عوامي نشنل ګوند وايي، د پښتونخوا د کانونو په اړه نوی وړاندیز شوی قانون نه مني

د عوامي نشنل ګوند صوبايي مشر میا افتخار حسین وايي، د پښتونخوا د کانونو او طبیعي زیرمو لپاره د۲۰۲۵کال قانون د صوبې په سرچینو او حاکمیت برید دی. نوموړی وايي، د پښتونخوا کاني سرچیني یوازې د دغې صوبي د خلکو ملکیت دی او پکې هیڅ ډول لاسوهنه او مداخله ورته د زغملو نه دي.