• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان او امریکایي پلاوي د سیمه ییز امنیت د ښه کېدو په موخه ژمنې کړي

۲۴ وری ۱۴۰۴ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۵، ۲۲:۱۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ وری ۱۴۰۴ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۵، ۲۳:۲۱ GMT+۱

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د یکشنبې په ورځ په جلا-جلا توګه د متحده ایالاتو د کانګرس له پلاوي سره وکتل، چې د سیمه ییز امنیت، دفاعي همکارۍ او له ترهګرۍ سره یې د مبارزې ژمنې تازه کړې.

پاکستان او امریکا نازکې او پېچلې اړیکې لري، چې د ګډو امنیتي اندېښنو او بېلابېلو ستراتیژیکو لومړیتوبونو له مخې رامنځته شوي دي.

دغه لیدنې د یکشنبې په ورځ په داسې حال کې شوي، چې د پاکستان حکومت پرېکړه کړې څو د سوداګرۍ د پراختیا لپاره یو لوړپوړی پلاوی امریکا ته واستوي او پر پاکستان د متحده ایالاتو له خوا د ۲۹سلنې تعرفې په اړه خبرې وکړي.

امریکایي پلاوی چې پاکستان ته په سفر تللی، د شنبې په ورځ د پاکستان د پلان له وزیر احسن اقبال سره لیدلي وو.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر ویلي، جنرال منیر په راولپنډۍ کې د امریکا د کانګرس د غړو جیک برګمین، ټام سوزي او جوناتن جیکسن او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرستې ناتالي بیکر سره کتلي او د سیمه ییز امنیت او په دفاعي برخه کې یې د همکارۍ په اړه خبرې کړي.

د دغه دفتر په خبرپاڼه کې راغلي: "د غونډې په ترڅ کې د دوه اړخیزو ګټو پر یو لړ موضوعاتو بحثونه وشول، په ځانګړې توګه د سیمه ییز امنیت او دفاعي همکاریو په اړه ټینګار وشو."

دواړو لورو د متقابل درناوي، ګډو ارزښتونو او د ستراتیژیکو ګټو د تبادلې پر بنسټ د دوامداره ښکېلتیا پر اهمیت ټینګار کړی.

خبر باڼه زیاتوي، "د پاکستان حاکمیت ته د درناوي په ترڅ کې، د امریکا د کانګرس پلاوي د پراخ بنسټه دوه اړخیزو همکاریو په ځانګړې توګه د امنیت، سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي پرمختګ په برخو کې د پرمختګ لپاره قوي ژمنه وکړه."

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د نقوي له قوله ویلي: "ترهګري یوه نړۍواله ننګونه ده. نۍواله ټولنه په سمدستي توګه له پاکستان سره بشپړې همکارۍ ته اړتیا لري."

نقوي ټینګار وکړ، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د استخباراتو او ټېکنالوژۍ شریکول خورا مهم دي.

نقوي د امریکا د کانګرس د غړو سفر د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د پاکستان د بې ساري رول په روښانه کولو کې مهم وباله.

د کانګرس غړي برګمین د پخواني لومړي وزیر عمران خان په ملاتړ وغږېد او د هغه د خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ټي ټي پي: په خېبر پښتونخوا کې مو په بېلابیلو بریدونو کې اته امنیتي کسان وژلي دي

۲۴ وری ۱۴۰۴ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۵، ۲۰:۴۰ GMT+۱

پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) ادعا کړې ده، چې د شنبې او یکشنبې په ورځو یې د خېبر پښتنوخوا په بېلابېلو سیمو کې په پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه کړي، چې له امله یې اته امنیتي کسان وژل شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د یکشنبې په ورځ د خېبر ولسوالۍ اړوند د باړي په تېرا میدان کې یې د زنګي په پوسته وسله وال برید کړی، چې له امله یې یو پاکستانی امنیتی کس وژل دی.

