د پښتونخوا په کوهاټ کې دوه ماشومان په یو چاودنه کې وژل شوي او یو بل ټپي شوی

د پښتونخوا د کوهاټ ولسوالۍ پولیسو ویلي، دوه ماشومان د یوه لاسي بم چاودنه کې وژل شوي او یو بل ټپي شوی. په دغو ماشومانو باندې چاودنه په خپل کور کې شوې ده.

د پښتونخوا د کوهاټ ولسوالۍ پولیسو ویلي، دوه ماشومان د یوه لاسي بم چاودنه کې وژل شوي او یو بل ټپي شوی. په دغو ماشومانو باندې چاودنه په خپل کور کې شوې ده.
خراسان ډایري راپور ورکړی، چې د کوهاټ ولسوالۍ په شیخان سیمه کې په یوه کور کې دننه د چاودنې له امله دغو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي پولیسو ویلي، چې چاودنه د لاسي بم له امله شوې او ښايي ماشومانو له دغه لاسي بم سره لوبې کولې.


د عوامي نشنل ګوند صوبايي مشر میا افتخار حسین وايي، د پښتونخوا د کانونو او طبیعي زیرمو لپاره د۲۰۲۵کال قانون د صوبې په سرچینو او حاکمیت برید دی. نوموړی وايي، د پښتونخوا کاني سرچیني یوازې د دغې صوبي د خلکو ملکیت دی او پکې هیڅ ډول لاسوهنه او مداخله ورته د زغملو نه دي.
افتخار حسین وايي، دا قانون د صوبي د کورواکۍ خلاف دی.
نوموړی وايي، د پښتونخوا د کانونو په اړه نوی قانون نه یوازې د پاکستان د اساسي قانون د اتلسمې مادې ښکاره سرغړونه ده، بلکې له دې لارې هڅه کیږي، چې د پښتونخوا پر کاني زیرمو د مرکزي او فدرالي ادارې برلاسی ومومي او دا موږ ته هیڅ ډول د منلو نه ده.
افتخار حسین وايي:« پاکستان او اتلسمه ماده لازم او ملزوم دي. له دې مادې سرغړونه د پاکستان په ګټه نه ده. که هر چا له دې مادې سرغړونه او د لغوه کولو هڅه وکړه عوامي نېشنل ګوند به یې په وړاندې مقاومت وکړي.»
میا افتخار حسین پر صوبايي حکومت په نیوکه کولو سره د پوښتني په ډول وايي، چې د صوبي حکومت ولې د دغه هېواد د (ملي مالي کمېسیون جایزې یا ارزونې) د اعلان په اړه ولي چپ پاتې دی.؟
نوموړی وايي:«د پښتونخوا صوبې سره د قبایلي سیمو له یوځای کېدو وروسته د دغې صوبې نفوس ۶۵ لکه شوی او د قانون له مخې، د وګړو له زیاتوالي سره باید ملي مالي کمېسیون جایزه ونډه زیاته شي خو د صوبي حکومت د یادو مسایلو په اړه چوپ پاتې دی.»
ښاغلي حسین زیاته کړې، چې یاد قانون د شخصي ګټو لپاره د پښتونخوا پر طبیعي زیرمو د صوبي د واک د کمزوري کولو هڅه ده او دغه لانجمن قانون څرګندوي، چې د پښتونخوا د حقونو د غصب په برخه کې مرکزي او صوبايي حکومت همغږی دی.
نوموړی زیاتوي، چې عوامي نشنل ګوند به هېڅکله هم «د پښتونخوا د شتمنیو پر سر هېڅ ډول سودا، قبضه، مرکزي حکومت یا غیرقانوني ادارو لاسوهنه ونهمني. د خپلو مشرانو د افکارو په رڼا کې، موږ به د خپلو شتمنیو، خودمختارۍ او راتلونکي د خوندي کولو جګړه په هر ډګر کې وکړو.»
همدارنګه ښاغلی حسین وايي، چې عوامي نشنل ګوند به د دې قانون پر وړاندې له هرې ممکنه لارې مبارزه کوي او د وړاندیز شوي قانون پر ضد پیاوړی سیاسي او ولسي مقاومت به وکړي.
نوموړی خبرداری ورکوی او وايي، که دا قانون لغوه نه شي، د قانون پوهانو په مشوره به محکمې ته هم عارض شي. « پارلمان د اساسي قانون جوړوونکی او ساتونکی ارګان دی، خو له بده مرغه د پښتونخوا اوسنی حکومت د امریت پر قدمونو روان دی او یوه تخریبي رول لوبوي. دا صوبايي حکومت د دې لانجمن قانون لپاره د اسانتیا برابوونکي رول لري او دا کړنه د صوبې د حقونو څخه لاساخیستل او یوه مجرمانه غفلت بلل کېږي.»
یاد ګوند ویلي، چې د طبعي زیرمو په اړه هر اړخیز قانون شتون لري او د نوې قانون جوړولو اړتیا نه لیدل کیږي.

