د خیبر په لنډي کوتل کې تر ۱۰۰۰ ډېرو افغان کورنیو ته د وتلو امر شوی

د خیبر پښتونخوا ایالت د خیبر ولسوالۍ په لنډي کوتل سیمه کې ځایي ادارې افغانانو ته امر کړی، چې یا دې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي، یا به په زور ایستل کېږي.

د خیبر پښتونخوا ایالت د خیبر ولسوالۍ په لنډي کوتل سیمه کې ځایي ادارې افغانانو ته امر کړی، چې یا دې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي، یا به په زور ایستل کېږي.
د ځایي ادارې د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱،۰۱۷افغانې کورنۍ دا مهال په «غیر قانوني» ډول په لنډي کوتل کې مېشتې دي.
د لنډي کوتل مرستیال کمېشنر عدنان ممتاز ویلي هغه افغانان چې د افغان تابعیت کارډ (ACC) لري یا هیڅ قانوني اسناد نه لري، باید د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شي او که دا کار ونه کړي پرضد به یې قانوني ګامونه واخېستل شي.
نوموړي زیاته کړې چې تر دې دمه یوازې دوې کورنۍ، یوه له لنډي کوتل او بله له باړې نه، په خپله خوښه له ټاکل شوې نېټې (۳۱ مارچ ۲۰۲۵) وروسته بېرته افغانستان ته تللې دي.
د نېشن ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د « ناقانونه افغان کډوالو» د ایستلو لړۍ د تورخم له لارې روانه ده او تر اوسه ۳،۰۵۳ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
یوه پاکستاني سرحدي امنیتي چارواکي ویلي، هغه موټر چې د افغانانو د کورنیو سامانونه یې وړل او د لنډمهاله داخلې سندونه یې نه درلودل، تورخم ته نهدي پرېښودل شوي. ددوی توکي په لاسګاډو کې د تورخم له پورې خوا نه بلې خوا ته لېږدول شوي دي.
افغان کډوال پر پاکستاني امنیتي ادارو تور لګوي، چې د کور توکي نه ورپریږدي چې افغانستان ته یې له ځان سره ولیږدوي.


د پخواني جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په افغانستان کې دننه د طالبانو تر واک لاندې رسنیو سره د مالي مرستو پر بندېدو خوښی څرګنده کړې ده. هغه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې د طالبانو تر واک لاندې رسنیو یوازې د ملاهبت الله او د هغه د ملېشو څېرې سپینولې.
امرالله صالح نن د وري پر ۱۹مه په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې امریکا مرستې له هغو رسنیو سره بندې کړې چې د طالبانو تر واک لاندې فعالیت کوي.
امرالله صالح لیکلي:«د طالبانو تر واک لاندې رسنیو د دوحې له کودتا وروسته د هبت الله او د هغه د ملېشو کاذبې څېرو د سپینوالي پرته بل کار نه درلود.»
صالح ویلي چې په تېرو دریو کلونو کې د واشنګټن د «پټو او ناپاکو مرستو» له احتمالي بندېدو خوښ دی، چې یوازې د طالبانو د ناروا او ملي ضد واکمنۍ د ټینګیدو لامل شوې دي.
دغه پخوانی افغان چارواکی چې اوس مهال له هېواده بهر دی وايي، د اقتصادي بندیزونو ترڅنګ د طالبانو نور انزوا کول به د دې رژیم پرځول اسانه کړي، چې د افغانستان له ټولو کلتوري او معنوي ارزښتونو سره دښمني لري.
امرالله صالح د رسنیو په اړه داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې تېره ورځ سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې موبي رسنیز ګروپ چې طلوع ټلوېزون یې یوه برخه ده، لسګونه کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي.
یوې سرچینې وویل، د موبي میډیا ګروپ ۲۵ تنه له طلوع نیوز او ۲۵ نور د ادارې له نورو برخو ګوښه کړي، چې ور سره «د طلوع نیوز ډېری خپرونې هم بندې شوې.»
