• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په لوېدیځ بنګال کې د «وقف قانون» تعدیل پر ضد لاریونونو کې درې کسان وژل شوي

۲۴ وری ۱۴۰۴ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۹:۲۴ GMT+۱

د هندي رسنۍ ټایمز اف انډیا د راپور له مخې، نن شنبه د لویدیځ بنګال په مرشد اباد ولسوالۍ کې د مسلمانانو د اوقافو د ملکیت په قانون کې د تعدیل پر ضد لاریونونو کې د هندي پولیسو د ډزو له امله درې تنه وژل شوي دي.

هندي چارواکو منلې، د یوه ماشوم په ګډون درې کسان وروسته له هغه وژل شوي چې لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل.

همدا راز چارواکو زیاته کړې، چې د دغه تاوتریخوالي په پایله کې د دوی د پولیسو ۱۵سرتېري هم ټپیان شوي دي.

پولیسو ویلي، چې د لاریونونو پر مهال د تاوتریخوالي له امله یې تر ۱۵۰ډېر کسان نیولي هم دي.

د لوېدیځ بنګال د پولیسو مشر راجیف کومار لاریونوال د عامه ملکیتونو او مساپر وړونکو بسونو په ویجاړولو او سوځولو تورن کړي دي.

هغه دا هم ويلي، چې پوليس ډزو کولو ته اړ شوي وو، چې له امله يې دوه تنه نور ټپيان شوي.

ویل کېږي، چې پولیسو د لاریونوالو د خورولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز هم کارولی دی.

د ټایمز اف انډیا په وینا، د مرشد اباد په ځینو برخو کې لاهم ترافیک منع شوي او انټرنېټي خدمات بند دي.

په لویدیځ بنګال کې لاریونونه د روانې میاشتې په پیل کې هغه مهال پیل شول، کله چې د هند پارلمان له تودو بحثونو وروسته د مسلم وقف ملکیتونو په قانون کې جنجالي تعدیل تصویب کړ.

په هند کې "وقف" د مسلمانو ټولنو ملکیتونو او شتمنیو ته اشاره کوي، چې د هیڅ فرد ملکیت نه وي او د "وقف قانون" له مخې د مسلمانانو له‌خوا اداره کېږي.

دغه ملکیتونه او شتمنۍ د دوی د څښتنانو له‌خوا په خیریه او عامه چارو کې د دایمي کارونې لپاره ورکړل شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ: له ایران سره خبرې ښې روانې دي

۲۴ وری ۱۴۰۴ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۴:۵۲ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له ایران سره روانې خبرې په ښه ډول پرمخ روانې دي. نوموړي دغه څرګندونې د امریکا د هوايي ځواکونو په ځانګړې الوتکه (اېرفورس ون) کې له خبریالانو سره کړې دي.

ټرمپ زیاته کړه:« تر څو چې پایلې نه وي ترلاسه شوې، هیڅ شی مهم نه دی. نو ځکه نه غواړم ډېر څه ووایم؛ خو وضعیت بد نه دی، زما په اند د ایران حالت هم یو څه ښه روان دی».

تر دې وړاندې سپینې ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي و، چې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سټیف ویټکاف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ترمنځ نېغ ‌په‌ نېغه اړیکې د « دواړو هېوادونو لپاره د ګټور تړون پر لور یو مهم ګام بلل شوی دی».

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي، چی دغه خبرې په «مثبت او د متقابل درناوي په فضا» کې ترسره شوې دي؛ خو دا یې هم زیاته کړې چی دا خبرې «غیرمستقیمې» وې.

له خبرو وروسته عباس عراقچي چې د ایران د مرکچي پلاوي مشري کوي، وویل چې د مذاکراتو دویم پړاو به د راتلونکې شنبې په ورځ ترسره شي.

وېتکاف هم دا ومنله او ویې ویل، چې دویم پړاو به (د وري میاشتې پر ۳۰مه نېټه) ترسره شي.

د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو لومړی پړاو د عمان هېواد په منځګړیتوب په پلازمېنه مسقط کې ترسره شوی دی.

د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعیدي دغه خبرې «دوستانه او رغوونکې» وبللې او ویلي یې دي، چې دغه خبرې د دواړو خواوو د نظرونو د نږدې کولو لپاره ترسره شوې دي.

