طالبانو په غور او غزني ولایتونو کې د «لواطت» په تور څلور کسان په دُرو وهلي دي

طالبانو په غور او غزني ولایتونو کې د «لواطت» په تور څلور کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

طالبانو په غور او غزني ولایتونو کې د «لواطت» په تور څلور کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې له یاد شمېر کسانو څخه دوه تنه یې د غور ولایت په پسابند ولسوالۍ کې په څه باندې یوې - یوې میاشتې تنفیذي بند او ۱۵-۱۵ دُرو محکوم شوي و.د خبرپاڼې له مخې، په غزني ولایت کې دوه نور کسان چې هم په دُرو وهل شوي، یو یې په اتو میاشتو تنفیذي بند او شلو دُرو او بل یې په شپږو میاشتو تنفیذي بند او ۱۵ دُرو محکوم شوی و.دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پر یادو څلورو کسانو سربېره په تېره یوه اوونۍ کې شل کسان په خوست، جوزجان، میدان وردګو، سرپل او فاریاب ولایتونو کې په عام محضر کې په دُرو وهلي او په بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې یې څلور تنه نور د قتل په تور اعدام کړي دي.طالبان دغه سزاوې د خپل مشر هبتالله اخوندزاده په امر عملي کوي.څو ورځې وړاندې هم د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ، د بښنې نړۍوال سازمان او یوناما په خپلو خپرو کړو اعلامیو کې په افغانستان کې د اعدامونو دوام غندلي او د دې سزاوو د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.د دې غوښتنو په ځواب کې بیا د طالبانو سترې محکمې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دا دریځ «نامنصفانه او حیرانوونکې» بللې ده، چې قصاص یې د انساني کرامت خلاف چاره بللې وه.طالبان وايي، قصاص او نورې بدني سزاوې «د ولس غوښتنې دي او هېڅ بهرنی لوری د دوی دین او قضا کې د مداخلې حق نه لري.»


د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا د طالبانو لهخوا د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د دفترونو تړلکېدو ته په اشارې وايي، چې دا ډله د تعامل اهل او اصلاح منونکې نه ده. نوموړي د طالبانو رژيم پرځېدل د حللاره بللې او حکمتيار ته یې بلنه ورکړې، چې د دغې ډلې پر ضد له ازادۍ جبهې سره يوځای شي.
د ګلبدین حکمتیار زوی حبیبالرحمان حکمتیار د دوشنبې په ورځ یو مکتوب خپور کړ، چې پهکې د طالبانو د عدلیې وزارت لهخوا د اسلامي حزب مشر د دفتر تړلکېدو، د هغه د کارکوونکو نیولکېدو او د دفترونو د تجهیزاتو د ضبطېدو امر شوی دی. په دغه مکتوب کې راغلي، چې اسلامي حزب د سیاسي ګوندونو د فعالیتونو د لغوه کېدو سربېره، خپل فعالیت ته دوام ورکړی دی.
ضیا د د دوشنبې ورځ په سالنګ کې د خپلو قوماندانانو او ځواکونو د وژنې د دویمې کلیزې په مناسبت په مراسمو کې ادعا وکړه، چې «د طالبانو واکمني ختمېدو ته نږدې شوې ده.»
د ازادۍ جبهې مشر په دې ټینګار سره چې څلور کاله د طالبانو د پېژندلو لپاره کافي وخت و، وويل: «طالبان د اصلاح منونکي نه دي. موږ باید د دوی په رژیم کې د بدلون یا اصلاحاتو تمه ونه لرو.»
هغه د پاکستان د برخلیک ته په اشارې چې له طالبانو یې ملاتړ کړی، وويل چې د سيمې هېوادونه باید له طالبانو ملاتړ ونهکړي. نوموړي په دې تړاو زیاته کړه: «طالب د هېچا ملګری نهدی. هر چا چې دې ډلې ته ډېرې پيسې ورکړي، له هماغه سره یوځای کېږي.»
ضیا ویلي، چې د جمهوري نظام په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان له خاورې څخه د سيمې پر هېوادونو هېڅ بريد نه دی شوی، خو په تېرو څلورو کلونو کې د سیمې په ټولو هېوادونو کې بریدونه شوي، چې سرچینه یې له افغانستان دی.
یاسین ضیا د خپلې وینا په یوې برخه کې وايي، چې له طالبانو څخه د داعش د ځپلو لپاره د هېوادونو تمې ناسمې دي او په وینا یې، «طالبان او داعش د یوې سکې دوه اړخونه دي. نړۍ باید له طالبانو څخه دا تمه ونه کړي چې له داعش سره به مبارزه وکړي.»
د یادونې ده، چې د ازادۍ جبهې نن (دوشنبه) د احمد مسعود، یونس قانوني او یو شمېر سیاسي مشرانو په ګډون انلاین غونډه ترسره کړې ده. دا غونډه د ۱۴۰۲ کال په سالنګ کې د طالبانو د برید په ترڅ کې کې د اکمل امیر په ګډون د نوموړې جبهې د اووه غړو د وژلکېدو کلیزې په مناسبت جوړ شوې ده.

