• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني راتلونکی لومړی وزیر وايي چې د کډوالو شمېر کموي

۲۵ وری ۱۴۰۴ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۵، ۱۴:۰۴ GMT+۱

فریدریښ مېرڅ، چې ټاکل شوې راتلونکې میاشت د جرمني نوی لومړی وزیر شي، ویلي چې جرمني باید په کلني ډول له ۱۰۰ زرو کم پناه غوښتونکي ومني، ځکه د هېواد عامه خدمتونه د کډوالو له امله اغیزمن شوي.

مېرڅ، چې مسیحي دیموکراتانو اتحادیې مشري کوي، د جرمني په مشهور تلویزیوني بحث «کارن میوزگا» کې وویل، ښوونځي، روغتونونه او ښارونه د اوکراین، سوریې او افغانستان له جګړو تښتېدلو کډوالو له زیاتوالي سره مقابله نشي کولای.

هغه ژمنه وکړه چې د پناه غوښتونکو کلنی شمېر به له ۱۰۰ زرو ښکته راولي.

ده وویل، « زموږ دریځ دا دی چې دا شمېر باید په ښکاره ډول راکم شي. دا نور باید شپږ رقمي نه وي، ښارونه، ټولنې، ښوونځي، روغتونونه او بنسټیز جوړښتونه تر فشار لاندې دي».

د جرمني د رسمي شمېرو له مخې، د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې پناه غوښتونکو کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی.

خو په تېرو ټاکنو کې د ښي افراطي کډوال ضد ګوند اې ایف ډي له دویم ځای ګټلو وروسته پر مېرڅ فشار زیات دی چې د کډوالو پر وړاندې لا سخت دریځ ونیسي.

له ټاکنو مخکې، څو بریدونو چې د پناه غوښتونکو او کډوالو له خوا شوي وو، د مهاجرت پر مساله کړکېچ زیات کړ.

ټیلیګراف تېره میاشت رپوټ ورکړ چې ممکن دغه بریدونه د روسیې له خوا تنظیم شوي وي، چې د اې ایف ډي ملاتړ زیات کړي.

فریدریښ مېرڅ، چې ۶۹ کلن پخوانی د بلاک‌راک اجرایوي رییس دی، د فبرورۍ په ټاکنو کې په اسانۍ بریالی شو او له سوسیال دموکراتانو (SPD) سره یې د ایتلافي حکومت تړون وکړ.

مېرڅ ویلي، د دغه ایتلاف له مخې به، جرمني له خپلو ځمکنيو پولو پناه غوښتونکي بېرته ستنوي، څو پر عامه خدماتو فشار کم شي او د کډوالو شمېر راټیټ شي.

خو د دغه تړون متن وايي چې دا کار باید د اروپايي اتحادیې له ګاونډیو هېوادونو، لکه اتریش، سره په همغږۍ وشي.

دغه ستر ایتلاف یا تور سور چې له سي ډي یو او اېس پي ډي ګوندونو جوړ دی، ژمن دی چې د ناقانونه کډوالو د ایستلو لپاره د « بېرته ستنولو عملیات» پیل کړي او د مهاجرت په سیاست کې یو «نوی مسیر» غوره کړي.

د اې ایف ډي مشرې الیسه وایدل دغه تړون « د تسلیمۍ سند » بللی او مېرڅ یې تورن کړی چې د ټاکنیز کمپاین ژمنې ماتوي.

تېره اونۍ ټیلیګراف ته دسي ډي یو یوه غړي، چې د ایتلاف په خبرو کې شامل و، وویل چې جرمني ښایي د اضطراري مادې «۷۲یمې مادې» له لارې پناه غوښتونکي له پولو بېرته وګرځوي.

ګونتر کرینګز وویل، « په تېرو لسو کلونو کې له څلورو میلیونو زیات پناه غوښتونکي او جګړه‌ځپلي جرمني ته راغلي، زموږ د مدغمولو وړتیا ختمه شوې، عامه نظم او داخلي امنیت سخت اغېزمن شوی».

