• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان له نورو هېوادونو د ۵۳ زره شړل شويو پاکستانیانو پاسپورټونه ناچله کړل

۲۲ وری ۱۴۰۴ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۶:۰۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ وری ۱۴۰۴ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۷:۰۸ GMT+۱

د پاکستان حکومت د هغو ۵۳ زره کسانو پاسپورټونه بلاک کړي، چې له بېلابيلو هېوادونو ور شړل شوي. دغه پاکستانیان له سعودي ، متحده عربي امارات، عمان او یو شمېر نورو خلیجي هېوادونو د سوال، نشه يي توکو د قاچاق، بې قانونه اوسېدو، له دندې د تېښتې او نورو سر غړونې له کبله ایستل شوي.

د پاکستان امنیتي ادارو د پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره د نویو قانوني شرایطو د مراحلو پر ژر تر ژره بشپړېدو ټينګار کړی.

جيونيوز د جمعې په ورځ ویلي، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزير محسن نقوي، د کډوالو او پاسپورټونو ادارو مشرانو ترمنځ ګډه ناسته کړې او ويلي يې دي، چې د دغو ۵۳ زره پاکستانیانو پاسپورټونه یې ناچله کړي دي.

محسن نقوي ويلي، چې د پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره به نوي شرایط د غيري قانوني کډوالۍ مخه ونيسي.

نوموړي زياته کړې: «د هغو کسانو پاسپورټونه به بلاک شي چې شړل شوي وي او په دې اړه به سل په سلو کې عملي اقدام کيږي.»

په خبر کې ويل شوي، چې امنيتي ادارو دا پرېکړه نړيوالې ټولنې ته د یو مثبت پيغام د وړاندي کولو په مانا بللې ده.

یو شمېر پاکستاني رسنيو لیکلي، چې په تېرو څو مياشتو کې په زرګونه پاکستانیان د سعودي عربستان، متحده عربي امارات، عمان او یو شمېر نورو خلیج هېوادونو څخه اېستل شوي.

د راپورونو له مخي، سعودي چارواکو ډېری پاکستاني وګړي د سوالګرۍ، نشه يي توکو د قاچاق، بې قانونه اوسېدو، له دندې د تېښتې، د قراردادي تړون د سر غړونې له کبله په تور لیست کې شامل شوي او له دغه هېواد ایستل شوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان پوځ د «ټي ټي پي»‌ د یوه مهم غړي حفیظ الله کوچوان له وژل کېدو خبر ورکړی

۲۲ وری ۱۴۰۴ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۲۲ GMT+۱

د پاکستان پوځ د رسنیو څانګې په یوې خبرپانه کې ویلي، چې د پښتونخوا ایالت د کوز دیر ولسوالۍ په تېمرګره سیمه کې یې د «ټي ټي پي» یوه مهم غړی حفیظ الله کوچوان وژلی دی.

د‌ پوځ په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عملیات یې د یو لړ استخبارتي معلوماتو پر بنسټ کړي‌، چې د پاکستاني طالبانو د دغه مشهوري کس په ګډون یې د یادې وسله والې ډلې یو بل غړی هم وژلی دی.

ویل شوي، چې د «ټي ټي پي» دغو وسله والو له پاکستاني ځواکونو سره جګړه ییز مقاومت هم کړی و.

د پاکستان پوځ د حفیظ الله کوچوان پر سر د لس میلیونه پاکستاني کلدارو جایزه هم ټاکلې وه.

له دې سره سره هم په پښتونخوا کې د «ټي ټي پي» بریدونه تر بل هر وخت پراخ او چټک شوي دي.

باورونه دا دي، چې په افغانستان کې د دغې ډلې متحدینو افغان طالبانو واک ته له رسیدو وروسته «ټي ټي پي»‌ هم سترګې کړي او د پخوا په پرتله یې د جګړې لپاره کافي وسلې او امکانات هم ترلاسه کړي دي.

د پاکستان حکومت طالبانو ته ګوته نېسي، چې تر خپل سیوري لاندې یې د «ټي ټي پي» په ګډون د دوی ضد وسله والو ته پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه پر دوی بریدونه پلانوي. خو افغان طالبانو دا ادعاوې رد کړې ده.

پر کابل د واکمنو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لا په وار وار پاکستان ته په ټینګار سره ویلي، چې پر دوی دې د تورونو تپل کیدو پر ځای په خپلو امنیتي ناکامیو غور وکړي.