د جیونيوز د خبر له مخي، د اسلام اباد محکمه د څلورو ورکو افغان وړونو په قضيه کې د اپريل په ۱۶مه د اسلام اباد او پنجاب پولیس مشران احضاروي. محکمې د پوښتنې په ډول ویلي، «د چا خپلوان، چې تري تم وي، هغه هره شېبه مري؛ دا لړۍ به تر کومه دوام وکړي؟»
جیونیوز د پنجشنبې په ورځ د اسلام اباد د محکمې له قوله په یوه خبر کې ویلي، چې د هغو څلور افغان وړونو قضيې په اړه یې پرېکړه وکړه، چې د ۲۰۲۴ کال له جنورئ راهيسې اسلام اباد کې ورک شوي او تر دا مهال يې هیڅ درک معلوم نه دی.
د خبر له مخې، محکمې د اپريل مياشتې په ۱۶مه د پنجاب او اسلام اباد پولیس مشران د همدې قضيې اړوند وضاحت ورکولو لپاره ته ورغوښتي دي.
د یادې قضيې د اورولو پرمهال د ورکو افغان وړونو مور په محکمه کې بې هوښه شوه.
قاضي اصف زياته کړې: «که دا کار ستاسو یا زما سره وشي، نو بیا به یې احساس کړئ او بیا تاسئ راشئ او وایاست چې موږ خبر نه یو. زه بلوچستان ته تللی وم هلته هم ویل کېدل چې دغه کسان زموږ سره نشته؛ خو بیا له هم هغه ځایه موندل کېدل، دا لړۍ به تر کله روانه وي؟»
دغه قاضي دا هم وویل: « د چا خپلوان چې ورک شي، هغه یا ژوندی وي یا مړ، پر چا چې دا وخت تيريږي هغه ته ښه معلومات وي، د ورکو شویو کسانو میندې په وار وار محکمې ته راځي.»
محکمې زياته کړې، چې په دې اړه به جي ای ټي یا تحقیقاتي ډله جوړه کړي تر څو دا ډول پېښې تعقیب کړي.
که څه هم مالومه نه ده چې دا کسان په څه ډول شرایطو کې ورک شوي، خو اسلام اباد او پنجاب کې ځینې افغان کډوال او ان د پښتونخوا پښتانه د لاریونونو پرمهال په مظاهرو کې له ګډون پرته هم نیول شوي او په میاشتو میاشتو بندي شوي دي.

د بلوچستان مرکز کوټې پر سریاب سړک وسله وال بريد کې درې پولیس وژل شوي او یو ټپي دی. برید د پولیسو د ګزمې پر موټر شوی دی.
پاکستاني رسنيو د امنیتي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې دغه وسله وال برید د پنجشنبې په ورځ شوی او د و سله والو پر ځپلو يې ټينګار کړی.
په ټولنيزو رسنیو کې د برید ويډيو هم نشر شوې، چې په کې معلوميږی، د پولیسو پر ګادي موټر سیکل سپاره وسله وال بريد کوي.
تر اوسه د برید مسولیت چا نه دی منلی.
په وروستیو میاشتو کې په بلوچستان کې بریدونه او چاودنې ډېر شوي چې پکې تر ډېره امنیتي سرتېرو ته مرګژوبله اوړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د (وري ۲۱مه) تورخم ته د سفر پر مهال په جبري ډول د ستنیدونکو افغان کډوال له وضعیت څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې له پاکستان سره د ورورۍ تاریخي اړیکې لري او د پاکستان حکومت باید د دغو اړیکو درناوی وکړي.
د طالبانو دغه لوړ پوړی چارواکي له پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې اسلامي او نړۍوالو ارزښتونو ته باید ژمن پاتې شي.
هغه دغه څرګندونې د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د ایستلو د تازه څپې په غبرګون کې کړي دي.
سلام حنفي ټینګار کړی، چې پاکستان باید د افغان کډوالو شتمنۍ او او مالونو خوندیتوب ته جدی پاملرنه وکړي.
هغه پر پاکستان غږ کړی، چې د افغان کډوال د شتمنۍ او مالونه دې خوندي وساتي. هغه همدا راز ډاډ څرګند کړی، چې طالبان دغو ستنیدونکو کډوالو ته د بشري مرستو تر څنګ د سرپناوو د ورکړې په برخه کې لاس په کار شوي دي.
د پاکستان له لوري هره ورځ سلګونه افغان کډوال د تورخم له لارې په داسې حال کې خپل هېواد ته ستنول کېږي، چې په یاد هېواد کې یې شتمنۍ او وسایل ترې پاتې دي.
د راپورونو له مخې د دغو ایستل کیدونکو افغان کډوالو کورونه ان د پنجاب په ګډون په ځینو ایالتونو کې چور شوي او پولیسو نه دې پرېښي چې ان د خپلو کورونو اړین توکي هم له ځانه سره بېرته خپل هېواد ته یوسي.
هاخوا بیا اندېښنې شته چې طالبان هم دغو ستنیدونکو افغان کډوالو سره د بشري مرستو، سرپناوو، روغتیا اسانتیاوو او روزګار موندلو په برخه کې چندان تدابیر نه لري.
د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو اندېښنه څرګنده کړې چې له پاکستانه د دغو ایستل کیدونکو کډوالو سره به په هېواد کې د لوږې او فقر ناورین لا پسې ډېر شي.