ځینو سرچینو د بودجې کمښت او د موبي ګروپ د کارکوونکو ګوښه کول د متحده ایالاتو د بهرنیو مرستو له کمولو سره تړلي وبلل.
موبي میډیا ګروپ له خپل تاسیس راهیسې د امریکا متحده ایالاتو پراخ مالي ملاتړ درلود او اوس د متحده ایالاتو د بهرنیو مرستو په بندیدو سره د دې ادارې مالي ملاتړ هم اغیزمن شوی.
افغانستان انټرنشنل د دې خبر په اړه د غبرګون ترلاسه کولو لپاره د موبي ګروپ له څښتن سعد محسني سره اړیکه ونیوله، خو محسني تر اوسه په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

د افغانستان ژغورنې ملي شورا په خبرپاڼه کې ویلي، چې د پخواني افغان حکومت یو لوړ پوړی چارواکی محمد عمر داودزی د دې شورا د اجرایوي رییس په توګه ټاکل شوی دی. خبرپاڼه وايي، ۳۴ نور افغان سیاسي او د مدني ټولنې مشران له دې شورا سره یوځای شوي، چې د غړو شمېر یې ۷۱ ته ورسېد.
دې شورا په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې غړو یې د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو د مشرانو پر نوي نوملړ بحث کړی، چې په دې شورا کې د ګډون لپاره یې لېوالتیا ښودلې ده.
د شورا په خبرپاڼه کې راغلي، چې داودزي او د افغانستان د ملي نجات شورا د دارالانشا سرپرست ته دنده سپارل شوې، چې د شورا پر اوسني جوړښت بیا کتنه وکړي، چې د نوې کمېټې د جوړېدو وړاندیز یې یوه برخه ده.
د افغانستان د ژغورنې ملي شورا له جهادي مشرانو، پخوانیو حکومتي چارواکو او د افغانستان د ځینو مخکښو سیاسي ګوندونو له مشرانو جوړه ده.
دا شورا وروسته له هغه په بهر کې جوړه شوه، چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ او غړي یې ټول له افغانستان نه بهر دي.
مارشال عبدالرشید دوستم، عطا محمد نور، محمد محقق، عبدالرب رسول سیاف او سرور دانش د شورا لوړ پوړي غړي دي.
دې شورا په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د خلکو د ښې راتلونکې لپاره خپل ماموریت ته ژمن دي او په هېواد کې د یوه حساب ورکوونکي حکومت د رامنځته کولو په لټه کې ده.

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د سمنان ولایت د مهماندویه کلي د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګازنیونې له کبله د دریو افغانانو په ګډون اووه کان کیندونکي مړه شوي دي. رسنیو ویلي، چې مړه شوي افغانان ۲۰ کلن غ. ابراهيمي، ۲۵ کلن م. اکبري او ۲۵ کلن ع. ابراهيمي نومېدل.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دا پیښه د دوشنبې په ماښام د (وري مياشې ۱۸مه) د ایران په سمنان ولایت د «جواهر سکرو کان» کې رامنځته شوې.
رسنیو لیکلي، چې کان څلور تونلونه لري او دا پیښه په هغه تونل کې شوې، چې له څه مودې راهیسې غیر فعال و.
د سمنان ولایت د ملکي چارو د همغږۍ مشر فراج الله ایلیات ایرنا خبري اژانس ته وویل: « کد کار مالک له یو قراردادي سره قرارداد لاسلیک کړی و، چې په دې تونل کې یې د کانونو د فعالیتونو د بیا پیل لپاره د کار پخوانۍ تجربه درلوده. قراردادي پرته له دې چې هغه ته خبر ورکړي، د تونل د معاینې لپاره کان ته ننوتلی».
د ایران خبري اژانس لیکلي، چې د پیښې دقیق وخت نه دی معلوم.
