ټرمپ: زېلېنسکي باید «له ځانه ۲۰ ځله لوی هېواد» سره نه وای ښکېل شوی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو وار بیا پر اوکراین له روسیې سره د جګړې د پیلېدو له امله نیوکه کړې ده. نوموړي د دوشنبې په ورځ (د اپرېل ۱۴مه) د السلوادور له ولسمشر سره په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې زېلېنسکي باید «له ځانه ۲۰ ځله لوی هېواد» سره نه وای ښکېل شوی.