• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا د توغندیو دفاعي سیستم له اسیا څخه منځني ختیځ ته انتقال کړی

۲۲ وری ۱۴۰۴ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ وری ۱۴۰۴ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۵، ۲۳:۱۴ GMT+۱

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال اډمډ سیم پاپارو، چې په اسیا کې د دې ځواک مشري کوي، ویلي په دې وروستیو کې د پیټریوټ توغندیو دفاعي سیستم له هند ـ ارام سمندر سیمې څخه منځني ختیځ ته استول شوی دی.

د هند - پاسیفیک قوماندانۍ (انډوپاکوم) مشر اډم سیم پاپارو، روانه اونۍ وکیلانو ته وویل چې د پیټریوټ توغندیو سیستم د انتقال لپاره له ۷۳ ۷۱ C- کارګو الوتکو څخه استفاده شوې ده.

د متحده ایالاتو ولسمشر ګواښ کړی، چې د ایران اټومي تاسیسات به په نښه کړي او په یمن کې د حوثیانو په اهدافو به ورځني بریدونو ته دوام ورکړي.

د متحده ایالاتو له‌خوا اسراییل له‌پاره په دې وروستیو کې ځای پر ځای شوي نور هوایي دفاعي سیسټمونو کې د ټرمینل لوړ او هوایی دفاع (THAAD) سیسټمونه شامل دي.

د متحده ایالاتو پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د متحده ایالاتو یوه بله الوتکه وړونکې بیړۍ هم منځني ختیځ ته رسیدلې چې د F-۳۵C جنګي جیټ الوتکو په هوایی وزر سمباله ده.

د حوثیانو په وړاندې د هوایي بریدونو کمپاین د مارچ په ۱۵ وروسته له هغه زیات شو کله چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سور سمندر کې د کښتیو د بریدونو د بندولو لپاره پر وسله والو ډلو د فشار راوړلو لپاره د لا توند چلند امر وکړ.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

سور صلیب: غزه د ځمکې پر سر د انسانانو لپاره «دوزخ» ګرځېدلې

۲۲ وری ۱۴۰۴ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۹:۳۲ GMT+۱

د سور صلیب نړۍوالې کمېټې مشره وايي چې په غزه کې بشري وضعیت په ډېرې چټکۍ سره ناوړه شوی او دا سیمه د ځمکې پر سر د انسانانو لپاره «دوزخ» ګرځېدلې ده.

میرجانا سپولیاریچ د جمعې په ورځ (اپرېل ۱۱مه) زیاته کړې چې که چېرې غزې ته بشري مرستې ونه‌‌رسېږي، د دغه سازمان سیمه‌ییز روغتیايي مرکزونه به په راتلونکو دوو اوونیو کې د سرچینو له بشپړ کمښت سره مخ شي.

د سور صلیب نړۍوالې کمېټې مشرې په جینیوا کې د دغه بنسټ په مرکزي دفتر کې رویټرز خبري اژانس ته وویل: «موږ اوس په داسې حالت کې یوو چې غزې ته د انسانانو لپاره د ځمکې پر سر له دوزخ پرته بل څه نه‌شي ویل کېدای. په ډېرو سیمو کې خلک اوبو، برېښنا او خوړو ته لاس‌رسی نه‌لري.»

د مارچ له دویمې نېټې راپدېخوا غزې ته د مرستو نوې کڅوړې نه دي رسېدلي. دا په داسې حال کې ده چې اسراییلي پوځ د مرستو موټرو ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي او د اوربند د بل پړاو په اړه مذاکرات هم ځنډول شوې دي. اسراییلي پوځي دغو بریدونو ته یو وار بیا د مارچ له ۱۸مې راهیسې زور ورکړی دی.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې د ۴۲ ورځني اوربند په بهیر کې غزې ته د مرستو ۲۵ زره موټرونه ننوتلي، خو حماس له دې مرستو څخه د خپل جنګي ماشین د بیا جوړېدو په موخه کارولې دي. ورته مهال، حماس بیا دغه ادعا رد کړې ده.

سپولیاریچ زیاته کړې چې د بشري فعالیتونو لپاره لازمې زیرمې په ډېرې چټکۍ سره کمې شوې دي. نوموړې خبرداری ورکړی: «په تېرو شپږو اوونیو کې هېڅ شی غزې ته نه دی رسېدلای، نو موږ به په راتلونکو یا دوو اوونیو کې د روغتون د فعالیت دوام لپاره سرچینې ونه‌لرو.»

بل‌خوا د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي چې د انټي بیوټیکونو او وینې کڅوړو زیرمې په چټکۍ سره ختمېږي. د دغه بنسټ استازي ډاکټر ریک پېپر کارن له بیت‌المقدس څخه د ویډیو له لارې خبریالانو ته ویلي چې د غزې په تړانګه کې د ۳۶ روغتونونو څخه یوازې ۲۲ تر ډېرې کچې فعالیت لري.

