سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د موبي رسنیز ګروپ چې طلوع ټلوېزون یې یوه برخه ده، لسګونه کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي.
یوې سرچینې وویل، د موبي میډیا ګروپ نن ۲۵ تنه له طلوع نیوز او ۲۵ نور د ادارې له نورو برخو ګوښه کړي، چې ور سره «د طلوع نیوز ډېری خپرونې هم بندې شوې.»
د سرچينو د معلوماتو له مخې، طلوع نيوز د خپلو خپرونو شمېر هم په بې ساري ډول کم کړى او له دې وروسته به يوازې د ماښامنۍ خبري خپرونې او د "تودي خبرې" خپرونه خپروي.
سرچینې وویل چې موبي میډیا ګروپ د "بودجې کمولو او اقتصادي او سیاسي فشارونو" له امله د کارمندانو د ګوښه کولو او د نشراتو مهالویش کمولو پریکړه کړې.
د پاکستان اوسنی پلان چې میلیونونه افغان کډوال وباسي، یو پراخ، خطرناک، شدیداً سیاسي او غیرمسوولانه اقدام دی.
له بلې خوا، د طالبانو د رژیم غبرګون هم خواشینوونکی او د منلو وړ نه دی.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د حضور تاریخ له تضادونو ډک دی. له یوې خوا، کوربه ټولنو په ځانګړي ډول د قبایلي سیمو، خیبر پښتونخوا او بلوچستان خلک د شفقت او مېلمهپالنې ښکلي بېلګې وړاندې کړې دي؛ خو له بلې خوا، د پاکستان دولتي ادارو او پوځ دا موضوع بیا-بیا د خپلو ناکامو امنیتي او بهرنۍ پالیسۍ وسیله ګرځولې او ترې یې سیاسي استفاده کړې ده.
د پاکستان حکومت وروستي اقدامات د افغان کډوالو پر وړاندې د بېمسوولیتۍ او ناپوهۍ یو نوی او خطرناک حد ښيي.
د نړۍوالو بشري حقونو مدافع بنسټونه، د کډوالو ملاتړي سازمانونه او د ملګرو ملتونو ادارې پر پاکستان څو وارې غږ کړی چې دا بشري فاجعه دې نه پېښوي.
له دې امله چې د کډوالو بېرته ستنېدل له جدي خطرونو سره مل دي او احتمال شته چې د سیاسي تعقیب سره مخ شي، د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستانه غوښتي چې: "سملاسي دې د جبري داخلي بېځايهکولو، ایستنې، نیونې، جبري ایستنې، ګواښونو او نورو فشارونو مخه ونیسي او د نه ایستلو اصل (non-refoulement) دې رعایت کړي، چې یو مطلق او نهماتېدونکی اصل دی."
دغه راز، د پاکستان د خلکو، مدني ټولنو مشرانو او سیاسي څېرو ورته غوښتنې هم تر اوسه له پامه غورځول شوې دي.
هغه دلایل چې د پاکستان سیاستوال د دې ظالمانه اقدام د توجیه لپاره وړاندې کوي، بېاساسه او نادرست دي.
افغان کډوال د پاکستان د مزمنو ستونزو؛ لکه ناامنۍ، اقتصادي بحران، د حکومتولۍ ضعف، جوړښتي تبعیض او ولسي ناخوښۍ اصلي علت نه دي.
دغه کډوال د خپل زحمت، محدودو منابعو او په نورو هېوادونو کې د خپلو خپلوانو د مرستو پر مټ، نه یواځې دا چې د پاکستان پر اوږو بار نه دي، بلکې له دې هېواده یې زیات څه اخیستي نه دي؛ بلکې ورکړي یې دي.
حقیقت دا دی چې د پاکستان د دې وروستي اقدام تر شا اصلي انګېزه، د اسلاماباد سیاسي سرخوردګي ده؛ یوه داسې هڅه ده چې پر طالبانو فشار راوړي تر څو د پاکستان امنیتي غوښتنې ومني.
پاکستان له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې طالبانو ته پناه او ملاتړ یې ورکړی او د افغانستان، متحده ایالاتو او له ۴۰ زیاتو هېوادونو د ایتلاف غوښتنې یې له پامه وغورځولې دي.
