• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني واکمن او د ټاکنو ګټونکي ګوندونه پر ایتلافي حکومت نهايي هوکړې ته رسېدلي

۱۹ وری ۱۴۰۴ - ۸ اپریل ۲۰۲۵، ۱۴:۱۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ وری ۱۴۰۴ - ۸ اپریل ۲۰۲۵، ۱۶:۲۸ GMT+۱

د جرمني د مسیحي دموکرات ګوند(سي ډي یو) مشر فریدریښ مېرڅ او د سوسیال دموکرات ګوند (اېس پي ډي) مشر لارس کلینګبایل د نوي ایتلافي حکومت پر جوړولو نږدې نهایي هوکړې ته رسېدلي دي.

د بېلد ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د اتحادیې اواېس پي ډي ټول ۱۹ لوړپوړي مرکچیان له نن سهار راهیسې دسي ډي یو په مرکزي دفتر کې سره ناست دي.

دواړو خواوو د دې هوډ څرګندونه کړې چې نن ورځ باید هوکړه لاسلیک شي، خو دا لا نه ده جوته چې کره وخت به کله وي.

که څه هم خبرو پرمختګ کړی، خو مالي او مالیاتي سیاستونه لاهم د اختلاف مهم ټکی دي.

واکمن اېس پي ډي ګوند ټینګار کوي چې باید پر شتمنو او لوړ عاید لرونکو خلکو لوړې مالیې وضع شي، په داسې حال کې چې سي ډي یو نه یوازې د دې مخالف دی، بلکې غواړي د پیوستون مالیه په بشپړ ډول له منځه یوسي.

سي ډي یو د دې مالیې د پای غوښتنه کوي، خو د مقابل لوري د رضایت لپاره کیدای شي لوړه مالیه (Spitzensteuer) ۴۲ سلنې او د شتمنۍ مالیه(Reichensteuersatz) ۴۵ سلنې ته پورته شي.

دغه راز د تقاعد موضوع کې ایس پي ډي غواړي د تقاعد کچه (د منځني تقاعد کچه د منځني معاش په پرتله) په ۴۸ سلنې کې ثابته وساتي، چې دا به د کارکوونکو لپاره د قسطونو لوړوالي معنا ولري، خو سي ډي یو بیا د دا ډول « سخت تعریف شوي حد» مخالفت کوي.

له مرکچي ټیم سره نږدې سرچینو بیلد ته ویلي، چې ښايي نن شپه اوږده وي حتا د شپې تر ناوخته یا سبا سهار دوام وکړي.

که نن توافق وشي د نوې هوکړې رسمي اعلان به د چارشنبې ورځ وشي.

تمه ده چې فریدریښ مېرڅ به د مې پر۷مه د پارلمان له خوا د نوي لومړي وزیر په توګه انتخاب شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

امریکا غیر قانوني کډوال د ورځې شاوخوا ۱۰۰۰ ډالره جریمه کوي

۱۹ وری ۱۴۰۴ - ۸ اپریل ۲۰۲۵، ۱۳:۴۹ GMT+۱

د ټرمپ اداره پلان لري چې غیر قانوني کډوال هره ورځ تر ۹۹۸ ډالرو پورې جریمه کړي. رویټرز د ترلاسه شویو سندونو له مخې وايي، چې که کډوال جریمې ور نه کړي، شتمنۍ به یې ضبط شي.

د اسنادو له مخې، چې رویټرز ته رسېدلي، هغه کډوال چې له متحده ایالتونو نه یې د وتلو امر تر لاسه کړی، خو لا هم له دغه هېواده نه دي وتلي، هره ورځ به تر ۹۹۸ ډالرو پورې جریمه کیږي.

په اسنادو کې راغلي، چې که کډوال دغه جریمه ور نه کړي، شتمنۍ به یې ضبط شي.

دا جریمې د ۱۹۹۶ کال هغه قانون ته ستنېږي چې لومړی ځل په ۲۰۱۸ کې د ټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال فعال شوی و. اوس پلان دی چې دا جریمې تر پنځو کلونو پورې تطبیق شي، چې ښایي پر یو شمېر کډوالو تر یومیلیون ډالرو پورې مالي بوج راشي.

