حامد کرزی او د بریتانیا شارژدافیر د افغانستان د وضعیت په تړاو وغږېدل

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او په کابل کې د بریتانیا شارژدافیر رابرټ چترټن ډېکسن د سیمې، په ځانګړې توګه د افغانستان وضعیت په تړاو خبرېاترې کړې دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او په کابل کې د بریتانیا شارژدافیر رابرټ چترټن ډېکسن د سیمې، په ځانګړې توګه د افغانستان وضعیت په تړاو خبرېاترې کړې دي.
حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ (د وري ۲۱مه) د خپلې اېکسپاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې چې په کتنه کې د افغانستان او بریتانیا ترمنځ د اړیکو پر لا پیاوړتیا، د باور فضا پر رامنځتهکېدو او د همکاریو پر دوام هم خبرې شوې دي.
همداراز پخواني ولسمشرحامد کرزي د افغانستان له خلکو سره د بریتانیا د اوږدمهالو مرستو، انساني همکاریو او همدردۍ مننه کړې ده.
نوموړي ټینګار کړی چې نړۍواله همکاري، په ځانګړې توګه د بریتانیا ملاتړ، کولی شي د افغانانو ژوند ښه کړي او د ثبات او پرمختګ لور ته یې یوسي.
کرزي د بریتانیا د همکاریو د لا دوام هیلهمندي ښودلې او ویلي دي چې د نړۍوالو هېوادونو همکاري د افغانستان د سولې، ثبات، او بشري وضعیت د ښهوالي لپاره حیاتي ارزښت لري.


له کندوز څخه دوو سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې نن ماخوستن شا او خوا اته بجې د کندوز د دویمې امنیتي حوزې اړوند په هلال کوڅه کې د طالبانو پر ګزمه چاودنه شوې ده.
یاده سرچینه زیاتوي، چې د چاودنې موخه د طالبانو ګزمه وه؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه یې دقیق معلومات نشته.
یوې بلې سرچینې وویل چې سیمه د طالبانو له خوا کلابنده شوې ده.
طالبانو د دغې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
تر اوسه د دغې پېښې پړه د طالبانو کومې وسله والې مخالفې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