په پښتونخوا کې مېشت سیاستوالو په دغه ایالت کې له روانې نا امنۍ څخه شکایتونه کړي او نیوکه یې کړې، چې د پاکستان مرکزي حکومت او پوځ په لوی لاس د پښتنو سیمه کې ناورین ته لاره اواره کړې ده.

جیونیوز: پاکستاني استخباراتو په کراچۍ کې پر «مسرور» پوځي ډګر د خونړي برید مخه نیولې

۲۲ وری ۱۴۰۴ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۵، ۰۶:۴۷ GMT+۱

د پاکستان جیونیوز ټلويزیون ته د دغه هیواد استخباراتي سرچینو ویلي، چې د پاکستان استخباراتو د کراچۍ پر سټراټېژیکه پوځي هوايي اډه «مسرور» باندې د یوه لوی وسله‌وال برید پلان شنډ کړی دی.

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، د دغه برید اصلي طراح د «ټي ټي پي» وسله والې ډلې یو مهم قوماندان دی، چې دا مهال په افغانستان کې مېشت او د دغې ډلې د ځانمرګو بریدګرو مشري کوي.

د راپور له مخې د برید په دغه پلان کې ۹ کسان شامل وو، چې پنځه یې «افغانان دي» او مشري یې د پاکستاني طالبانو یوه لوړ پوړي وسله وال کوله.

جیونیوز زیاتوي، دغه کسان په وروستیو کې په ناقانونه توګه له افغانستان څخه پاکستان ته تللي وو.

خبر زیاتوي، دغو وسله والو پلان درلود چې د «مسرور» اډې دننه شي، کنټرول یې ترلاسه کړي، الوتکو او تاسیساتو ته زیان ورسوي او هلته اوږدمهاله وسله‌ وال مقاومت وکړي.

د جیونیوز د خبر له مخې، دغو وسله والو غوښتل چې تر مرګه جګړه وکړي او تر ډېره ممکنه تاوانونه ورسوي.

خبر کې وړاندې راغلي، چې دغه برید د «ټي ټي پي» مشرانو تر مستقیم څار او شاوخوا ۱۳ میاشتو دقیق پلان‌ جوړونې وروسته عملي کېده.

د دغې ډلې غړي د اډې نږدې سیمو کې مېشت شوي وو او د موقعیت پراخ استخباراتي سروې یې هم کړې وه. خو د پاکستان استخباراتو د دوی ټول خوځښتونه څارلي دي.

د جیوزنیوز د راپور پر بنسټ کله چې دغه وسله وال د برید وروستۍ مرحلې ته نږدې شول، د هېواد په کچه یو پټ، چټک او همغږی عملیات پیل شول او مشکوک کسان د پاکستان له بېلابېلو سیمو ونیول شول.

یادو عملیاتو نه یوازې د هوايي اډې له برید مخنېوی کړی بلکې دا ادعا شوې، چې د پاکستاني طالبانو یوه داسې مهمه شبکه یې هم له منځه وړې، چې په پخوانیو بریدونو کې هم ښکېل وو.

په دغو بریدونو کې یو یې د ۲۰۲۴ نومبر هغه برید یاد شوی، چې د کراچۍ «سایټ» صنعتي سیمه کې د چینايي انجېنرانو پر موټر ترسره شوی و.

تر اوسه پورې خپله تحریک طالبانو پاکستان په دې اړه څه نه دي ویلي.

جیونیوز د پاکستاني استخباراتي سرچینو په حواله ویلي، د «ټي ټي پي» نیول شوی قوماندان د کراچۍ د همدې پلان اصلي طراح ګڼل کېږي.

امنیتي سرچینې وايي، نوموړی د چاودېدونکو توکو (IED) جوړولو کې خورا مهارت لري.

هغه په دې برخه کې یې روزنه د افغانستان دننه ترلاسه کړې او پخوا یې له افغان طالبانو سره اوږه په اوږده د ناټو له ځواکونو سره جګړې کړې دي.

د یادې پاکستاني رسنۍ راپور زیاتوي، لومړنۍ پلټنې ښيي، چې د دغه برید تر شا د یو شمېر بهرنيو استخباراتي ادارو لاس هم و، چې د مالي او لوژستیکي مرستو له لارې یې دغې ترهګریزې شبکې ملاتړ کاوه، څو پاکستان بې ‌ثباته کړي.

د پاکستان امنیتي چارواکو یادونه کړې، چې ورته یو بل برید هم تېر کال د اکټوبر په میاشت کې شنډ شوی و، چې موخه یې په اسلام اباد کې د یوه مهم نړۍوال کنفرانس ګډوډول و.