د امریکا د کورنیو چارو وزارت ویاندې ټریشیا مک‌لافلین ویلي، « غیرقانوني کډوال باید دCBP Home نومي موبایل اپ له لارې د وتلو اعلان وکړي او که ویې نه کړي، نو د قانون له مخې به ۹۹۸ ډالره د ورځې جریمه شي».

د اسنادو له مخې، سپینې ماڼۍ د ګمرک او سرحدي محافظت ادارې باندې فشار راوړی چې د جریمو، شتمنیو ضبط او د هغو د پلور چارې اداره کړي.

د ایف ډبلیو ډي په نامه د مهاجرت ملاتړ ډلې اټکل دا دی چې شاوخوا ۱۰میلیونه غیرقانوني کډوال د امریکایي وګړو یا قانوني مقیمینو سره یوځای ژوند کوي، چې دا جریمه به ډېرې بېوزلي کورنۍ تر فشار لاندې راولي.

د بایډن د دورې یوه لوړپوړي چارواکي سکاټ شوچارت ویلي چې دا اقدامات د قانون د پلي کولو لپاره نه، بلکې د وېرې خپرولو لپاره دي.

دسي بي پي یو یادښت چې رویټرز لیدلی، ښيي چې دا اداره د دا ډول جریمو د تطبیق تخنیکي امکانات نه لري او د سیستمونو نوي کول به خورا لګښت ولري.

چین وايي د خپلو ګټو لپاره د امریکا خلاف «تر پایه جګړه» کوي

۱۹ وری ۱۴۰۴ - ۸ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۳۸ GMT+۱

چین د سې شنبې په ورځ وویل چې بیجنګ به د خپلو ګټو د ساتنې لپاره د امریکا خلاف «تر پایه جګړه» وکړي او ځوابي تدابیر به ونیسي. دا اعلان داسې مهال دی، چې ډونالډ ټرمپ پر چینایي وارداتو د ۵۰ سلنې اضافي تعرفې خبرداری ور کړی.

د چین د سوداګرۍ وزارت وویل، چې د امریکا د تعرفو زیاتولو ګواښ تېروتنه دهاو داد «بلیک مېل» کولو طبیعت ښکارندويي کوي. وزارت زیاته کړې، چې «که امریکا خپله لاره تعقیب کړي، چین به تر پایه وجنګیږي».

چین، چې د نړۍ دویم لویاقتصادي ځواک دی، ځوابي تعرفې اعلان کړې دي او وزارت په خپل وروستي بیان کې اشاره وکړه چې ممکن نور تدابیر هم اخیستل شي.

د چین د سوداګرۍ وزارت وویل: «د چین ځوابي تدابیر د خپل حاکمیت، امنیت او پراختیايي ګټو د ساتنې لپاره دي او د نړیوالې سوداګرۍ د عادي نظم ساتلو لپاره هم دي. دا ټول تدابیر په بشپړه توګه مشروع دي».

د ټرمپ د ۵۰ سلنه اضافي تعرفو خبرداری د دې لامل شوی چې د نړیوال اقتصادي انډول په لټه کې اوسنی اقتصادي حالت لا پسې کړکېچن شي.

د بیجینګ په کوڅو کې خلک وايي چې دوی دا هرڅه انګیري، خو د خپل هېواد پر وړتیا باور لري چې دا کړکیچ بې خطره وڅاري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د ټرمپ له ادارې سره د خبرو اترو په اړه وویل: « زه فکر نه کوم هغه څه چې امریکا یې کوي، د رښتینو خبرو اترو اراده وښیي».

د اروپا کمسیون رییسې اورسولا فن دیر لیین د چین له لومړي وزیر سره د ټیلفوني خبرو په ترڅ کې د یوه عادلانه سوداګریز سیسټم د ملاتړ اړتیا په ګوته کړې ده. هغې ویلي چې د چین د تعرفو پر وړاندې د امریکا اقدامات باید د خبرو له لارې حل شي.

