• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو د داعش په ماتولو کې د ازبکستان ستاینه کړې

۲۱ وری ۱۴۰۴ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۵۸ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په واشنګټن کې د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سیدوف سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د امنیت او له ترهګرۍ سره د مبارزې او اقتصادي پراختیا په برخه کې د همکاریو پر ژورتیا ټینګار کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس وویل چې دواړو مشرانو د ازبکستان د خپلواکۍ، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره د متحده ایالاتو ملاتړ یو ځل بیا تایید کړ او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په لارو چارو یې خبرې وکړې.

روبیو د داعش د ماتولو لپاره د نړۍوال ایتلاف سره د یوځای کیدو په اړه د ازبکستان وروستۍ پرېکړه وستایله او دا یې د سیمه ییزې ترهګرۍ ضد هڅو کې یو مهم ګام وباله. هغه همدا راز له امریکا څخه د شړل شویو اتباعو د راستنیدو په برخه کې د ازبکستان له مرستو څخه هم مننه وکړه.

روبیو پر اېکس د سیدوف ستاینه کړې او لیکلي یې دي "د غیرقانوني کډوالۍ په مخنیوي او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې سیدوف زموږ قوي شریک دی."

هغه زیاته کړې: "دا ډول ملګرتیا مهمه ده ځکه چې موږ د امریکا سوکالۍ او امنیت ته لومړیتوب ورکوو. زموږ د هېوادونو ترمنځ د پانګونې او په مهمو منرالونو او نورو برخو کې د همکارۍ لپاره ډېر امکانات شته."

د بهرنیو چارو وزارت په وینا، خبرو اترو "د اټومي انرژۍ د خوندي ټېکنالوژیو عصري کولو" او په ستراتیژیکو صنعتونو کې د همکارۍ له لارې د اقتصادي فرصتونو په وده کې د دوه اړخیزو ګټو په اړه هم خبرې وشوې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

مارک روبیو: د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ خبرې کولی شي سولې ته لار هواره کړي

۲۱ وری ۱۴۰۴ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۵، ۲۰:۱۱ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په عمان کې د امریکا او ایران د اټومي خبرو په اړه هیله څرګنده کړه او ویې ویل چې دا خبرې به د سولې لامل شي.

مارک روبیو د پنجشنبې په ورځ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کابینې غونډې ته وویل: "موږ هیله لرو چې دا به د سولې لامل شي.موږ د دې په اړه هیله مند یوو."

ټاکل شوې چې د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکوف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ترمنځ د شنبې په ورځ په عمان کې خبرې وشي. واشنګټن وايي چې خبرې به مستقیمې وي، په داسې حال کې چې تهران ټینګار کوي چې دوی به د عمان د بهرنیو چارو له وزیر سره په غیر مستقیم ډول د منځګړیتوب په توګه کار کوي.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل، چې که چیرې خبرې یوې موافقې ته ونه رسیږي د ایران پروړاندې نظامي اقدام ممکن دی. هغه زیاته کړه چې د تهران د اټومي پروګرام په اړه موافقې ته د رسیدو لپاره "ډیر وخت" نه نشته.

لوېدیځ قدرتونه پر ایران تور لګوي چې د یورانیمو په غني کولو سره د اټمي وسلو د جوړولو یوه پټه اجنډا لري چې د یورانیمو په غني کولو سره په لوړه سطحه د اتومي انرژۍ د تولید لپاره د توجیه وړ وي. خو تهران وايي چې اټومي پروګرام یې په بشپړه توګه د ملکي انرژۍ د موخو لپاره دی.

اندونیزیا د غزې جګړه ځپلو ته موقته بشري پناه ورکوي

۲۱ وری ۱۴۰۴ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۵، ۰۷:۳۸ GMT+۱

د اندونیزیا ولسمشر پرابوو سوبیانتو ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې د غزې د جګړې له امله زیانمنو شويو فلسطینیانو ته موقتي بشري پناه ورکړي. هغه زیاته کړې، چې د دغه بهیر به لومړۍ جوپه کې به ۱۰۰۰ تنه فلسطینیان خپل هېواد ته ولېږدوي.

د رویټرز د راپور له مخې ولسمشر پرابوو دا څرګندونې منځني ختیځ او ترکیې ته تر خپل سفر دمخه وکړې.

