننګونې

د یو چتر لاندې سازمان په نشتوالي کې د پام وړ تشه لیدل کېږي چې د جګړې په مقابل کې د ډېپلوماتیکو او غیر متشدد ښکېلتیا دوه مختلفې لارې پلې کولو وړتیا لري.

د تګلارو قطبي کول او د نظرونو تنوع هم د نړۍوالو منځګړو لکه ملګرو ملتونو لپاره دا ستونزمنه کړې چې هغه لاره تعقیب کړي چې د حکومتولۍ او بنسټیزو حقونو په اړه د بین‌الافغاني خبرو اترو سره د افغان ډیالوګ سره تړاو ولري.

په مارچ میاشت کې د افغانستان په اړه د امنیت شورا له بحثونو وروسته، د ملګرو ملتونو په ملاتړ د دوحې پروسه پلان لري چې ټول هغه مسایل په پام کې ونیسي چې د افغانستان اوسني رژیم او نړۍوالې ټولنې سره وېشي، د یوې افغاني لارې نقشې لپاره د باوري خبرو نقطو په توګه لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو په ۲۷۲۱ او ۲۷۷۷ پریکړه لیکونو کې وړاندیز شوي.

د ملګرو ملتونو پروسه به اړتیا ولري چې د مشروعیت او نورمال کولو اهدافو ته د رسېدو لپاره د پخوا غوندې د جوړښت شوي باور جوړونې موضوعي ښکیلتیا څخه کار واخلي. د اجنډا پرمخ وړونکې د ډیاسپورا ځینې ډلې د ملګرو ملتونو د هڅو سره مخالف دي چې پر نقشې د توافق په لټه کې دي، په داسې حال کې چې نور یې د اصلاحاتو په اړه د خبرو اترو او د هېواد د نور انزوا او بې وزلۍ مخنیوي لپاره د باور وړ انتخاب په توګه ګوري.

د افغانانو خپلمن‌ځي بدلون ته په کتو، دا ښکاره ده چې د پلېټ فارمونو، د ایډیالوژیکي، سیاسي، نمایشي، جوړښتي ننګونو سره مخ دي. په هرصورت، دوی په داسې وخت کې د فکرونو او افکارو ارزښتناکه وسیلې او انبارونکي دي چې نړۍواله ټولنه او د افغانستان خلک دواړه د هېواد تر پنځو لسیزو اوږد کړکیچ لپاره د عملي ځوابونو او حل لارو په لټه کې دي. واشنګټن، ملګري ملتونه او په ځانګړې توګه د افغانستان رژیم له بین‌الافغاني فرصتونو څنګه ګټه پورته کوي، خو په سیاسي اراده او ستراتیژیک لید پورې اړه لري.

نارنج ګل مشاعره؛ یو شمېر شاعرانو ته د شعرویلو اجازه نه‌ده‌ ورکړل شوې

۱۵ وری ۱۴۰۴ - ۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۰:۰۰ GMT+۱

د نارنج ګل مشاعري یو شمېر ګډون‌والو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې په ننګرهار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د نارنج ګل دودیزې مشاعرې د ګډون‌والو شعرونه د دغې ډلې د اطلاعاتو او کولتور ریاست د یوې ټاکل شوې کمېټې په خوښه‌ انتخاب شوي دي.

دغو ګډون‌والو د پنجشنبې په شپه ( د وري ۱۴مه) زیاته کړې، د اطلاعاتو او کولتور ریاست د شعرونو د انتخاب او ارزونې کمېتې یو شمېر شاعرانو ته اجازه نه ده ورکړې چې په دغې دودیزې مشاعره کې خپل شعرونه ووايي.

د ګډونوالو د معلوماتو پر بنسټ، د هغو ادبیانو شعرونو چې پر دغې ډلې یې ډېره انتقادي بڼه لرله، د یادې ډلې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د شعرونو د ارزونې او انتخاب کمېټې له‌خوا رد شوي او لیکوالانو ته یې د ویلو اجازه نه ده‌ ورکړل شوې.

ګډون‌وال وړاندې وايي چې په ننګرهار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د نارنج ګل دودیزه مشاعره د اکثریت طالب پلوه شاعرانو او فرهنګیانو په حضور کې ترسره شوې ده.

دا مشاعره تېره شپه د جلال‌اباد ښار په سراج‌العمارت تاریخي بڼ کې جوړه شوې او په‌کې د خېبرپښتونخوا یو شمېر فرهنګیانو او شاعرانو هم ګډون درلود.

100%

په ننګرهار کې د طالبانو د حقاني شبکې اړوند کس او د دغه ولایت د اطلاعاتو او کولتور رییس قاري احسان‌الله ساجد د دغې ډلې له ملي ټلوېزیون سره په یوې مرکه کې د نارنج ګل د سږنۍ مشاعرې د ګډون‌والو شمېر تر ۱۰ زرو کسانو ډېر بللی دی.

بل‌خوا، د ټولنیزو رسنیو له لارې خپرې شوې ویډیوګانې څرګندوي چې یو شمېر طالب پلوه شاعرانو د پښتون‌ژغورنې غورځنګ پر ضد هم شعارونه ورکړي چې د یو شمېر هېوادوالو توند غبرګونونه یې راپارولي دي.

همداراز په ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د ښځو د زده‌کړو، کار او نورو حقونو پر ضد هم شعارونه ورکړل شوي دي.

د طالبانو له واکمنۍ مخکې په دغه مشاعره کې نه یوازې افغان قلم‌والو ښځو ګډون کاوه، بلکې د هغوی د مساوي حقونو او جنسیتي برابرۍ لپاره هم هر ځل غږ پورته کېده، خو پر افغانستان د دغې ډلې له واکمنېدو وروسته نه یوازې په دغه مشاعره کې ښځو ته د ګډون اجازه نشته، بلکې د حاکم رژیم په خوښه یې یو ناخپلواک رنګ خپل کړی دی.

د یادونې ده چې نارنج ګل مشاعره د تېر جمهوري نظام په وخت کې د افغانستان لومړنۍ لویه مشاعره بلل کېده چې په‌کې شاعرانو او ادبیانو د شعر ژبه د نیوکو ترڅنګ د افغاني ټولنې غوښتنې بیانولې.

نارنج ګل له ۱۳۴۴ لمریز کال راپدېخوا د ننګرهار فرهنګیانو او شاعرانو له‌خوا پيل شوې او هرکال د وخت د حاکمیتونو په همکارۍ د پسرلي موسم په پیل کې جوړېږي.