• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران افغان کډوالو ته ۱۵ ورځې وخت ورکړی چې افغانستان ته ستانه شي

۲۵ وری ۱۴۰۴ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۴۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ وری ۱۴۰۴ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۵، ۲۳:۰۸ GMT+۱

ایران هغو افغانانو ته د اېستلو ګواښ کړی، چې د جمهوریت له سقوط وروسته دې هېواد ته کډوال شوي دي. ایراني چارواکو افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی، چې تر پنځلسو ورځو دا هېواد پرېږدي او افغانستان ته ستانه شي.

په دغه هېواد کې افغان کډوال وایي، که ایران دغه پرېکړه عملي کړي نو ډېر خلک به له ګواښ سره مخ شي.

د ایران د سرشمېرنې ادارې د دوشنبې په ورځ (د وري ۲۵مه) یو شمېر افغان کډوالو ته فورمې سپارلي، چې ډکې یې کړي او وروسته له ۱۵ ورځو د جبري بېرته ستنولو کمپونو ته دې لاړ شي ترڅو افغانستان ته ستانه کړل شي.

په ایران کې مېشت یوه افغان خبریال له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل: «نن چې زموږ یو شمېر همکاران د سرشمېرنې فورمې نوي کولو ته تللي وو، یادې ادارې د سرشمېرنې د فورمونو او کاري کارتونو له سپارلو وروسته له ایرانه د وتلو فورمې ورکړي. په دې فورمه کې راغلي، چې له ۱۵ ورځو وروسته باید د کډوالۍ کمپونو ته تسلیم شي او له ایرانه ووځي.»

دغه خبریال د نوم د نه اخیستو په شرط وویل، چې که ایران دغه پرېکړه عملي کړي د ډېرو هغو افغانانو ژوند به له ګواښ سره مخ شي، چې د طالبانو له حکومته تښتېدلي او په ایران کې مېشت شوي دي.

د دغه فورمې یوه کاپي چې افغانستان انټرنشنل - پښتو ترلاسه کړې، پکې افغان کډوالو ته د بېرته ستنېدو په اړه مالومات ورکړل شوي.

افغانستان ته د راستنېدو لپاره په دغه ۱۵ ورځیني لیک کې راغلي: «که دوی زده کونکي ولري، لیک د درېیو میاشتو لپاره اعتبار لري. د وتلو لپاره دوی باید کمپ ته ولاړ شي او خپل ځان معرفي کړي. که دوی د کار سپین کارټ ولري، نو باید په افغانستان کې د ایران سفارت او قونسلګرۍ نه د پېژندنې لیک په نوم یو لیک ترلاسه کړي، چې دوی ته اجازه ورکوي د کار لپاره بېرته ایران ته راستانه شي. البته یوازې د ۱۸ او ۶۰ کلونو ترمنځ نارینه کولی شي بېرته راشي.»

100%

د خبریالانو د خوندیتوب سازمان په نړۍوالو سازمانونو غږ کړی، چې په ایران کې د افغان کډوالو وضعت ته پاملرنه وکړي او د یو بل ناورین مخه ونیسي.

دغه سازمان په یوې اعلامیه کې ویلي: «وضعیت خورا د اندېښنې وړ دی. که د مهاجرینو وضعیت او د کډوالو د اجباري بېرته ستنولو خبرونه له ایران څخه خپاره نه شي، دا د رسنیو سانسور دی. که داسې نه وي، په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت په پاکستان کې د کډوالو په پرتله خراب دی. خو تر اوسه هېڅ یوې ادارې یا ارګان د دغو ځورېدلو خلکو حالت ته پام نه دی کړی. مونږ هیله لرو چې د خبریالانو د خوندیتوب اداره به په دې برخه کې رهبري وکړي او د کډوالو په ځانګړې توګه په ایران کې د کډوالو غږ پورته کړي.»