دا په داسې حال کې ده چې همدا نن الجزیرې ټلوېزیوني شبکې ته د غزې روغتیايي سرچینو ویلي چې د پرون ورځې سهار راهیسې د اسراییل په تازه بمباریو کې د غزې په بېلابېلو سیمو کې لږ تر لږه ۳۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

د یادونې ده چې پر غزې د اسراییل د ځمکني او هوايي بریدونو په ترڅ کې تر دې دمه لږ تر لږه ۵۰ زره ۸۸ کسان وژل شوي او ۱۱۵ زره ۸۷۵ نورټپیان دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مسکو غوښتي چې په اوکراین کې احقمانه جګړه پای ته ورسوي

۲۲ وری ۱۴۰۴ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۹:۲۷ GMT+۱

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مسکو څخه غوښتي چې له اوکراین سره د "احمقانه جګړې" پای ته رسولو لپاره "ګامونه" واخلي. ورته مهال د ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویتکوف په روسیه کې د ولادیمیر پوتین سره د شخړو د هوارولو په موخه لیدلي.

ټرمپ د جنورۍ په میاشت کې سپینې ماڼۍ ته له راستنیدو راهیسې په مسکو او کییف فشار راوړی چې اوربند وکړي، خو متحده ایالات په دې برخه کې چې له کرملین څخه کوم امتیاز ترلاسه کړي پاتې راغلی.

ټرمپ تېره میاشت ان بي سي نیوز ته وویل، چې هغه خپل روسي سیال ته "غوسه" دی.

بل خوا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تېره اونۍ خبرداری ورکړ چې واشنګټن به د روسیې سره د شخړې په اړه "نه ختمیدونکې خبرې اترې" ونه زغمي.

د ټرمپ له دې څرګندونې لږ وروسته کرملین وویل چې د پوتین او ویتکوف ترمنځ خبرې پیل شوې دي. د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل، دغه غونډه چې د پوتین په اصلي ښار سنټ پیټرزبورګ کې ترسره شوه، د اوکراین د جوړجاړي پر بېلابېلو اړخونو خبرې وشوې.

د روسیې دولتي رسنیو د پیسکوف له قوله ویلي: "د دې اړتیا نشته چې دلته د کوم پرمختګ تمه وشي، د اړیکو د عادي کولو بهیر روان دی."

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دواړه به د پوتین او ټرمپ ترمنځ د احتمالي ناستې په اړه بحث وکړي وویل: «شاید»

ویټکوف د ټرمپ له بیا ولسمشر کیدو راهیسې په روسیه کې له پوتین سره دوه ناستې کړې دي.

له پوتین سره له ناستې وروسته ویټکوف وویل چې پوتین یو «لوی مشر» دی او «بد سړی» نه دی.

پاکستانی توکمه کاناډايي او د ممبيي د بریدونو یو تورن امریکا هند ته وسپاره

۲۲ وری ۱۴۰۴ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۲۳ GMT+۱

د هند د ترهګرۍ ضد اداره وايي، له څو کلونوو اوږدو، منظمو او ګډو هڅو وروسته یې د ممبيي د ۲۰۰۸ کال برید کې ښکېل کس ترلاسه کړ. وړاندې تردې د امریکا سترې محکمې هند ته د پاکستاني توکمه کاناډايي رانا د سپارلو غوښتنه رد کړې وه، خو هند بیا هم دغه غوښتنه کوله.

د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه وايي، چې د امریکا له خوا هند ته د رانا سپارل د لومړي وزیر نریندار مودي د حکومت د ډیپلوماسۍ یوه لویه بریا ده.

هغه پر خپل اېکسپاڼه لیکلي:« دا د هند د حکومت مسولیت دی، چې ټول هغه کسان بېرته راولي، چې هند او د هند له خلکو یې سوء استفاده کړې ده.»

هند د ۲۰۲۰ کال کې په جون میاشت کې د رانا د ورسپارلو غوښتنه کړې وه، خو د هند دا غوښتنه د روان کال د فبروري په میاشت کې په واشنګټن کې د مودي او ټرمپ د یو ګډ کنفرانس په ترڅ کې د ټرمپ له خوا ومنل شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده ټامي بروس وايي:«امریکا له اوږدې مودې راهیسې د هند د هڅو ملاتړ کوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د دې بریدونو مسولین عدالت ته راوکاږل شي. هغه «رانا» د دوی «هند» په واک کې دی او موږ په دې حالت ډیر ویاړو.»

رانا لشکر طیبه سره د ملاتړ په تور په ۲۰۱۳ کال کې په امریکا کې په ۱۴ کاله بند محکوم شوی و، هند د پاکستان لشکر طیبه ډله په دغه هېواد کې د ۲۰۰۸ کال د بریدونو مسوله بولي او پر سوداګر رانا تور دی چې په دغو بریدونو کې یې مرسته کړې ده.