په ورته وخت کې، اروپايي ټولنې د امریکا د تعرفو په ځواب کې د ۲۵ سلنه اضافي تعرفو وړاندیز کړی.

چینایي تولیدوونکي، چې د لوښو، غالیو او نورو توکو په تولید بوخت دي، د ټرمپ د تعرفو له امله پر متبادلو لارو غور کوي.

د رویټرز د رپوت له مخې، د ونډو بازارونه، چې په دې وروستیو ورځو کې یې شدید ټکانونه خوړلي وو، نن بیا په ثبات سره روان دي. د شانګهای او توکیو په ګډون په اسیایي مارکیټونو کې ښه والی راغلی، په داسې حال کې چې د انډونیزیا مارکیټونه ټکني شوي دي.

شهباز شریف: پاکستان د کانونو په استخراج له پورونو ځان ژغورلای شي

۱۹ وری ۱۴۰۴ - ۸ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۳۷ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر سیمه ییزو او بهرنیو پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې د پاکستان په پراخو طبیعي زیرمو کې پانګونه وکړي، چې ارزښت یې ټریلیون ډالرو ته راسیږي. شریف د پاکستان د معدنونو د پانګونې فورم غونډې ته په وینا کې وویل چې دا کار به د پاکستان د پورونو په خلاصولو کې مرسته وکړي.

د جیو نیوز د رپوټ له مخې، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په اسلام اباد کې د پاکستان د کانونو د پانګونې فورم دوه ورځنۍ غونډې ته وویل چې پاکستان به اجازه ورنه کړي چې څوک خام مواد له دغه هیواده بهر ولېږدوي.

هغه وویل چې په هر ډول تړون کې به دا هم شامله وي، چې د کانونو د استخراج لپاره به نوي ټېكنالوژي هم پاكستان ته انتقالوي.

هغه وویل، متشبثین به د مسلکي زده کړو د مرکزونو په جوړولو سره د ځوانانو د عصري مهارتونو د روزنې لپاره د ګډو همکاریو فرصتونه رامنځته شي.

شهباز شریف په دې خبره زور راوړو چې مرکزي او ایالتي حکومتونه به له نورو ادارو سره په ګډه کار کوي چې پاکستان د نړۍ په يو مخکښ هېواد بدل کړي.

دې غونډې ته د پاکستان مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار وویل چې دغه هېواد د پراخو غیر استخراج شويو کانونو په ظرفیت سره د بهرنیو پانګونو جلبولو لپاره چمتو دی.

ډار وویل چې پاکستان د پالیسي اړوند اصلاحاتو او پر پانګوالو متمرکزو نوښتونو له لارې د کانونو سکتور ستراتیژیک پرمختګ ته لومړیتوب ورکړی.

د پاکستان لوی درستیز جنرال عاصم منیر دې غونډې ته وویل، « موږ نړیوالو سازمانونو ته هرکلی وایو، چې پاکستان په خپل تخصص سره روښانه کړي، د پانګونې فرصتونه وپلټي، او زموږ د پراخو سرچینو ظرفیت په پراختیا کې زموږ ملګرتیا وکړي».

نوموړي وويل چې د پاکستان د کاني شتمنیو د استخراج لپاره انجینرانو، جیولوجستانو، اپریټرانو او ډېرو ماهرو کان کیندونکو ته اړتیا ده او له همدې امله د بلوچستان ۲۷ زده کوونکي په بهر کې د معدنياتو د اکتشاف په برخه کې روزنه ترلاسه کوي.

د پاکستان د کانونو د پانګونې فورم دوه ورځنۍ غونډه کې د سیمې هېوادونو د استازو ترڅنګ د اروپايي هېوادونو او امریکايي بېلابېلو کمپنیو استازو هم ګډون کړی و.

انګلستان کې یوې مېرمنې د پیوند شوي رحم څخه ماشوم وزېږاوه

۱۹ وری ۱۴۰۴ - ۸ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۴۴ GMT+۱

بریتانوۍ مېرمنې ګریس ډیویډسن د خپلې خور له رحم پيوندولو وروسته د اېمي ایزابیل په نوم لور وزېږوله. جراحانو دا یو «حیرانوونکی طبي پرمختګ» بللی دی.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې؛ دا لومړی ځل دی چې په انګلستان کې یوې مېرمنې د رحم له پیوندولو وروسته ماشوم زېږولی دی.