پاکستان هغو افغانانو ته شل ورځې وخت ورکړی چې لوېدیځو هېوادونو ته د لېږد په تمه دي

۲۲ وری ۱۴۰۴ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۱۵ GMT+۱

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې زرګونه هغه افغانان، چې لوېدیځو هېوادونو ته یې د پناه اخیستو غوښتنلیکونه ورکړي، وايي که د اپرېل تر پایه (د غوايي تر ۱۰مې) له پاکستان څخه ونه وځي ښایي له دغه هېواده و ايستل شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال طلال چوهدري د پنجشنبې په ورځ دغه څرګندونې کړي دي.

که څه هم نوموړي د کوم ځانګړي هېواد نوم وانخیست خو ویل کېږي، چې د امریکا له‌خوا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د ځنډ له امله تر ۲۵ زره ډېر افغانان په پاکستان کې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

سربېره پر امریکا ګڼ شمېر نور افغانان بیا د برېټانیا، جرمني، کاناډا او فرانسې په ګډون لوېدیځو هېوادونو ته د لېږد په تمه د اسلام اباد تر څنګ د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې مېشت دي.

د پاکستان ډان نیوز د راپور له مخې طلال چوهدري ویلي، چې د اپرېل ۳۰مه یعنې شاوخوا ۲۰ ورځې وروسته، د دغو کډوالو لپاره وروستۍ نېټه ټاکل شوې ده.

هغه ټینګار وکړ هر بهرنی، چې په ناقانونه توګه په پاکستان کې ژوند کوي، بې له ځنډه به و ایستل شي.

نوموړي زیاته کړه، هغه افغانان چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې (UNHCR) رسمي اسناد لري، کولای شي تر جون میاشتې پورې په پاکستان کې پاتې شي.

که څه هم یاد افغانان اکثره لوېدیځو هېوادونو ته د لېږد لپاره په شرایطو برابر دي، خو د ځینو هېوادونو سیاسي فضا بدله شوې او د افغان کډوالو د لېږد بهیر یې نور هم ستونزمن کړی دی.

د ټرمپ تر واکمنیدو وروسته امریکا ته د دغه هېواد د پخوانیو افغان متحدینو د لېږد چارټر الوتنې هم ودرېدې. د نوي حکومت چارواکو ویلي، د بایډن ادارې پر مهال د دغو افغانانو د امنیتي ارزونو بهیر په سمه توګه نه و تر سره شوی.

د ټرمپ حکومت پلان لري، چې امریکا ته د افغانانو او ایرانیانو پر ننوتلو بندیز ولګوي. همداراز په جرمني کې هم د فریدریش مرتس په مشرۍ محافظه‌کار ګوندونه هڅه کوي، چې د افغانانو او نورو مسلمانو هېوادونو د کډوالو د ورتګ مخه ونیسي.

په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت د ایستل کیدو وخت ټاکلی، خو د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو له‌خوا د افغان کډوالو د لېږد چټکتیا نه تر سترګو کېږي.

لا هم د هغو افغانانو برخلیک چې امریکا ته د لېږد لپاره یې نومونه ثبت کړي، ناسم او مبهم پاتې دی.

د طالبانو تر بیا واکمنیدو وروسته د لوېدیځو هېوادونو او‌ په ځانګړې توګه د امریکا هغه افغان متحدین چې د دغو هېوادونو له پوځي او ادارو سره یې په افغانستان کې دندې ترسره کړې وې د طالبانو د ګواښونو له کبله پاکستان ته کډه شول.

اوس د‌پاکستان دغه تازه پرېکړې یې ژوند له نورو کړاوونو سره هم مخ کړی او وېره شته که لوېدیځ هېوادونه د دغو افغانانو د لېږد په برخه کې کوټلي ګامونه پورته نه کړي، نو هېواد ته تر ایستل کیدو وروسته به له مرګوني پېښو سره مخ شي.

پاکستان کې د درېیمو هېوادونو په تمه مېشتو افغانانو کې د پخواني جمهوري نظام سرتېري، د بهرنیو ځواکونو ژباړونکي، خبریالان، د بشري حقونو فعالان، ښځینه فعالانې او د نجونو د زده کړو د فعالانو تر څنګ د ټولنې بېلابېل قشرونه شامل دي.

طلال چوهدري دا هم وویل، یوازې په تېره یوه اوونۍ کې زرګونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

د تېر اکټوبر له پیل راهیسې تر اوسه پورې شاوخوا ۸۵۰ زره افغانان له پاکستانه ایستل شوي دي.

