• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خامنه يي وايي د ایران راتلونکې باید له امریکا سره په خبرو اترو پورې غوټه نه شي

۲۶ وری ۱۴۰۴ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۵، ۱۶:۱۳ GMT+۱

د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌ یي د سې شنبې په ورځ وویل چې له امریکا سره د اټومي پروګرام په اړه د روانو خبرو اترو په هکله «نه ډېر خوشبینه دی او نه هم نهیلی»، په داسې حال کې چې د تهران له لوري هڅه روانه ده څو د یوې احتمالي هوکړې په اړه د ولسي تمو کچه راټیټه کړي.

د خامنه‌ يي څرګندونې په داسې حال کې دي چې تیره اونۍ د عمان په پلازمېنه کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې «مثبتې» بلل شوې او تمه ده چې د اپرېل پر ۱۹مه نېټه به دواړې خواوې بېرته خبرو ته کښېني.

د دې خبرو اترو له امله د ایران د اسعارو ارزښت لوړ شوی او ولسي تمې زیاتې شوې چې ښايي یوه هوکړه وشي چې د تهران اقتصادي انزوا پای ته ورسوي.

د رپوټونو له مخې، ایراني ریال په تېرو ورځو کې شاوخوا ۲۰ سلنه د ډالر پر وړاندې ارزښت موندلی.

خامنه‌ يي ددغه هېواد له درېګونو قواوو سره په خبرو کې د دې خبرو اترو په اړه له «زیاتې خوشبینۍ او افراطي بدبینۍ» څخه د ډډې کولو سپارښتنه وکړه او ویې ویل: «د هېواد پرېکړه چې د خبرو اترو لور ته ولاړه، په لومړیو ګامونو کې ښه عملي شوې ده. له دې وروسته هم باید خبرې په دقت سره پر مخ لاړې شي، په داسې حال کې چې سرې کرښې زموږ لپاره او د مقابل لوري لپاره هم باید بشپړې واضحې وي».

خامنه یي زیاته کړه: «دا ممکنه ده چې خبرې نتیجه ورکړي یا ورنه کړي. موږ هم نه ډېر خوشبین یو او نه ډېر بدبین، البته پر مقابل لوري ډېر بدبین یو، خو پر خپلو وړتیاوو پوره باور لرو».

هغه خبرداری ورکړ چې د هېواد راتلونکی باید له دې خبرو اترو سره ونه تړل شي.

ایران د خبرو اترو په اړه محتاط چلند غوره کړی، ځکه پخوانیو تجربوپه ځانګړې توګه د ۲۰۱۵کال هوکړې لغوه کولو د واشنګټن پر نیت شک زیات کړی دی. ټرمپ ویلي چې که ایران له هوکړې انکار وکړي، نو د بمبار ګواښ هم شونی دی.

د رویټرز د رپوټ له مخې، خامنه‌ یي له دې سره سره، د خبرو اترو ملاتړ کړی، ځکه لوړې بې‌روزګارۍ او د پانګونې نشتوالی له خلکو څخه د حکومت ملاتړ کم کړی. د سختو بندیزونو له امله اقتصادي ستونزې زیاتې شوې، چې د خبرو اترو د بیا پیل لپاره یې زمینه برابره کړې ده.

امریکا، اسراییل او د لویدیزو هېوادونو ډېری چارواکي تور لګوي چې ایران غواړي اټومي وسلې جوړې کړي، خو تهران ټینګار کوي چې د دوی اټومي پروګرام یوازې د ملکي اهدافو لپاره دی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

جاپان له سوداګریزو خبرواترو مخکې د امریکا د ټولو تعرفو لرې کول غواړي

۲۶ وری ۱۴۰۴ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۵۳ GMT+۱

جاپان له واشنګټن نه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا لګول شویو اضافي تعرفو د بشپړ لرې کولو غوښتنه کوي. د سې شنبې په ورځ ددغه هېواد د اقتصاد وزیر په مشرۍ یوه جګپوړي مرکچي واشنګټن ته له سفر وړاندې وویل، چې دوی به دا غوښتنه له امریکايي لوري سره شریکه کړي.

