• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اشرف غني: له ګاونډيو هېوادونو څخه د افغان کډوالو جبري اېستل زړه دردونکې ده

۲۱ وری ۱۴۰۴ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۷:۵۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۱ وری ۱۴۰۴ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۹:۰۹ GMT+۱

د وروستي جمهوري نظام پخواني ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان دا مهال له ګاونډيو هېوادونو څخه د خپلو سلګونو زرو اېستل شویو وګړو د باعزته منلو او خوندي کولو له ازمېښت سره مخ دی.

هغه زیاتوي، چې له پاکستان او ایران څخه په زوره د افغان کډوال اېستل زړه دردونکی او د ټولو قوانینو خلاف اقدام دی.

محمد اشرف غني د خپلو پاډکاسټونو د لړۍ په دوام د پنجشنبې په ورځ په یوه پاډکاسټ کې وویل، چې له پاکستان او ایران څخه په جبري توګه افغان کډوال په داسي مهال اېستل کيږي، چې افغانستان په خپله د مشروعیت له بحران، اقتصادي رکود او د خلکو د ځای پر ځای کولو لپاره د مالي سرچینو له نشتوالي سره مخ دی.

نوموړي زياته کړې: «ما په بیا- بیا ویلي، چې افغان کډوال باید راستانه شي ځکه د هغوی نور پاتې کیدل د افغانستان د ملي واکمنۍ د نیمګړتیا په مانا ده، خو نه په دا ډول ناسنجېدلې او له نړۍوالو قوانینو نه په مخالفه بڼه.»

د هغه په وینا، دا مهال شاوخوا ۸ میلیونه افغانان په ایران او پاکستان کې کډوال دي او د کډوالو په اړه وروستي خپاره شوي راپورونه ټکان ورکوونکي دي.

پخواني ولسمشر د پاکستان پر سیاستوالو نیوکه کړې، چې له یوې خوا له فلسطین سره پر ظلم خواخوږي څرګندوي او له بلې خوا افغان کډوال په جبري توګه باسي.

هغه پاکستان او ایران له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ یاد کړ او زیاته يې کړه، چې د دوی د اسعارو ارزښت ورځ تر بلې کميږي او بيې لوړيږي.

هغه زیاته کړه، چې د ایران د اقتصاد ۴ سلنه بار د افغان کډوالو پر اوږو پروت دی.

هغه دا هم وویل، چې په پاکستان کې افغان کډوالو سوداګرو د پاکستاني شریکانو په مرسته نږدې ۲۰ میلیارډه ډالرو پانګونه کړې.

ښاغلی غني وایي: «د هغو ملکیتونو او پانګې لومړنی اټکل چې دوی په پاکستان کې کړی وو ۲۰ میلیارد ډالرو ته نږدې وو؛ خو مهمه خبره دا وه چې د دې ملکیتونو ډېری برخه د دوی په نومونو نه وه. دا د پاکستاني شریکانو په نوم وه، ځکه شرایط د دوی لپاره ستونزمن وو.»

اشرف غني زیاتوي چې د پاکستان حقوقي نظام لا هم د استعماري دورې له قوانینو څخه سرچینه اخلي، او تر اوسه یې خپل ملي نظام نه دی رامنځته کړی.

هغه وایي:«د پاکستان قوانین، له بده مرغه، د بریتانیې د واکمنۍ له وخته پاتې دي. تر نن پورې دغه هېواد خپل نظام نه دی اصلاح کړی. د هغوی حقوقي چوکاټ لا هم د یو استعماري نظام انځور وړاندې کوي، دا یوازې زما نظر نه دی، بلکې د هغوی د حقوقپوهانو، لیکوالانو او څېړونکو بحثونه او مقالې هم ورته اشاره کوي. د پاکستان چلند له خېبرپښتونخوا او بلوچستان سره هم د استعماري برخورد بڼه لري، او دا خبره د تاریخي اسنادو له مخې هم تاییدېږي.»

نوموړي پر ملګرو ملتونو هم نیوکه کړې، چې د یوې موثرې طرحې په وړاندې کولو کې پاتې راغلي.

هغه دا هم وویل چې افغانستان اوس مهال د سومالیا په کتار کې دی او یوې پایدارې سولې ته چې د ده هیله وه نه دی رسیدلی. «افغانستان ته د نړۍوالې ټولنې مینه او پام بې حده لږ دی. له بده مرغه هغه پایداره او ابرومنده سوله چي زموږ ارزوو وه هغې ته ونه رسېدو.»