د ترهګرۍ ضد نړیوالې مبارزې دا پړاو، د پاکستان له لوري له پراخې دوکې او نه عملي کېدونکو ژمنو سره مل و.؛ خو نن طالبان یا د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د کنټرول اراده نه لري، یا یې وس نه لري او دې کې هم شک نشته چې تحریک طالبان پاکستان د اوسنۍ ناامنۍ یوه مسوول برخه ده.
په دې هم شک نشته چې طالبانو ته د قدرت د بېرته راګرځولو مرسته یو تاریخي اشتباه وه چې پاکستان یې مرتکب شو او اوس دواړه هېوادونه باید د هغې غمیزې پایلې وزغمي؛ خو دا باور چې طالبان به یوازې د افغان کډوالو د خراب وضعیت او ایستنې له امله خپل سیاسي مسیر بدل کړي او د اسلاماباد امنیتي غوښتنې ومني، یوه بله ستره محاسباتي تېروتنه ده.
دغه ټوله کیسه په داسې حال کې روانه ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ښو اړیکو تمه کېږي، حال دا چې میلیونونه افغانان له خپلو کورونو شړل کېږي، له سپکوونکو چلندونو سره مخ دي، او دا یوه نه هېریدونکې تجربه ده چې هم افغانستان او هم نړۍواله ټولنه یې ژوره اغېزمنه کړې ده.
د شک ځای نه شته چې د طالبانو مشرتابه د میلیونونو بېګناه افغانانو د دردناکې وضعې مسوولان دي، هماغسې چې د افغانستان دننه د ښځو او نجونو پر وړاندې د پراخې سرغړونې او سیستماتیکو سرکوبونو مسووله ډله ګڼل کېږي.
دا سرغړونې د وروستیو پراخو مهاجرتونو اصلي علت دی او همدا وجه ده چې افغانان نه غواړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
یوازې هغه وخت به کډوال په رضاکارانه، مصونه او دوامداره توګه خپلو کورونو ته ستانه شي، چې په افغانستان کې یو مشروع، مسوول او قانونپاله حکومت رامنځته شي چې د خپل ولس او نړۍوالې ټولنې پر وړاندې خپلې ژمنې پوره کړي.
د دې بدلون ترلاسه کول د یوه بینالافغاني سیاسي تفاهم له لارې نه یواځې د افغانستان او پاکستان لپاره، بلکې د ټولې سیمې او نړۍ د ثبات لپاره حیاتي اهمیت لري.
د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خپل تازه چاپ شوي کتاب کې وايي، چې پاکستان له وزیرستان او نورو قبایلي سیمو نه د نړۍ د بېلابېلو جنګي، جهادي ډلو لپاره د چترۍ په توګه کار اخېست. ځدراڼ وايي، پاکستان تل په خپله غېږ کې د افغانستان د نظام دښمنانو ته پناه ورکړې.
خالد ځدراڼ په دغه کتاب کې، چې د «۱۵ دقیقې» په نامه تازه خپور شوی، په حقاني شبکه کې د خپلو فعالیتونو، جګړو، عملیاتو، د امریکايي زنداني بووا برګډال او ددې شبکې د جګپوړو غړو د وژل کېدو په اړه خپلې خاطرې او یادښتونه راغونډ کړي دي.
خالد ځدراڼ وايي، پاکستان په وزیرستان او قبایلي سیمو کې د مختلفو جنګي ډلو تر چتر لاندې غوښتل هغو ډلو ته د فعالیت او پټېدو زمینه مساعده کړي چې په افغانستان کې یې د امریکا او ناټو ځواکونو پر خلاف جګړې کولې.
ځدراڼ وايي، کله چې به امریکا پر پاکستان فشار راوست، چې په قبایلي سیمو کې د امریکا او د افغانستان د دولت مخالفان پټ دي نو اسلام اباد به ځواب ورکړ چې دا ازادې قبایلي سیمې دي او د پاکستان دښمنان هم دلته میشت دي.
نوموړی زیاتوي، چې پاکستان « په دې چل امریکا او غربي نړۍ د لنګې غوا په څېر لوېشله».