د پاکستان د مشرانوجرګې د بهرنیو اړیکو دایمي کمیټې رییس عرفان صدیقي ویلي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې په تدریج سره بېرته ښې کېږي. نوموړی وايي، چې له طالبانو سره په لوړه کچه خبرې بیا پیلیږي.
د پاکستان د مشرانو جرګې د رپوټ له مخې، د دوشنبې په ورځ د تړلو دروازو تر شا په دې ناسته کې له افغانستان سره د پاکستان د دیپلوماتیکو هڅو وضعیت وارزول شو او د افغانستان لپاره د اسلام اباد ځانګړي استازي محمد صادق کمېټې ته معلومات ورکړل او د غړو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
محمد صادق ویلي، چې له طالبانو سره یې فعال تماسونه دوام لري او د راتلونکې لپاره د اړیکو د ښه والي هیله شته.
د پاکستان د مشرانوجرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس عرفان صدیقي د کمیټې له غونډې وروسته رسنیو ته په خبرو کې وویل، چې « د افغانستان لپاره ځانګړي استازي صادق خان کمیټې ته د دواړو هېوادونو د تازه اړیکو په اړه معلومات ورکړل ».
د پاکستان د دنیا ټلویزیون د رپوټ له مخې، محمد صادق ویلي چې د لوړې کچې لیدنې په جریان کې دي، چې موخه یې دوه اړخیزې خبرې اترې بیا پیل کول دي.
هغه زیاته کړې چې پاکستان د تحریک طالبان پاکستان د ملاتړ موضوع په کلکه له طالبانو سره شریکه کړې او اوس طالبان د پاکستان د اندېښنو په اړه د درک مرحلې ته نږدې شوي دي.
نوموړي همداراز ویلي چې ډېر ژر به د افغانستان په اړه یوه بله ناسته هم وشي.

د پاکستان د دولتي بانکد معلوماتو له مخې، له پاکستان نه افغانستان ته د توکو او خدماتو صادرات د روان مالي کال (۲۰۲۴-۲۵) په لومړیو اتو میاشتو کې ۸۴،۲۵ سلنه زیات شوي، چې له مخې یې د صادراتو ټول ارزښت ۵۹۲،۸ میلیونه امریکايي ډالرو ته رسېدلی.
په تېر مالي کال (۲۰۲۳-۲۴) کې د همدې مودې صادرات ۳۲۱،۷ میلیونه ډالر وو، خو د روان کال له جولای نه تر فبرورۍ پورې دا کچه نږدې دوه برابره شوې.
د نېشن د رپوټ له مخې، د کال پر کال پر بنسټ، یوازې د ۲۰۲۵ د فبرورۍ په میاشت کې هم صادرات ۲،۹سلنه زیات شوي، چې له ۳۴،۹۶ میلیونه ډالرو نه ۳۵،۹۷ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، خو د میاشت پر میاشت پر بنسټ معلوماتو له مخې، د جنورۍ په پرتله په فبروري میاشت کې صادرات ۳۱،۵۴ سلنه کم شوي، ځکه د جنورۍ د صادراتو ارزښت ۵۲،۵۵ میلیونه ډالره و.
نېشن وايي، چې که څه هم په یوه میاشت کې کموالی لیدل شوی، خو د کال مجموعي زیاتوالی د افغانستان بازار ته د پاکستاني توکو د بیا لاسرسي نښه ګڼل کېږي.
بلخوا، له افغانستان نه پاکستان ته واردات هم په چټکۍ سره زیات شوي.
له جولای نه تر فبروري میاشتې پورې د پاکستان واردات ۱۸،۲ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، چې د تیر کال د ۵،۴۷ میلیونه ډالرو په پرتله ۲۳۲،۴۶ سلنه زیاتوالی ښيي.
رپوټ وايي، چې یوازې په فبروري میاشت کې واردات ۳،۰۰۸ میلیونه ډالره ثبت شوي، حال دا چې تېر کال په همدې میاشت کې دا شمېر یوازې ۰،۳۱۰ میلیونه ډالره و، چې۸۷۰،۴ سلنه زیاتوالی ښیي.
اقتصادپوهان وايي، دا واردات زیاتره په کرنیزو محصولاتو لکه وچو مېوو او سکرو پورې تړلي دي، چې له افغانستان نه پاکستان ته ځي.
په ټوله کې پاکستان له نورو هېوادونو سره خپل ټول صادرات د مالي کال په لومړیو اتو میاشتو کې ۷،۱۸ سلنه زیات کړي، چې له ۲۰،۳۵۷ میلیاردو ډالرو نه ۲۱،۸۲۰ میلیاردو ډالرو ته رسېدلي.
پاکستان له اوږده مهاله راهیسې د افغانستان د میوو د فصل پرمهال معمولا له افغانستان سره په سرحدي شخړو کې ښکیل پاتې شوی، چې د افغان مېوو پر صادراتو یې ناوړه اغیز کړی.