پر همدغه مهال تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د یوې خبرې غونډي پرمهال وویل:« تر هغه ځایه چې زموږ ریکارډ ښيي هغه «رانا» په تیرو دوو لسیزو کې د خپلو پاکستاني اصلي اسنادو د نوي کولو غوښتنه هم نه ده کړې.»

د رانا وکیل ویلي، چې «رانا یو ښه انسان و، خو په یو ناوړه موضوع کې ښکېل شو.»

د ۲۰۰۸ کال په نومبر میاشت کې لسو وسله والو د هند د مبميي ښار په بېلابېلو ځایونو کې بریدونه وکړل او په پایله کې یې ۱۶۶ کسان ووژل شول.

هند ویلي، چې د پاکستان لشکر طیبه ډله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ترهګریز سازمان بولي، په ممبيي کې د ۲۰۰۸ کال بریدونه تنظیم کړي دي، خو پاکستان د افراطي فعالیتونو ملاتړ ردوي.

اقتصادي ناندرۍ؛ چین د امریکا پر وارداتي توکو خپلې تعرفې له ۸۴ سلنې ۱۲۵ سلنې ته لوړې کړې

۲۲ وری ۱۴۰۴ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۰۲ GMT+۱

د چین د دولتي شورا د تعرفې کمیسیون، د امریکا پر وارداتو خپلې غچ اخیستونکې تعرفې له ۸۴ سلنې ۱۲۵ سلنې ته پورته کړې. چین دا اقدام د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې پرېکړې په غبرګون کې وکړ، چې د چینايي توکو پر وارداتو یې تعرفې ۱۵۴ سلنې ته لوړې کړې.

د چین د مالیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایی:« د امریکا له خوا پر چین د غیرطبیعي تعرفو لګول د نړیوالو سوداګریزو اصولو، بنسټیزو اقتصادي قوانینو او نارمل عقل خلاف کار دی. دا یو بشپړ زورزیاتی او ګواښ دی.»

رویټرز خبري اژانس د اقتصادي کارپوهانو په حواله وايي، چې دا کار د سوداګریزې جګړې شدت زیاتوي او د چین نړیوال ځینځیري تامین د ګډوډیو ګواښ پېښوي.

په ورته مهال د امریکا او چین د سوداګریزو ناندریو په پراخیدو سره د ونډو په نړیوال مارکیټ کې د اروپا وڼدې مخ په ښکته روانې شوې دي.

د پاکستان پوځ د «ټي ټي پي»‌ د یوه مهم غړي حفیظ الله کوچوان له وژل کېدو خبر ورکړی

۲۲ وری ۱۴۰۴ - ۱۱ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۲۲ GMT+۱

د پاکستان پوځ د رسنیو څانګې په یوې خبرپانه کې ویلي، چې د پښتونخوا ایالت د کوز دیر ولسوالۍ په تېمرګره سیمه کې یې د «ټي ټي پي» یوه مهم غړی حفیظ الله کوچوان وژلی دی.

د‌ پوځ په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عملیات یې د یو لړ استخبارتي معلوماتو پر بنسټ کړي‌، چې د پاکستاني طالبانو د دغه مشهوري کس په ګډون یې د یادې وسله والې ډلې یو بل غړی هم وژلی دی.

ویل شوي، چې د «ټي ټي پي» دغو وسله والو له پاکستاني ځواکونو سره جګړه ییز مقاومت هم کړی و.

د پاکستان پوځ د حفیظ الله کوچوان پر سر د لس میلیونه پاکستاني کلدارو جایزه هم ټاکلې وه.

له دې سره سره هم په پښتونخوا کې د «ټي ټي پي» بریدونه تر بل هر وخت پراخ او چټک شوي دي.

باورونه دا دي، چې په افغانستان کې د دغې ډلې متحدینو افغان طالبانو واک ته له رسیدو وروسته «ټي ټي پي»‌ هم سترګې کړي او د پخوا په پرتله یې د جګړې لپاره کافي وسلې او امکانات هم ترلاسه کړي دي.

د پاکستان حکومت طالبانو ته ګوته نېسي، چې تر خپل سیوري لاندې یې د «ټي ټي پي» په ګډون د دوی ضد وسله والو ته پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه پر دوی بریدونه پلانوي. خو افغان طالبانو دا ادعاوې رد کړې ده.

پر کابل د واکمنو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لا په وار وار پاکستان ته په ټینګار سره ویلي، چې پر دوی دې د تورونو تپل کیدو پر ځای په خپلو امنیتي ناکامیو غور وکړي.

په پښتونخوا کې مېشت سیاستوالو په دغه ایالت کې له روانې نا امنۍ څخه شکایتونه کړي او نیوکه یې کړې، چې د پاکستان مرکزي حکومت او پوځ په لوی لاس د پښتنو سیمه کې ناورین ته لاره اواره کړې ده.