امریکا د جاپان پر صادراتو، چې د متحده ایالاتو یو اوږدمهاله متحد دی، ۲۴سلنه تعرفې لګولې دي، خو ټرمپ دا تعرفې د ۹۰ ورځو لپاره ځنډولې دي.

له دې سره سره، ۱۰ سلنه عمومي تعرفه او پر موټرو ۲۵ سلنه تعرفه پرځای پاتې ده.

متحده ایالات د جاپان ترټولو لوی صادراتي بازار دی او موټر تقریباً ۲۸ سلنه د جاپان ټول صادرات تشکیلوي.

اکازاوا وویل، « هغه تعرفې چې اوس په ځای دي، د جاپاني شرکتونو ګټې ورځ تر بلې زیانمنوي. دا به اسانه نه وي، خو حکومت به د دغه هدف ترلاسه کولو لپاره یوځای کار وکړي څو ژر تر ژره حل شي».

هغه وویل، « زموږ هدف د متحده ایالاتو د اضافي تعرفو بشپړ لرې کول دي».

اکازاوا، چې د جاپان د اقتصاد وزیر دی، وویل چې هغه به له چهارشنبې څخه تر جمعې پورې د امریکا د خزانې له وزیر سکات بیسنټ او امریکايي سوداګریز استازي جامیسن ګریر سره خبرې وکړي.

جاپان هیله لري چې متحده ایالات قانع کړي چې دواړه هیوادونه کولی شي له تعرفو پرته د «ګټې-ګټې» وضعیت ترلاسه کړي.

په دې خبرو اترو کې تمه کیږي د تعرفو، غیر تعرفي خنډونو او د تبادلې نرخونو پیچلې موضوعات تر بحث لاندې راشي.

ډیر اقتصاد پوهان تمه لري چې د ټرمپ تعرفې به د جاپان اقتصادي وده صفر اعشاریه شپږ سلنه ټیټه کړي.

پښتونخوا کې پر یو مساپر وړونکي موټر د کانټینر چپه کېدو پېښه کې ۱۰ تنه مړه شوي

۲۶ وری ۱۴۰۴ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۵، ۰۹:۴۵ GMT+۱

د پښتونخوا ایالت د اطلاعاتو دفتر په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د کرک ولسوالۍ لکي غونډګۍ ته نږدې د انډس پر لویه لار په یوه مساپر وړونکي موټر د کانټینر چپه کېدو په پېښه کې ۱۰ کسان مړه شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې یاد مساپر وړونکی موټر له میرانشاه څخه د پېښور پر لور روان و، چې د یوې لارۍ څخه پرې کانټینر راپروت.

ویل کېږي، چې په مړو شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د بېړنیو مرستو ادارې ایکسپریس نیوز ته وویل: «په موټر کې ۱۶ تنه مساپر سپاره وو، چې ۱۰ تنه یې ځای پر ځای مړه شوي او ۶ نور ټپیان دي.»

دغې ادارې زیاته کړې، چې په ټپیانو کې د دریو روغتیایي حالت نازک او د اندېښنې وړ دی.

د پښتونخوا والي فضل کریم کنډي په دغه پېښه خواشیني ښودلې او ویلي یې دي، چې د زیانمونو شویو کورنیو سره په دغه غم کې ځان شریک بولي.

د پښتونخوا د لویو لارو د کنټرول ادارې د یادې پېښې لامل د کانټينر لېږدونکي موټر بې احتیاطي په ګوته کړې ده.

