• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د همکارۍ شورا: د ایران او امریکا خبرې د سیمه ییز امنیت او ثبات په برخه کې مرسته کولی شي

۲۳ وری ۱۴۰۴ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۰۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ وری ۱۴۰۴ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۵، ۲۲:۱۸ GMT+۱

د خلیج د همکارۍ شورا سرمنشي جاسم محمد البدیوي د عمان له خوا د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د کوربه توب هرکلی وکړ او دغه خبرې یې د سیمې د ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره یو مثبت ګام وباله.

هغه هیله څرګنده کړه، چې دغه خبرې اترې به رغنده پایلې ولري او د دوه اړخیزو همکاریو او په سیمه کې د امنیت او سولې د ټینګښت لپاره به نوې دروازې پرانیزي.

البدیوي ټینګار وکړ، چې د عمان د دغو خبرو اترو کوربه توب د خبرو اترو د ژبې د پیاوړتیا او د هېوادونو ترمنځ د تفاهم د پلونو د جوړولو لپاره د دغه هېواد د هوښیارانه چلند پایله ده او په سیمه کې د امنیت او ثبات د ساتلو لپاره د مسقط د دوامدارو هڅو ښودنه کوي.

هغه همداشان د خلیج د همکارۍ شورا د غړو هېوادونو رول ته په اشارې سره وویل، چې دغه هېوادونه له نورو هېوادونو سره په خپلو ټینګو اړیکو باندې تکیه کوي او تل د شخړو د حل لپاره د سوله ییزو حل لارو په لټه کې دي او داسې نوښتونه وړاندې کوي، چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو له ګټو سره سمون لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د عمان پلازمېنې مسقط ته د ډونالډ ټرمپ له استازي سره د خبرو اترو لپاره تللی دی.

رویټرز خبري اژانس تېره ورځ د یوه ایراني چارواکي په حواله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، راپور ورکړی چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌يي عباس عراقچي ته له امریکا سره د خبرو بشپړ واک ورکړی دی.

د امریکا متحده‌ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې که له ایران سره مذاکرات بریالي نه‌شي، نو د پوځي اقدام انتخاب به د مېز پر سر وي.

د امریکا متحده‌ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې خبرداری ورکړی، چې که له ایران سره مذاکرات بریالي نه‌شي، نو د پوځي اقدام انتخاب به د مېز پر سر وي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ایمانقلي تاسماگبتوف له امام علي رحمان سره د افغانستان د پولو پر امنیت خبرې کړې دي

۲۳ وری ۱۴۰۴ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۲۷ GMT+۱

د ډله ییزو امنیت تړون سازمان سرمنشي ایمانقلي تاسماگبتوف د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د افغانستان او تاجکستان تر منځ د ګډې پولې د امنیت په اړه خبرې کړې دي. یاد سازمان ویلي، دغه ناسته د ګډو پولو د امنیت د ښه ټینګښت په موخه شوې ده.

دغه سازمان په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه غونډه له افغانستان سره د تاجکستان د پولو د پیاوړتیا د پروګرام د لومړي پړاو د تطبیق په تمرکز سره د دوشنبې په ښار کې ترسره شوی ده.

د تسنیم خبري اژانس د خبر له مخې امام علي رحمان او د ډله ییز امنیت تړون سازمان مشر د ګډ کار په ټولو پړاونو کې د دواړو لورو ترمنځ د نږدې همکارۍ پر اهمیت ټنګار کړی.

دواړو لوریو د هوکړو په عملي کولو کې د دغه سازمان د غړیو هوادونو د لېوالتیا یادونه کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي: «په دغه غونډه کې د تاجکستان او افغانستان د پولو د پیاوړتیا په موخه د ګډ امنیتي تړون د سازمان د موخې بین الحکومتي پروګرام لومړي پړاو تطبیق ته ځانګړې پاملرنه وشوه.»