د طالبانو دغه برحاله چارواکی وايي، پاکستان په قبایلي سیمو کې امریکا ته د مطلوبو کسانو او مرکزونو په کواردینات ورکولو پیسې او امکانات ترلاسه کول او په پښتون مېشتو سیمو کې د ناامنیو له امله لوېديزې نړۍ هم دا منله چې په قبایلو کې مېشتو وسله والو جنګي ډلو د پاکستان امنیت هم له ګواښ سره مخ کړی دی.
ځدراڼ وايي، « د پاکستان له جوړېدو راهیسې د دوی بهرنۍ پالیسي پر دې را څرخي چې په ګاونډ کې د هند په څېر قوي او په خپلو پښو ولاړ افغانستان و نه لري. په افغانستان کې یو قوي او په خپلو پښو ولاړ نظام په هيڅ صورت پاکستان ته د منلو وړ نه دی، ځکه دوی همېشه په خپله غېږ کې د افغانستان د نظام دښمنانو ته پناه ورکړې ده».
نوموړي زیاته کړې، چې « د پاکستان لوی هدف په افغانستان کې د نظامونو نړول دي، هغه که د هر چا وي».
دغه طالب چارواکی او د حقاني شبکې غړی وايي، پاکستان پوهیږي چې پښتانه په ډېورنډ نه بېلېږي او د افغانستان هيڅ واکمن او نظام د ډېورنډ له داعیې نه تېرېږي .
نوموړی وايي، چې د طالب له حضور نه پاکستان په دې سیمه کې ګټې پورته کړې او د خپلو استخباراتي ادارو کسان یې د طالب په جامه کې په دې سیمه کې ځای پر ځای کړل چې د پاکستان د پالیسیو مخالف کسان پرې ووژني.
خالد ځدراڼ په خپل کتاب کې وايي، چې دا لړۍ پاکستان جاري ساتي، خو یوازې یې بڼه بدلوي.
د ۱۵ دقیقې په نامه دغه کتاب کې خالد ځدراڼ ادعا کړې، چې د حقاني شبکې جګپوړی غړی نصیرالدین حقاني په اسلام اباد کې د ملي امنیت د پخواني رییس رحمت الله نبیل د پلان له مخې وژل شوی و.
د طالبانو د احصايې او معلوماتو اداره وايي، تېر ۱۴۰۳ لمریز کال د ۵۹۸ ښځو په ګډون ۱۸ زره او ۸۴۶ بهرني وګړي افغانستان ته د کار او سیل لپاره تللي او د ۳۸۲ ښځو په ګډون، ۱۵ زره او ۵۶۵ نور له دغه هېواد وتلي دي.
د دې ادارې د اعلامیې له مخې په دې کسانو کې۲ زره او ۷۲۱ تنه د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار لپاره افغانستان ته تللي دي.
دا دفتر نن په خپله اعلامیه کې زیاتوي، په دغو سیلانیانو کې ۱۸ زره او ۳۹۲ کسان له ځمکنیو لارو او ۴۵۴ نور د هوا له لارې افغانستان ته تللي.
طالبان وايي، افغانستان ته د کار لپاره د تللیو کسانو شمېر تر ټولو ډېر او ۱۰ زره او ۶۴۱ ته رسېږي چې ډېری یې ډرایوران دي او د کار په موخه د نیمزور له بندر افغانستان ته تللي دي.
له نیمروز وروسته له تورخم هم افغانستان ته څلور زره ۳۴۵ بهرنیان تللي چې ۱۳۲۵ یې سیلانیان دي: «ور پسې درې زره او ۵۸ نور د هرات د ځمکنیو بندرونو او هوايي ډګر او پاتې نور بهرني وګړي د حیرتان بندر او د بلخ هوايي ډګر، د فاریاب له اقینې او د بدخشان له اشکاشم بندرونو او د کابل او کندهار هوايي ډګرونو له لارې هېواد ته راغلي دي.»
د طالبانو واکمنېدو سره په افغانستان کې د امنیت له امله دغه هېواد ته پر اسیايي هېوادونو سربېره د امریکا او اروپا وګړي هم د سیل لپاره ځي.
که څه هم طالبان افغان مېرمنو ته د پارک او چکر اجازه نه ور کوي، خو له بهرنیو سیلاتي مېرمنو سره یې وخت ناوخت پر ګډو انځورونواو ویډیوګانو خلک نیوکې کوي.