ایران بیا یو افغان وګړی اعدام کړ

د ایران د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی، چې د دغه هیواد حکومت د سعود میرزایي په نوم یو افغان وګړی د شېراز په عادل اباد زندان کې اعدام کړی دی. د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړی په «قتل» تورن و.

د ایران د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی، چې د دغه هیواد حکومت د سعود میرزایي په نوم یو افغان وګړی د شېراز په عادل اباد زندان کې اعدام کړی دی. د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړی په «قتل» تورن و.
دغه سازمان د یوې سرچینې په حواله لیکلي: «سعود میرزایي افغان و او له تېرو درېیو کلونو راهیسې د قتل په تور بندي و او پر قصاص محکوم شوی و.»
د نوموړي ترڅنګ یو ایرانی وګړی هم اعدام شوی دی.
د دغه سازمان په وینا، دغه ایرانی وګړی په یوې جلا قضیه کې په قتل تورن و.
د ایران د بشري حقونو نړۍوال سازمان وایي، چې په تېر ۲۰۲۴کال کې ایران ۴۱۹ کسان د قتل په تور اعدام کړي دي.
دغه سازمان تر دې وړاندې هم ویلي و، چې د ۲۰۲۵ کال په مارچ میاشت کې ایران د ۳ افغانانو په ګډون ۵۹ تنه اعدام کړي دي.
ایراني چارواکي د افغان وګړو د اعدامونو رسمي اعلان نه کوي او ډېری افغان بندیان په یاد هېواد کې نه د کورنۍ غړي لري او نه هم قانوني وکیلان، چې د دوی قضیې مخ ته یوسي.
دغه سازمان ټینګار کړی، چې د اعدام شویو رېښتینې شمېرې ښايي له ثبت شویو هغو هم لوړې وي.
د بښنې نړۍوال سازمان په ۲۰۲۴کال کې د اعدام سزا په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي، ایران یو ځل بیا د هغو هېوادونو په نوملړ کې لومړی ځای خپل کړی چې تر ټولو ډېر اعدامونه یې ترسره کړي دي.

د پنجاب پولیس وایي، چې تېره ورځ یې له دغه صوبې ۷۶۳۳ کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي. د پنجاب پولیسو پر اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې له پاکستان نه د بې اسناده کډوالو د اېستلو لړۍ لاهم دوام لري.
د دغه یادښت له مخې، د لاهور په ګډون په ټوله صوبه کې د بې اسناده کډوالو د اېستلو لپاره ۴۶ مرکزونه جوړ شوي دي.
د پاکستاني رسنۍ (د پاکستان ډیلي) د خبر له مخې، له پاکستانه ۲۰۲۳ کال د نومبر میاشتې راهیسې د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۹۲۱۰۶۳ ته رسېدلی دی.
له بل پلوه د پښتونخوا په خیبر کې د کډوالو چارو سرچینې وايي، چې تېره ۴۵۱۵ کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دغه سرچینو په وینا، ۳۰۶۲ بې اسناده کډوال په خپله خوښه د لنډی کوتل پنډغالي ته ورغلي وو.
په خیبر کې د کډوالو چارو سرچینې ویلي، د هغو کسانو له ډلې چې د لنډي کوتل پنډغالي ته رسېدلي ۱۲۳۲ کسان یې بې اسناده او ۱۸۳۰ کسانو بیا د اې سي سي کارت لرونکي وو.
د کډوالۍ سرچینې دارنګه وايي، چې د اپرېل له لومړۍ نیټې راهیسې ۲۰۱۲۴ بې اسناده افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي دي.
له بل پوه د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ګاونډیو هېوادونو شاوخوا ۱۱۳۳ کورنۍ ستنې شوې.
د دغه اژانس په خبره، د دغو کورنیو له ډلې د ننګرهار د تورخم له لارې ۷۶۱ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۱۰۰، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۹۸ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۷۴ کورنۍ هېواد ته ستنې شوې دي.

