• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فوزیې کوفي تېره اوونۍ اسلام اباد ته د سفر پر مهال له پاکستاني چارواکو سره لیدلي

۲۳ وری ۱۴۰۴ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۵، ۰۷:۲۰ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د مخکني جمهوري‌ نظام د ولسي جرګې غړې فوزیې کوفي تېره اوونۍ د افغان ښځینه فعالانو د لس کسیز پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته سفر کړی او هلته یې د دغه هېواد له چارواکو سره ناستې ولاړې کړې دي.

سرچنیو ویلي، چې فوزیه کوفي د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق، د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې حنا رباني کهر، د‌ پاکستان پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس او د یو شمېر سفارتونو له استازو سره لیدنې کتنې کړې دي.

د ولسي جرګې دغې پخوانۍ غړې په دغو ناستو کې د هغو خبریالانو، بشري حقونو فعالانو، ښځینه فعالانو، د پخواني پوځ نظامیانو او مدني فعالانو چې د طالبانو له ویرې دغه هېواد ته کډه شوي پر وضعیت خبرې کړي دي.

په دغو کتنو کې له پاکستانه غوښتل شوي، چې دغه افغانانو د ډېموکراټیکو ارزښتونو لپاره مبارزه کړې او اوس یې ژوند له ګواښونو سره مخ دی، چې باید خوندیتوب ته یې جدي پاملرنه وشي.

فوزیه کوفي او ورسره مل پلاوي له پاکستان غوښتي، چې په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو لپاره دې د ویزو بهیر د تمدید په برخه کې هم اسانتیاوې رامنځته کړي.

د معلوماتو له مخې پاکستان د تازه ورغلو افغانانو د ویزې د نوي‌ کولو حالت له شپږ میاشتو څخه یوې میاشتې ته راټیت کړی او له دې کبله یاد هېواد ته تللي تازه دمي افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

پاکستان ته یاد سفر پر مهال د ښځو شوراګانو او یو شمېر ټولنو ګډ لیک هم خپور کړی دی او ویلي یې دي، چې له دغه سفر څخه یې هېڅ ډول سیاسي موخه نه درلوده.

په لیک کې کې ټینګار شوی، چې دغه سفر یوازې د افغانانو د بشري حقونو د خوندیتوب په موخه ترسره شوی دی.

د ښځو دغه پلاوي د ملګرو ملتونو له سازمان څخه هم غوښتي چې د بشري خوندیتوب له مخې دې په پاکستان کې د جمهوري نظام پخوانیو کارکوونکو او د ډېموکراټیکو ارزښتونو پالونکو قشرونو ته خونديتوب ورکړي.

په لیک کې زیاته شوې چې پاکستان اوس مهال د دغو افغانانو لپاره په لنډ مهاله توګه یو خوندي ځای دی.

د افغانستان انټرنشنل - پښتو په دې تړاو له فوزیه کوفي سره هم خبرې وکړې. او هغې وویل، چې د دغه سفر په تړاو ځانګړې خبرپاڼه خپروي او د ناستو ولاړو ځینې انځورونه به هم شریک کړي.

فوزیه کوفي داسې مهال اسلام اباد ته سفر کوي، چې پر هغې تور دی، چې ګنې طالبانو ته په نړۍوالو غونډو او ناستو ولاړو کې لابي کوي.

د پخواني جمهوري نظام تر پرځیدو وروسته فوزیه کوفي د ګوتو په شمار هغو افغان سیاستوالو کې راځي، چې پاکستان ته یې سفر کړی او د هغه هېواد له رسمي چارواکو سره د هېواد د وضعیت تر څنګ د افغان کډوالو په تړاو خبرې کړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي، له پاکستان نه د ستنېدونکو افغان کډوالو د «ساري ناروغیو» درملنه کوي

۲۳ وری ۱۴۰۴ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۵، ۰۶:۳۶ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال عبدالولي حقاني تورخم ته د خپل سفر په لړ کې ویلي، چې له پاکستان څخه د ستنېدونکو هغو افغان کډوالو درملنه کوي چې په «ساري ناروغیو» اخته دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه درملنه په دې موخه کېږي، چې په افغانستان کې د ساري ناروغیو د خپریدو مخه ونیول شي او ستنېدونکي له ښه روغتیايي حالت څخه برخمن شي.