هغه زیاته کړه چې د مخکیني صدراعظم اولاف شولڅ له خوا هم ۷۲یمه ماده د سرحدي تګ راتګ د کنټرول لپاره کارول شوې وه او دا ماده د هغو کسانو د عمومي رد لپاره هم کارېدلی شي چې قانوني ویزه نه لري.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د امریکا یوه ستر پانګوال شرکت په منځني ختیځ کې ډیویډ پټریوس خپل استازی وټاکه

۲۵ وری ۱۴۰۴ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۲۳ GMT+۱

د امریکا مشهور خصوصي پانګوال شرکت « کې کې ار » د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ډیویډ پتریوس به د دغه شرکت د منځني ختیځ د څانګې مشر وي، او همداراز یې په سیمه کې یو نوی پانګوال ټیم جوړ کړی، چې د خلیجي هېوادونود اقتصادي فرصتونو په لټه کې به وي.

دا اقدام داسې مهال دی، چې یو شمېر نور نړیوال پانګوال شرکتونه هم د خلیج په سیمه کې خپل موجودیت پراخوي.

د سیمې دولتونه هڅه کوي پر تېلو خپلې اقتصادي تکیې کمې کړي او پر نویو پانګوالو فرصتونو تمرکز وکړي.

د کې کې ار (Kohlberg Kravis Roberts & Co) شریک اجرایه رییسان جو بای او سکات نټل وايي، « موږ منځنی ختیځ د پانګونې لپاره یوه مخ پر ودې سیمه بولو؛ چیرې چې جوړښتي اصلاحات، پانګونې پلوه تګلارې او د نفوس مثبت بدلونونه د اقتصادي ودې چټکتیا لامل شوي».

دکولبیرګ سیمه‌ییزه پانګواله ډله به د جولین بارت دوې له خوا رهبري کېږي او هدف به یې د خلیج همکارۍ شورا هېوادونو کې پانګونې او د شراکت فرصتونه وي.

یاد شرکت دا مهال په دوبۍ او د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې دفترونه لري.

د رویټرز د رپوټ له مخې، کې کې ار پخوا ژمنه کړې چې له دوبۍ مېشت معلوماتي شرکت (Global Data Hub) سره به یو ځای ۵ میلیارده ډالره پانګونه وکړي، څو د معلوماتي مرکزونو بنسټ پراخ کړي.

پتریوس: له جګړې تر پانګونې

ډیویډ پتریوس، چې پخوا د امریکا د استخباراتي ادارې مشر و او همداراز د افغانستان او عراق جګړو د مهال لوړپوړی قوماندان پاتې شوی، اوس د کې کې ار نړیوال انسټیټیوټ رییس دی.

پتریوس په ۲۰۱۲ کال کې د شخصي ژوند له امله له سي ای اې استعفا ورکړه، خو اوس یو خورا با تجربه او نفوذي شخص ګڼل کېږي چې د منځني ختیځ له جیوپولیټیک سره ژوره اشنايي لري.

د کې کې ار ترڅنګ، نور شرکتونه هم دې سیمې ته وارد شوي، چې بلاک راک، پیرمیرا او جنرال اتلانتیک پکې شامل دي.

دا ټول اقدامات ښيي چې خلیج اوس یوازې د پانګوالو د پانګې جلبولو سیمه نه، بلکې د پانګونې مستقیم هدف ګرځېدلی.

کې کې ار هدف لري چې د راتلونکو پنځو کلونو په موده کې خپله شتمني تر یو تریلیون ډالرو پورې ورسوي.

دغه شرکت په بدیلې پانګونې، خصوصي ونډو، ثابت عاید، بنسټیزو زیربناوو، رېښتیني شتمنۍ او نورو برخو کې کار کوي. یاد شرکت پر۱۹۷۶میلادي کال په نیویارک کې د جروم کولبرګ، هنري کرېویس او جورج رابرټس له خوا تاسیس شوی او له ۵۰۰ میلیارد ډالرو ډېرې شتمنۍ لري.