بلوچستان کې په دوو جلا پېښو کې ۶ پولیس وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي

۲۶ وری ۱۴۰۴ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۵، ۰۹:۰۲ GMT+۱

د پاکستان ایکسپریس نیوز راپور ورکړی، چې د بلوچستان په مستونګ او کویټه کې په دوو جلا پېښو کې ۶ پاکستاني پولیس وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي. بلوچستان په دې وروستیو د پاکستان امنیتي ځواکونو ته تر ټولو په نا امنه سیمه بدله شوې.

لومړۍ پېښه پرون د بلوچستان ایالت مستونګ ولسوالۍ د کهنډ مهسوري سیمې ته نږدې په دشت سړک هغه مهال رامنځته شوه، چې د پولیسو د لېږدونې پر یو بس موټر بمي چاودنه وشوه.

پولیسو رسنیو ته ویلي، چې په دغه چاودنه کې ۳ پولیس وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.

د ایکسپریس نیوز په راپور کې راغلي، چې چاودنه په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو د چاودېدو له امله چې له لېرې ځایه کنټرولېدل رامنځته شوې ده.

د بلوچستان پولیسو په خپره کړې خبرپاڼه کې د دوه ټپي شویو پولیسو روغتیایي حالت نازک ښودلی دی.

بلخوا بیا دغې پاکستاني رسنۍ په یوه جلا راپور کې ویلي، چې د پلوچستان د کویټې ښار د نیو سریاب پولیسو په څوکۍ د نامعلومو وسله والو په برید کې ۳ پولیس وژل شوي او یو بل پولیس ټپي دی.

پولیسو ویلي: «دوی پر چای څښلو بوخت وو، چې د نامعلومو کسانو لخوا پرې بې دریغه ډزې وشوې.»

د بلوچستان امنیتي چارواکو رسنیو ته په خبرو کې وویل: «ترهګر په موټر سایکل سپاره راغلي او له ډزو کولو ورسته له سیمې تښتېدلي دي.»

چارواکو زیاته کړې، چې د دغه پېښې د عاملینو د نیولو لپاره یې په سیمه کې عملیات پیل کړي دي.

د بلوچستان سر وزیر سرفراز بګټي په دغو پېښو ژوره خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې حکومت کمزوری نه دې، خپلو دښمنانو ته به بشپړ ځواب ووایي.

یاده دې وي، چې پاکستان کې د نا امنیو پېښې خورا زیاتې شوي، بلوچستان او پښتونخوا هغه ایالاتونه دي چې زیات وخت ترې د نا امنیو خبرونه ترلاسه کیږي.

اسراییل د غزې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره نوې طرحه وړاندې کړه، خو حماس یې نه‌مني

۲۶ وری ۱۴۰۴ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۰۸ GMT+۱

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د مصر او قطر منځګړو حماس ته په غزه کې د اوربند د ټینګښت لپاره د اسراییل نوې طرحه وړاندې کړې، خو د دغې ډلې یو لوړپوړی چارواکی وايي چې د دې طرحې لږترلږه دوه برخې نه‌مني.

دغه اژانس د «سامي ابوزهري» په حواله د دوشنبې په ورځ (د اپرېل ۱۴مه) زیاته کړې، چې د اوربند هر ډول تړون باید په غزه کې جګړه پای ته ورسوي او له دې سیمې څخه اسراییل په بشپړ ډول ووځي.

په راپور کې راغلي، د اسراییل په طرحه کې څو پړاوونه چې په‌کې اوربند، د بندیانو تبادله او د غزې بیارغونه شامل دي.

همداراز په بل پړاو کې د اسراییل له‌خوا د حماس د بې‌وسلې‌کېدو غوښتنه هم شوې، خو د دغې ډلې سخت غبرګون یې راپارولی دی.

د ابوزهري په وینا، په دې وړاندیز کې اسراییل د لومړي ځل لپاره د مذاکراتو په راتلونکي پړاو کې د حماس د بې‌وسلې‌کېدو غوښتنه کړې، خو زیاتوي چې دا به حماس ته د منلو نه وي.