د طالبانو عدلیې وزارت په کندز ولایت کې د حزب اسلامي دفترونو د بندولو او د هغو د املاکو د مصادرې حکم ورکړی دی. په حکم کې ویل شوي چې د یاد ګوند په نامه فعالیت کوونکي دې تر «توبې اېستلو» بندیان شي.
د عدلیې وزارت له لوري د کندز ولایت عدلیې ریاست ته په۴۳۲۸/۲۹۵۷ مه ګڼه استول شوي مکتوب کې ویل شوي چې د اسلامي امارت د کابینې د وروستۍ پرېکړې له مخې، ټول سیاسي ګوندونه منحل شوي او د سیاسي احزابو د چارو ریاست تشکیل هم له وزارت څخه ایستل شوی دی.
په مکتوب کې امر شوی چې د حزب اسلامي تر نامه لاندې هر دفتر چې فعالیت لري، هغه باید مهر او لاک شي او د دفتر ټول تجهیزات یې د عدلیې ریاست ته وسپارل شي.
په مکتوب کې راغلي، هر څوک چې د حزب اسلامي تر عنوان لاندې فعالیت کوي، باید ونیول شي او تر هغه په توقیف کې وساتل شي، چې له خپل عمل نه یې «توبه» نه وي ایستلې.
وزارت سپارښتنه کړې، چې دغه اجراات باید د ولایت مقام او استخباراتو له ریاست سره په همغږۍ ترسره شي.
مکتوب دغه راز ټینګار کوي، چې که په کوم ولایت کې د حزب اسلامي دفتر نه وي او څوک د حزب اسلامي په نامه فعالیت کوي، هغه خلک باید وپېژندل شي او زندان ته واچول شي.
د حکمتیار د زوی غبرګون
د عدلیې وزارت ددغه حکم په غبرګون کې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب رحمان حکمتیار پر طالبانو توندې نیوکې کړې دي.
هغه پر طالبانو تور پورې کړی چې د پخوانیو کمونستي رژیمونو سیاستونه تکراروي.
نوموړی زیاتوي، « دوی هم وايي، چې اسلامي امارت، خو د عدالت او اسلامي حقونو درک نشته. حکومت کول یوازې د طالب حق دی، کادرونه او سلګونه زره ځوانان له هېواده تېښتي».
حبیب رحمان حکمتیار د حزب اسلامي د مشر پر انځورونو، کتاب لوستو او نورو فعالیتونو بندیزونه احمقانه بللي او وايي، طالبان د خلکو له غږ او نیوکو ویریږي، خو د دیکتاتورو نظامونو عمر لنډ دی.
د حکمتیار زوی وايي، چې طالبان د خپلې نسکورېدا لارې پخپله برابروي او وضعیت به داسې حد ته ورسیږي چې همغه ځانمرګي بریدونه به پر دوی کیږي.
حکمتیار پر خپل اېکس د مکتوب له خپرولو سره یوځای ولیکل، « دا خلک همغه کار کوي چې کمونستانو کاوه، د خلق دیموکراتیک ګوند چې پر دیموکراسۍ یې هېڅ باور نه درلود، ویل چې یا له موږ سره یا زموږ دښمن. ننني طالب مشران هم دا وایي چې حکومت یوازې د طالب حق دی».