یو پاکستاني الاصله امریکایي د عمران خان، پوځ او حکومت ترمنځ د روغې جوړې هلې ځلې کوي

۲۵ وری ۱۴۰۴ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۷:۱۲ GMT+۱

پاکستانۍ رسنۍ وایي، د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان چې دا مهال په زندان کې دی؛ د تېر کال په نومبر میاشت کې له یوه پاکستاني توکمي امریکایي سره لیدلي او هغه اوس د پوځ په ګډون د شهباز شریف حکومت سره د روغې جوړې پر خبرو اترو بوخت دی.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې دغه کس د تحریک انصاف ګوند او حکومت ترمنځ د اړیکو په ښه‌والي کې ځانګړی رول پرمخ وړي.

د پاکستانۍ ده نیوز ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه خبرې د دې لپاره شوې چې د تحریک انصاف او واکمنو ادارو ترمنځ روان کړکېچ پای ته ورسېږي او د عمران خان خوشې کېدو ته هم زمینه برابره شي.

راپور کې راغلي، چې د مارچ میاشتې په درېیمه اوونۍ کې له عمران خان سره د یو شمېر پاکستاني توکمه امریکایانو یوې ډلې څو ځله د راولپنډۍ په اډیاله زندانه کې لیدلي دي.

ویل کېږي، دغه لیدنې له هغو کسانو سره شوې چې اوس د مذاکراتو په بهیر کې مهمه ونډه لري.

په دغو هڅو کې هغه کسان هم شامل دي، چې له عمران خان سره شخصي دوستانه اړیکې لري او د اوږدې مودې راهیسې یې مالي ملاتړ کوي.

په دې کسانو کې په امریکا کې د خوړو او جایدادونو مشهور کاروباري تنویر احمد، په امریکا کې د تحریک انصاف ګوند مېشت مخکښ غړی عاطف خان، سردار عبدالسمېع، ډاکټر عثمان ملک، ډاکټره سایره بلال او ډاکټر محمد منیر شامل دي.

پاکستانۍ رسنۍ زیاتوي، د نومبر میاشتې په دغه لیدنه کې عمران خان دا درک کړه چې له حکومت او پوځي ادارو سره روغې جوړې ته اړتیا شته.

هغه چمتووالی هم ښودلی، چې شته ستونزې د خبرو له لارې حل شي.

ویل کېږي عمران خان د سیاسي فشار راوستو لپاره هڅه کړې وه، چې په اسلام اباد کې به پراخ لاریونونه د ده خوشې کېدو ته زمینه برابره کړي. 

د خېبر پښتونخوا درې مهمو چارواکو هم عمران خان ته دا باور ورکړی و، چې تحریک انصاف به په اسلام اباد کې د لاریون په ترسره کولو سره د هغه خوشې کېدل حتمي کړي؛ خو داسې ونشول.

ویل کېږي، چې عمران پر دغو ژمنو د خپل باور له مخې هغه مهال له پاکستاني توکمه امریکایانو سره خپلې خبرې هم ځنډولې وې.

د ټرمپ تعرفې؛ تر یو مېلیارد ډالرو ډېر ارزښت لرونکي پاکستاني صادرات یې له ګواښ سره مخ کړي

۲۵ وری ۱۴۰۴ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۴:۳۷ GMT+۱

د پاکستان د اقتصادي څېړنو دولتي موسسې (PIDE) خبرداری ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له‌خوا د پاکستاني صادراتي توکو پر وړاندې د تعرفو د زیاتولو وروستۍ پرېکړه به د دغه هېواد پر صادراتو ویجاړونکی اغېز وکړي.

دغه ګام د پاکستان د بېلابېلو صادراتو لپاره د ګواښ جدي زنګ بلل شوی.