طالبانو خبر ورکړی چې په تورخم کې یې ځانګړي روغتیایي خدمتونه چمتو کړي دي.

په دغه لړ کې ۹ روغتیایي مرکزونه پرانېستل شوي او یو ۲۰ بستریز روغتون هم چمتو شوی، څو په راستنیدونکو کې د بېړنیو ناروغانو درملنه وشي.

هم مهاله د پولیو بېړني مرکز هم ویلي، چې د ګوزڼ ناروغیو د خپریدو د مخنېوي په موخه باید راستنېدونکي افغانان خپل ماشومان د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې واکسین کړي.

د روغتیا نړۍوال سازمان تازه اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ پېښې د تېر کال په پرتله څلور برابره ډېر شوي دي او لوی لامل یې له پاکستان څخه ستنیدونکي کډوال بللي دي.

بلخوا اندېښنې دادي، چې په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو کچه تر پخوا را کمه شوې ده.

د راپورونو له مخې یو شمېر مرستندویه سازمانونو د بودجې د نشتوالي له کبله په روغتیایي برخه کې خپلې مرستې کمې کړي او له همدې امله د هېواد روغتیایي سېسټم له ناورین سره مخ دی.

په ډاګه شوې چې د امریکا متحده ایالتونو د پراختیایي مرستو بندیدو د افغانستان پر روغتیایي سېسټم بدې اغېزې کړې دي.

ویره شته چې د روغتیایي خدمتونو د کموالي له کبله به د ساري ناروغیو تر څنګ د بېلابېلو نورو ناروغیو د درملنې په برخه کې جدي ستونزې رامخ ته شي.

نیوکه دا ده چې طالبان هم په کور دننه د روغتیايي ناورین د کنټرول لپاره ځانګړې تګلاره نه لري او له همدې کبله هم دا ناورین مخ په پراخیدو دی.

ډیوډ بارنو: افغانستان کې د ماتې یو لوی لامل له ترهګرو ډلو څخه د پاکستان ملاتړ و

۲۳ وری ۱۴۰۴ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۵، ۰۶:۱۹ GMT+۱

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پخوانی قوماندان ډیوډ بارنو وایي، چې د افغانستان پر وړاندې د امریکا دوامداره بدلېدونکي سیاستونه او له ترهګرو ډلو څخه د پاکستان ملاتړ په دغه هېواد کې د ماتې له اصلي لاملونو څخه دي.

ډیوډ بارنو چې د افغانستان د جګړې د بیا کتنې کمیسیون ته یې خپله وینا کوله زیاته کړه، چې په افغانستان د شل کلنې جګړې پر مهال د امریکا د سیاسي او نظامي مشرانو دوامداره بدلون هم د دې لامل شو چې د امریکا کړنې په دغه هېواد کې ټکنۍ او بې ثباته شي.

هغه وویل، « له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې د امریکا چارې ۱۵ نظامي قومندانانو او ۱۲ سفیرانو او ځانګړو استازو پر مخ وړي، چې هیڅ یوه پروژه یا چاره د دومره دوامداره بدلونونو سره بریالۍ نه شو بللی.

د قوماندان ډیوډ بارنو په وینا، دښمن له افغانستان څخه د باندې خوندي پټنځایونه لرل، چې د فشار په صورت کې به طالبانو او القاعدې ډلې هلته پناه وړله، تر څو بیا ځلې خپل ځان سمبال کړي.

ډیوډ بارنو وویل: «په ظاهر کې پاکستان د دغو ډلو پر وړاندې د امریکا د عملیاتو ملاتړ کاوه، خو په عمل کې یې د طالبانو مشرانو او نورو غړو ته اجازه وکړې وه، ترڅو د دغه هېواد په ښارونو او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ژوند او فعالیت وکړي.»

هغه زیاته کړه، چې د پاکستان دغې چارې طالبانو ته دا فرصت په لاس ورکاوه ترڅو د امریکایي ځواکونو له عملیاتو وتښتي او په مناسب وخت کې بیا حمله وکړي، په داسې یوه جګړه کې بریالي کېدل ریښتوني نه دي.