همدا ډول په یو بل برید کې چې د تېرا دربار په سیمه کې یې ترسره کړی، درې امنیتي کسان نور هم وژلي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې وسله والو یې د یکشنبې په ورځ غرمه مهال د شمالي وزیرستان اړوند د بویا همزوني په سیمه کې د پوځيانو په پوستې برید کړی، چې دوه امنیتي کسان یې وژلي دي.

د پاکستاني طالبانو په دغه اعلامیه کې راغلي، چې پرون یې وسله والو د باجوړ په سالارزو کې یو امنیتي کس او یو د استخباراتو کس وژلی دی.

د یادې ډلې د اعلامیې له مخې، د شمالي وزیرستان اړوند په میرانشا کې یې هم وسله والو بریدونه کړي، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو ته یې مالي ځاني زیانونه اړولي دي.

د ټي ټي پي په دغه اعلامیه کې ادعا شوې، چې وسله والو یې د شنبې په ورځ دخېبر پښتونخوا ایالت د سوېلي وزیرستان اړوند په سره روغه او د دېره اسماعیل خان اړوند په کلاچې کې هم بریدونه ترسره کړي، چې مالي او ځاني زیانونه لري.

یاده دې وي، چې پاکستان کې د نا امنیو پېښې خورا زیاتې شوي، بلوچستان او خېبر پښتونخوا هغه ایالاتونه دي چې زیات وخت ترې د نا امنیو خبرونه ترلاسه کیږي.

شهباز شریف له طالبانو وغوښتل چې جنګیالۍ ډلې کنټرول کړي

۲۴ وری ۱۴۰۴ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۵، ۱۶:۲۳ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په لندن کې له رسنیو سره د خبرو پرمهال ویلي چې افغانستان ته یې «مخلصانه مشوره» داده، چې هغوی دې ژر تر ژره جنګیالۍ ډلې کنټرول کړي او خپله خاوره دې د استفادې لپاره په واک کې نه ورکوي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په لندن کې د مسلم لیګ (ن) مشر نواز شریف سره تر لیدو وروسته له خبریالانو سره د خبرو پرمهال په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسله والو ډلو فعالیتونو ته په اشاره ویلي، چې طالبان دې وسله والې ډلې کنټرول کړي.

نوموړی وايي:« افغانستان ته مې مخلصانه مشوره داده، چې هغوی دې ژر تر ژره ترهګرې‌ ډلې کنټرول کړي او خپله خاوره دې د استفادې لپاره په واک کې نه ورکوي».

د پاکستان لومړی وزیر وايي، تحریک طالبان، داعش خراسان او نورې ترهګرې ډلې له افغانستان څخه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي.

نوموړی وايي، «د افغانستان له خاورې په پاکستان کې تنظیم شویو ترهګریزو بریدونو پرمهال قرباني شويو نظامي او ملکي وګړو قربانۍ به ضایع نه شي».

شهباز شریف د دوحې تړون ته په اشاره زیاته کړه:«افغانستان زموږ ګاونډی او ورور هېواد دی او موږ باید د ګاونډيانو په ډول و اوسو. دا په موږ په پورې اړه چې موږ څنګه یو بل سره د ښه ګاونډي په توګه و اوسو. خدای مه کړه داسې نه چې زموږ په منځونو کې اخلافات را پیدا شي. افغان سرپرست حکومت ته موږ څو ځله دا پیغام ورکړی، چې وګورئ له تاسې سره دوه تړونونه شوي، د هغو تړونونو مطابق د افغانستان له خاورې په هیڅ صورت ترهګرو ته د افغانستان له خاورې د استفادې اجازه نشته.»

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د اسلام اباد د توقع خلاف واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته په بلوچستان او پښتونخوا ایالتونو کې د پخوا په پرتله ناامنۍ ډیرې شوې او پاکستان ادعا کوي، چې په یادو ایالتونو کې بریدونه په افغانستان کې تنظیمیږي، خو طالبانو تل دا ډول ادعاوې رد کړې دي.