د ډان ورځپاڼې په راپور کې راغلي، چې یاده اداره په یوه څېړنیز یادښت کې لیکي:« د پاکستان د سوداګرۍ دننه طوفان را روان دی.»

راپور زیاتوي، چې د امریکا له‌خوا وړاندیز شوې متقابله تعرفه به د پاکستان اقتصاد له بې‌ ثباتۍ، پراخې بې‌ کارۍ او د بهرنیو عوایدو له جدي کمښت سره مخ کړي.

د «امریکا له لوري د تعرفو یو اړخیز لوړېدل او د پاکستان پر صادراتو یې اغېز» تر عنوان لاندې څېړنه چې ډاکټر محمد ذېشان، ډاکټر شجاعت فاروق او ډاکټر عثمان قادري کړې ښيي؛ که د امریکا ۲۹ سلنه اضافي تعرفې عملي شي، د MFN (ملتونو ته د مساوي امتیاز) له مخې د اوسنۍ ۸.۶ سلنه تعرفې سره یوځای، ټولیزه تعرفه به ۳۷.۶ سلنې ته ورسېږي.

د دې په پایله کې شونې ده، چې امریکا ته د پاکستان صادرات له ۲۰ تر ۲۵ سلنه پورې راکم شي او دا به پاکستان ته په کال کې له ۱.۱ څخه نیولې ښايي تر ۱.۴ مېلیارد ډالرو پورې مالي زیان ورسوي. د نساجۍ (ټوکر، جامو) سکټور به تر ټولو زیات زیان وویني.

په ۲۰۲۴ مالي کال کې پاکستان امریکا ته د ۵.۳ مېلیارد ډالرو ارزښت لرونکي توکي صادر کړي او امریکا لا هم د پاکستان تر ټولو لوی انفرادي صادراتي بازار پاتې شوی.

د دغه صادراتو لویه برخه ټوکر او جامې جوړوي، چې تر دې وړاندې هم تر ۱۷ سلنه پورې تعرفو سره مخ وو.

د PIDE څېړنه خبرداری ورکوي، چې دغه اقتصادي ګواښ یوازې د نساجۍ سکټور پورې محدود نه دی؛ بلکې ستر شرکتونه لکه «نیشات مېلز» او «انټرلوپ» کېدای شي اړ شي، چې خپل تولید کم کړي چې دا کار د ۵۰۰ زره خلکو دندې له ګواښ سره مخ کوي.

همداراز، نور صادراتي توکي لکه څرمن، وریجې، جراحي وسایل او ورزشي توکي هم له دې ګواښه خوندي نه دي.

خو PIDE دا ناورین د سټراټېژیک بدلون لپاره یوه موقعه بولي.

یاده اداره وړاندیز کوي، چې پاکستان باید په لنډمهاله توګه له امریکا سره د لوړپوړو ډېپلوماټیکو اړیکو له لارې دغه موضوع حل کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پخوانیو سوداګریزو اړیکو ساتنه وکړي.

د بېلګې په توګه امریکا په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۱۸۱ مېلیونه ډالرو په ارزښت پنبه پاکستان ته صادره کړې، چې اوس تر ګواښ لاندې ده.

پاکستان کولای شي، چې د امریکا له‌خوا د واردېدونکو توکو لکه ماشینونو، سکریپ فلزاتو او تېلو پر وارداتي تعرفو د کمښت له لارې د خبرو اترو فضا برابره کړي.

همداراز د دې لپاره باید هڅه وشي، چې پاکستاني شرکتونه دې امریکايي توکي لکه پنبه او نخ ډېر وکاروي؛ څو د تعرفو د معافیت چانس ډېر شي.

په اوږدمهاله توګه PIDE ټینګار کوي، چې پاکستان باید د صادراتو توکي او بازارونه متنوع کړي. نوې سیمې لکه اروپايي ټولنه، چین، افریقا او منځني ختیځ چې په بېلابېلو برخو لکه؛ معلوماتي ټکنالوژي، حلال خواړه، پروسس شوي خوراکي توکي او ورزشي وسایلو کې د ودې لپاره ستر فرصتونه لري.