یونس قانوني: د بن په غونډه کې د طالبانو نه ‌ګډون یوه لویه نیمګړتیا وه

۲۳ وری ۱۴۰۴ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۵۳ GMT+۱

د افغانستان په پخواني جمهوري حکومت کې د ولسمشر کرزي لومړي مرستیال یونس قانوني ویلي، چې د جرمني د بن په پخواني کنفرانس کې د طالبانو نه ګډون یوه لویه تېروتنه او نیمګړتیا وه.‌

نوموړي دغه څرګندونې د امریکا د مشرانو جرګې له لوري یوې انلاین غونډې ته چې د «افغانستان د جګړې اروزنې کمېسیون» تر چتر لاندې جوړه شوې وه، وکړې.

هغه زیاته کړې،‌ د هوکړو د پلي کیدو لپاره د څارونکو ادارو نشتوالی او د ګاونډیو هېوادونو د لاسوهنو د مخنېوي لپاره د مېکانیزمونو نه لرل د بن د وروستۍ غونډې مهمې نیمګړتیاوې وې.

د قانوني په خبره، د افغانستان روان کړکېچ ته په کتو د بن له تېرو تجربو څخه په ګټې اخیستنې دې حل لارې وموندل شي.

د یونس قانوني سربېره په یاده غونډه کې د پرځېدلي جمهوري نظام یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو هم ګډون کړی و.

محمد عمر داودزی هم له دې ډلې یو و او د خپلې وینا پر مهال یې نیوکه کړې، چې «جمهوریت» د افغانستان لپاره ښه انتخاب نه و او‌ پر خای یې باید شاهي یا هم پارلماني نظام رامنځته شوی وی.

د جمعې په ورځ د (وري ۲۲مه) د امریکا د سنا جرګې دې دویمه علني غونډه کې د «افغانستان د جګړې ارزونې کمېسیون» لخوا د ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۸ کلونو پورې د امریکا جګړه ارزول شوې ده.

په دغه جګړه کې د امریکایي او بهرنیو ځواکونو سربېره لسګونه زره افغانان هم وژل شوي دي.

د امریکا د سنا جرګې په دغه غونډه کې د ځینو ویناوالو پر څرګندونې نیوکې هم شوې دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل د محمد عمر داودزي او یونس قانوني هغه څرګندونې غندلې، چې ګوندې جمهوري نظام د متمرکز حکومت له کبله ړنګ شو.

منظور پښتین: له پاکستان نه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په غبرګون جرمني کې لاریون کوو

۲۳ وری ۱۴۰۴ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۲۳ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین خبر ورکړی، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستل کیدو‌ په غبرګون د جرمني په فرانکفورټ ښار کې نن د شنبې ورځ لاریون ترسره کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په جرمني کې مېشتو افغانانو باندې غږ کړی، چې په دغه لاریون کې برخه واخلي او له پاکستان څخه په زور د ایستل کیدونکو افغانانو بهیر دې وغندي.

هغه زیاتوي: «نن مازدیګر له ۵ بجو تر ۷ بجو پورې د بر وطن افغانانو د ظالمانه ویستلو پر ضد لاریون کېږي.»

د منظور پښتین دغه غږ داسې مهال کیږي، چې له پاکستان څخه په زور د ایستل کیدونکو افغانانو لړۍ خورا چټکه شوې او د مارچ له لومړۍ نېټې راهیسې هره ورځ د زرګونه کسانو د ایستل کیدو خبرونه ترلاسه کېږي.

د یاد هېواد پولیسو د پنجاب په ګډون په بېلابېلو ایالتونو کې د افغان کډوالو په نیول کیدو پسې کور په کور عملیات پیل کړي دي.

همدا راز په هالنډ کې هم یو شمېر افغانانو خبر ورکړی، چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ د (وري ۲۵مه) هم په دغه هېواد کې د پاکستان سفارت مخې ته د افغان کډوالو د ایستل کیدو په غبرګون کې لاریون کوي.

د بشري حقونو او کډوالو د ملاتړ ادارو له لوري هم د پاکستان دغه اقدام غندل شوی دی.

د بښنې نړۍوال سازمان په ګدون ګڼو بشري ادارو له پاکستان نه غوښتي چې ژر تر ژره دې په زوره د افغانانو د ایستل کیدو روانه لړۍ ودروي، خو ښکاري چې پاکستان دغو غوښتنو ته چندان ارزښت نه دی ورکړی او د خپلې تګلارې له مخې یې دا بهیر لا ګړندی کړی دی.

