د امریکا او ایران تر منځ د خبرو اترو دویم پړاو به د شنبې په ورځ په روم کې ترسره شي

اکسیوس د دوو باخبرو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د امریکا او ایران تر منځ د خبرو اترو دویم پړاو به د شنبې په ورځ په روم کې ترسره شي.

اکسیوس د دوو باخبرو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د امریکا او ایران تر منځ د خبرو اترو دویم پړاو به د شنبې په ورځ په روم کې ترسره شي.
یوې سرچینې په عمان کې د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي سټیو ویټکاف او د ایران د بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي ترمنځ خبرې اترې مهمې، جدي او غوره وبللې.
یوې بلې سرچینې بیا وویل، ایران باید د اټومي وسلو له ترلاسه کولو ځان وساتي.
نوموړي زیاته کړه، چې له دغو ګامونو څخه یو هم د ایران د ۶۰ سلنې غني شوي یورانیمو د زېرمو کمول دي.
د وال سټریټ ژورنال خبریال لارنس نارمن مخکې راپور ورکړی و، چې د خبرو بل پړاو به احتمالا په ویانا کې ترسره شي، مګر دا خبر تر اوسه کره نه دی.
د اکسیوس راپور وايي، چې د ټرمپ اداره په عمان کې د خبرو اترو له لومړي پړاو څخه راضي و، ځکه چې دوی د پلان سره سم پرمخ تللي او خپل هدف یې له غیر مستقیم منځګړیتوب څخه مستقیمو خبرو ته اړولی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې ایراني چارواکو تر دې وړاندې د یوې نوې هوکړې په چوکاټ کې د امریکا د بندیزونو د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه کړې وه.
یاد چارواکي غواړي، چې خپلو بندو میلیاردونو ډالرو شتمنیو ته لاسرسی پیدا کړي او همداراز امریکا پر هغو چینايي شرکتونو هم فشار پای ته ورسوي، چې د ایران نفت پېرې.


ډیلي میل ورځپاڼه راپور ورکوي، چې په افغانستان کې د نشه یي توکو په تولید کې له کموالي وروسته په برېتانیا کې له ۷۰ کلونو وروسته د وژونکي صنعتي نشه یي توکي استعمال یو ځل بیا زیات شوی دی. دا مخدره مواد د هیروینو په پرتله دوه زره ځله ډېر ځواکمن او خورا وژونکی دی.
دا صنعتي توکي د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۰ کال کې د افیوني اراموونکو درملو په بڼه جوړ شول، خو هېڅکله د طبي کارونې لپاره تایید نه شو.
په انګلستان کې لسګونه زره خلک د نیټازین په نوم د خورا قوي مادې د استعمال له ګواښ سره مخ دي.
که څه هم په بدن کې د نیټازین شتون د موندلو لپاره سمدستي لاره نه شته، خو اغېزه یې فنټانیل او مصنوعي کانابینوییډونو سره ورته دي.
د انګلستان د درملو د ازموینې او تحلیل مرکز ویډینوس څخه د معلوماتو بیاکتنې ښودلې، چې په تېر کال کې په غیرقانوني ډول انلاین پېرودل شوي دوه پر درېیمه برخه درمل نیټازین لري.
په تېرو دوو کلونو کې په انګلستان کې د نیټازین له امله د مړینې شمېر ۴۵۸ ښودل شوی دی.
د دغو شمېرو له مخې، له ۲۰۲۳ کال څخه تر ۲۰۲۴ پورې د مړېنو کچه له ۱۲۵ څخه ۳۳۳ ته لوړه شوې ده.
سټیو راولز د ټرانسفارم د مخدره توکو پالیسي بنسټ کې د پالیسۍ لوړپوړي شنونکي وویل: «دا یوازې د یخ کندې یوه برخه ده. د مړینې شمېره په خطرناکه کچه مخ په ډېرېدو ده، هغه څه چې په امریکا کې پېښ شوي باید د برېتانیا پالیسي جوړونکو ته یو خبرداری وي. موږ ممکن د امریکا په څېر ناورین ته لاره هواره کړو، چېرې چې زرګونه یا لسګونه زره خلک ددغه نشه یي توکو له امله مړه شي.»
هغه زیاته کړه: «نیټازین کولی شي چې ډېرې خرابۍ او زیان رامنځته کړي. دا د عامې روغتیا یو جدي اضطراري حالت دی چې په کافي اندازه جدي نه نیول کېږي.»
راولز وویل، چې هیرویین د نیټازین سره مخلوط شوي او د برېتانیا په سړکونو کې لیدل کېږي او داسې ښکاري، چې دا پدیده د هیروینو کمېدو سره مخ په زیاتېدو ده.
نیټازین په مختلفو بڼو پلورل کېږي؛ ځینې یې د نشه یې توکو د پلورونکو له خوا د خالص ګولیو په توګه پېرل کېږي، په داسې حال کې چې نور یې په غیرقانوني موادو لکه هیرویین یا درمل لکه ویلیم او ایکسانیکس کې اضافه کېږي.
فیلیپ بیري د لندن په کینګز کالج کې مشاور او څیړونکی چې مخکې د انګلستان د کورنیو چارو په دفتر کې د مخدره توکو سره د مبارزې چارواکی و او د افغانستان د منظمو جرمونو ټیم او د مصنوعي اپیوډز کاري ځواک سره یې کار کړی، خبرداری ورکړ چې په لنډه موده کې ښایي جرمي ډلې په بازار کې د نایټزاکسان خپرېدو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په ټوله نړۍ کې د ۷۰ څخه ډېر ډولونه نیټازین پېژندل شوي دي.
د راپورونو له مخې، لږترلږه ۱۴ ځانګړي ډولونه په انګلستان کې منع شوي او د جنورۍ په میاشت کې تصویب شوي قانون د نوي غیرقانوني ډولونو د تولید مخنیوي لپاره د نیټازین ټول ډولونه په بشپړ ډول منع کړل.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د یمن د حوثیانو د له منځه وړلو لپاره پرېکنده پلان لري او د دوی ځواکونه به پیدا او عدالت ته وسپاري. نوموړي همدا زار ویلي، چې دغه وسله واله ډله په دې هڅه کې ده چې په سومالیا کې نفوذ وکړي.
ټرمپ په ټروټ شبکه کې د یمن د حوثيانو غورځنګ د یوه غړي د په نښه کولو یوه ویډیو خپره کړې او ورسره لیکلي یې دي: "دا د ترهګرو لپاره وخت دی چې پټ شي، مګر دا به دوی سره مرسته ونه کړي."
هغه زیاته کړه: "زموږ نظامي ځواکونه، چې په تاریخ کې تر ټولو لوی ځواک دی، دوی به پیدا او ژر تر ژره به یې عدالت ته وسپاري."
ټرمپ دا خبرداری هم ورکړی، چې حوثيان هڅه کوي سومالیا ته نفوذ وکړي او د دې چارې باید مخنیوی وشي.
په دې وروستیو ورځو کې د امریکا پوځ په یمن کې د حوثيانو پر ضد چې د ایران ملاتړ ورسره دی، خپل عملیات ګړندي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې یمن حوثيانو د یکشنبې په ماښام په صنعا کې د امریکا په بریدونو کې د پنځو تنو د وژل کېدو خبر ورکړ.
د حوثیانو ویاند همداراز اعلان وکړ، چې دغې ډلې په حجه ولایت کې د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه په نښه کړې ده.