راپور دا هم وايي، چې باید د انرژۍ او ټرانسپورټ لګښتونه کم شي، مقررات ساده شي، نوښت او ټکنالوژي ته وده ورکړل شي.

همداراز له امریکا سره باید یوه هر اړخیزه سوداګریزه سټراټېژي جوړه شي، چې د ټکنالوژۍ، کرنې، انرژۍ او ارزښت لرونکو تولیداتو برخو کې ګډ کار یقیني کړي.

په نړۍواله کچه PIDE یادونه کوي، چې د امریکا وړاندیز شوې تعرفې د سوداګرۍ نړۍوال سازمان (WTO) د اجازې ورکړل شوې کچې ۳.۴ سلنې څخه زیاتې دي او دا کار کېدای شي له څو اړخیزو سوداګریزو قوانینو سرغړونه وي. که څه هم پاکستان کولای شي له WTO سره قانوني دعوه وکړي؛ خو محدودو مالي سرچینو یې دا کار ستونزمن کړی دی.

د‌ پاکستان دغه اندېښنې داسې مهال دي، چې کارپوهان باور لري یاد هېواد تر دغو تعرفو دمخه هم ستر اقتصادي کړکېچ سره مخ و او نړۍوال پورونه هم پرې ډېر شوي دي.

نه یوازې له اقتصادي پلوه؛ بلکې په دغه هېواد کې د نا امنیو ډېرېدو او سیاسي کړکېچ د پراخېدو په تړاو هم څرګندونې شوې دي.

د امریکا او ایران تر منځ د خبرو اترو دویم پړاو به د شنبې په ورځ په روم کې ترسره شي

۲۵ وری ۱۴۰۴ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۴۴ GMT+۱

اکسیوس د دوو باخبرو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د امریکا او ایران تر منځ د خبرو اترو دویم پړاو به د شنبې په ورځ په روم کې ترسره شي.

یوې سرچینې په عمان کې د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي سټیو ویټکاف او د ایران د بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي ترمنځ خبرې اترې مهمې، جدي او غوره وبللې.

یوې بلې سرچینې بیا وویل، ایران باید د اټومي وسلو له ترلاسه کولو ځان وساتي.

نوموړي زیاته کړه، چې له دغو ګامونو څخه یو هم د ایران د ۶۰ سلنې غني شوي یورانیمو د زېرمو کمول دي.

د وال سټریټ ژورنال خبریال لارنس نارمن مخکې راپور ورکړی و، چې د خبرو بل پړاو به احتمالا په ویانا کې ترسره شي، مګر دا خبر تر اوسه کره نه دی.

د اکسیوس راپور وايي، چې د ټرمپ اداره په عمان کې د خبرو اترو له لومړي پړاو څخه راضي و، ځکه چې دوی د پلان سره سم پرمخ تللي او خپل هدف یې له غیر مستقیم منځګړیتوب څخه مستقیمو خبرو ته اړولی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ایراني چارواکو تر دې وړاندې د یوې نوې هوکړې په چوکاټ کې د امریکا د بندیزونو د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه کړې وه.

یاد چارواکي غواړي، چې خپلو بندو میلیاردونو ډالرو شتمنیو ته لاسرسی پیدا کړي او همداراز امریکا پر هغو چینايي شرکتونو هم فشار پای ته ورسوي، چې د ایران نفت پېرې.

په برېتانیا کې له ۷۰ کلونو وروسته د نیتازین نومې خطرناکې نشه‌يي مادې استعمال زیات شوی

۲۵ وری ۱۴۰۴ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۰:۲۹ GMT+۱

ډیلي میل ورځپاڼه راپور ورکوي، چې په افغانستان کې د نشه یي توکو په تولید کې له کموالي وروسته په برېتانیا کې له ۷۰ کلونو وروسته د وژونکي صنعتي نشه یي توکي استعمال یو ځل بیا زیات شوی دی. دا مخدره مواد د هیروینو په پرتله دوه زره ځله ډېر ځواکمن او خورا وژونکی دی.