نوموړي وویل، دا مهال شاوخوا ۸۰۰ زره افغان کډوال پرته له قانوني اسنادو په پاکستان کې اوسېږي او ۱.۴ میلیونه نور بیا د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ځانګړي اسناد لري، خو هغو ته هم یوازې د جون میاشتې د پاتې کیدو اجازه ورکړل شوې او له یادې نېټې وروسته به خپل هېواد ته ایستل کېږي.

د پنجشنبې په ورځ د تورخم له لارې نږدې ۶ زره افغان کډوال په زوره هېواد ته ستانه کړل شوي

۲۱ وری ۱۴۰۴ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۵، ۲۰:۵۵ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا حکومت ویلي چې د پنجشنبې په ورځ د تورخم له لارې، لږ تر لږه ۵ زره او ۸۳۴ تنه افغان کډوال په جبري توګه بېرته هېواد ته ستانه کړل شوي دي. د دوی په وینا په دې ډله کې د اې سي سي کارت لرونکي او بې اسناده افغانان شامل وو.

د خېبر پښتونخوا حکومت په یوې اعلامیه کې ویلي چې د پنجشنبې په ورځ، د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په لسمه نېټه یې د تورخم له لارې ۲۷۵۳ افغان کډوال چې د اې سي سي کارت لرونکي وو او ۲۹۸۱ هغه افغانان چې اسناد یې نه درلودل، افغانستان ته ستانه کړي دي.

په دغې اعلامیه کې راغلي چې له دې ډلې ۲۲۳۴ کسان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي چې ۴۴۷ یې له پنجاب ایالت او ۱۷۲ نور بیا له کمشیر څخه وو.

په اعلامیه کې راغلي چې د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر له میاشتې راهیسې له تورخم څخه ټول څلور لکه ۹۷ زره او ۶۰۷افغان کډوال چې د ای سي سي کارت لرونکي او بې اسناده وو جبري بېرته ستانه کړل شوي دي.

له تېرو درې میاشتو راپدېخوا د پاکستان پولیسو کور په کور د افغانانو پلټنې پېل کړي او د پاکستان په ټولو ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو عملیات روان دي. لسګونه زره افغان کډوال جبري بېرته ستانه کړل شوي او زرګونه نور لا هم د دوی په کمپونو کې د بېرته ستنولو انتظار کوي.

د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان دغه دريځ په کور دننه او په نړۍواله کچه له سختو غبروګونو سره مخ شوی، د ملګرملتونو نړۍوال سازمان په ګډون د بشر حقونو نړۍوالو سازمانونو له پاکستان څخه په کلکه غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو پر وړاندې دغه غیرې انساني او غیرې قانوني کړنه ودروي خو تر اوسه د پاکستان حکومت په دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی.

بابک: له پاکستان او کابله د شر یوه خبره پورته کیږي ځکه د شر لوبه په یو ځای کې جوړه شوې ده

۲۱ وری ۱۴۰۴ - ۱۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۹:۴۰ GMT+۱

د عوامي نشنل ګوند عمومي منشي سردار حسین بابک له پاکستان د افغان کډوالو جبري بېرته ستنولو ته په غبرګون کې ویلي چې د افغان کډوالو سره روان ظلم د کابل او اسلام اباد په خوښه ترسره کېږي او دغه چارې ته متن په اسلام اباد کې لیکل شوی دی.

دغه ملتپال سیاستوال په جبري توګه د افغانانو اېستل ظالمانه چلند بولي او د پښتونخواه وزیر اعلی هغه څرګندونې تبلیغات ګڼي چې ګوند یې له خېبر پښتونخوا افغان کډوال په زوره نه باسي.

بابک افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل، چې له افغان کډوالو سره روان ظلم د کابل او اسلام اباد شریک هدف دی چې متن ورته په اسلام اباد کې لیکل شوی.

نوموړي ویلي: «پکار خو داده چې د کابل حکومت یو لېست برابر کړي چې په کومو هېوادنو کې افغانان په مشکل کې دي، خو ښکاري دا چې دوی تماشه کوي، ددې ځای څخه (پاکستان) چې د شر کومه خبره کیږي، بیا هغه خبره پدې شکل کې د کابل نه هم کیږي، نو اندازه داده چې سکرپ د یو ځای نه دی، متن یو ځای کې لیکل شوی او خلکو ته ورکړل شوی چې د افغانانو ترمنځ کرښې راکاږي.»