هغه ویلي، د بهرنیو چارو وزیر ته یې لارښوونه کړې، چې ژر تر ژره له فلسطیني چارواکو او نورو اړخونو سره خبرې وکړي، تر څو د دغو کسانو د ایستلو لاره هواره شي.

پرابوو زیاته کړه: «موږ چمتو یو چې ټپیان، رواني اغېزمن کسان او یتیمان اندونیزیا ته راولو، تر څو د لنډ مهال لپاره پاتې شي او کله چې شرایط ښه شي بېرته به غزې ته ستانه شي.»

اندونیزیا تر دې پخوا هم فلسطینیانو ته بشري مرستې استولي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې اور د ۲۰۲۳ د اکټوبر له میاشتې روان دی.

ویل کېږي چې حماس د جګړې په پیل کې ۱۲۰۰ تنه اسراییلیان وژلي او ۲۵۰ نور یې برمته کړي.

د فلسطیني چارواکو په وینا، تر اوسه پورې له ۵۰ زره زیات فلسطینیان د اسراییلي ځواکونو عملیاتو له امله وژل شوي دي.

ولسمشر پرابوو ویلي، که څه هم د دغه شخړې حل اسانه کار نه دی، خو دی بیا هم غواړي چې په دې برخه کې خپل ونډه واخلي. هغه وویل: «اندونیزیا د فلسطینیانو امنیت او خپلواکۍ ته ژمنه ده. موږ په دې لټه کې یې چې نور هم فعال شو.»

د اندونیزیا ولسشمر دا څرګندونې دوه میاشتې وروسته له هغې کړې، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د فلسطینیانو د جبري بې ‌ځایه کولو پر وړاندې کلک مخالفت هم څرګند کړی و.

دا غبرګون وروسته له هغې راغی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندیز وکړ، چې فلسطینیان باید په دایمي توګه له غزې څخه وایستل شي.

د یادونې وړ ده، چې پرابوو تېر کال لا تر ولسمشرۍ مخکې ویلي و، چې که اړتیا پېښه شي، هېواد یې چمتو دی چې سوله ساتي ځواکونه غزې ته واستوي.

ټرمپ: له ایران سره د مذکراتو د ناکامېدو په صورت کې پوځي اقدام کوو

۲۰ وری ۱۴۰۴ - ۹ اپریل ۲۰۲۵، ۲۳:۴۹ GMT+۱

د امریکا متحده‌ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې که له ایران سره مذاکرات بریالي نه‌شي، نو د پوځي اقدام انتخاب به د مېز پر سر وي.

هغه د چهارشنبې په ورځ (د اپرېل ۹مه) په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته د وینا پرمهال زیاته کړې، چې که اړتیا شوه پوځي اقدام کوي.

نوموړي وویل: «اسراییل به له شک پرته په دې مسأله کې ښکېل وي او د مشرۍ رول به ترسره کوي، خو هېڅوک زموږ مشري نه اخلي. موږ که هرڅه وغواړو، کولای یې شو چې ترسره یې کړو.»

د متحده‌ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د مذاکراتو د پای ته رسېدو اټکلي وخت نه دی روښانه کړی او په وینا یې، تر مذاکراتو وروسته به هرڅه روښانه شي.

ټرمپ په دې تړاو څرګنده کړې: «زه مشخص وخت نه شم ښودلی، خو کله چې مذاکرات پیل شي، دا به ډېر ژر روښانه شي چې بهیر ښه روان دی او که نه. که زه احساس کړم چې د مذاکراتو لوری ښه نه دی، هماغه وخت یې پای ته رسوم.»

نوموړي په عمان کې له ایران سره د شنبې ورځې د مذاکراتو پیل په تړاو د خبریال یوې پوښتنې ته په ځواب کې دا مذاکرات د یوه بهیر «پیل» بللی دی. هغه د دغو مذاکراتو پایلې ته د رسېدو لپاره د مهال وېش په تړاو وویل: «موږ کم وخت لرو، خو ډېر نه.»