افغان کډوال داسې مهال له پاکستان نه ایستل کېږی، چې په افغانستان کې د دغو ستنیدونکو لپاره طالبان په کافي شان تدابیر نه لري.

په افغانستان کې د روان بشري کړکېچ د دوام په لړ کې ویره شته، چې د دغو ستنیدونکو له تګ سره سم به دغه ناورین لا پسې ډېر شي او د لوږې کچه به هم ورسره لوړه شي.

د دغو کډوالو تر ستنیدو دمخه د طالبانو په واکمنۍ کې د روزګار کچه په بې سارې توګه راکمه شوې او اندېښنې شته، چې دغه ستنیدونکي به هم د بې روزګارۍ له سختو څپو سره مخ شي.

ډان ورځپانه: لوېدیځو هېوادونو پاکستان کې له مېشتو افغان متحدینو مخ اړولی

۲۳ وری ۱۴۰۴ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۰۱ GMT+۱

د پاکستان ډان ورځپاڼې په خپله تازه سرمقاله کې د لوېدیځو هېوادونو پر هغه چلند سختې نیوکې کړې، چې په پاکستان کې یې د خپلو افغان متحدینو د لېږد بهیرونه ځنډولي‌ او له ژمنو سره سره ورته چندان پاملرنه نه کوي.

دغه ورځپاڼه لیکي، هغه هېوادونه چې افغانستان ته یې د ډېموکراسۍ، امنیت او پرمختګ ژمنې کړې وې، نه یوازې دا هېواد یې د اوږدې جګړې له کبله ویجاړ کړ، بلکې اوس یې له خپلو افغان متحدینو هم مخ اړولی دی.

مقاله وايي، زرګونه افغانان چې له غربي ادارو او حکومتونو سره یې کار کړی او هغوی ورته د پناه ژمنې ورکړې وې، دا څو کاله کېږي چې په پاکستان کې په ډېر خراب حالت کې ژوند کوي.

دغو کسانو ته ویل شوي وو، چې ژر به نورو امنو لوېدیځو هېوادونو ته ولیږدول شي، خو لا هم د انتظار په کړاونو کې دي.

ورځپاڼه زیاتوي: «دغه افغانان که بېرته افغانستان ته ستانه شي، نو د خپل ژوند او ازادۍ له ستر ګواښ سره مخ کېږي، ځکه هلته د لوېدیځو هېوادونو همکاران خاینان بلل کېږي او ژوند یې خوندي نه ‌دی.»

ډان لیکلي، هغه هېوادونه چې افغانانو ته یې د پناه ژمنې ورکړې وې، نه یوازې دا چې په بېړنۍ توګه یې اقدام ونه کړ بلکې د دغه ډول ځنډ له کبله یې یو خطرناک پېغام هم ورکړ او دا یې څرګنده کړه «که تاسې د لوېدیځ تر شاه ودرېږئ بیا هم ستاسې برخلیک هېریدونکی دی.»

په مقاله کې دا هم راغلي، چې ډېری هغه افغانان چې له لوېدیځو هېوادونو سره یې د ژباړونکو، خبریالانو، مدني فعالانو او یا نورو برخو کې کار کړی، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له افغانستان څخه وتلي او اوس یې ژوند له سختو ستونزو سره مخ دی.

مقاله کې پر پاکستاني حکومت هم نیوکه شوې او لیکلي یې دي چې اسلام‌اباد د افغان کډوالو پر وړاندې یو سخت او بې ‌رحمانه چلند پیل کړی دی.

دا مهال لسګونه زره افغانان د بېرته ایستلو له وېرې سره ژوند کوي او نه پوهېږي چې برخلیک به یې څه وي.

ډان کاږي: «لوېدیځ هېوادونه باید یوازې ننداره ونه کړي. دا افغان متحدین باید له دې اوږده انتظار او کړاوونو راوباسي او ژر تر ژره یې د بیا مېشتېدو لپاره عملي ګامونه واخلي.»

ورځپاڼې په پای کې ټینګار کړی، چې افغانان باید د کډوالۍ سیاستونو د لوبو وسیله نه شي. دوی حق لري چې په خوندي چاپېریال کې ژوند وکړي، خپلې راتلونکې ته هیلې ولري او له سره ژوند پیل کړي. هغه هېوادونه چې ژمنې یې کړې، باید ژر اقدام وکړي.