په سمنان کې د ایران یوه چارواکي ويلي، چې د اکسیجن کمښت او د ډبرو سکرو ګاز د دې کسانو د مړېنې لامل شوی.
ایلیات وویل، چې کارکوونکي د قراردادي په ګډون، تونل ته له ننوتلو وروسته د اکسیجن له کمښت سره مخ شوي او په شل متره ژورې کندې کې لويدلي او مړه شوي دي.

په وروستیو کې پاکستان د افغان کډوالو پر وړاندې خپل دریځ سخت کړی او اعلان یې کړی چې له دغه هېواده به ټول هغه افغان کډوال وباسي چې اسناد نه لري او یا هم د کډوالۍ ځانګړي کارتونه لري. په دې کار سره پاکستان شپږ نړۍوال قوانین، اعلامیې او کنوانسیونونه نقض کوي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو د تېرې جمعې په ورځ د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د یوه ګاونډي هېواد په توګه خپل مهم رول ته دوام ورکړي.
کارپوهانو وویل: "په پاکستان کې میلیونونه افغانان د خپل اصلي خوندیتوب اندیښنو په پام کې نیولو پرته افغانستان ته د بیرته ستنیدو له ګواښ سره مخ دي."
په دغه ګواښ کې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی، د ښځو او نجونو د حقونو سیستماتیک تخریب، د بشري حقونو د نړۍوال قانون او د کډوالو د قانون څخه سرغړونه او د یونسیار سره د بېرته ستنولو مشورې نه کول شامل دي.
د ملګرو ملتونو دغه کارپوهانو د جنسیت او متقابلو اغیزو په اړه ځانګړې اندیښنه څرګنده کړې.
دا جبري ایستل نه یوازې بشري ناورین رامنځته کوي، بلکې دا هغه عمل دی چې د پاکستان له خوا د بېلابېلو نړۍوالو اصولو، اعلامیو، کنوانسیونونو او تړونونو ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي.
۱. د ۱۹۵۱م کال د کډوالو کنوانسیون او د ۱۹۶۷م کال الحاقي پروتوکول
که څه هم پاکستان د ۱۹۵۱م کال د کډوالو د کنوانسیون غړی نه دی؛ خو د کډوالو پر وړاندې د چلند نړۍوال اصول د عرفي نړۍوال قانون (customary international law) له مخې په جبري ډول د کډوالو ایستل د نړۍوالو اصولو خلاف عمل دی او دا اصول په ټولو دولتونو لازمي دي.
د دې کنوانسیون یو مهم اصل "non-refoulement" دی، چې له مخې یې هېڅ دولت نه شي کولای یو کډوال یا پناه غوښتونکی بېرته داسې ځای ته واستوي چې هلته یې ژوند یا ازادي له خطر سره مخ وي.
د افغان کډوالو په حالت کې، چې ډېری یې د طالبانو له وېرې افغانستان پرېښی، پاکستان که دوی بېرته افغانستان ته لېږي، نو دا عمل یې د "non-refoulement" اصل ښکاره نقض دی.
۲. د بشري حقونو نړۍواله اعلامیه (UDHR - 1948)
د بشري حقونو نړۍواله اعلامیه، چې پاکستان هم ورته ژمن دی، د انساني کرامت، ازادي او په امن کې د ژوند حق تضمینوي.
د دې اعلامیې د ۱۴مې مادې له مخې، هر انسان حق لري چې د ځورونې له امله پناه وغواړي او تر لاسه یې کړي.
همدا راز د ۹مې مادې له مخې، هېڅوک باید په زور و نه ایستل شي، بندي نه شي او نه هم له هېواده وشړل شي پرته له دې چې یوه عادلانه او قانوني پروسه عملي شي.
په زرګونو افغان کډوال، چې هېڅ قانوني بهیر ته نه دي وړاندې شوي، له پاکستانه ایستل کېږي. دا کار د اعلامیې د یادو مادو ښکاره سرغړونه ده.