د امریکا ولسمشر په ایران کې د حاکم رژیم د وضعیت په تړاو وویل: «د ایران خلک فوق‌العاده او ډېر هوښیار دي. هغوی تر سختو شرایطو او سخت رژیم لاندې ژوند کوي، خو خلک او د دوی مشران دواړه پوهېږي چې ایران باید اټومي وسلې ونه لري.»

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم له واشنګټن څخه تر روانېدو مخکې په یوه ویډیويي پیغام کې خبرداری ورکړی و، چې که د ایران د اټومي پروګرام د درولو لپاره مذاکرات ناکام شي یا ایران ځنډ وکړي، «پوځي انتخاب» به مطرح شي.

د یادونې ده، چې څو ورځې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سېدعباس عراقچي د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو پیلېدو د تایید ترڅنګ ویلي و، چې ایران له امریکا سره په غېرمستقیم ډول مذاکرات پیلوي.

برایان مېسټ: موږ نه غواړو چې د امریکایی مالیه‌ورکوونکو یو ډالر هم د طالبانو لاس ته ورشي

۲۰ وری ۱۴۰۴ - ۹ اپریل ۲۰۲۵، ۲۲:۴۷ GMT+۱

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د یوې غونډې په ترڅ کې د امریکا مرستو ته د طالبانو د لاس‌رسي لایحه څېړلې ده. د دې کمیتې مشر وایي، دوی نه غواړي چې د امریکایي مالیه‌ورکوونکو یو ډالر هم د طالبانو لاس ته ورشي

د نوموړې کمېټې غړو د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۰مه)زیاته کړې، په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ ته په کتو، دا به ستونزمنه وي چې مرستو ته د دغې ډلې د لاسرسي مخنیوی وشي.

د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر برایان مېسټ وویل: «دا د متحده‌ایالتونو لپاره یوه بنسټیزه او مهمه موضوع ګڼل کېږي، موږ اوس مهال په افغانستان کې سفارت نه‌لرو، له طالبانو سره ډېپلوماټیکې اړیکې هم نه‌لرو، او طالبان یوه ترهګره ډله ده. موږ نه غواړو چې د امریکایی مالیه‌ورکوونکو یو ډالر هم د طالبانو لاس ته ورشي.»

ټېم بورچېټ چې دغه لایحه جرګې ته وړاندې کړې، وویل. چې طالبانو د امریکا له مرستو څخه لږ تر لږه ۱۰ مېلیونه ډالره د مالیاتو له لارې یا په بله بڼه ترلاسه کړي دي.

د استازو جرګې غړو غوښتي، چې پر «ترهګرو» دې هر ډول مالي ملاتړ بندې شي.

هغوی د متحده‌ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ته دنده سپارلې، چې یوه داسې ستراتېژي جوړه او پلي کړي، ترڅو طالبان په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو او نادولتي بنسټونوله مرستو څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي.

پر امریکا د ټرمپ له واکمنېدو وروسته، افغانستان ته د نړۍوالو بنسټونو له‌خوا د امریکا وېشل شوې مرستې تر څېړنې لاندې دي.

امریکایي سرچینو رویټرز ته ویلي، چې له افغانستان سره به ډېری مرستې بندې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د ټرمپ ادارې د طالبانو د ناوړه چلند له امله افغانستان او یمن ته د خوړو نړۍوال پروګرام ډېرۍ مرستې ځنډولې دي.

د امریکا د استازو جرګې غړي ټېم بورچېټ په غونډه کې ویلي، چې وړاندیز شوی پلان درې موخې لري: پر طالبانو د مالي او مادي مرستو بندول؛ د نغدي مرستو پروګرامونو په اړه راپور ورکول؛ د افغانستان د اماني صندوق او مرکزي بانک څارنه او راپور ورکول.

هغه زیاته کړه: «د ۲۰۲۱ کال د ډېسمبر میاشتې راهیسې د امریکا متحده‌ایالتونو له‌خوا د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته په مېلیاردونو ډالرو نغدي مرسته لېږل شوې، چې تر ډېره بریده دا پیسې د طالبانو له‌خوا یا ضبط شوي یا هم ناوړه ګټه ترې اخیستل شوې ده، نو دا پروسه باید ژر تر ژره ودرول شي.»

