• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شاه‌محمود میاخېل: د جمهوریت د پرځېدو اصلي لامل د چارواکو کمزوری باور و

۲۲ وری ۱۴۰۴ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۵، ۲۲:۴۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ وری ۱۴۰۴ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۵، ۲۳:۴۹ GMT+۱

د مخکېني جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه‌محمود میاخېل په وینا، د افغانستان د جمهوري نظام د پرځېدو اصلي لامل د حکومت متمرکز جوړښت نه و، بلکې د هغو چارواکو کمزوری باور و چې په همدې جمهوریت کې یې مهمې دندې ترسره کولې.

میاخېل دا څرګندونې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته په رالېږلي بیان کې وروسته له هغې کړي چې د امریکا د مشرانو جرګې د «افغانستان د جګړې ارزونې کمېسیون» د هېواد د وضعیت په تړاو غونډه جوړه کړې وه.

نوموړی وايي،د محمدعمرداوودزي، یونس قانوني او ځینو بهرنیو چارواکو د جمهوریت پرځېدو لامل متمرکز حکومت بللی، خو دا ارزونه یې ناسمې دي. دی وایي: «هر ډول نظام چې وي د رهبرۍ ټیم، د قانون حاکمیت او ښې حکومتولۍ ته ژمنتیا ده چې د بقا تضمین ورکوي.»

د هغه په باور، د جمهوریت تر چتر لاندې متمرکز نظام شل کاله دوام وکړ، خو که غیرمتمرکز وای، ښایي دومره هم نه وای پاتې شوی. نوموړي دا هم زیاته کړې چې د جمهوریت په وروستیو کلونو کې زیاتره لوړپوړي چارواکي او پارلماني غړي د هېواد پر ځای په بهر کې تمایل درلود، چې دا یو بل علت و چې نظام یې له‌منځه یوړ.

میاخېل همداراز اشاره کړې چې امریکا او متحدینو یې لا له ۲۰۰۹م کال راهیسې پر دې پوهېدلي وو چې د جمهوریت مشران او سیاست‌وال د دوی د ستراتیژیکو اهدافو شریک نه دي، نو له همدې امله یې د وتلو علني څرکونه ورکړي وو. نوموړي ټینګار کړی چې افغان مشران د دغو نښو نښانو د درک کولو پر ځای، خپلو امتیاز غوښتنو ته دوام ورکړی و.

د شاه‌محمود میاخېل په وینا، د جمهوریت دننه د فساد، شخصي معاملاتو او د قانون نه پاملرنې کلتور حاکم و او چارواکو د نظام د ثبات پر ځای یوازې خپلې ګټې تعقیبولې.

شاه‌محمود میاخېل دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر محمدعمر داوودزي د «افغانستان د جګړې د ارزونې په کمېسیون» کې د هېواد لپاره د جمهوري نظام انتخاب یوه تېروتنه بللې او په وینا یې، شاهي یا پارلماني سېسټم د دغه هېواد له‌پاره ښه انتخابونه کېدای شي.

هغه د امریکا په مشرانو جرګه کې د «افغانستان د جګړې د ارزونې کمېسیون» په غونډه کې انلاین ګډون کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې جوړ شوي جمهوري نظام سېسټم واک د یوه کس په لاس کې و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

بریتانیا د افغان کډوالو لپاره بشري مرسته ۷.۵ میلیونه پونډو ته زیاته کړه

۲۲ وری ۱۴۰۴ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۵، ۲۰:۵۱ GMT+۱

په کابل کې د بریتانیا شارژدافیر رابرټ ډيکسن د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزیر، مولوي عبد‌الکبیر، سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې د افغان کډوالو له‌پاره د بشري مرستو په برخه کې ۷.۵ میلیونه پونډ زیات کړي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، مولوي عبدالکبیر د جمعې په ورځ له رابرټ ډيکسن سره لیدلي او د افغان کډوالو او بشري مرستو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

په دغه ناسته کې ډيکسن ويلي، چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان په تړاو یو «پروپوزل» جوړ شوی او ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکي کې د طالبانو له مسولینو سره شریک شي. په دغه «پروپوزل» کې له افغانستان سره د اړیکو ټینګښت، د امنیت تامین او نور مثبت ټکي شامل دي.
رابرټ ډيکسن د بریتانیا د بشري مرستو د زیاتوالي ترڅنګ ویلي چې نړۍ له بشري بدلونونو سره مخ ده او له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو څپه یو مهم بشري مسولیت دی چې باید د همغږۍ له لارې ورته حل‌لاره وموندل شي.
په دغه ناسته کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر ویلي، چې نړۍواله ټولنه دې د افغان کډوالو د راستنېدو په برخه کې خپلې مرستې زیاتې کړي.