ملګري ملتونه: په کابل کې له هرو پنځو کسانو څلور یې په نامعیاري کورونو کې اوسېږي

۲۴ وری ۱۴۰۴ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۹:۴۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ښاري پرمختګ اداره وایي، کابل چې د هېواد د ښاري نفوسو له ډلې تر ۴۰ سلنې زیات خلک پکې مېشت دي له هرو پنځو کسانو څخه څلور یې په نامعیاري او بې نقشې کورونو کې اوسېږي.

دغه سازمان ویلي، چې په پلازمېنه کې کورونه په نارسمي توګه پرته له نقشې جوړ شوي او بسنتیزو خدمتونو ته پکې لاسرسی هم نشته.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وایي، دغه نامعیاري کورونه د اقلیم د بدلونونو پر وړاندې زیان منونکي دي؛ ځکه چې د رسمي پلان او ښاري قوانینو له مخې نه‌دي جوړې شوي. په دغو زیان منونکو کورونو او سیمو کې ډېری هغه خلک اوسېږي، چې اقتصادي حالت یې خورا کړکېچن دی.

د دغه سازمان راپور کاږي؛ په دغه کورونو کې د پاکو اوبو سېسټم، برېښنا، د ککړو اوبو د بهېدو ځایونو او د ټرانسپورټ مناسبې لارې هم نشته. برسېره پر دې، د دغو سیمو د ځمکو قانوني مالکیت هم روښانه نه ‌دی او ډېری خلک یې پرته له قانوني اسنادو هلته مېشت دي.

افغانستان د اقلیمي ناورینونو په لومړۍ کرښه کې دی.

په تېرو درېیو کلونو کې پرلپسې زلزلو، ویجاړونکو سېلابونو او سختو وچکالیو د خلکو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، افغانستان له نړۍوالو تعاملاتو او مهمو ناستو څخه اېستل شوی چې دغه چاره د چاپېریالي ستونزو د زیاتېدو لامل شوې او د مېلیونونو خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

په افغانستان کې د ټولو ښارونو په منځ کې کابل له اقلیمي بدلونونو او د هوا له ککړتیا څخه ډېر اغېزمن شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت لا د ۱۳۹۹ کال په ژمي کې خبرداری ورکړی و، چې د کابل د ککړې هوا له امله هر کال نږدې پنځه زره کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

له بلې خوا د سره صلیب نړۍوالې کمېټې هم د اوبو نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې شاوخوا ۳۳ مېلیونه افغانان د پاکو اوبو له نشتوالي کړیږي.

په هېواد او په ځانګړې ډول کابل کې د ځمکې لاندې د اوبو کمېدل د افغانستان د چاپېریال لپاره یو بل کړکېچن حالت بلل کېږي.

طالبانو له پاکستان سره د سوداګریزې اسانتیا او ټرانزیټي ستونزو د لمنځه وړلو په اړه خبرې کړې

۲۴ وری ۱۴۰۴ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۴۶ GMT+۱

د‌ طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمان نظاماني سره پر سوداګریزو راکړو ورکړو کې د اسانتیاوو تر څنګ د ټرانزیټي ستونزو پر حل خبرې کړې دي.

په همدې تړاو د طالبانو د یاد وزارت‌ په خبرپانه کې راغلي، چې په دغه لیدنه کې دواړه لوریو د شته ستونزو د حل په برخه کې بحث او د نظریاتو تبادله سره کړې ده. همدا راز د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټي بهیر د اسانتیاوو لپاره د نږدې همکاریو او ګډون اقداماتو پر اړتیا ټینګار شوی دی.

دغه ناسته داسې مهال کېږي، چې تېره میاشت د تورخم لاره د پاکستاني پوله ساتو او طالبانو ترمنځ د جګړو له کبله د ۲۸ ورځو لپاره تړل شوې وه او سوداګر یې د مېلیونونه ډالرو زیان سره مخ کړل.

سوداګرو نیوکې وکړې، چې پاکستان د دغه دروازې په بندولو سره د سیاسي فشار هڅه وکړه او په لوی لاس یې سوداګر زیانمن کړل.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مهمند پاکستان ته د خپل سفر پر مهال نیوکه کړې وه، چې منفي سیاستونو یې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګرۍ بدې اغېزې کړې دي.

