• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جلالي: د وېرې پر بنسټ رامنځته شوي نظامونه له هرڅه وېرېږي

۱۹ وری ۱۴۰۴ - ۸ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۲۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ وری ۱۴۰۴ - ۸ اپریل ۲۰۲۵، ۲۲:۲۴ GMT+۱

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او په امریکا کې د پوهنتون استاد علي‌احمد جلالي افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په مرکه کې د طالبانو واکمنۍ ته په اشارې وايي، هغه نظامونه چې د خلکو د اعتماد پر بنسټ نه؛ بلکې د وېرې پر بنسټ رامنځته شوي وي، له هرڅه وېره لري.

نوموړي د سې‌‌شنبې په ورځ (د وري ۱۹مه) په خپلې مرکه کې زیاته کړې، چې دا کړنې او حرکتونه د دغو نظامونو د ورکېدو لامل ګرځي او په وینا یې، ځکه دوی بل هېڅ څه نه‌لري چې خلکو ته یې ورکړي.

جلالي وايي، چې حکومتونه د خلکو پر اعتماد بنا دي او که د خلکو اعتماد نه وي، د هر هغه نظام بنسټ کمزوری وي او ان باد یې هم له منځه وړي.

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر پر خلکو د طالبانو کنټرول ته په اشارې وايي، چې اجباري اطاعت خلک اړ کوي چې د ځان او د خپلو کورنیو د غړو د ساتلو لپاره هرڅه ته غاړه کېږدي.

د هغه په وینا، سانسور د یوې ټولنې لپاره زهر دی او پر خلکو دا ټول کنټرول نه‌شي کولای د بقا لامل وګرځي.

علي‌احمد جلالي وویل: «هغه کسان چې په یوه حکومت کې د حکومتولۍ صلاحیت ونه‌لري، په علمي، فني او ټکنالوژۍ مسایلو کې اهلیت نه‌لري، نو هغوی کوښښ کوي چې خپل عیبونه د سانسور له لارې پټ کړي او هر هغه څه چې د دوی زده دي د فرهنګ برخه یې وګرځوي.»

نوموړي د طالبانو له‌خوا په افغانستان کې پر مشاعرو د بندیز په تړاو د پوښتنې په ځواب کې زیاتوي، استبدادي نظامونه د دې لپاره چې پر خلکو حکومت وکړي او اقتدار یې وساتل شي، ورځ تر بلې محدودیتونه ډېروي او په وینا یې خلک په قفس کې اچوي.

علي‌احمد جلالي دا څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې نن سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په شفاهي ډول ټولو ادارو ته امر کړی، چې تر امرثاني پورې د مشاعرو جوړول وځنډوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: له افغانستان سره مرستې ځکه بندې شوې چې طالبانو ګټه اخیسته

۱۹ وری ۱۴۰۴ - ۸ اپریل ۲۰۲۵، ۲۰:۳۱ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، چې د افغانستان لپاره یې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) سره خپلې مرستې بندې کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټیمي بروس وویل، چې دا پرېکړه یې ځکه کړې چې د امریکا له مرستو یوولس میلیونه ډالر د طالبانو جېبونو ته تللي دي.

نوموړې ویلي، چې د یمن لپاره یې هم مرستې بندې کړې دي.

بروس زیاته کړه: “ترهګرو، لکه حوثیان په یمن کې او طالبان په افغانستان کې له دغو مرستو ګټه اخیسته”.

د یادونې وړ ده، چې سپینې ماڼۍ ته د امریکا د نوي ولسمشر په ورتګ سره د نوي حکومت چارواکو افغانستان سره په کېدونکو مرستو ګڼې نیوکې کړې دي او دا مرستې یې له طالبانو سره د مرستې په معنا ګڼلې دي.

پاکستان نن ۱۵۰۰ تنه افغان کډوال افغانستان ته شړلي

۱۹ وری ۱۴۰۴ - ۸ اپریل ۲۰۲۵، ۱۶:۵۲ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا د کورنيو او قبايلي چارو وزارت د معلوماتو له مخې، نن سې شنبه د پاکستان له بېلابېلو سيمو څخه ۱۵۰۱ تنه افغان کډوال ایستل شوي دي. دوی وایي، چې تر ټولو ډېر کډوال یې له راولپنډۍ، خوشاب، اټک او سیالکوټ څخه شړلي دي.