۳. د ماشومانو د حقونو کنوانسیون (CRC - 1989)
پاکستان د ماشومانو د حقونو کنوانسیون لاسلیک کړی او له مخې یې دولتونه مکلف دي چې د ماشومانو حقونه او ګټې وساتي.
دا چې زرګونه افغان ماشومان له پاکستانه ایستل کېږي، له ښوونځیو، روغتیايي خدمتونو او نسبتاً ارامه چاپېریال څخه محرومیږي.
د یاد کنوانسیون د ۳یمې مادې چې د ماشوم غوره ګټې او حقونه تضمینوي او همدا راز د ۲۲مې مادې له مخې، چې د کډوالو ماشومانو حقوق خوندي کوي د پاکستان له خوا یې ښکاره سرغړونه ده.

۴. د شکنجې ضد کنوانسیون (CAT - 1984)
پاکستان دا کنوانسیون هم لاسلیک کړی. د دې کنوانسیون له مخې، هېڅ دولت نشي کولای یو څوک بېرته داسې هېواد ته واستوي چې هلته د شکنجې خطر وي.
افغانستان کې د طالبانو له خوا د نیول کېدو، شکنجې، یا سزا خطر لا هم موجود دی؛ نو د افغان کډوالو ایستل د دې کنوانسیون خلاف عمل دی او د نړۍوالو اصولو له مخې، سرغړونه بلل کیږي.
۵. د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) اصول او ژمنې
پاکستان د اسلامي همکاریو سازمان غړی دی او د دې سازمان اصول د مسلمانانو ترمنځ د مرستې، کرامت او یووالي روحیه تقویه کوي.
پاکستان هم په بار - بار ویلي، چې له افغانستان سره د یوه مسلمان ورور هېواد په توګه چلند ته ژمن دی؛ خو د افغان کډوالو سره دا ډول چلند د اسلامي ارزښتونو او د OIC د اصولو سره هم ټکر لري.
۶. د UNHCR سره دوه اړخیزې ژمنې
که څه هم پاکستان د کډوالو کنوانسیون غړی نه دی، خو له UNHCR سره یې همکاري کړې، پر وخت یې امکانات او مرستې تر لاسه کړې، د کډوالو د ثبت، محافظت او دوامداره حل لارو د موندلو لپاره یې فرعي اصولنامې لاسلیک کړې دي.
د افغان کډوالو جبري ایستل د دې ژمنو خلاف دی او د پاکستان نړۍوال اعتبار ته زیان رسوي.
په داسې حال کې چې د افغان کډوالو جبري ایستل نه یوازې یو بشري ناورین دی، بلکې پاکستان دا کار د څو مهمو نړۍوالو کنوانسیونونو، اعلامیو، او اصولو خلاف ترسره کوي.
دا عمل د نړۍوالو قوانینو ښکاره نقض دی او نه یوازې د افغانانو بلکې د پاکستان د نړۍوال اعتبار، انساني ارزښتونو او اسلامي اصولو خلاف هم دی.
نړۍواله ټولنه باید دا مساله جدي ونیسي او پاکستان باید د جبري ایستلو پر ځای د قانوني، انساني او همغږې حل لارې لټه وکړي.

د پولنډ دفاع وزیر وايي، دغه هېواد ته یې د یوې ۳۰۰ کسیزې ډلې د ننوتلو مخه نیولې، چې ډېری پکې افغانان او د سوډان وګړي وو. تېره اونۍ له بلاروس نه یو شمېر افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې پولنډي ځواکونو تر نیولو کېدو وروسته وهلي او یو شمېر افغانان لاهم لادرکه دي.