د دغې ډلې لوړپوړي چارواکی رویټرز ته وویل: «د مقاومت د وسلو تسلیمول یوه سره کرښه ده چې په مېلیونونو ځله ترې نه‌شي تېرېدلی. دا موضوع نه د ارزونې وړ ده او نه هم د بحث.»

اسراییل تر اوسه پورې د دې راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو د مصر د استخباراتي ادارې مشر قاهرې ټلوېزیون ته ویلي: «حماس اوس د وخت پر ارزښت ښه پوهېږي او زه باور لرم چې د اسراییل دغه وړاندیز ته به یې ځواب چټک وي.»

د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې پای ته رسېدو لپاره دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې د تېرې اوونۍ په پای کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې مشرې ویلي و، چې په غزه کې بشري وضعیت په ډېرې چټکۍ سره ناوړه شوی او دا سیمه د ځمکې پر سر د انسانانو لپاره «دوزخ» ګرځېدلې ده.

د دغه بنسټ په وینا، که چېرې غزې ته بشري مرستې ونه‌‌رسېږي، د دغه سازمان سیمه‌ییز روغتیايي مرکزونه به په راتلونکو دوو اوونیو کې د سرچینو له بشپړ کمښت سره مخ شي.

د یادونې ده، چې پر غزې د اسراییل د ځمکني او هوايي بریدونو په ترڅ کې تر دې دمه لږ تر لږه ۵۰ زره او ۸۸ کسان وژل شوي او ۱۱۵ زره ۸۷۵ نور ټپیان دي.

ایټالیا د عمان په سفارت کې له امریکا سره د مذاکراتو لپاره د تهران غوښتنه نه‌ده منلې

۲۶ وری ۱۴۰۴ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۵، ۰۰:۱۵ GMT+۱

راپورونه وايي، د عمان پلازمېنه مسقط ښار د ایران او متحده‌ایالاتو ترمنځ د دویم پړاو مذاکراتو لپاره د ځای په توګه وروسته تر هغې اعلان شوی، چې ایټالیا په روم ښار کې د عمان په سفارت کې د تهران د مذاکراتو غوښتنه نه‌ده منلې.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، ایټالیا غوښتل چې دغه مذاکرات د روم په ښار کې د ایټالیا د حکومت تر څار لاندې په یوه ځای کې ترسره شي.

د سرچینو په وینا، د دې موضوع په تړاو د څلورو خواوو ترمنځ سلا مشورې لاهم روانې دي.

له دې مخکې، د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر منلې وه چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د مذاکراتو دویم پړاو په روم کې ترسره کېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سېدعباس عراقچي هم د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټلیفوني اړیکه کې وویل: «د مذاکراتو راتلونکی پړاو د لومړي پړاو په څېر به په یوه اروپايي هېواد کې ترسره شي او کوربه‌توب به یې د عمان د بهرنیو چارو وزیر کوي.»

ورته مهال، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د دوشنبې ماښام له اېرنا خبري اژانس سره په یوې مرکه کې زیاته کړه: «له مشورو وروسته پرېکړه شوې چې مسقط به د شنبې ورځ د مذاکراتو د دویم پړاو کوربه‌توب کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون اکسیوس د دوو باخبرو سرچینو په حواله خبر ورکړی و چې د امریکا او ایران ترمنځ د راتلونکو مذاکراتو دویم پړاو به د شنبې ورځ (د وري ۳۰مه) په روم ښار کې ترسره شي.

تازه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د السلوادور له ولسمشر سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې خبرداری ورکړی، چې که امریکا اړ شي څو اټومي وسلو ته د ایران د لاس‌رسي مخنیوی وکړي، پر اټومي تاسېساتو د برید په ګډون به د دغه هېواد په تړاو «یوه ډېره سخته پرېکړه» وکړي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته څرګنده کړې: «ایران باید د اټومي وسلو له خوبونو لاس واخلي. هغوی حق نه‌لري چې اټومي وسله ولري.»