د وروستي جمهوري نظام پخواني ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان دا مهال له ګاونډيو هېوادونو څخه د خپلو سلګونو زرو اېستل شویو وګړو د باعزته منلو او خوندي کولو له ازمېښت سره مخ دی.
هغه زیاتوي، چې له پاکستان او ایران څخه په زوره د افغان کډوال اېستل زړه دردونکی او د ټولو قوانینو خلاف اقدام دی.
محمد اشرف غني د خپلو پاډکاسټونو د لړۍ په دوام د پنجشنبې په ورځ په یوه پاډکاسټ کې وویل، چې له پاکستان او ایران څخه په جبري توګه افغان کډوال په داسي مهال اېستل کيږي، چې افغانستان په خپله د مشروعیت له بحران، اقتصادي رکود او د خلکو د ځای پر ځای کولو لپاره د مالي سرچینو له نشتوالي سره مخ دی.
نوموړي زياته کړې: «ما په بیا- بیا ویلي، چې افغان کډوال باید راستانه شي ځکه د هغوی نور پاتې کیدل د افغانستان د ملي واکمنۍ د نیمګړتیا په مانا ده، خو نه په دا ډول ناسنجېدلې او له نړۍوالو قوانینو نه په مخالفه بڼه.»
د هغه په وینا، دا مهال شاوخوا ۸ میلیونه افغانان په ایران او پاکستان کې کډوال دي او د کډوالو په اړه وروستي خپاره شوي راپورونه ټکان ورکوونکي دي.
پخواني ولسمشر د پاکستان پر سیاستوالو نیوکه کړې، چې له یوې خوا له فلسطین سره پر ظلم خواخوږي څرګندوي او له بلې خوا افغان کډوال په جبري توګه باسي.
هغه پاکستان او ایران له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ یاد کړ او زیاته يې کړه، چې د دوی د اسعارو ارزښت ورځ تر بلې کميږي او بيې لوړيږي.
هغه زیاته کړه، چې د ایران د اقتصاد ۴ سلنه بار د افغان کډوالو پر اوږو پروت دی.
هغه دا هم وویل، چې په پاکستان کې افغان کډوالو سوداګرو د پاکستاني شریکانو په مرسته نږدې ۲۰ میلیارډه ډالرو پانګونه کړې.
ښاغلی غني وایي: «د هغو ملکیتونو او پانګې لومړنی اټکل چې دوی په پاکستان کې کړی وو ۲۰ میلیارد ډالرو ته نږدې وو؛ خو مهمه خبره دا وه چې د دې ملکیتونو ډېری برخه د دوی په نومونو نه وه. دا د پاکستاني شریکانو په نوم وه، ځکه شرایط د دوی لپاره ستونزمن وو.»
اشرف غني زیاتوي چې د پاکستان حقوقي نظام لا هم د استعماري دورې له قوانینو څخه سرچینه اخلي، او تر اوسه یې خپل ملي نظام نه دی رامنځته کړی.
هغه وایي:«د پاکستان قوانین، له بده مرغه، د بریتانیې د واکمنۍ له وخته پاتې دي. تر نن پورې دغه هېواد خپل نظام نه دی اصلاح کړی. د هغوی حقوقي چوکاټ لا هم د یو استعماري نظام انځور وړاندې کوي، دا یوازې زما نظر نه دی، بلکې د هغوی د حقوقپوهانو، لیکوالانو او څېړونکو بحثونه او مقالې هم ورته اشاره کوي. د پاکستان چلند له خېبرپښتونخوا او بلوچستان سره هم د استعماري برخورد بڼه لري، او دا خبره د تاریخي اسنادو له مخې هم تاییدېږي.»
نوموړي پر ملګرو ملتونو هم نیوکه کړې، چې د یوې موثرې طرحې په وړاندې کولو کې پاتې راغلي.
هغه دا هم وویل چې افغانستان اوس مهال د سومالیا په کتار کې دی او یوې پایدارې سولې ته چې د ده هیله وه نه دی رسیدلی. «افغانستان ته د نړۍوالې ټولنې مینه او پام بې حده لږ دی. له بده مرغه هغه پایداره او ابرومنده سوله چي زموږ ارزوو وه هغې ته ونه رسېدو.»
یاده دی وي، چې له پاکستان او ایران څخه هره ورځ سلګونه افغان کډوال خپل هېواد ته ستنول کېږي، چې په یادو هېوادونو کې یې شتمنۍ او وسایل ترې پاتې دي.

سرچینو ويلي، چې سعودي عربستان ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سفر پر مهال، د دغه هیواد هیڅ لوړ پوړی چارواکي لیدو ته ورسره حاضر شوی نه دی. سرچینې وايي په ریاض کې د طالبانو د سفارت له ډېرو هڅو سره، سعودي چارواکو د متقي په مشرۍ د طالبانو پلاوي ته زیات پام ونه کړ.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې په ډیرې هیلې سره سعودي عربستان ته سفر وکړ او تمه يې لرله، چې د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت لخوا به یې رسمي هرکلی وشي.
دغو سرچینو ویلي، چې سعودي چارواکو طالب پلاوي ته په بشپړه توګه پام نه دی کړی او امیر خان متقي په سعودي عربستان کې د څو ورځو لپاره د پاتې کیدو سره سره ونه توانید، چې رسمي یا سیاسي لیدنې وکړي.
د سرچینو په وینا که څه هم د طالب پلاوي د سفر د مذهبي برخې لکه د مسجد الحرام څخه د لېدنې لپاره مناسب ترتیبات نیول شوي وو؛ خو په ډیپلوماټیکه کچه هیڅ تعامل نه و شوی.
دوی دا اقدام د ریاض له خوا د طالبانو په وړاندې د «سړې او محتاطې پالیسۍ» ساتل یاد کړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا سفر «د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام» وباله او ویې ویل چې «د سعودي چارواکو له خوا وزیر ته تود هرکلی او غوره پروتوکول د دې هېواد د نیکمرغۍ او ښو اړیکو ښکارندوی دی.»
امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه د مارچ له ۲۳مې د اپریل تر ۱۰مې پورې د عمرې د مراسمو د ترسره کولو لپاره د سفر اجازه ترلاسه کړې وه.
متقي او یو شمېر نور طالب چارواکي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر بندیزونو لاندې دي او یوازې د همدې شورا له ځانګړې اجازې سره بهر ته سفر کولی شي.