مولوي کبیر د پاکستان له‌خوا د افغان کډوالو پر وړاندې د ناسم چلند په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې له افغان کډوالو سره د اسلامي او انساني ارزښتونو، د کډوالو اصولو او نړۍوالو بشري قوانینو خلاف تعامل ترسره کېږي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزیر ویلي چې په ټول هېواد کې یې د بېرته راستندېونکو افغان کډوالو له‌پاره ۴۶ ښارګوټي ځانګړي کړي دي چې دوی په کې ځای په ځای کړي.

پاکستان او ایران په دې ورستیو کې په دغه هېوادنو کې مېشت د افغان کډوالو جبري بېرته ستنول پېل کړي.

له تېرو درې میاشتو راپدېخوا په پاکستان کې د افغانانو کور په کور تالاشۍ روانې دي، افغان کډوالو د پولیسو له لورې نیول کیږي او جبري بېرته افغانستان ته ستنول کیږي.

د راپورونو له مخې پاکستان په تېره یوه میاشت کې نږدې شپږ لکه افغان کډوال جبري له خپل هېواد څخه افغانستان ته ستانه کړي دي.

داوودزی: جمهوري نظام پر افغان ولس تپل شوی و

۲۲ وری ۱۴۰۴ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۵، ۲۰:۲۹ GMT+۱

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر محمدعمر داوودزي د «افغانستان د جګړې د ارزونې په کمېسیون» کې د هېواد لپاره د جمهوري نظام انتخاب یوه تېروتنه بللې او په وینا یې، شاهي یا پارلماني سېسټم د دغه هېواد لپاره ښه انتخابونه کېدای شي. داوودزی وايي چې جمهوري نظام پر افغان ولس تپل شوی و.

هغه د امریکا په مشرانو جرګه کې د «افغانستان د جګړې د ارزونې کمېسیون» په غونډه کې انلاین ګډون کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې جوړ شوي جمهوري نظام سېسټم واک د یوه کس په لاس کې و.

100%

نوموړي زیاته کړې چې دا پرېکړه په افغانستان کې ټولنیزې تنوع ته په پام «مناسبه نه وه.» د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر ټینګار کړی چې په افغانستان کې شاهي یا پارلماني نظام کولای شول د واک توازن رامنځته کړي.

داوودزي وویل: «زه د هغو څو افغانانو له ډلې وم چې د افغان ملي اردو د بیارغونې په پرېکړو کې یې برخه اخیستې وه. په دې برخه کې یوه بنسټیزه تېروتنه د داوطلبانه اردو منل و.»

نوموړي د امریکا د مشرانو جرګې د «افغانستان د جګړې ارزونې په کمېسیون» کې د طالبانو د سولې هڅو نه‌پاملرنې ته په اشارې ویلي چې دغې ډلې هغه وخت د سولې وړاندیز کړی و، خو پخواني افغان حکومت رد کړ.

عمر داوودزي څرګنده کړه: «د ۲۰۰۴ کال په منځ کې یوه طالب پلاوي له ما سره پټه اړیکه ونیوله او د طالبانو د ۳۰ مشرانو یو لېست یې راکړ چې ۱۲ یې پخواني وزیران او ۱۱ پخواني واليان وو او په هغوی کې حقاني او عبدالکبیر غوندې مهم شخصیتونه هم شامل وو. هغوی د پخلاینې چمتووالی لرلو، خو شرط‌ یې دا و چې د خپلو تېرو کړنو له‌پاره دې ورته بخښنه ورکړل شي.»