ایران په داسې حال کې افغان کډوالو ته د وتلو لپاره وخت ټاکلی چې تر دې وړاندې پاکستان هم د کډوالو د اېستلو بهیر چټک کړی دی.

که څه هم په پاکستان کې هغه افغانان چې په ویزو ژوند کوي، په جبري توګه نه اېستل کېږي خو حالات پرې سخت شوي دي.

دغه هېواد د شپږ میاشتنیو ویزو د تمدید موده یوې میاشتې ته راوستې او په خپل وخت هم نه تمدیدېږي، خو په ایران کې مېشت افغانان چې قانوني اوسېږي ورته امر شوی، چې له ۱۵ نه تر درېیو میاشتو دې دغه هېواد پرېږدي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

احمد مسعود: له طالبانو سره د مبارزې لپاره د ولس اراده ډېره شوې

۲۵ وری ۱۴۰۴ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۵، ۲۰:۲۷ GMT+۱

د مقاومت په نوم د طالبانو د مخالفې جبهې مشر احمد مسعود وايي، چې له دغې ډلې سره د مبارزې لپاره د افغانانو اراده او غوښتنه ډېره شوې ده. نوموړي زیاته کړې، چې له طالبانو سره د مبارزې لپاره د ولس د همکارۍ ډېر پیغامونه ورته رسېږي.

هغه د دوشنبې په ورځ (د وري ۲۵مه) په سالنګ کې د ازادۍ جبهې د غړو د وژنې د دویمې کلیزې په مناسبت په مراسمو کې ټینګار کړی: «هېڅ رژیم د ولس له ملاتړ پرته دوام نه‌شي کولای او بدلون او تحول به راځي.»

د مقاومت په نوم د طالبانو د دغې مخالفې جبهې مشر زیاته کړې :«زه داسې ورځ وینم چې موږ د خپل ولس تر څنګ ازادي، عدالت او ولسواکي ولمانځو.»

احمد مسعود طالبان پر «ظلم او وحشت» تورن کړي او د دغې ډلې پر ضد د مخالفو خوځښتونو د يووالي پر اړتیا ټینګار کړی دی.

مسعود د خپلو خبرو په یوه برخه کې وويل: «ساعت د طالبانو، خو وخت د افغان ولس په لاس کې دی.»

مسعود دغه راز خبرداری ورکړی، چې هېڅ رژیم د ولس له ملاتړ پرته دوام نه‌شي کولای او سيمه‌ييزې او نړۍوالې تکتيکي او جيوپوليټيکي سيالۍ نه‌شي کولای د طالبانو رژيم وساتي.

د مقاومت جبهې مشر چې دمګړۍ په خپله له هېواده بهر ژوند کوي، د طالبانو له مخالفو خوځښتونو څخه غوښتنه کړې څو «د قوم، جغرافیې او ولایت» په نوم د طالبانو دسیسې ونه‌مني.

د یادونې ده، چې د ازادۍ جبهې نن (دوشنبه) د احمد مسعود، یونس قانوني او یو شمېر سیاسي مشرانو په ګډون انلاین غونډه ترسره کړې ده.

دا غونډه د ۱۴۰۲ کال په سالنګ کې د طالبانو د برید په ترڅ کې کې د اکمل امیر په ګډون د نوموړې جبهې د اوو غړو د وژل‌کېدو کلیزې په مناسبت جوړ شوې ده.

پاکستاني پولیسو یوه افغانه خبریاله نیولې

۲۵ وری ۱۴۰۴ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۵، ۲۰:۰۷ GMT+۱

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې پولیسو د دوشنبې په ورځ مازدیګر مهال افغانه خبریاله فرشته سدید له خپل کور څخه نیولې او د جبري بېرته ستنولو په موخه یې د حاجي کمپ په نوم یوه پنډغالي ته لېږدولې ده. د نوموړې کورنۍ وایي، چې هغه به د ډېپورټ کېدو په صورت کې طالبان ونیسي.