د یادولو وړ ده چې د افغانستان او تاجکستان د پولو د پیاوړې کولو لپاره د ډله ییزو امنیتي تړون د سازمان بین الحکومتي پروګرام د ۲۰۱۳کال د سپټمبر د میاشتې په ۲۳نیټه د ډله ایزو امنیتي تړونونو د سازمان د امنیت شورا د پریکړې سره سم جوړ شوی او هدف یې د تاجکستان او افغانستان د پولو پیاوړتیا بلل کیږي.

خو دغه طرحه د تېر کال په نومبر میاشت کې د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان د امنیت شورا د یوې پرېکړې له مخې تصویب شوه.

د دې پروژې په لومړي پړاو کې به تاجکستان د ملي دولتي پېرودونکو له لارې په دغه هېواد کې د وسلو، پوځي تجهیزاتو او د پولو د ساتنې تخنیکي وسایلو د تولید لپاره د دغه سازمان د غړو هېوادونو وړتیا په ګوته کوي او بیا به یې مالي سرچینې مشخصې او د اکمالاتو قراردادونه به لاسلیک شي.

په دویمه مرحله کې، چې تطبیق به یې په ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو کې ترسره شي، د پروګرام د فعالیتونو عملي تطبیق به په هغو سیمو کې ترسره شي چې اصلي هڅې به یې د پولو ساتنه د وسلو، نظامي تجهیزاتو او تخنیکي وسایلو چمتو کولو سره د تاجکستان د پولې د ساتنې لپاره وي.

د دغې مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د پولې د پیاوړتیا پلان دریم پړاو چې د ۲۰۲۷ څخه تر ۲۰۲۹ کلونو پورې به ترسره شي.

د امریکا او ایران پلاوي د خبرو اترو لپاره مسقط ته رسېدلي دي

۲۳ وری ۱۴۰۴ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۵، ۰۷:۳۰ GMT+۱

د ایران حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي پر ایکس پاڼه خبر ورکړی، چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره یو ځای د عمان پلازمېنې مسقط ته د ډونالډ ټرمپ له استازي سره د خبرو اترو لپاره تللي دي.

ښاغلي بقايي د ایران پر هوډ ټیګار کړې او زیاته کړې یې ده، چې دوی به د ایران واکمنۍ او ملي ګټو د ساتنې لپاره له ټولو ظرفیتونو څخه کار اخلي.

د فلایټ رایډر ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، له ایراني پلاوي سره د خبرو اترو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استازي سټیو ویکټوف الوتکه هم عمان ته رسېدلې ده.

تیره ورځ د متحده ایالاتو د هوايي ځواک په یوه الوتکه کې ډونالډ ټرمپ خبریالانو ته په عمان کې د امریکا او ایراني چارواکو ترمنځ د شنبې د ورځې د غونډې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل: «زه غواړم چې ایران لا پیاوړی هیواد وي، خو دوی نه شي کولی چې اټومي وسلې ولري.»

یوې سرچینې چې له دې موضوع سره اشنا ده اکسیوس خبري اژانس ته وویل، «خبرې به په لومړي سر کې په غیر مستقیم ډول پیل شي او که لومړۍ ناسته مثبته فضا ولري، نو امکان لري چې دواړه خواوې به د ورځې په وروستیو کې مستقیمو خبرو ته داخل شي.»

رویټرز خبري اژانس د یوه ایراني چارواکي په حواله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، راپور ورکړی چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌يي د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ته له امریکا سره د خبرو بشپړ واک ورکړی دی.

دغه ایراني چارواکي وویل: د دغو خبرو اترو موده چې یوازې د اټمي مسلې په اړه به وي، د امریکايي لوري په جديت او ښه نیت پورې اړه لري.

منظور پښتین: له پاکستان نه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په غبرګون جرمني کې لاریون کوو

۲۳ وری ۱۴۰۴ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۲۳ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین خبر ورکړی، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستل کیدو‌ په غبرګون د جرمني په فرانکفورټ ښار کې نن د شنبې ورځ لاریون ترسره کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په جرمني کې مېشتو افغانانو باندې غږ کړی، چې په دغه لاریون کې برخه واخلي او له پاکستان څخه په زور د ایستل کیدونکو افغانانو بهیر دې وغندي.