د خېبر پښتونخوا د کورنيو او قبایلي چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ۵۰۲ کډوال یې له راولپڼډۍ، ۳۷۲ تنه یې له خوشاب، ۲۱۸ تنه یې له اټک ، ۱۵۰ تنه له سیالکوټ، ۷۵ تنه له چکوال، ۴۸ تنه له منډيي بهاوالدین، ۱۹ تنه له شیخوپورې، ۱۷ تنه د پېښور له مرکزي زندان او نورو سیمو څخه اېستلي دي.

د پاکستاني چارواکو په وینا، دا اقدام د غیر قانوني بهرنیانو د اېستلو په تړاو د فدرالي حکومت له پرېکړې سره سم کړی.

پاکستاني چارواکو زياته کړې، چې په دغه هېواد کې د غير قانوني کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ لا هم دوام لري.

چارواکو یو ځل بیا له کډوالو غوښتي، چې په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي، که نه په جبري توګه به ونیول شي او وبه ایستل شي.

د دوشنبې په ورځ هم پاکستاني چارواکو خبر ورکړی، چې دوی له ۵ زرو زیات کډوال شړلي دي.

له تېرو څو میاشتو راهیسې په پاکستان کې د پولیسو له لوري د افغان کډوالو پر وړاندې سخت اقدامات ترسره شوي دي.

د دوی په کورونو چاپې اچول کېږي او کور په کور د افغانانو تالاشۍ روانې دي.

ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو د پاکستان دغه اقدام په سختو ټکو غندلی او دا یې انساني ناورین بللی دی.

طالبان وايي تېر کال یې ۹۵۴ اداري او ښوونيز مرکزونه ترمیم کړي

۱۹ وری ۱۴۰۴ - ۸ اپریل ۲۰۲۵، ۱۶:۲۸ GMT+۱

د طالبانو پوهنې وزارت ویلي، چې تېر کال یې په ټول هېواد کې د ۴۵۵ مېليونه افغانیو په لګښت ۹۵۴ اداري او ښوونيز مرکزونه بیارغولي او ګټنې اخيستنې ته یې سپارلي دي. طالبان زياتوي، چې ۸۷۱ تدريسي او اداري ودانۍ يې له عادي بودجې او ۸۳ يې د همکارو ادارو په ملاتړ ترمیم کړي دي.

د طالبانو پوهنې وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې له خلکو او سوداګرو غوښتي، چې د ښوونيزو ادارو او مرکزونو په ترمیم او جوړولو کې له دوی سره لا همکاري وکړي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د ملکیتونو د ساتنې او مراقبت مشر سمیع الحق حماس وايي، چې دغه ترمیم شوي ښوونيزې ادارې او مرکزونه په ټول افغانستان کې دي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دې ډلې تر ډېره د ښوونځيو پر ځای د مدرسو جوړولو ته مخه کړې او پرله پسې يې هڅه کړې، چې د مدرسو نصاب او سیسټم په ټوله ښوونيزه برخه کې عملي کړي.

د خیبر په لنډي کوتل کې تر ۱۰۰۰ ډېرو افغان کورنیو ته د وتلو امر شوی

۱۹ وری ۱۴۰۴ - ۸ اپریل ۲۰۲۵، ۱۵:۵۸ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا ایالت د خیبر ولسوالۍ په لنډي کوتل سیمه کې ځایي ادارې افغانانو ته امر کړی، چې یا دې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي، یا به په زور ایستل کېږي.

د ځایي ادارې د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱،۰۱۷افغانې کورنۍ دا مهال په «غیر قانوني» ډول په لنډي کوتل کې مېشتې دي.

د لنډي کوتل مرستیال کمېشنر عدنان ممتاز ویلي هغه افغانان چې د افغان تابعیت کارډ (ACC) لري یا هیڅ قانوني اسناد نه لري، باید د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شي او که دا کار ونه کړي پرضد به یې قانوني ګامونه واخېستل شي.