فرشته سدید په کاپيسا ولایت کې د راډيو بهار خبریاله وه او دمګرۍ د اسلام اباد په بي-۱۷ ښارګوټي کې اوسېده، خو د اوسېدو لپاره یې قانوني اسناد نه‌لرل.

د نوموړې د کورنۍ یوه غړي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې وویل، چې فرشتې سدید د ویزې په برخه کې یو کال جریمه شوې وه، خو د فرانسې سفارت اسناد یې لرل چې د نیول کېدو په وخت کې یې پولیسو ته ښکاره کړي وو.

نوموړي وویل: «فرشتې اسناد نه‌لرل. څو ورځې پولیس راغلل، خو دوی ورته دروازه خلاصه نکړه خو نن مازدیګر پولیس له خپل کور څخه نیولې ده چې له خپلو خویندو سره اوسېده. پولیسو ته یې پاسپورټ او د فرانسې سفارت له‌خوا ورکړل شوی سند هم ښودلی و او د جمعې په ورځ یې د فرانسې ویزه هم راغلې، اوس د پولیسو په کمپ کې ده، ار اس اېف او نور خبریالان په دې هڅه کې دي، چې نوموړې خوشې کړي، خو تر اوسه خوشې شوې نه ده».

د یادې خبریالې د کورنۍ دغه غړي وویل، که نوموړې جبري بېرته افغانستان ته ولېږل شي، نو د طالبانو له لورې به ونیول شي.

دی زیاتوي: «فرشته سدید له طالبانو راتښتېدلې او پاکستان ته راغلې ده، که ډېپورټ شي او تورخم ته ورسېږي، نو موږ مطمین یو چې په تورخم کې به ونیول شي او زنداني به شي. موږ د بشري حقونو له سازمانونو هیله کوو چې د فرشتې په خلاصېدو کې همکاري وکړي.»

د فرشتې کورنۍ د ملګرو ملتونو، د بشر حقونو او د خبریالانو اړوندو سازمانونو څخه غوښتنه کوي، چې د هغې په خلاصون کې همکاري وکړي او نوموړې له جبري بېرته ستنولو وژغوري.

په پاکستان کې له تېرو درېیو میاشتو راپدېخوا د پولیسو له لورې کور په کور د افغان کډوالو تالاشۍ روانې دي، زیات شمېر افغانان نیول شوي او جبري بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي او زیات شمېر لا هم د دوی له‌خوا د افغان کډوالو لپاره په ځانګړو کمپونو کې ساتل کېږي چې جبري بېرته ستانه کړل شي.

معلومات ښيي، چې تر اوسه د پاکستان حکومت لږ تر لږه شپږ لکه افغان کډوال په جبري توګه بېرته افغانستان ته ستانه کړي او لا هم دا لړۍ روانه ده.

یاسین ضیا: د طالبانو واکمني ختمېدو ته نږدې شوې او حکمتیار دې له مونږ سره یوځای شي

۲۵ وری ۱۴۰۴ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۵، ۱۹:۱۷ GMT+۱

د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا د طالبانو له‌خوا د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د دفترونو تړل‌کېدو ته په اشارې وايي، چې دا ډله د تعامل اهل او اصلاح منونکې نه ده. نوموړي د طالبانو رژيم پرځېدل د حل‌لاره بللې او حکمتيار ته یې بلنه ورکړې، چې د دغې ډلې پر ضد له ازادۍ جبهې سره يوځای شي.

د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب‌الرحمان حکمتیار د دوشنبې په ورځ یو مکتوب خپور کړ، چې په‌کې د طالبانو د عدلیې وزارت له‌خوا د اسلامي حزب مشر د دفتر تړل‌کېدو، د هغه د کارکوونکو نیول‌کېدو او د دفترونو د تجهیزاتو د ضبطېدو امر شوی دی. په دغه مکتوب کې راغلي، چې اسلامي حزب د سیاسي ګوندونو د فعالیتونو د لغوه کېدو سربېره، خپل فعالیت ته دوام ورکړی دی.