هغه زیاتوي: «نن مازدیګر له ۵ بجو تر ۷ بجو پورې د بر وطن افغانانو د ظالمانه ویستلو پر ضد لاریون کېږي.»

د منظور پښتین دغه غږ داسې مهال کیږي، چې له پاکستان څخه په زور د ایستل کیدونکو افغانانو لړۍ خورا چټکه شوې او د مارچ له لومړۍ نېټې راهیسې هره ورځ د زرګونه کسانو د ایستل کیدو خبرونه ترلاسه کېږي.

د یاد هېواد پولیسو د پنجاب په ګډون په بېلابېلو ایالتونو کې د افغان کډوالو په نیول کیدو پسې کور په کور عملیات پیل کړي دي.

همدا راز په هالنډ کې هم یو شمېر افغانانو خبر ورکړی، چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ د (وري ۲۵مه) هم په دغه هېواد کې د پاکستان سفارت مخې ته د افغان کډوالو د ایستل کیدو په غبرګون کې لاریون کوي.

د بشري حقونو او کډوالو د ملاتړ ادارو له لوري هم د پاکستان دغه اقدام غندل شوی دی.

د بښنې نړۍوال سازمان په ګدون ګڼو بشري ادارو له پاکستان نه غوښتي چې ژر تر ژره دې په زوره د افغانانو د ایستل کیدو روانه لړۍ ودروي، خو ښکاري چې پاکستان دغو غوښتنو ته چندان ارزښت نه دی ورکړی او د خپلې تګلارې له مخې یې دا بهیر لا ګړندی کړی دی.

افغان کډوال داسې مهال له پاکستان نه ایستل کېږی، چې په افغانستان کې د دغو ستنیدونکو لپاره طالبان په کافي شان تدابیر نه لري.

په افغانستان کې د روان بشري کړکېچ د دوام په لړ کې ویره شته، چې د دغو ستنیدونکو له تګ سره سم به دغه ناورین لا پسې ډېر شي او د لوږې کچه به هم ورسره لوړه شي.

د دغو کډوالو تر ستنیدو دمخه د طالبانو په واکمنۍ کې د روزګار کچه په بې سارې توګه راکمه شوې او اندېښنې شته، چې دغه ستنیدونکي به هم د بې روزګارۍ له سختو څپو سره مخ شي.

فدرالي قاضۍ: د ټرمپ د هغې پرېکړې مخه نیسم چې د ۴ هېوادو د وګړو لنډمهاله اقامت پای ته رسوي

۲۳ وری ۱۴۰۴ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۵، ۰۴:۱۳ GMT+۱

د سي این این د راپور له مخې، د امریکا یوې فدرالي قاضۍ د پنجشنبې په ورځ وویل، چې هغه به د ټرمپ ادارې ته دا اجازه ورنه کړي، چې د لنډمهالي قانوني خوندیتوب درلودونکو کیوبا، هایتي، نیکاراګوا او وینزویلا هېوادونو وګړو ته له امریکا څخه د وتلو امر وکړي.

اندرا تلواني چې د متحده ایالاتو د ولسوالۍ قاضۍ دي وویل: «هغه به د یادو شویو څلورو هېوادونو له ۵۰۰۰۰۰ څخه ډیرو وګړو ته تر هغې په امریکا کې د پاتې کېدو امر صادر کړي، چې ترڅو یې قضیې بل پړاو ته نه وي تللي.»

هغه د اورېدنې په لړ کې په مکرر ډول د حکومت د ادعاو په اړه نیوکې وکړې، او ویې ویل چې د ټرمپ ادارې د دغې پرېکړې له امله هغه وګړي، چې په قانوني توګه یې د لنډمهالې اوسېدنې پروګرام ترلاسه کړی، اوس د هر څه له لاسه ورکولو د کواښ سره مخامخ دي.