دا صنعتي توکي د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۰ کال کې د افیوني اراموونکو درملو په بڼه جوړ شول، خو هېڅکله د طبي کارونې لپاره تایید نه شو.

په انګلستان کې لسګونه زره خلک د نیټازین په نوم د خورا قوي مادې د استعمال له ګواښ سره مخ دي.
که څه هم په بدن کې د نیټازین شتون د موندلو لپاره سمدستي لاره نه شته، خو اغېزه یې فنټانیل او مصنوعي کانابینوییډونو سره ورته دي.

د انګلستان د درملو د ازموینې او تحلیل مرکز ویډینوس څخه د معلوماتو بیاکتنې ښودلې، چې په تېر کال کې په غیرقانوني ډول انلاین پېرودل شوي دوه پر درېیمه برخه درمل نیټازین لري.

په تېرو دوو کلونو کې په انګلستان کې د نیټازین له امله د مړینې شمېر ۴۵۸ ښودل شوی دی.

د دغو شمېرو له مخې، له ۲۰۲۳ کال څخه تر ۲۰۲۴ پورې د مړېنو کچه له ۱۲۵ څخه ۳۳۳ ته لوړه شوې ده.

سټیو راولز د ټرانسفارم د مخدره توکو پالیسي بنسټ کې د پالیسۍ لوړپوړي شنونکي وویل: «دا یوازې د یخ کندې یوه برخه ده. د مړینې شمېره په خطرناکه کچه مخ په ډېرېدو ده، هغه څه چې په امریکا کې پېښ شوي باید د برېتانیا پالیسي جوړونکو ته یو خبرداری وي. موږ ممکن د امریکا په څېر ناورین ته لاره هواره کړو، چېرې چې زرګونه یا لسګونه زره خلک ددغه نشه یي توکو له امله مړه شي.»

هغه زیاته کړه: «نیټازین کولی شي چې ډېرې خرابۍ او زیان رامنځته کړي. دا د عامې روغتیا یو جدي اضطراري حالت دی چې په کافي اندازه جدي نه نیول کېږي.»

راولز وویل، چې هیرویین د نیټازین سره مخلوط شوي او د برېتانیا په سړکونو کې لیدل کېږي او داسې ښکاري، چې دا پدیده د هیروینو کمېدو سره مخ په زیاتېدو ده.

نیټازین په مختلفو بڼو پلورل کېږي؛ ځینې یې د نشه یې توکو د پلورونکو له خوا د خالص ګولیو په توګه پېرل کېږي، په داسې حال کې چې نور یې په غیرقانوني موادو لکه هیرویین یا درمل لکه ویلیم او ایکسانیکس کې اضافه کېږي.

فیلیپ بیري د لندن په کینګز کالج کې مشاور او څیړونکی چې مخکې د انګلستان د کورنیو چارو په دفتر کې د مخدره توکو سره د مبارزې چارواکی و او د افغانستان د منظمو جرمونو ټیم او د مصنوعي اپیوډز کاري ځواک سره یې کار کړی، خبرداری ورکړ چې په لنډه موده کې ښایي جرمي ډلې په بازار کې د نایټزاکسان خپرېدو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په ټوله نړۍ کې د ۷۰ څخه ډېر ډولونه نیټازین پېژندل شوي دي.

د راپورونو له مخې، لږترلږه ۱۴ ځانګړي ډولونه په انګلستان کې منع شوي او د جنورۍ په میاشت کې تصویب شوي قانون د نوي غیرقانوني ډولونو د تولید مخنیوي لپاره د نیټازین ټول ډولونه په بشپړ ډول منع کړل.