یاده دی وي، چې له پاکستان او ایران څخه هره ورځ سلګونه افغان کډوال خپل هېواد ته ستنول کېږي، چې په یادو هېوادونو کې یې شتمنۍ او وسایل ترې پاتې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

سعودي چارواکو د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره ونه لیدل

۲۱ وری ۱۴۰۴ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۶:۲۷ GMT+۱

سرچینو ويلي، چې سعودي عربستان ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سفر پر مهال، د دغه هیواد هیڅ لوړ پوړی چارواکي لیدو ته ورسره حاضر شوی نه دی. سرچینې وايي په ریاض کې د طالبانو د سفارت له ډېرو هڅو سره، سعودي چارواکو د متقي په مشرۍ د طالبانو پلاوي ته زیات پام ونه کړ.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې په ډیرې هیلې سره سعودي عربستان ته سفر وکړ او تمه يې لرله، چې د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت لخوا به یې رسمي هرکلی وشي.

دغو سرچینو ویلي، چې سعودي چارواکو طالب پلاوي ته په بشپړه توګه پام نه دی کړی او امیر خان متقي په سعودي عربستان کې د څو ورځو لپاره د پاتې کیدو سره سره ونه توانید، چې رسمي یا سیاسي لیدنې وکړي.

د سرچینو په وینا که څه هم د طالب پلاوي د سفر د مذهبي برخې لکه د مسجد الحرام څخه د لېدنې لپاره مناسب ترتیبات نیول شوي وو؛ خو په ډیپلوماټیکه کچه هیڅ تعامل نه و شوی.

دوی دا اقدام د ریاض له خوا د طالبانو په وړاندې د «سړې او محتاطې پالیسۍ» ساتل یاد کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا سفر «د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام» وباله او ویې ویل چې «د سعودي چارواکو له خوا وزیر ته تود هرکلی او غوره پروتوکول د دې هېواد د نیکمرغۍ او ښو اړیکو ښکارندوی دی.»

امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه د مارچ له ۲۳مې د اپریل تر ۱۰مې پورې د عمرې د مراسمو د ترسره کولو لپاره د سفر اجازه ترلاسه کړې وه.

متقي او یو شمېر نور طالب چارواکي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر بندیزونو لاندې دي او یوازې د همدې شورا له ځانګړې اجازې سره بهر ته سفر کولی شي.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت وايي، له ۸ نیم لکو ډیر افغان کډوال یې افغانستان ته ستانه کړل

۲۱ وری ۱۴۰۴ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۴:۰۱ GMT+۱

د پاکستان په کورنیو چارو کې د دولت وزیر طلال چودري وايي، تر دې مهال یې اته لکه ۵۷ زره ۱۵۷ بې اسنادو افغانان افغانستان ته ستانه کړي دي. نوموړی وایي، د کډوالو د وتلو ضرب الاجل پای ته رسیدلی او دا پروسه نور نه تمدید کیږي.

دغه پاکستاني چارواکي نن په یوه خبرې غونډه کې ویلي، د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره یې ځانګړې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

طلال چودري وايي، تر دې وروسته به هیڅ افغان له قانوني اسنادو پرته دغه هېواد ته نه شي ورتلی.

نوموړی وايي، له پاکستان د غیري قانوني کډوالو د اېستلو پالیسي یې د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې په دریو پړاونو کې پیل کړې، چې په لومړي پړاو کې د قانوني اسنادو نه لرونکو کډوالو اېستل، په دویم پړاو کې ACC کارت لرونکو افغان کډوالو اېستل او په دریم پړاو کې د POR کارت لرونکو افغان کډوالو اېستل دي.

نوموړی وايي، له پاکستان د افغان کډوالو اېستلو پرېکړه له کلونو کوربه توب وروسته شوې او ادعا کوي، چې افغان کډوال په دغه هېواد کې د نشه یې توکو په سوداګرۍ او ترهګریزو فعالیتونو کې ښکیل دي.

چودري وايي، د افغان کډوالو د اېستلو پرمهال یې په ځینو ښارونو کې د هغوی لپاره موقت پنډغالي جوړ کړي او هغوی به په بشپړ عزت سره خپل هېواد ته ستانه کړل شي.