چین له هغه وروسته له امریکا څخه د تعرفو د بشپړ لغو کولو غوښتنه کړې، چې واشنګټن د چین پر الکترونیکي توکو معافیت اعلان کړ. د چین د سوداګرۍ وزارت له واشنګټن څخه غوښتې چې خپلې تېروتنې اصلاح کړي.
د چین د سوداګرۍ وزارت د یکشنبې په ورځ له امریکا څخه وغوښتل، چې د ټرمپ د ادارې لهخوا وضع شوې متقابلي تعرفې په بشپړه توګه لرې کړي.
د چین دا غوښتنه داسې مهال ده، چې د امریکا د ګمرکاتو ادارې شل ډوله توکي چې لېپټاپ کمپیوټرونه، د معلوماتو ذخیره کولو او د معلوماتو د پروسس وسایل پکې شامل دي، د معافیت وړ اعلان کړل.
د چین د سوداګرۍ وزارت ویاند د یک شنبې په ورځ وویل:«موږ له امریکا غواړو چې خپلې تېروتنې اصلاح کړي، د «متقابلو تعرفو ناسم عمل په بشپړه توګه لغو کړي او د متقابل درناوي پر سمه لاره راستانه شي.»
د راپورونو له مخې، د ټرمپ ادارې پر چینایي وارداتو تعرفې تر ۱۴۵٪ پورې لوړې کړي، چې د چین لهخوا یې د ۱۲۵٪ متقابلو تعرفو سره غبرګون وښودل شو.
د چین د سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د امریکا لهخوا ورکړل شوي معافیتونه "یو کوچنی ګام" دی او چین د دغې پرېکړې اغېز ارزوي.
چین د امریکا له خوا د تعرفو لوړولو اقدامات د یو اړخیزو فشارونو په توګه ګڼي او ټینګار کوي چې د سوداګرۍ اړیکې باید د متقابل درناوي او همکارۍ پر بنسټ ولاړې وي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ دا تعرفوي شخړه د نړیوالو بازارونو لپاره د اندېښنې وړ ده، ځکه دا کولی شي د نړیوالې سوداګرۍ پر بهیر او اقتصادي ودې منفي اغېز وکړي.