د عدلیې وزارت او حزب اسلامي ترمنځ ناندرۍ
طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې واک یې ترلاسه کړی، پر ښځو، مدني ټولنې، سیاسي ګوندونو، فعالانو، خبریالانو او د بیان پر ازادۍ فشار زیات کړی دی.
د طالبانو عدلیې وزارت د ۱۴۰۳ کال په وري میاشت کې په یوه اعلامیه کې وویل، چې د دوی له واكمنېدو سره هممهاله په ټول هېواد کې د سياسي ګوندونو فعاليت منع شوی او د دغه وزارت په اډانه کې د سیاسي ګوندونو اړوند ریاست هم له تشكيلاتو اېستل شوی دی.
طالبانو د ګوندونو په نوم هر ډول کړنه ناقانونه وګڼله اوخبرداری یې ورکړ، چې که د کومې ډلې لهخوا پر دغه شان دریځونو ټینګار کېږي له « قانوني او شرعي چلند» سره به مخامخ شي.
دغه اعلان د دې ډلې د عدلیې وزارت او د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي ګوند تر منځ له ناندریو وروسته وشو، چې په پایله کې یې د حزب اسلامي دفتر، ټلویزیون، پوهنتون او روغتون وتړل شول او حکمتیار اړ وت چې د لنډ وخت لپاره په وزیر اکبرخان کې د سراج الدین حقاني یوه مېلمستون ته کډه ولیږدوي.
د حزب اسلامي مشر حکمتیار، چې پخوا د افغان کورنۍ جګړې مهم لوبغاړی و، د ۲۰۱۷ کال په مې کې له پخواني حکومت سره د سولې تړون په پایله کې کابل ته راغی او بیا ورته قانوني سیاسي موقف ورکړل شو، خو اوس یې دا حقوق د طالبانو له لوري لغو شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر وايي، د واکسین لګولو سره د ماشومانو مړینه په ۱۹۹۰ کې له ۱۱ ملیون څخه په ۲۰۲۲ کې ۴.۵ ملیونو ته راټیټه شوې ده. د ټیډروس ادهانوم په وینا، دا احصایه په تیرو دریو لسیزو کې د ماشومانو په مړینه کې ۵۵ سلنه کمښت څرګندوي.
تر دې مخکې د روغتيا نړيوال سازمان د ماشومانو د روغتيا په برخه کې د ورو پرمختګ په اړه اندېښنه ښودلې وه او اعلان يې کړی و، چې په وروستيو کلونو کې د ماشومانو د ژوندي پاتې کېدو د ښه والي بهير ته پام نه دی شوی او په پايله کې به ۵۹ هېوادونه ونه شي کولای چې له پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو د مړينې د کمولو د دوامدار پرمختګ هدف ترلاسه کړي.
دغه نړيوال سازمان اوسنيو حالاتو ته په ټينګار سره د روغتيايي خدمتونو د کچې د لوړولو او د ماشومانو او تنکيو ماشومانو لپاره د روغتيايي خدمتونو د کيفيت د لوړولو لپاره بېړني قدام غوښتنه وکړه.
د دغه سازمان د راپور له مخې، ساري ناروغۍ لکه سخت تنفسي انتانات، اسهال، ملاریا، له وخت مخکې زیږون د اختلاطاتو سربیره، د زیږون په وخت کې ساه لنډي او په پایله کې ټپونه لا هم د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو کې د مړینې اصلي لاملونه دي.
په همدې حال کې افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه پکې د اندېښنې وړ ده.
د روغتیایی خدماتو پراخه نشتوالی، د اغیزمنو روغتیایی زیربناوو نشتوالی، اوږدمهاله فقر او لومړنیو روغتیایی خدمتونو ته د کورنیو نه لاسرسی د دې بحران له مهمو عواملو دی.
سربیره پردې، د ښځو په وړاندې د طالبانو سخت محدودیتونه، په ځانګړې توګه طبي خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې، د میندو او ماشومانو روغتیا جدي ګواښي او په دې زیانمنه ډله کې د مړینې د زیاتوالي لامل شوی.
د روانې میاشتې په پیل کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق په طبي برخو کې د ښځو پر زدکړو د بندیزونو پر لګولو نیوکه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې که دغه بندیزونه دوام وکړي، سږ کال به تر ۵۰۰۰ ډېرې میندې او ماشومان مړه شي.
دغه اداره وايي، د بندیزونو دوام به د لږ تر لږه ۱۶۰۰ میندو او ۳۵۰۰ ماشومانو د مړینې لامل شي.