بل خوا پر ټولنیزو رسنیو ځینې داسې ویډیګانې خپرې شوې دي، چې د پاکستان د حکومت له لوري افغان کډ‌والو ته افغانستان ته د ستنېدو پرمهال د خپلو وسایلو د لیږد اجازه نه ورکول کیږي.

پر همدغه مهال د پښتونوخوا ایالت د کورنیو او قبایلو چارو وزارت ویلي، چې نن له ګوجروانوالې، کوټلي، باخار، نوروال، حافظ اباد، باغ، فیصل اباد، میرپور، او اټک سیمو څخه څخه ۱۲۲۴ تنه افغانان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

نارنج ګل مشاعره؛ د انتقادي شعرونو له امله د طالبانو ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رییس منفک شو

۲۱ وری ۱۴۰۴ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۳۰ GMT+۱

په ننګرهار او کابل کې یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس قاري سجاد خوږیاڼی د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه ځکه لرې کړی شو چې په نارنج ګل مشاعره کې یو شمېر شاعرانو پر طالبانو او ملا هبت الله نیوکې کړې وې.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یوې سرچینې وویل، وروسته له هغې چې په ننګرهار کې د نارنج ګل مشاعره وشوه، قاري سجاد خوږیاڼی د ننګرهار لپاره د طالبانو د والي دفتر ته وغوښتل شو او هغه وګواښل شو چې ولې یې په مشاعره کې د انتقادي شعرونو مخه نه وه نیولې.

د یادې سرچینې په خبره، که څه هم شعرونه مخکې له مخکې ټاکل شوي او ارزول شوي وو؛ خو مطیع الله تراب او یو شمېر نورو شاعرانو د مشاعرې پر وخت خپل شعرونه بدل کړي وو.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس په اړه نیول شوې پرېکړه د ملا هبت الله د دفتر کار دی.

یاده سرچینه وايي چې د قاري سجاد پر ځای د جهادي ارزښتونو د ریاست پخوانی رییس په دنده ګومارل شوی دی.

له دې وړاندې یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په شفاهي ډول ټولو ادارو ته امر کړی، چې تر امرثاني پورې د مشاعرو جوړول وځنډوي.

طالبانو دا پرېکړه د اقتصادي منابعو د ضایع کېدو د مخنيوي او د بیت المال خوندي ساتل بللي دي.

سرچینو د سې شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ولایتي ادارو ته په شفاهي ډول امر کړی، چې تر دویم امر پورې مشاعرې وځنډوي.

د سرچینو په وینا، طالبانو دغه پرېکړه په ننګرهار کې د نارنج ګل تر انتقادي مشاعرې وروسته کړې ده.

د دوشنبې په ورځ په پروان ولایت کې د ارغوان ګل په نوم جوړېدونکې مشاعره هم ونه شوه او طالبانو فرهنګي فعالانو او د مشاعرې سمبالوونکو ته ویلي، چې د هوا د خرابتیا له کبله یې مشاعره لغو کړې ده.

د اسلام اباد محکمه د ورکو افغان وروڼو قضیه کې د پنجاب او اسلام اباد پولیس مشران احضاروي

۲۱ وری ۱۴۰۴ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۵۳ GMT+۱

د جیونيوز د خبر له مخي، د اسلام اباد محکمه د څلورو ورکو افغان وړونو په قضيه کې د اپريل په ۱۶مه د اسلام اباد او پنجاب پولیس مشران احضاروي. محکمې د پوښتنې په ډول ویلي، «د چا خپلوان، چې تري تم وي، هغه هره شېبه مري؛ دا لړۍ به تر کومه دوام وکړي؟»

جیونیوز د پنجشنبې په ورځ د اسلام اباد د محکمې له قوله په یوه خبر کې ویلي، چې د هغو څلور افغان وړونو قضيې په اړه یې پرېکړه وکړه، چې د ۲۰۲۴ کال له جنورئ راهيسې اسلام اباد کې ورک شوي او تر دا مهال يې هیڅ درک معلوم نه دی.

د خبر له مخې، محکمې د اپريل مياشتې په ۱۶مه د پنجاب او اسلام اباد پولیس مشران د همدې قضيې اړوند وضاحت ورکولو لپاره ته ورغوښتي دي.

د یادې قضيې د اورولو پرمهال د ورکو افغان وړونو مور په محکمه کې بې هوښه شوه.