ضیا د د دوشنبې ورځ په سالنګ کې د خپلو قوماندانانو او ځواکونو د وژنې د دویمې کلیزې په مناسبت په مراسمو کې ادعا وکړه، چې «د طالبانو واکمني ختمېدو ته نږدې شوې ده.»

د ازادۍ جبهې مشر په دې ټینګار سره چې څلور کاله د طالبانو د پېژندلو لپاره کافي وخت و، وويل: «طالبان د اصلاح منونکي نه دي. موږ باید د دوی په رژیم کې د بدلون یا اصلاحاتو تمه ونه لرو.»

هغه د پاکستان د برخلیک ته په اشارې چې له طالبانو یې ملاتړ کړی، وويل چې د سيمې هېوادونه باید له طالبانو ملاتړ ونه‌کړي. نوموړي په دې تړاو زیاته کړه: «طالب د هېچا ملګری نه‌دی. هر چا چې دې ډلې ته ډېرې پيسې ورکړي، له هماغه سره یوځای کېږي.»

ضیا ویلي، چې د جمهوري نظام په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان له خاورې څخه د سيمې پر هېوادونو هېڅ بريد نه دی شوی، خو په تېرو څلورو کلونو کې د سیمې په ټولو هېوادونو کې بریدونه شوي، چې سرچینه یې له افغانستان دی.

یاسین ضیا د خپلې وینا په یوې برخه کې وايي، چې له طالبانو څخه د داعش د ځپلو لپاره د هېوادونو تمې ناسمې دي او په وینا یې، «طالبان او داعش د یوې سکې دوه اړخونه دي. نړۍ باید له طالبانو څخه دا تمه ونه کړي چې له داعش سره به مبارزه وکړي.»

د یادونې ده، چې د ازادۍ جبهې نن (دوشنبه) د احمد مسعود، یونس قانوني او یو شمېر سیاسي مشرانو په ګډون انلاین غونډه ترسره کړې ده. دا غونډه د ۱۴۰۲ کال په سالنګ کې د طالبانو د برید په ترڅ کې کې د اکمل امیر په ګډون د نوموړې جبهې د اووه غړو د وژل‌کېدو کلیزې په مناسبت جوړ شوې ده.

پاکستان له طالبانو سره په لوړه کچه دوه اړخیزې خبرې بیا پیلوي

۲۵ وری ۱۴۰۴ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۵، ۱۳:۳۰ GMT+۱

د پاکستان د مشرانوجرګې د بهرنیو اړیکو دایمي کمیټې رییس عرفان صدیقي ویلي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې په تدریج سره بېرته ښې کېږي. نوموړی وايي، چې له طالبانو سره په لوړه کچه خبرې بیا پیلیږي.

د پاکستان د مشرانو جرګې د رپوټ له مخې، د دوشنبې په ورځ د تړلو دروازو تر شا په دې ناسته کې له افغانستان سره د پاکستان د دیپلوماتیکو هڅو وضعیت وارزول شو او د افغانستان لپاره د اسلام اباد ځانګړي استازي محمد صادق کمېټې ته معلومات ورکړل او د غړو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

محمد صادق ویلي، چې له طالبانو سره یې فعال تماسونه دوام لري او د راتلونکې لپاره د اړیکو د ښه والي هیله شته.

د پاکستان د مشرانوجرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس عرفان صدیقي د کمیټې له غونډې وروسته رسنیو ته په خبرو کې وویل، چې « د افغانستان لپاره ځانګړي استازي صادق خان کمیټې ته د دواړو هېوادونو د تازه اړیکو په اړه معلومات ورکړل ».