نوموړي زیاته کړې چې تر دې دمه یوازې دوې کورنۍ، یوه له لنډي کوتل او بله له باړې نه، په خپله خوښه له ټاکل شوې نېټې (۳۱ مارچ ۲۰۲۵) وروسته بېرته افغانستان ته تللې دي.

د نېشن ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د « ناقانونه افغان کډوالو» د ایستلو لړۍ د تورخم له لارې روانه ده او تر اوسه ۳،۰۵۳ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

یوه پاکستاني سرحدي امنیتي چارواکي ویلي، هغه موټر چې د افغانانو د کورنیو سامانونه یې وړل او د لنډمهاله داخلې سندونه یې نه درلودل، تورخم ته نه‌دي پرېښودل شوي. ددوی توکي په لاس‌ګاډو کې د تورخم له پورې خوا نه بلې خوا ته لېږدول شوي دي.

افغان کډوال پر پاکستاني امنیتي ادارو تور لګوي، چې د کور توکي نه ورپریږدي چې افغانستان ته یې له ځان سره ولیږدوي.

امر الله صالح د طالبانو تر واک لاندې فعالو رسنیو سره د مرستو پر بندېدو خوښي وښوده

۱۹ وری ۱۴۰۴ - ۸ اپریل ۲۰۲۵، ۱۵:۴۹ GMT+۱

د پخواني جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په افغانستان کې دننه د طالبانو تر واک لاندې رسنیو سره د مالي مرستو پر بندېدو خوښی څرګنده کړې ده. هغه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې د طالبانو تر واک لاندې رسنیو یوازې د ملاهبت الله او د هغه د ملېشو څېرې سپینولې.

امرالله صالح نن د وري پر ۱۹مه په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې امریکا مرستې له هغو رسنیو سره بندې کړې چې د طالبانو تر واک لاندې فعالیت کوي.

امرالله صالح لیکلي:«د طالبانو تر واک لاندې رسنیو د دوحې له کودتا وروسته د هبت الله او د هغه د ملېشو کاذبې څېرو د سپینوالي پرته بل کار نه درلود.»

صالح ویلي چې په تېرو دریو کلونو کې د واشنګټن د «پټو او ناپاکو مرستو» له احتمالي بندېدو خوښ دی، چې یوازې د طالبانو د ناروا او ملي ضد واکمنۍ د ټینګیدو لامل شوې دي.

دغه پخوانی افغان چارواکی چې اوس مهال له هېواده بهر دی وايي، د اقتصادي بندیزونو ترڅنګ د طالبانو نور انزوا کول به د دې رژیم پرځول اسانه کړي، چې د افغانستان له ټولو کلتوري او معنوي ارزښتونو سره دښمني لري.

امرالله صالح د رسنیو په اړه داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې تېره ورځ سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې موبي رسنیز ګروپ چې طلوع ټلوېزون یې یوه برخه ده، لسګونه کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي.

یوې سرچینې وویل، د موبي میډیا ګروپ ۲۵ تنه له طلوع نیوز او ۲۵ نور د ادارې له نورو برخو ګوښه کړي، چې ور سره «د طلوع نیوز ډېری خپرونې هم بندې شوې.»

ځینو سرچینو د بودجې کمښت او د موبي ګروپ د کارکوونکو ګوښه کول د متحده ایالاتو د بهرنیو مرستو له کمولو سره تړلي وبلل.

موبي میډیا ګروپ له خپل تاسیس راهیسې د امریکا متحده ایالاتو پراخ مالي ملاتړ درلود او اوس د متحده ایالاتو د بهرنیو مرستو په بندیدو سره د دې ادارې مالي ملاتړ هم اغیزمن شوی.

افغانستان انټرنشنل د دې خبر په اړه د غبرګون ترلاسه کولو لپاره د موبي ګروپ له څښتن سعد محسني سره اړیکه ونیوله، خو محسني تر اوسه په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.