قاضي اصف زياته کړې: «که دا کار ستاسو یا زما سره وشي، نو بیا به یې احساس کړئ او بیا تاسئ راشئ او وایاست چې موږ خبر نه یو. زه بلوچستان ته تللی وم هلته هم ویل کېدل چې دغه کسان زموږ سره نشته؛ خو بیا له هم هغه ځایه موندل کېدل، دا لړۍ به تر کله روانه وي؟»

دغه قاضي دا هم وویل: « د چا خپلوان چې ورک شي، هغه یا ژوندی وي یا مړ، پر چا چې دا وخت تيريږي هغه ته ښه معلومات وي، د ورکو شویو کسانو میندې په وار وار محکمې ته راځي.»

محکمې زياته کړې، چې په دې اړه به جي ای ټي یا تحقیقاتي ډله جوړه کړي تر څو دا ډول پېښې تعقیب کړي.

که څه هم مالومه نه ده چې دا کسان په څه ډول شرایطو کې ورک شوي، خو اسلام اباد او پنجاب کې ځینې افغان کډوال او ان د پښتونخوا پښتانه د لاریونونو پرمهال په مظاهرو کې له ګډون پرته هم نیول شوي او په میاشتو میاشتو بندي شوي دي.

ایرانی چارواکی: بې اسناده افغان کډوال پر امنیتي مشکل سربېره روغتیايي ستونزې هم جوړولی شي

۲۱ وری ۱۴۰۴ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۲۹ GMT+۱

د ایران د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو مرستیال علي اکبر پورجمشیدیان ویلي، چې بې اسناده افغان کډوال په دغه هېواد کې پر امنیتي او ټولنیزو ستونزو سربیره د روغتیا په څیر نورې ستونزې هم جوړولی شي، ځکه چې په ایران کې «د نري رنځ ۲۵ سلنه پېښې افغان کډوالو پورې تړلې دي.»

علي اکبر پورجمشیدیان د ایران ایلنا خبري اژانس سره په خبرو کې په دغه هیواد کې په نري رنځ ناروغۍ د اخته افغان کډوالو د شتون په اړه غبرګون ښودلی او وايي، افغان کډوال سبیره پردې چې امنیتي او ټولنیزې ستونزې یې رامنځته کړې دي د روغتیا په برخه کې هم ستونزې جوړولی شي.

علي اکبر پورجمشیدیان وايي:«د بې اسناده افغان کډوالو شتون پر امنیتي او ټولنیزو ستونزو سربیره چې رامنځته کړې یې دي، روغتیايي ستونزې هم پېښولی شي. په ځانګړې توګه دوی غیري قانوني تګ راتګ کوي، ځکه دا خلک له جدي څار ځان ساتي. د ماشومانو په اړه بحث هم باید په پام کې ونیول شي.»

د ایران د عامي روغتیا وزارت چارواکو ویلي، چې د نرې رنځ نارغۍ نږدې ۲۵ سلنه پېښې له افغان کډوالو سره تړاو لري او د وضیعت کابو کول یوازې د عامې روغتیا وزارت کار نه دی.

پرهمدغه مهال د ایران د کورنیو چارو وزارت دغه چارواکي ویلي، چې له ایران د بې اسناده افغان کډوالو بېرته ستنول یې په کاري لومړیتوبو کې دي.

جمشیدیان وايي، چې له دغه هېواد د زیارت کوونکو د شیعه مذهبو د تیریدو پرمهال به سرحدونه تر کلک څار لاندې وي.«د بنسټیزو اسانتیاوو په برخه کې یوه مهمه موضوع چې موږ یې تعقبوو، د سړکونو لپاره زیرک تجهیزات، د تخلف ثبتولو کمرې او هغه کمرې دي، چې د تګ راتګ معلومات تر څار لاندې نیسي. دا وسایل زموږ د بنسټیزو لومړیتوبونو څه دي، په ځانګړې ډول د اربعین پرمهال د پېښو د مخنیوي لاره د سرحدي ولایتونو لپاره تر څو تګ راتګ به تر کنټرول لاندې وي.»
د ایران چارواکو څه موده وړاندې اعلان کړی، چې له دغه هېواد څخه به شاوخوا دوه میلیونه بې اسناده افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي.

د دغه هېواد چارواکو د ایران په یو شمېر ښارونو کې د افغانانو په کار کولو او هلته اوسیدو باندې بندیزونه هم لګولي دي.