د اوکراین چارواکي وايي، د یکشنبې په سهار دوو روسي بالیستیکي توغندیو د شمالي ښار سومي زړه په نښه کړی، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي او تر ۸۰ زیات نور ټپیان دي. دا برید د روان کال په خونړیو بریدونو کې شمېرل کیږي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي دا برید وغنده او ویې ویل، دا د عادي خلکو قصدي وژنه ده.
هغه په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل: «یوازې کمزوري او بې رحمه خلک کولی شي داسې وکړي. د عادي خلکو ژوند اخیستل ».
د اوکراین د کورنیو چارو وزیر کلیمنکو وویل، قربانیان په سړک، موټرو، عامه ترانسپورت او ودانیو کې وو. هغه زیاته کړه، دا برید پر ملکیانو قصدي و، او په یوه مذهبي ورځ ترسره شو.
د اوکراین د ولسمشر دفتر رییس اندري یرماک وویل چې د روسیې له لوري کارول شويو توغنديو کلسټر بمونه درلودل. هغه زیاتوي، « روسیه دا کار د دې لپاره کوي چې ډېر ملکیان ووژني».
د اوکراین د معلوماتو ضد مرکز مشر اندري کووالینکو ویلي، چې دا برید څو ورځې وروسته له هغه وشو چې د امریکا ځانګړي استازي سټیو وټکوف له روسي ولسمشر پوتین سره د سولې خبرو لپاره په مسکو کې ولیدل.
کووالینکو وویل، « روسیه د دې خبرې ادعا کوي چې ګواکي ډیپلوماسي کوي، خو بل لور ته پر ملکیانو بریدونه کوي».
زیلېنسکي یو ځل بیا له امریکا او اروپا وغوښتل چې پر روسیه فشار زیات کړي.
هغه وویل: « روسیه داسې ترهګري غواړي او دا جګړه اوږدوي. پرته له فشاره سوله ناشونې ده. خبرو اترو هېڅکله توغندي او بمونه نه دي درولي».
روسیې لا تر اوسه د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.
د رویټرز د رپوټ له مخې، روسیې د ۲۰۲۲ کال له فبرورۍ راهیسې پر اوکراین پراخ برید پیل کړی او دا مهال یې د یاد هېواد ۲۰ سلنه خاوره لاندې کړې ده. که څه هم جګړه د ختیز په جبهه کې روانه ده، خو توغندي او ډرون بریدونه اوس د جګړې اصلي بڼه غوره کړې ده.
دا برید همداراز په داسې وخت کې شوی چې دواړو خواوو د امریکايي منځګړیتوب له مخې د یوه او بل د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو بندولو ژمنه کړې، خو دواړه یو بل پر سرغړونو تورنوي.
په سومي ښار کې د دغه برید انځورونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي، چې سوځېدلي موټرونه، ویجاړ شوی بس او د ښار پر سړکونو پراته مړي پکې ښکاري.

د هندي رسنۍ ټایمز اف انډیا د راپور له مخې، نن شنبه د لویدیځ بنګال په مرشد اباد ولسوالۍ کې د مسلمانانو د اوقافو د ملکیت په قانون کې د تعدیل پر ضد لاریونونو کې د هندي پولیسو د ډزو له امله درې تنه وژل شوي دي.
هندي چارواکو منلې، د یوه ماشوم په ګډون درې کسان وروسته له هغه وژل شوي چې لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل.
همدا راز چارواکو زیاته کړې، چې د دغه تاوتریخوالي په پایله کې د دوی د پولیسو ۱۵سرتېري هم ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي، چې د لاریونونو پر مهال د تاوتریخوالي له امله یې تر ۱۵۰ډېر کسان نیولي هم دي.
د لوېدیځ بنګال د پولیسو مشر راجیف کومار لاریونوال د عامه ملکیتونو او مساپر وړونکو بسونو په ویجاړولو او سوځولو تورن کړي دي.
هغه دا هم ويلي، چې پوليس ډزو کولو ته اړ شوي وو، چې له امله يې دوه تنه نور ټپيان شوي.
ویل کېږي، چې پولیسو د لاریونوالو د خورولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز هم کارولی دی.
د ټایمز اف انډیا په وینا، د مرشد اباد په ځینو برخو کې لاهم ترافیک منع شوي او انټرنېټي خدمات بند دي.
په لویدیځ بنګال کې لاریونونه د روانې میاشتې په پیل کې هغه مهال پیل شول، کله چې د هند پارلمان له تودو بحثونو وروسته د مسلم وقف ملکیتونو په قانون کې جنجالي تعدیل تصویب کړ.
په هند کې "وقف" د مسلمانو ټولنو ملکیتونو او شتمنیو ته اشاره کوي، چې د هیڅ فرد ملکیت نه وي او د "وقف قانون" له مخې د مسلمانانو لهخوا اداره کېږي.
دغه ملکیتونه او شتمنۍ د دوی د څښتنانو لهخوا په خیریه او عامه چارو کې د دایمي کارونې لپاره ورکړل شوي دي.