ولادیسلاو کوسینیاک کامیش د دغه هېواد پولساټ نیوز ټلویزیون ته وویل، چې د اپرېل پر پنځمه د شپې شاوخوا ۳۰۰ تنو، چې ډېری یې د سوډان او افغانستان وګړي وو، هڅه وکړه پولنډ ته ناقانونه واوړي، خو دا هڅې شنډې شوې.
کوسینیاک کامیش دا د پولنډ د د ثبات کمزوري کولو هڅې وګڼلې او ویې ویل، « دوی د سرپناه موندلو لپاره نه، بلکې د پولنډ د بې ثباتۍ لپاره هڅې کوي. له پولې ناقانونه تېرېدل د قانون ماتول دي».
د افغانانو وهل او ربړول
د اپرېل پر شپږمه له بېلاروس نه یو شمېر افغانانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې په لارو کې «د بېلاروس او پولنډ امنیتي ځواکونو ربړولي او د وړاندې تګ اجازه نه ورکوي».
د ننګرهار ولایت یوه اوسیدونکي عرفان الله غفوري وویل، چې دوی تر بېلاروس هېواده رسیدلی، خو « د بېلاروسي او پولنډي امنیتي ځواکونو له خوا سخت ربړول شوي دي».
دغو کسانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته یو شمېر انځورونه او ویډیوګانې راولیږلې او ادعا یې وکړه، چې پر بدن د کړاو نښې یې د همدې شکنجو له امله دي.
عرفان الله له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې وویل چې پر دوی پولنډي سرتېرو سپرۍ شیندلې او تر وهلو او ډبولو وروسته یې بېرته بېلاروس ته شړلي دي.
د نوموړي په وینا، د بلاروس له پولې پولنډ ته د اوښتو پر مهال د دوی د ډلې شمېر ۳۰ تنه و، خو د پولنډي ځواکونو له خوا تر نیول کېدو او ربړولو وروسته اوس دوی یوازې څلور کسان پاتې دې او د نورو د مرګ او ژوند حال نه لري.
پولنډ وايي بېلاروس قصدا کډوالو ته لار ور کوي
د کیېف انډیپنډنټ د رپوټ له مخې، د پولنډ سرحدي ساتونکو او رسنیو رپوټ ورکړی، چې د پولنډ او بېلاروس ترمنځ د کډوالو پر سر اړیکې ورځ تر بلې ترینګلې کېږي.
پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته د ناټو غړي هېواد پولنډ او د روسیې نږدې متحد بیلاروس ترمنځ کړکېچ زیات شوی.
وارسا له څو کلونو راهیسې بیلاروس تورنوي چې پر اروپايي ټولنې د فشار لپاره یې قصدا کډوال د پولنډ پر لور تګ ته هڅولي، خو مینسک دا ادعا ردوي.
کله چې کوسینیاک کامیش د پولنډ د پولې وضعیت تشریح کاوه، ویې ویل چې «وحشت زیات شوی دی»، ځکه کډوال له پولې نه د تېرېدو پر مهال تیږې، لرګي او حتا د اوسپنې پرې کولو ماشینونه کاروي.
بیلاروس، چې د الکساندر لوکاشینکو لهخوا اداره کېږي، د مسکو له جګړې پراخ ملاتړ کړی او پوځ یې وخت پر وخت له پولنډ او نورو اروپايي هېوادونو سره پر پوله تمرینونه کوي.
په ورته وخت کې، د لاتویا پوځ له روسیې او بیلاروس سره پر پوله د ټانک ضد کندې باسي، چې د بالتیک ګډه دفاعي کرښه پیاوړې کړي.
په ورته وخت کې د پولنډ او جرمني پر پوله دوه اوکراینیان نیول شوي چې د سوډان او افغانستان له کډوالو سره یې د غیرقانوني اوښتو په برخه کې د همکارۍ هڅه کوله.
د پولنډ سرحدي ساتونکو ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې لږ تر لږه ۷۴۰ اوکراینیان د کډوالو په قاچاق کې د لاس لرنې په تور نیول شوي دي.