د نوموړې په خبره، عمان دغه منځګړیتوب د دې لپاره کړی چی دواړه لوري یو «عادلانه او پابند تړون» ته سره ورسي.

البوسعیدي دا هم لیکلي، چې «موږ به خپلو هڅو ته دوام ورکړو؛ تر څو سولې او ټیکاو ته لاره هواره کړو.»

امريکا له چين څخه د موبايل او کمپيوټر پر وارداتو ۱۲۵ سلنه تعرفې معاف کړې

۲۴ وری ۱۴۰۴ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۰:۲۷ GMT+۱

امریکا له چین څخه د ځېرک ټلېفونونو، کمپیوټرونو او د ځینو بریښنایي تجهیزاتو د وارداتو په برخه کې ۱۲۵ سلنه تعرفې معاف کړې. د امریکا د ګمرکاتو ادارې شل ډوله توکي چې لپټاپ کمپیوټرونه، د معلوماتو ذخیره کولو او د معلوماتو د پروسس وسایل پکې شامل دي، د معافیت وړ اعلان کړي دي.

که څه هم د ټرمپ ادارې د دې معافیتونو د صادرولو لپاره کوم دلیل نه دی وړاندې کړی، خو دا پرېکړه د امریکا د ټېکنالوژۍ لویو شرکتونو لکه اېپل، ډیل او نورو واردونکو لپاره هیله مند خبر ګڼل کېدای شي.

د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي په وینا، دا معافیت یوازې د ټرمپ په غچ اخیستونکي تعرفو کې پلي کېږي او پخوانۍ 20 سلنه تعرفې چې په متحده ایالاتو کې د فنټانیل ناورین سره د مبارزې لپاره لګول شوي، په خپل ځای پاتې دي.

د اسراییل پوځ د غزې په سوېل کې د خان یونس اوسېدونکو ته د وتلو خبرداری ورکړی

۲۴ وری ۱۴۰۴ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۰:۰۶ GMT+۱

د اسراییل پوځ د شنبې په ورځ د غزې په سوېل کې د خان یونس او ​​شاوخوا سیمو اوسېدونکو ته د یو پلان شوي برید څخه دمخه د دغه ځای د پرېښودلو خبرداری ورکړی.

د پوځ اړوندو چارواکو پر اېکس لیکلي: "د اسراییل پوځیان په سیمه کې د پام وړ ځواک سره عملیات کوي او په هر هغه ځای کې به په شدت سره برید وکړي چې راکټونه توغول کېږي."

دوی زیاته کړې: "د خپل خوندیتوب لپاره، سمدلاسه لوېدیځ لوري ته د المواسي په سیمه کې پېژندل شوي پناه ځایونو ته ولاړ شئ."

تر دې مخکې د شنبې په ورځ د اسراییل د دفاع وزیر یسرایل کاتز اعلان وکړ، چې پوځ پلان لري څو د غزې په تړانګه کې خپل روان عملیات پراخ کړي.

کاتز همداراز ویلي و، چې د دغه هېواد ځواکونه به د غزې نویو سیمو ته ننوځي ترڅو «دغه سیمې له ترهګرو او د دوی له زیربناوو څخه پاکې کړي» او پراخې سیمې به د اسراییل په امنیتي زونونو کې ور زیاتې کړي.

د همکارۍ شورا: د ایران او امریکا خبرې د سیمه ییز امنیت او ثبات په برخه کې مرسته کولی شي

۲۳ وری ۱۴۰۴ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۰۶ GMT+۱

د خلیج د همکارۍ شورا سرمنشي جاسم محمد البدیوي د عمان له خوا د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د کوربه توب هرکلی وکړ او دغه خبرې یې د سیمې د ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره یو مثبت ګام وباله.

هغه هیله څرګنده کړه، چې دغه خبرې اترې به رغنده پایلې ولري او د دوه اړخیزو همکاریو او په سیمه کې د امنیت او سولې د ټینګښت لپاره به نوې دروازې پرانیزي.

البدیوي ټینګار وکړ، چې د عمان د دغو خبرو اترو کوربه توب د خبرو اترو د ژبې د پیاوړتیا او د هېوادونو ترمنځ د تفاهم د پلونو د جوړولو لپاره د دغه هېواد د هوښیارانه چلند پایله ده او په سیمه کې د امنیت او ثبات د ساتلو لپاره د مسقط د دوامدارو هڅو ښودنه کوي.

