• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې هانګ کانګ ته درنه ماتې ورکړه

۲۵ وری ۱۴۰۴ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۵، ۱۸:۴۳ GMT+۱

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې نړۍوال جام ته د غوراوي پړاو سیالیو کې تر عمان وروسته د هانګ کانګ لوبډلې ته هم ستره ماتې ورکړه. افغان لوبډلې د هانګ کانګ لوبډلې د ۷۰ منډو هدف په ۱۵م اور کې د خپلو دوه لوبغاړو په زیان سره بشپړ کړ او دغه لوبه یې د ۸ ویکټو په توپیر وګټله.

په افغان لوبډله کې خالد احمدزي ۳۰ ناسوځېدلي، فیصل ۱۳ او لوبډلمشر محبوب خان ۲۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د افغان لوبډلې سوکه توپ اچوونکي حفیظ ځدراڼ نن د هانګ کانګ نوولس کلنې لوبډلې پر وړاندې هم غوره توپ اچونه وکړه.

نوموړي نن په ۸.۲ اورونو کې د ۱۶ منډو په بدل کې ۳ویکټې ترلاسه کړې او په روانو سیالیو کې یې د دویم پرلپسې ځل لپاره د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

افغان کرېکټ لوبډلې تر دې وړاندې عمان لوبډلې ته ستره ماتې ورکړې وه.

یاده دې وي، چې افغان ځوانان د راتلونکې چهارشنبې په ورخ د سهار ۸:۱۵ بجې د یادو سیالیو په ترڅ کې د خپلې درېیمې لوبې په موخه د متحده عرب اماراتو لوبډلې پر وړاندې سیالي ترسره کوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې چین ته ماتې ورکړه

۲۵ وری ۱۴۰۴ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۴:۳۷ GMT+۱

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د مراکش د ډلبندۍ په څلور اړخیزو سیالیو کې د چین فوټسال ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه. د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله بېګا شپه له چینايي لوبډلې سره مخامخ شوه او په پای کې یې ۶-۲ په توپیر بریا خپله کړه.

د فوټسال ملي لوبډلې چین ته په ماتې ورکولو سره په دغو سیالیو کې درېیم مقام خپل کړی دی.

د فوټسال په دغه سیالیو کې د افغانستان، پرتګال، چین او مراکش لوبډلو برخه اخیستې او دغه لوبې د مراکش په کوربه‌توب ترسره کېږي.

د افغانستان لوبډله په خپلې لومړۍ سیالۍ کې د پرتګال سره مخامخ شوه، چې د ۱-۳ په توپیر یې یې ماتې وخوړه.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په وروستیو کلونو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.

په ۲۰۲۴ کال کې دغې لوبډلې د اسیايي فوټسال سیالیو په مقدماتي پړاو کې ګډون وکړ او د سعودي عربستان، مکاو او اندونیزیا سره یې په یوه ډله کې سیالۍ ترسره کړې.

د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې عمان ته ماتې ورکړه او سبا له هانګ کانګ سره لوبېږي

۲۴ وری ۱۴۰۴ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۵، ۱۸:۳۲ GMT+۱

د افغانستان نوولس کلنې کم عمره کرېکټ ملي لوبډلې نړۍوال جام ته د غوراوي پړاو په لومړۍ سیالۍ کې د عمان لوبډلې ته ستره ماتې ورکړې.

د نوولس کلنو کم عمره ملي لوبډلو ترمنځ د نړۍوال جام لپاره د غوراوي په دې سیالیو کې دا د افغانستان ۱۹ کلنې کرېکټ لوبډلې لومړۍ بریا ده.

په دې سیالۍ کې افغان لوبغاړو د عمان لوبډلې ته د ۹۱ منډو هدف په ۱۲م اور کې د خپلو دوو لوبغاړو په زیان تر لاسه کړ او دغه لوبه یې د ۸ ویکټو په توپیر په خپله ګټه پای ته ورسوله.

د افغان لوبډلې توپوهونکي د عمان لوبډلې پر وړاندې خالد احمدزي ۴۰ او عزیز خان نیازي ۲۷ منډې جوړې کړې.

په توپ اچونه کې بیا د افغان لوبډلې سوکه توپ اچوونکي حفیظ ځدراڼ نن د عمان نوولس کلنې لوبډلې پر وړاندې په زړه پورې توپ اچونه وکړه.

نوموړي په خپلو ۱۰ اورونو کې یوازې ۱۱ مندې ورکړې او دوه لوبغاړي یې اوټ کړل، چې له امله یې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د نوولس کلونو کم عمره افغان لوبډله به سبا سهار ۸:۱۵ بجې د یادو سیالیو په ترڅ کې د خپلې دویمې لوبې په موخه د هانګ کانګ لوبډلې پر وړاندې سیالي ترسره کړي.

په جلاوطنۍ کې؛ کرکټ نړیواله شورا د افغان ښځینه لوبغاړو لپاره ځانګړی صندوق جوړوي

۲۴ وری ۱۴۰۴ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۵، ۱۶:۵۳ GMT+۱

د کرکټ نړیوالې شورااعلان وکړ چې له خپلو شریکانو سره په ګډه د هغو افغان ښځینه لوبغاړو لپاره یو ځانګړی صندوق جوړوي، چې د طالبانو د محدودیتونو له امله له هېواده وتلې او اوس جلا وطنه دي.