بابک د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ولې پخوا افغان کډوالو ته هرکلی کېده او اوس په بې شرمۍ بېرته جبري ستنول کیږي وویل: «د افغان کډوالو هرکلی د شر لپاره وو، ډاکټر نجیب او ولي خان ورته چغې وهلې چې ولې خپل کور ورانوئ، ولې ځانونه بې کوره کوئ، په هغه وخت کې هم اسلام اباد دا کار د ورانۍ په موخه کوه، دا خلک یې دوکه کړل او دلته یې راوستل، اوه سیاسي جماعتونه یې ورته جوړ کړل، پاکستان ټول عمر په افغانستان کې شر لټولی، زموږ دریځ دادی چې پاکستان پنجاب دی او پنجاب پاکستان دی. ددې تاوانونو او ورانیو او بدامنۍ بدې پایلې پنجاب ته نه رسیږي بلکې پښتنو ته رسیږي.»

دغه سیاستوال د افغان کډوالو په اړه د خپل ګوند دریځ روښانه کړ او وې ویل: «د عموامي نشنل پارټۍ دریځ دادی چې په کومه طریقه چې د افغان کډوالو اېستل پېل شوي دا غېرې انساني دي، که موږ ماضي ته لاړ شو نو دا خلک د شر لپاره رواستل شوي وو، د خیر لپاره یې نه وو راوستي، نن چې یې په کومه طریقه اوباسي نو دا عمل یې هم د شر لپاره شروع کړی، څلور نسله دلته افغان کډوال پېدا شوي، دلته یې ژوند دی کاروبارونه یې دي، دلته یې ریشتې دي، یوه وینه ده او اوس چې ورسره څه روان دي دا ظلم دی.»

د پاکستان حکومت د افغان کډوالو جبري بېرته ستنولو لوی لامل په پاکستان کې نا امني په ګوته کړې خو سردار حسین بابک دا یوازې تور ګڼي او وایي که افغانان ترهګر وي نو د افغانستان نورو ګاونډي هېوادونه ولې دا شکایت نه کوه.

نوموړی زیاتوي: «زما نظر دادی چې که افغان کډوال ترهګر وي نو ولې ایران ته نه ځي، چین ته ولې نه ځي، مسکو ته ولې نه ځي او پنجاب ته ولې نه ځي؟ دا تورونه دي او دا افغانیت سره دوښمني ده، سوچ وکړئ، کوم حکومت چې اوس په افغانستان کې دی، د دوی له راتګ سره یې چغې وهلې چې د غلامۍ زنځيرونه یې وشکول، که په افغانستان هرڅوک واکمن وي، اشرف غني، کرزۍ او که ملا صیب، اسلام اباد د افغانیت دوښمن دی.»

بابک وایي که اسلام اباد د افغانیت دوښمن نه وای نو ولې په ډيورنډ فرضي کرښه ټرانزیټ لارې بندې دي، نوموړی زیاتوي: «دا لارې ولې بندې دي، ددې لارو د بندښت له امله په لکونو افغانان بې کاره دي، ددې لارو بندولو اسلام اباد ته ګټه څه ده.»

د عوامي نشنل ګوند دغه منشي له افغانستان څخه د ګڼ شمېر افغانانو کډوال کېدو په تړاو وویل: «دا پوښتنه باید د کابل له واکمنانو وشي او ورته وویل شي چې خپل ملت پخلا کړه، دوی له تاسو خپه دي، پاکستان او نورو هېوادونو ته ستا له امله تللي او کېسونه یې جمعه کړي، ددې هر څه ذمه واري د کابل حکومت په غاړه ده.»

نوموړي د طالبانو په حکومت غړ وکړ چې باید لاس پکار شي، کومه رویه چې د افغانانو سره روانه ده، دوی باید د مدعیانو په توګه له هېوادنو سره خبرې وکړ.

بابک د افغان کډوالو سره د روان ظلم په اړه د خېبر پښتونخوا حکومت ملامت کړ او عامو خلکو ته یې وویل:« له ظلم لاس واخلۍ، دا ظلم دی چې د مجبوره افغان کډوالو د لس زره روپو شی په زر روپۍ غواړئ، پدې وخت کې ټولو پښتنو افغانانو نه هیله کوو چې د افغانیت رشته وپالي.»

یاده دې وي چې د پاکستان حکومت له تېرو درې میاشتو راهیسې د افغان کډوالو پر وړاندې سخت اقدامات ترسره کړي، سلګونه زره افغانان چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مېشت وو نیول شوي او جبري بېرته ستانه کړل شوي، زیات شمېر افغانان لا هم د پاکستاني پولیسو په بند کې د جبري ستنولو په انتظار دي.

که څه د پاکستان دغه کړنه په کور دننه او په نړۍواله کچه له سخت غبرګون سره مخ شوې خو لا هم د دوی په دریځ کې بدلون نه لیدل کیږي.