هغه همداشان د خلیج د همکارۍ شورا د غړو هېوادونو رول ته په اشارې سره وویل، چې دغه هېوادونه له نورو هېوادونو سره په خپلو ټینګو اړیکو باندې تکیه کوي او تل د شخړو د حل لپاره د سوله ییزو حل لارو په لټه کې دي او داسې نوښتونه وړاندې کوي، چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو له ګټو سره سمون لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د عمان پلازمېنې مسقط ته د ډونالډ ټرمپ له استازي سره د خبرو اترو لپاره تللی دی.

رویټرز خبري اژانس تېره ورځ د یوه ایراني چارواکي په حواله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، راپور ورکړی چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌يي عباس عراقچي ته له امریکا سره د خبرو بشپړ واک ورکړی دی.

د امریکا متحده‌ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې که له ایران سره مذاکرات بریالي نه‌شي، نو د پوځي اقدام انتخاب به د مېز پر سر وي.

د امریکا متحده‌ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې خبرداری ورکړی، چې که له ایران سره مذاکرات بریالي نه‌شي، نو د پوځي اقدام انتخاب به د مېز پر سر وي.

ایمانقلي تاسماگبتوف له امام علي رحمان سره د افغانستان د پولو پر امنیت خبرې کړې دي

۲۳ وری ۱۴۰۴ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۲۷ GMT+۱

د ډله ییزو امنیت تړون سازمان سرمنشي ایمانقلي تاسماگبتوف د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د افغانستان او تاجکستان تر منځ د ګډې پولې د امنیت په اړه خبرې کړې دي. یاد سازمان ویلي، دغه ناسته د ګډو پولو د امنیت د ښه ټینګښت په موخه شوې ده.

دغه سازمان په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه غونډه له افغانستان سره د تاجکستان د پولو د پیاوړتیا د پروګرام د لومړي پړاو د تطبیق په تمرکز سره د دوشنبې په ښار کې ترسره شوی ده.

د تسنیم خبري اژانس د خبر له مخې امام علي رحمان او د ډله ییز امنیت تړون سازمان مشر د ګډ کار په ټولو پړاونو کې د دواړو لورو ترمنځ د نږدې همکارۍ پر اهمیت ټنګار کړی.

دواړو لوریو د هوکړو په عملي کولو کې د دغه سازمان د غړیو هوادونو د لېوالتیا یادونه کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي: «په دغه غونډه کې د تاجکستان او افغانستان د پولو د پیاوړتیا په موخه د ګډ امنیتي تړون د سازمان د موخې بین الحکومتي پروګرام لومړي پړاو تطبیق ته ځانګړې پاملرنه وشوه.»

د یادولو وړ ده چې د افغانستان او تاجکستان د پولو د پیاوړې کولو لپاره د ډله ییزو امنیتي تړون د سازمان بین الحکومتي پروګرام د ۲۰۱۳کال د سپټمبر د میاشتې په ۲۳نیټه د ډله ایزو امنیتي تړونونو د سازمان د امنیت شورا د پریکړې سره سم جوړ شوی او هدف یې د تاجکستان او افغانستان د پولو پیاوړتیا بلل کیږي.

خو دغه طرحه د تېر کال په نومبر میاشت کې د ډله ییز امنیت د تړون د سازمان د امنیت شورا د یوې پرېکړې له مخې تصویب شوه.

د دې پروژې په لومړي پړاو کې به تاجکستان د ملي دولتي پېرودونکو له لارې په دغه هېواد کې د وسلو، پوځي تجهیزاتو او د پولو د ساتنې تخنیکي وسایلو د تولید لپاره د دغه سازمان د غړو هېوادونو وړتیا په ګوته کوي او بیا به یې مالي سرچینې مشخصې او د اکمالاتو قراردادونه به لاسلیک شي.

په دویمه مرحله کې، چې تطبیق به یې په ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو کې ترسره شي، د پروګرام د فعالیتونو عملي تطبیق به په هغو سیمو کې ترسره شي چې اصلي هڅې به یې د پولو ساتنه د وسلو، نظامي تجهیزاتو او تخنیکي وسایلو چمتو کولو سره د تاجکستان د پولې د ساتنې لپاره وي.

د دغې مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د پولې د پیاوړتیا پلان دریم پړاو چې د ۲۰۲۷ څخه تر ۲۰۲۹ کلونو پورې به ترسره شي.