طالبانو له بنګله‌دیش سره د نویو همکاریو غوښتنه وکړه

۲۲ وری ۱۴۰۴ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۹:۱۵ GMT+۱

په پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب د بنګله دیش له سفیر سره د دوه اړخیزو اړیکو په موخه لیدلي. په دغه لیدنه کې د طالبانو سفیر له بنګله دیش هېواد غوښتي چې د افغانانو له‌پاره د ویزې په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

احمد شکیب دغه لیدنه د اپرېل په ۱۱ په اسلام اباد کې د بنګله دېش هېواد له سفیر اقبال حسین خان سره ترسره کړې او د دوه اړخیزه همکارۍ ترڅنګ یې په حقوقي او اقتصادي برخو کې د همکارۍ ژمنې کړي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت ددغه لیدنې په اړه پر اېکس لیکلي: «په دې لیدنه کې د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ اړیکې، د دواړو هېوادونو ترمنځ مذهبي او تاریخي مشترکات، اقتصادي اړیکې، حقوقي خدماتو په شمول د افغانانو له‌پاره د بنګله دېش ویزې او یو شمېر نورو مسلو په اړه بحث وشو.»

د طالبانو سفارت ددغه ناستې پوره جزییات نه دي خپاره کړي.

بنګله دیش او افغانستان دواړه د سارک غړي هېوادونه دي خو د دواړو هېوادنو ترمنځ ډېره راکړه ورکړه نه ده ترسره شوې.

یوازې د کرېکټ سیالۍ دي چې د افغانستان او بنګله دېش هېوادنو نومونه یې د خبرونو سرټکي کړي.

په دې ورستیو کې بنګله دېش کې سیاسي وضعیت بدل شو، د حکومت پر ضد سخت لاریونونه وشول او ددغه لاریونو اود اوښتو زیاتو مرګ ژوبلو وروسته ددغه هېواد لومړۍ وزیره شیخ حسینه اړ شوه چې واک پرېږدي او هندوستان ته وتښتي.

یوناما: طالبان دې ژر تر ژره اعدامونه بند کړي

۲۲ وری ۱۴۰۴ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۶:۲۳ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د طالبانو له لوري د څلورو کسانو اعدامولو ته غبرګون کې وايي، «د مرګ سزا دې ژر تر ژره ودرول شي.»

طالبانو نن په نیمروز، فراه او بادغییس ولایتونو کې په عام محضر کې څلور کسان اعدام کړل.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په خپله اېکسپاڼه په عام محضر کې د څلورو کسانو اعدامول غندلی او وايي، د اعدام سزا د انسان د ژوند له بنسټیز حق سره په ټګر کې ده.

یوناما له طالبانو غوښتنه کوي، چې د مرګ سزا پر وړاندې دې ژر تر ژره بندیز ولګول شي، څو د اعدام د بشپړ لغوه کېدو پر لور یو ګام وي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ تردې وړاندې هم د طالبانو له لوري د بشري سرغړړونو په غبرګون سختي نیوکي کړي، خو طالبانو د ملګرملتونو او نړېوالو بشري سازمانو دغه ډول نیوکي او غبرګونونه نادیده نیولي دي.

د طالبانو له لوري د جمعې په ورځ د څلورو کسانو اعدامولو ته د بښنې نړیوال سازمان او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېت هم غبرګونونه ښودلي.

ریچارډ بینېټ: د طالبانو اعدامونه او بدني سزا له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده

۲۲ وری ۱۴۰۴ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۴:۲۶ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ د طالبانو له لوري د څلورو کسانو اعدامولو ته په غبرګون ویلي، چې عام محضر کې اعدامونه او بدني سزاګانې له نړوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

طالبانو نن په نیمروز، فراه او بادغییس ولایتونو کې په عام محضر کې څلور کسان اعدام کړل.

ریچارډ بینېټ په خپله اېکسپاڼه په عام محضر کې د څلورو کسانو اعدامول غندلي او وايي، بدني سزاګانې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده او باید ژر تر ژره ودرول شي.

ریچارډ بینېټ وايي:« زه نن په بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونو کې د څلورو عامو کسانو اعدامونه غندم او ټینګار کوم چې دا اعدامونه او همدارنګه د طالبانو لخوا په عام محضر کې بدني سزاګانې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده او باید ژر تر ژره ودرول شي.»

د څلورو کسانو اعدامولو ته د بښنې نړیوال سازمان هم غبرګون ښودلی او ویلي، چې د طالبانو د حکومت دا اعدامونه له بشري حقونو دوامداره سرغړونه ده.