د پاکستان د دنیا ټلویزیون د رپوټ له مخې، محمد صادق ویلي چې د لوړې کچې لیدنې په جریان کې دي، چې موخه یې دوه اړخیزې خبرې اترې بیا پیل کول دي.

هغه زیاته کړې چې پاکستان د تحریک طالبان پاکستان د ملاتړ موضوع په کلکه له طالبانو سره شریکه کړې او اوس طالبان د پاکستان د اندېښنو په اړه د درک مرحلې ته نږدې شوي دي.

نوموړي همداراز ویلي چې ډېر ژر به د افغانستان په اړه یوه بله ناسته هم وشي.

په تېرو اتو میاشتو کې؛ له پاکستان نه افغانستان ته صادرات ۸۴ سلنه زیات شوي

۲۵ وری ۱۴۰۴ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۵۷ GMT+۱

د پاکستان د دولتي بانکد معلوماتو له مخې، له پاکستان نه افغانستان ته د توکو او خدماتو صادرات د روان مالي کال (۲۰۲۴-۲۵) په لومړیو اتو میاشتو کې ۸۴،۲۵ سلنه زیات شوي، چې له مخې یې د صادراتو ټول ارزښت ۵۹۲،۸ میلیونه امریکايي ډالرو ته رسېدلی.

په تېر مالي کال (۲۰۲۳-۲۴) کې د همدې مودې صادرات ۳۲۱،۷ میلیونه ډالر وو، خو د روان کال له جولای نه تر فبرورۍ پورې دا کچه نږدې دوه برابره شوې.

د نېشن د رپوټ له مخې، د کال پر کال پر بنسټ، یوازې د ۲۰۲۵ د فبرورۍ په میاشت کې هم صادرات ۲،۹سلنه زیات شوي، چې له ۳۴،۹۶ میلیونه ډالرو نه ۳۵،۹۷ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، خو د میاشت پر میاشت پر بنسټ معلوماتو له مخې، د جنورۍ په پرتله په فبروري میاشت کې صادرات ۳۱،۵۴ سلنه کم شوي، ځکه د جنورۍ د صادراتو ارزښت ۵۲،۵۵ میلیونه ډالره و.

نېشن وايي، چې که څه هم په یوه میاشت کې کموالی لیدل شوی، خو د کال مجموعي زیاتوالی د افغانستان بازار ته د پاکستاني توکو د بیا لاسرسي نښه ګڼل کېږي.

بل‌خوا، له افغانستان نه پاکستان ته واردات هم په چټکۍ سره زیات شوي.

له جولای نه تر فبروري میاشتې پورې د پاکستان واردات ۱۸،۲ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، چې د تیر کال د ۵،۴۷ میلیونه ډالرو په پرتله ۲۳۲،۴۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

رپوټ وايي، چې یوازې په فبروري میاشت کې واردات ۳،۰۰۸ میلیونه ډالره ثبت شوي، حال دا چې تېر کال په همدې میاشت کې دا شمېر یوازې ۰،۳۱۰ میلیونه ډالره و، چې۸۷۰،۴ سلنه زیاتوالی ښیي.

اقتصادپوهان وايي، دا واردات زیاتره په کرنیزو محصولاتو لکه وچو مېوو او سکرو پورې تړلي دي، چې له افغانستان نه پاکستان ته ځي.

په ټوله کې پاکستان له نورو هېوادونو سره خپل ټول صادرات د مالي کال په لومړیو اتو میاشتو کې ۷،۱۸ سلنه زیات کړي، چې له ۲۰،۳۵۷ میلیاردو ډالرو نه ۲۱،۸۲۰ میلیاردو ډالرو ته رسېدلي.

پاکستان له اوږده مهاله راهیسې د افغانستان د میوو د فصل پرمهال معمولا له افغانستان سره په سرحدي شخړو کې ښکیل پاتې شوی، چې د افغان مېوو پر صادراتو یې ناوړه اغیز کړی.