د راپورونو له مخې، کله چې ګریس ډیویډسن ځوانه وه، روغتیاپالانو معلومه کړه چې هغه په یوه نادره حالت کې له رحم پرته نړۍ ته راغلې ده.

ډاکټرانو ویلي، چې دغې ۳۶ کلنې مېرمنې په ۲۰۲۳ کال کې له اته ساعته جراحي عملیاتو وروسته د خپلې خور رحم ترلاسه کړ.

ویل کېږي، چې ګریس ډیویډسن او د هغه خاوند ۳۷ کلن انګوس پر خپلې نوې زېږېدلې لور «امي ایزابیل» نوم اېښی؛ اېمي د ګریس د خور نوم او ایزابیل د هغه ډاکټر نوم دی، چې د رحم په پیوندولو کې یې کلیدي رول لوبولی دی.

ګریس ډیویډسن وویل، هغه ډېره خوشحاله شوه کله یې چې د لومړي ځل لپاره خپله لور امي ایزابیل ولیدله.

د راپورونو له مخې، دغه ماشومه (د فبرورۍ میاشت په ۲۷مه) نېټه د لندن کوین شارلټ چېلسي په روغتون کې زېږېدلې ده.

شیخ حسینه: بنګله دېش اوس په یوه ترهګر هېواد بدل شوی دی

۱۹ وری ۱۴۰۴ - ۸ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۰۹ GMT+۱

د بنګله دېش تښتېدلې پخوانۍ لومړۍ وزیره شیخ حسینه واجد وایي، چې دغه هېواد اوس پر یوه ترهګر هېواد بدل شوی او د دوی د ګوند غړي وکیلان، خبریالان، پولیس او هنرمندان هره ورځ په مرموزه توګه وژل کېږي.

د اې ار وای نیوز د شیخ حسینې په حوالې لیکلي، چې په دغه هېواد کې نوي حکومت پر رسنیو بندیزونو وضع کړي، هیڅوک د وژنو، جنسي تېریو او غلاوو په اړه خبر نشي خپرولی او که کومه رسنۍ داسې خبرونه خپاره کړي؛ نو د حکومت له لوري په نښه کېږي.

پخوانۍ لومړۍ وزیرې د بنګله دېش د انتقالي دورې مشر محمد یونس په اړه زیاته کړې:« هغه داسې کس و، چې هېڅکله یې له خلکو سره مینه نه لرله؛ محمد يونس ډېر کم د سود پورونه ورکول او دا پيسې يې په بهر کې د هوسا ژوند تېرولو لپاره کارولې.»

هغې زیاته کړې، چې هغه مهال د محمد یونس په دوه مخيتوب پوهه نشوه، په هغه کې د واک لپاره لېوالتیا موجوده وه او دا دی نن بنګله دېش په اور کې سوځوي.»

شیخ حسینه واجد وویل:« خدای زما په لاس یو څه ښه کول غواړي؛ ځکه یې تر اوسه ژوندۍ ساتلې یم،.یوه ورځ به بېرته خپل هېواد ته ستنېږم او ټول هغه کسان به محاکمه کوم، چې زما د ګوند غړي او فعالان یې په نښه کړي دي.»

د بنګله‌دېش لومړۍ وزیرې شیخ حسینه واجد وروسته له هغه هند ته پناه یووړه، چې په دغه هېواد کې د زده‌کوونکو لاریونونه کړکېچن شول او بالاخره د هغې د استعفا غوښتنه وشوه.

لاریونوال چې د هغې حکومت یې په استبداد او فساد تورن کړی و؛ د هغې رسمي استوګنځي ته ورسېدل او نوموړې اړه شوه، چې هېواد پرېږدي.

له هغې وروسته یوه انتقالي حکومت واک ترلاسه کړ؛ خو هېواد یې لاهم په سیاسي ګډوډۍ کې ډوب دی.