نوموړي د ګاونډیتوب او سوداګرۍ د اصولو له مخې پر سوداګرۍ د پاکستان سیاسي فشارونه هم غندلي وو.

طالبان داسې مهال له پاکستان سره یو ځل بیا د سوداګریزو ستونزو پر حل خبرو ته کېني، چې ویل کېږي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه د ناسمو سیاستونو له کبله د تېرو کلونو پرتله خورا کمه شوې ده او سوداګرو د پاکستان پر ځای د خپلو توکو د صادراتو او وارداتو لپاره نورې بدیلې لارې موندلې دي.

د بې ځایو شویو سازمان: پاکستان پر طالبانو د سیاسی فشار راوستو له کبله کډوال وسیله ګرځولې

۲۴ وری ۱۴۰۴ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۳:۲۵ GMT+۱

د بې ځایه شویو نړۍوال سازمان تازه اندېښنه څرګنده کړې، چې په جبري توګه د افغان کډوالو له ستنېدو څخه پاکستان د یوې سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي؛ څو پر طالبانو فشار راوړي.

دغه سازمان په خپلې تازه خبرپاڼه کې نیوکه کړې، چې د پاکستان له‌خوا د افغان کډوالو جبري شړل نه یوازې غیر انساني عمل دی؛ بلکې د کډوالۍ د نړۍوالو قوانینو څخه هم ښکاره سرغړونه ده.

یاد سازمان وایي، پاکستان هڅه کوي چې د افغان کډوالو له برخلیک څخه د یو سیاسي فشار د وسیلې په توګه کار واخلي څو پر طالبانو فشار راوړي؛ خو دغه ډول چلند له بې‌وسه او زیانمنو انسانانو سره هېڅ ډول توجیه نه لري.

د بې ځایه شویو نړۍوال سازمان ټینګار کړی، چې د اوړي په دې تودې هوا کې د کډوالو اېستل به هغوی له لوږې، بې کورۍ او جدي امنیتي ګواښونو سره مخ کړي. همدا راز زرګونه کورنۍ په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان له جدي ګواښ سره مخامخ دي.

یاد سازمان زیاتوي، د افغان کډوالو بېرته افغانستان ته شړل دا واقعیت له پامه غورځوي چې همدغه پاکستان پخوا ږاک ته د طالبانو په رسېدو کې مهم رول لاره او اوس باید د افغانستان د ناوړه وضعیت په وړاندې اخلاقي او سیاسي مسوولیت ومني.

د کډوالو دغه ملاتړې ادارې په خبرپانه کې راغلي، د عدم اعادې اساسي اصل له مخې هېڅوک باید هغه هېواد ته بېرته ونه لېږل، شي په کوم کې چې خلک له شکنجې او مرګ سره مخ کېدای شي. همدا رنګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، اروپايي ټولنې، امریکا او نورو نړۍوالو ادارو نه غوښتنه شوې، چې پاکستان دې له افغان کډوالو سره د زور چلند مخه ونیسي او خپلو نړۍوالو ژمنو ته دې وفادار پاتې شي.

یاد سازمان همداراز وايي، چې نړۍواله ټولنه باید په د درېیمو هېوادونو کې افغان کډوالو ته د بیا مېشتېدو زمینه برابره کړي او د کډوالۍ د اوږدې ستونزې د حل لپاره باید افغانستان کې د یو ټول ‌منلي، مشروع او ولسپال حکومت د جوړېدو ملاتړ وشي.

د بې ځایه شویو نړۍوال سازمان همدا راز د افغان کډوالو په جبري توګه د اېستل کېدو خلاف د لاسلېکونو یوه لړۍ هم پېل کړې، چې تر دا مهاله پکې نږدې ۱۵۰۰کسانو خپل ملاتړ څرګند کړی او د جبري اېستل کېدو خلاف یې خپل اعتراضونه هم ثبت کړي‌ دي.