طالبان وايي، چې د کندهار په چاودنه کې یې څلور کسان ټپیان شوي

‏په کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي، چې د دغې قوماندانۍ د نشه‌یي توکو په وړاندې د مبارزې مدیریت په یوه کانټینر کې د پخوانیو وسلو په ډيپو کې د چاودنې له امله یې څلور تنه ټپیان شوي دي.