د طالبانو د سترې محکمې ویاند پر اېکس پاڼه لیکلي چې د (وري ۲۲مه) په نیمروز او بادغیس ولایتونو کې پر درې تنو په عام محضر کې د «قصاص» حکم پلی کوي. طالبانو ځايي اوسېدونکو ته ویلي، چې د نیمروز مرکز زرنج ښار او د بادغېس په مرکز قلعه نو کې دې د «قصاص» نندارې ته ورشي.
یادې ډلې د قصاص کیدونکو کسانو د هویت او پرې د لګول شویو تورونو په تړاو نور معلومات نه دي ورکړي.
څه موده وړاندې طالبانو په پکتیا کې یو کس له دې کبله «قصاص» کړ چې د دغې ډلې یو وسله وال یې په ډزو وژلی و.
نیوکې دا دي چې طالبان په خورا ډېرو خپل سرو وژنو کې ښکېل دي، خو د محاکمه کیدو او ورته د سزا ورکول کیدو په برخه کې هېڅ ډول اجرات نه کېږي.
د معلوماتو له مخې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو له لوري د وژل شویو کسانو کورنۍ د طالبانو اړونده محکمو ته عارض شوي، څو د قتل په تور ککړو طالبانو ته سزا ورکړل شي خو طالبانو د عام وګړو دغه عریضې نه دي منلي.
باورونه دا دي، چې د قتل په پېښو کې طالبان عامو وګړو ته د «قصاص» سزاوې ورکوي، خو د دوی خپل غړي، چې په دغو جرمونو کې ښکېل دي، له دې او هر ډول نورو سزاوو څخه خوندي دي.
که څه هم طالبان په افغانستان کې د ټولنیز عدالت خبره کوي، خو په دغه ډول څرګندونو یې د خلکو باور کم شوی دی.
د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو له لوري هم په وار وار د طالبانو د «قصاص» سزاوې غندل شوي او د ودریدو غوښتنه یې شوې.
پر دې ډلې نیوکې دي، چې ځینو قوماندانانو یې په یو شمېر ولایتونو کې خپلسرې محکمې جوړې کړي او پرته له کوم قانوني پروسې ان خلک وژني.
طالبان په عام محضر کې د «قصاص» لامل خلکو ته عبرت بولي او باور لري چې په دې سره په ټولنه کې د جرمونو او د دوی د مخالفینو کچه کمیدلی شي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې په بدخشان ولایت کې د سېلابونو راوتو له امله یو کس مړ او درې نور ورک دي. د دغه اژانس په راپور کې راغلي، چې دغو سېلابونو په بدخشان ولایت کې د سر زیان ترڅنګ خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي دي.
په بدخشان ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار ویلي، چې د سېلابونو دغه زیانونه د دغه ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې خلکو ته اوښتي دي.
د نوموړي په وینا، دغه سېلابونو دارنګه لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه کړې ده.
د هغه په وینا، د دوی ژغورونکې ډلې د اغېزمنو کسانو سره د مرستې او ورکو شویو کسانو د لټولو په حال کې دي.
د دغه سېلابونو له امله د بدخشان_تخار لویه لاره هم تړل شوې وه.
خو د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس تازه خبر ورکړی، چې دغه لاره وروسته له ۲۰ ساعتونو بېرته د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه.
د نوموړي په وینا، دغه لویه لاره نن سهار ۴ بجې (د وري ۲۱مه) د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه.

په کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي، چې د دغې قوماندانۍ د نشهیي توکو په وړاندې د مبارزې مدیریت په یوه کانټینر کې د پخوانیو وسلو په ډيپو کې د چاودنې له امله یې څلور تنه ټپیان شوي دي.
دغې قوماندانۍ پر اېکس پاڼه لیکلي، چې نن سهار د کندهار امنیه قومندانۍ د نشهیي توکو په وړاندې د مبارزې مدیریت اړوند یوه کانټینر کې زاړه مهمات چاودلي دي.
په دغې لیکنه کې راغلي، د پېښې ځای ته د طالبانو امنیتي ځواکونه او اطفایې رسېدلې دي او د زیاتو چاودېدونکو توکو د چاودنې مخه یې نیولې ده.
خو نن سهار ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي و، چې د کندهار ښار امنیه قوماندانۍ د تصفیې کمېسیون په ودانۍ کې چاودنه شوې.
دغه چاودنه نن سهار شپږ بجې (د وري په ۲۱مه نېټه) شوې ده.
ځايي سرچینو دا هم ویلي و، چې له څو پرله پسې چاودنو وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي؛ خو د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې بیا په دې تړاو څه نه دي راغلي.
په سیمه کې خبریالانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د چاودنې له سیمې ځیني امبولانسونه تر روغتونونو پورې تللي دي.
کندهار د ملا هبتالله ټاټوبی او د هغه د کار او اوسېدو ځای دی، چې ځینې وخت د طالب مشرانو غونډې له کابله کندهار ته ور بولي.

د سان مارینو جمهوریت نن (د وري ۲۱مه) د بشري حقونو په اړه د یوې مهمې غونډې کوربه دی. یوراسیا راپور ورکړی، چې دغه غونډه به تر ډېره په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ لاندې د ښځو پر وضعیت متمرکزه وي.
د دې غونډې د اعلان لپاره هم د یوې افغانې نجلۍ انځور غوره شوی، چې سور پړونی یې په سر دی.

دغه غونډه د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د افغان مېرمنو د ستونزو په اړه د پوهاوي لوړولو لپاره جوړه شوې، چې د نړۍوالو اندېښنو یوه مهمه موضوع ده.
په دغه بحث کې به وڅېړل شي، چې څنګه سیاسي، ټولنیز او کلتوري لاملونه په افغانستان کې او په ځانګړې توګه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو او لږکیو د حقونو محدودېدل ورځنی ژوند اغېزمنوي.
واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې دغې ډلې پر نجونو او ښځو پراخ بندیزونه لګولي، چې له امله یې دوی ان له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې شوې دي.
که څه هم په کور دننه طالبان چاته د نیوکې او اعتراض اجازه نه ورکوي؛ خو له افغانستانه بهر بیا وخت ناوخت د افغان مېرمنو او د دوی تروړل شویو حقونو په اړه ناستې جوړېږي.
په دغه راپور کې وړاندې په افغانستان کې د امریکا د استخباراتي فعالیتونو د بیا پیلېدو په اړه له نړۍوالو اټکلونو خبر ورکړل شوی.
په راپور کې د سرچینو له قوله ادعا شوې، چې د متحده ایالاتو د هوایي ځواک C-17A الوتکه په دې وروستیو کې د بګرام هوایي اډې ته ښکته شوې ده.
په راپور کې د سرچینو له حوالې راغلي، چې د دغه سرچینې ادعا نه ده تایید شوې.
راپور کاږي، الوتکې ښایي د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې لوړپوړي چارواکي لېږدولی وي.
راپور زیاتوي، که چېرې دغه ادعاوې ریښتیا وي؛ نو دوی ښایي په افغانستان کې د امریکا د استخباراتو د بیا فعالیدو وړاندیز وکړي.