بورچېټ چې د افغانستان له مقاومت جبهې سره نږدې اړیکې لري، خبرداری ورکړ چې «موږ باید د طالبانو د نفوذ د کچې په اړه نه یوازې د نړۍوالو مرستو په وېش کې، بلکې د افغانستان په بانکي سېسټم کې هم ښه پوهاوی ولرو.»

هغه همدارنګه ټینګار کړی، چې هره اوونۍ شاوخوا ۴۰ مېلیونه ډالر نغدې پیسې کابل ته لېږل کېږي، چې په مستقیم یا غېرمستقیم ډول طالبانو ته ځي او د هغه پیسو هېڅ حساب نه شته.

ټېم بورچېټ ټینګار کړی، چې د بهرنیو چارو وزارت باید سملاسي دا بهیر ودروي.

هېڅ تضمین نه شته، چې دا پیسې به له اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره ولګول شي.

د بایډن حکومت د بورچېټ او مېسټ په ګډون خپلو متنقدینو ته ویلی و، چې امریکا له طالبانو سره مرسته نه کوي او نړۍوال بنسټونه په کلکه د وېش لړۍ څاري.

د اوچا په وروستي راپور کې د طالبانو له‌خوا د مرستو په وېش کې د ناوړه ګټه اخیستنې او انحراف قضیو ته اشاره شوې، خو دغه راپور بشري مرستو ته د طالبانو د لاس‌رسي یا ناوړه ګټې اخیستنې کره شمېر نه دی ښودل شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو مخکېني وزیر انتوني بلېنکن د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې غړو ته ویلي و، چې ښايي طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې له افغانستان سره د امریکا د ټولو ۳ مېلیارده ډالرو مرستې څخه ۱۰ مېلیونه ډالر ترلاسه کړي وي.

ایټالیا: له امریکا پرته جي۷ هېوادونو د ټرمپ د تېرې اونۍ د تعرفو په اړه بحث وکړ

۲۰ وری ۱۴۰۴ - ۹ اپریل ۲۰۲۵، ۲۰:۰۸ GMT+۱

د ایټالیا د اقتصاد وزیر وویل، پرته له متحده ایالاتو د اوو هېوادونو ډلې (جي۷) په دې بحث وکړ، چې څنګه د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې اونۍ د تعرفو د پراخولو اعلان ته ځواب ووایی.

ګیورګیټي د چهارشنبې په ورځ په روم کې خبریالانو ته وویل: "د جي۷ دننه موږ هڅه وکړه چې وضعیت ارام کړو او یوه لار پیدا کړو څو د ټرمپ اداره خبرو ته کینوو او یو معقول دریځ غوره کړو.»

د ایټالیا د اقتصاد وزیر په داسې حال کې له خبریالانو سره په دې اړه غږېدلی، چې ټرمپ د هغو هېوادونو پروړاندې د ۹۰ورځو لپاره سوداګریزې تعرفې وځنډولې، چې د دوی د تعرفو پروړاندې یې غبرګون نه دی ښودی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې هغه د ډېرو هېوادونو د وارداتو تعرفې د ۹۰ورځو لپاره ځنډولې دي.

د ټرمپ په وینا، په دغه ځنډ کې هغه هېوادونه شامل دي چې د ټرمپ تعرفو ته یې ځواب نه دی ورکړی.

د چین د غچ اخیستونکو اقداماتو په ځواب کې ټرمپ د چین څخه پر وارداتو تعرفې ۱۲۵ سلنې ته لوړې کړې.

چین د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د اپرېل له لسمې نېټې څخه به په ټولو امریکایي توکو ۸۴سلنه اضافي تعرفې ولګوي.

دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه، چې امریکا په چین باندې تعرفې ۱۰۴سلنې ته لوړې کړې.

ټرمپ ګواښ کړی و، چې د هېوادونو له خوا د متقابلې تعرفې زیاتوالی به متحده ایالاتو ته د دوی په صادراتو باندې تعرفې لوړې کړي، خو اروپا او چین د متحده ایالاتو دا ګواښ له پامه غورځولی او د هېواد په صادراتي توکو یې متقابل او غچ اخیستونکي تعرفې لګولي دي.

ټرمپ وویل، چې د چینایي تعرفو د غچ اخیستونکي زیاتوالي لامل "د نړۍوالو بازارونو لپاره بې احترامي" ده.