مېرمن تلواني وویل: «د دغه پروګرام پای ته رسولو تشریح د قانون څخه په ناسم تعبیر ولاړه ده، د ستونزې اساسي ټکې دا دی، چې د دغو وګړو د مافیعت موده راکمه کړای شوې ده، مونږ باید یوه معقوله پرېکړه وکړو.»

د هایتین برج الاینس کډوالۍ مدافع وکیلانو ټولنې مشر ګورلین جوزف وویل، چې په دې پروګرام باندې بریدونه د کډوالۍ په اړه د ټرمپ د ادارې له ستراتیژۍ سره په تضاد کې دي.

جوزف وویل: «موږ دلته د خلکو کیسې اورو چې په غیر قانوني توګه راځي او د ټرمپ اداره غواړي چې غیرقانوني کډوالۍ مخه ونیسي.خو موږ نن په ښکاره وینو چې داسې نه ده. ان هغه خلک چې قانوني حیثیت لري، مالیه ورکوي او کار کوي تر برید لاندې دي.»

بلخوا بیا د حکومت وکیل، براین وارډ، په محکمه کې استدلال کړی چې حکومت به د دې وګړو ستنولو ته لومړیتوب ورنه کړي.

د دغه پروګرام پای ته رسول په دې معنا نه دي، چې دا اشخاص د کډوالۍ په نورو پروګرامونو کې برخه نه شي اخیستلی.

د یادولو وړ ده، چې تیره میاشت، د ټرمپ ادارې د سلګونو زرو کیوبایانو، هایتیانو، نیکاراګوانانو او وینزویلا قانوني خوندیتوب لغوه کړل، او د دوی لپاره یې په ۳۰ ورځو کې د احتمالي اخراج قضیه ترتیب کړه.

ترکیه کې محکمې د یوه افغان کارګر د وژلو په قضیه کې تورنو کسانو ته د بند سزا واوروله

۲۳ وری ۱۴۰۴ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۵، ۰۳:۲۹ GMT+۱

د ترکيې زونګلدک ښار يوې محکمې د افغان کارګر وزير محمد نورتاني د وژنې تورنو کسانو ته د محکمې وروستی حکم صادر کړی. په دې قضيه کې شپږ ښکېلو کسانو ته له يو کال او اته مياشتو نيولې تر پنځو کلونو او اته مياشتو پورې د بند سزا ورکړل شوې.

دغه حکم يو کال او پنځه مياشتې وروسته د (وري ۲۲مه) د جمعې په ورځ اعلان شو.

د محکمې د حکم له مخې، دوه تنه تورن کسان چې د «پرله‌پسې بې غورۍ له امله د مرګ سبب جوړېدو» په تور نيول شوي وو،

په پنځه کاله او اته مياشتې بند محکوم شول. نور دوه کسه د اسنادو ورکیدو، پټولو او بدلولو په تور پر دوه کاله بند او يو بل کس په ورته تور باندې پر څلور نيم کاله بند محکوم شوی.

يو بل تورن کس چې ورته تور پرې وو، خو له محکمې سره يې همکاري کړې وه، په يو کال او اته مياشتې بند محکوم شو.

د وژل شوي وزير محمد نورتاني مېرمن قمر ګل په محکمه کې خپل خفګان څرګند کړ او وې ويل: «هر چا هر څه ويل، ثبتېدل، خو زه چوپه کړای شوم. زما غږ يې وا نه ورېد. موږ ته څو وارې د پيسو وړاندیز وشو، خو ومو نه منلو. موږ ویل عدالت غواړو او خپل حق هېڅکله نه بښم.»

د محکمې پر مهال د وژل شوي افغان کارګر د کورنۍ وکیل هم د قاضیانو پر چلند نیوکې وکړې، خو وروسته تر ناندریو د له تالاره وویستل شو.

دغه وکيل کريم بهادر شکر وويل، دا پرېکړه له عدالته ليرې ده او دی به دا دوسيه د اروپا د بشري حقونو محکمې ته يوسي او پر قاضيانو به هم دعوه وکړي.