په کډو بار د هغو افغانانو د موټرو کاروانونه چې له پاکستان څخه د وتلو لپاره پرې فشار راوړل شوی، په تورخم کې په کتار ولاړې دي. دغه کډوال له نیول کېدو او سپکاوي وېره لري، نو له همدې امله اړ اېستل شوي چې پاکستان پرېږدي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی؛ نن لسمه ورځ ده، چې پاکستان په دغه هېواد کې د مېشتو بې اسناده او اې سي سي کارت لرونکو افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړې.
اسلام اباد غواړي، چې د کډوالو د اېستلو په روانه لړۍ کې ۸۰۰ زره د اې سي سي کارت لرونکي بېرته افغانستان ته ستانه کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په وینا، (د اپرېل له لومړۍ نیټې) راهیسې شاوخوا ۲۴۶۶۵ افغانان له پاکستانه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
په کراچۍ کې یو افغان کډوال رحمت الله وایي؛ خلک وايي چې پولیس به راشي او چاپې به ووهي. دغه وېره له ټولو سره ده. هرڅوک له دې امله اندېښمن دي.
نظام ګل چې د خپل کور سامانونه تړلي او افغانستان ته د بېرته ستنېدو لپاره چمتو دی وایي: «د یو سړي لپاره چې له خپلې کورنۍ سره اوسېږي، تر دې بد حالت نشته، چې د هغه مېرمنې د پولیسو لهخوا ونیول شي. دا به غوره وي چې دوی موږ ووژني.»

یو لارۍ چلوونکی غلام حضرت چې په کراچۍ کې د پولیسو د څو ورځو ځورونې وروسته چمن ته تللی وایي: «موږ باید خپل کور پرېږدو. موږ هره ورځ ځورول کېږو.»
په پېښور کې بیا پولیس د جوماتونو د لاسپیکرونو له لارې خلکو ته له دغه هېواده د وتلو خبرداری ورکوي.

د پولیسو خبرداری یوازې د افغانانو لپاره نه؛ بلکې د کورونو مالکانو لپاره هم دی.
فرحان احمد وایي: «دوه پولیس افسران د یکشنبې په ورځ زما کور ته راغلل او راته یې وویل، که دلته کوم افغان وګړی ژوند کوي؛ نو باید له دغه هېواده وشړل شي.»
د بشري حقونو څار سازمان د هغو «ناوړه تګلارو» غندنه کړې، چې پر افغانانو د فشار راوړلو لپاره کارول کېږي؛ ترڅو دغه کډوال خپل هېواد ته ستانه شي.
دغه سازمان وایي: «ډېری دغه کډوال د بېرته ستنېدو په صورت کې د طالبانو لهخوا د ځورونې او سختو اقتصادي شرایطو سره مخ دي.»
د ۲۰۲۳ کال په سپتمبر کې په سلګونه زره بې اسناده افغانان د پولیسو له چاپو وروسته، افغانستان ته ستانه شول.

شنوونکي وایي، چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ سیاسي مسله ده.
د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې خړې پړې شوې.
ملیحه لودي چې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان پخوانۍ دایمي استازې ده وایي: «د دوی د اېستلو وخت او طریقه ښیي، چې دا پر طالبانو د فشار زیاتولو لپاره د پاکستان د پالیسۍ یوه برخه ده. دا باید په انساني، په خپله خوښه او تدریجي ډول ترسره شوی وای.»