د ۲۰۲۰ کال تر پایه پورې، افغانستان شاوخوا ۲۵ رسمي قرارداد لرونکې ښځینه لوبغاړې لرلې، چې ډېری یې اوس د بشردوستانه ویزو له لارې په اسټرالیا کې مېشتې دي.

دا پرېکړه په هراري کې د ای سي سي د اجرایه بورډ له غونډې وروسته اعلان شوې ده.

د کرکټ نړیوالې شورا په اعلامیه کې راغلي: « د دې نوښت په چوکاټ کې به ای‌سي‌سي یو ځانګړی صندوق جوړ کړي چې له لارې به دغو لوبغاړو ته مستقیم مالي ملاتړ برابریږي، څو د خپلې خوښې لوبې ته دوام ورکړای شي».

اسټرالیا او برېټانیا له افغانستان سره د ښځو د حقونو له امله دوه اړخیز کرکټ بند کړی دی او یوازې د ای سي سي په لوبو لکه نړیوال جام او د اتلانو جام کې ورسره لوبیږي.

د رویټرز د رپوټ له مخې، د ای‌سي‌سي مشر جې شاه وویل: « موږ ژمن یو چې شمولیت ته وده ورکړو او دا یقیني کړو چې هر کرکټ‌ لوبغاړی، پرته له شرایطو، دا فرصت ولري چې وځلېږي».

هغه زیاته کړه، چې د خپلو شریکانو په همکارۍ، « موږ ویاړو چې دا دنده‌او صندوق پیل کړو، چې له یوه پیاوړي لوړ فعالیتي پروګرام سره به دا یقیني کړي چې بې‌ځایه شوې افغان ښځینه کرکټ لوبغاړې وکولای شي خپله لوبیزه لاره تعقیب کړي».

دا نوښت د ښځو د کرکټ د دوام او ودې لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي، په ځانګړې توګه د هغو لپاره چې د جګړې او محدودیتونو له امله جلا وطنه شوې دي.

فېروزه امیري، ناهیده څپاند او نورې ښځینه لوبغاړې اوس مهال په اسټرالیا کې جلاوطنه دي او په کلبي لوبو کې برخه اخلي.

کریسټیانو رونالډو د هالیووډ سینما فلمي صنعت ته مخه کړې

۲۴ وری ۱۴۰۴ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۰:۵۵ GMT+۱

پرتګالي فوټبالر کریسټیانو رونالډو په خواله رسنیو کې ویلي، د هالیووډ سینما له یوه مشهور فلمي لارښود سره یې فلمي صنعت پیل کړی چې د ده په ژوند کې یو په زړه پوری بدلون او نوی فصل دی.

د راپور له مخې؛ د فوټبال د دغه ستوري شتمني ۲۱۹ میلیارده ۹۷۳ میلیونه ۱۹ زره ۲۰۰ روپۍ ده او ویل کېږي، چې د هالیووډ سینما په ورتګ به یې شتمني نوره هم زیاته شي.

د فوربس مجلې په وینا، رونالډو د مشهورو فوټبالرانو د عایداتو په نوملړ کې تر ټولو زیاتو پېسو اخیستونکی لوبغاړی دی.

د رونالډو تېر کال عاید ۲۶۰ مېلیون ډالره اټکل شوی. په دې عايد سره کريسټيانو رونالډو د نړۍ تر ټولو زياتو پېسو اخیستونکو لوبغاړو په نوملړ کې لومړی ځای خپل کړی دی.

د رېپورټونو له مخې، رونالډو په هالیووډ کې پانګونه کړې چې له مخې به یې د نوموړي شتمني نوره هم زیاته شي.

دغه څلوېښت کلن فوټبالر د پېژندل شوي فلمي لارښود مېتیو وان سره یو ګډ فلم پیل کړی.

د راپور له مخې، رونالډو نږدې اته سوه مېلیون ډالره خالصه شتمني لري.

د نړۍوال جام په غوراوي سیالیو کې افغان ۱۹ کلنه لوبډله سبا له عمان سره سیالي کوي

۲۳ وری ۱۴۰۴ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۵، ۱۹:۳۴ GMT+۱

افغان ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې د نوولس کلنو نړۍوال جام د غوراوي پړاو سیالیو لپاره تمرینات ترسره کړل.

افغان لوبډله به سبا د افغانستان پرمهال د سهار ۸:۱۵ بجې د یادو سیالیو په ترڅ کې د لومړۍ سیالۍ په موخه د سیالې عمان لوبډلې پر وړاندې لوبه ترسره کړي.

افغانستان، هانګانګ، متحده عربي امارات، عمان او نیپال هغه هېوادونه دي چې د نوولس کلنو نړۍوال جام ته د غوراوي په پړاو کې دي.

د کرېکټ نوولس کلونو کم عمره پنځه ملي لوبډلې، د نړۍوال جام لپاره سیالۍ ترسره کوي، چې دغه جام ته لار پیدا کړي.

د دغه سیالیو جام چې د پنځو ګډون کوونکو لوبډلو د لوبډلمشرانو په شتون کې نن نندارې ته وړاندې شو، مخکښه لوبډله به یې د نوولس کلنو نړۍوال جام سیالیو ته لار ومومي چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو دوو میاشتو کې به په نامبیا او زمبابوې هېوادونو کې ترسره شي.