په ننګرهار او کابل کې یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس قاري سجاد خوږیاڼی د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه ځکه لرې کړی شو چې په نارنج ګل مشاعره کې یو شمېر شاعرانو پر طالبانو او ملا هبت الله نیوکې کړې وې.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یوې سرچینې وویل، وروسته له هغې چې په ننګرهار کې د نارنج ګل مشاعره وشوه، قاري سجاد خوږیاڼی د ننګرهار لپاره د طالبانو د والي دفتر ته وغوښتل شو او هغه وګواښل شو چې ولې یې په مشاعره کې د انتقادي شعرونو مخه نه وه نیولې.
د یادې سرچینې په خبره، که څه هم شعرونه مخکې له مخکې ټاکل شوي او ارزول شوي وو؛ خو مطیع الله تراب او یو شمېر نورو شاعرانو د مشاعرې پر وخت خپل شعرونه بدل کړي وو.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس په اړه نیول شوې پرېکړه د ملا هبت الله د دفتر کار دی.
یاده سرچینه وايي چې د قاري سجاد پر ځای د جهادي ارزښتونو د ریاست پخوانی رییس په دنده ګومارل شوی دی.
له دې وړاندې یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په شفاهي ډول ټولو ادارو ته امر کړی، چې تر امرثاني پورې د مشاعرو جوړول وځنډوي.
طالبانو دا پرېکړه د اقتصادي منابعو د ضایع کېدو د مخنيوي او د بیت المال خوندي ساتل بللي دي.
سرچینو د سې شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ولایتي ادارو ته په شفاهي ډول امر کړی، چې تر دویم امر پورې مشاعرې وځنډوي.
د سرچینو په وینا، طالبانو دغه پرېکړه په ننګرهار کې د نارنج ګل تر انتقادي مشاعرې وروسته کړې ده.
د دوشنبې په ورځ په پروان ولایت کې د ارغوان ګل په نوم جوړېدونکې مشاعره هم ونه شوه او طالبانو فرهنګي فعالانو او د مشاعرې سمبالوونکو ته ویلي، چې د هوا د خرابتیا له کبله یې مشاعره لغو کړې ده.

د جیونيوز د خبر له مخي، د اسلام اباد محکمه د څلورو ورکو افغان وړونو په قضيه کې د اپريل په ۱۶مه د اسلام اباد او پنجاب پولیس مشران احضاروي. محکمې د پوښتنې په ډول ویلي، «د چا خپلوان، چې تري تم وي، هغه هره شېبه مري؛ دا لړۍ به تر کومه دوام وکړي؟»
جیونیوز د پنجشنبې په ورځ د اسلام اباد د محکمې له قوله په یوه خبر کې ویلي، چې د هغو څلور افغان وړونو قضيې په اړه یې پرېکړه وکړه، چې د ۲۰۲۴ کال له جنورئ راهيسې اسلام اباد کې ورک شوي او تر دا مهال يې هیڅ درک معلوم نه دی.
د خبر له مخې، محکمې د اپريل مياشتې په ۱۶مه د پنجاب او اسلام اباد پولیس مشران د همدې قضيې اړوند وضاحت ورکولو لپاره ته ورغوښتي دي.
د یادې قضيې د اورولو پرمهال د ورکو افغان وړونو مور په محکمه کې بې هوښه شوه.
قاضي اصف زياته کړې: «که دا کار ستاسو یا زما سره وشي، نو بیا به یې احساس کړئ او بیا تاسئ راشئ او وایاست چې موږ خبر نه یو. زه بلوچستان ته تللی وم هلته هم ویل کېدل چې دغه کسان زموږ سره نشته؛ خو بیا له هم هغه ځایه موندل کېدل، دا لړۍ به تر کله روانه وي؟»
دغه قاضي دا هم وویل: « د چا خپلوان چې ورک شي، هغه یا ژوندی وي یا مړ، پر چا چې دا وخت تيريږي هغه ته ښه معلومات وي، د ورکو شویو کسانو میندې په وار وار محکمې ته راځي.»
محکمې زياته کړې، چې په دې اړه به جي ای ټي یا تحقیقاتي ډله جوړه کړي تر څو دا ډول پېښې تعقیب کړي.
که څه هم مالومه نه ده چې دا کسان په څه ډول شرایطو کې ورک شوي، خو اسلام اباد او پنجاب کې ځینې افغان کډوال او ان د پښتونخوا پښتانه د لاریونونو پرمهال په مظاهرو کې له ګډون پرته هم نیول شوي او په میاشتو میاشتو بندي شوي دي.