• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو اقتصادي کمیسیون د ملي پراختیا ستراتيژۍ مسوده تایید کړه

۲۶ وری ۱۴۰۴ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۵، ۱۵:۱۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۶ وری ۱۴۰۴ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۵، ۱۶:۵۷ GMT+۱

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه کې د ملي پراختیا ستراتیژۍ مسوده د بحث او ارزونې لپاره وړاندې شوې. یاد سند د اقتصادي کمېسیون له لوري د وړاندې شویو نظریاتو او تعدیلاتو په پام کې نیولو سره، په رسمي ډول تایید شوی.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر نن د سې شنبې په ورځ، د وري ۲۶مه، یوه خبرپاڼه خپره کړې چې پکې ویل شوي، د عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوې ده.

په خبرپاڼه کې د ملي پراختیا ستراتیژۍ مسوده یو پراخ، واحد او اوږدمهاله سند بلل شوی، چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د افغانستان د بنسټیزو ملي اهدافو د ټاکلو او تر لاسه کولو په موخه چمتو شوې.

دغه سند د طالبانو د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت تر مشرۍ لاندې، د اقتصاد وزارت سکرتریت او د سکټوري وزارتونو په همغږۍ ترتیب شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې دغه ستراتیژي داسې یو افغانستان انځوروي چې باثباته، هوسا او له سیمې او نړۍ سره د ښو اړیکو لرونکی وي.

د مسودې موخې د اسلامي شریعت د تطبیق، اغېزمنتیا، روڼتیا او حساب ورکونې تامین، همداراز له سیمه‌ییزو او نړیوالو سره د اغېزناکو اړیکو پراختیا، د سولې او امنیت ټینګښت، د کارموندنې او اقتصادي ودې هڅونه، د طبیعي سرچینو مدیریت، بنسټیزو خدمتونو ته پراخ لاسرسی، د صنعت او سوداګرۍ وده، د زیربناوو پراخېدل او سیمه‌ییز اتصال یاد شوي دي.

د طالبانو د اقتصادي مرستیال دفتر وايي، دا مسوده د منظورۍ لپاره د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده دفتر ته لېږل شوې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

سند؛ طالبان د لوړو لګښتونو کمولو لپاره رنجر نظامي موټر په ټویټا موټرو بدلوي

۲۶ وری ۱۴۰۴ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۵، ۱۴:۰۱ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یو رسمي سند چې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړی، ښيي چې دغه ډله غواړي رنجر موټر په ټویټا موټرو بدل کړي. په سند کې ویل شوي چې د تبادلې لپاره سروې او ټول معلومات باید راټول شي او د کورنیو چارو وزارت د معینیانو په حضور کې مشرتابه ته وړاندې شي.

ترلاسه شوی سند د ۱۴۴۶ قمري کال د لسمې میاشتې پر ۱۱ مه نېټه د سراج الدین حقاني د دفتر رییس مولوي زین الله عابر له خوا لاسلیک شوی دی.

دا پرېکړه، د طالبانو معینانو، لویو رییسانو، د معینانو د دفتر رییسانو او مشاورینو په یوه ناسته کې شوې ده.

100%

د طالبانو کورنیو چارو وزارت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دا پرېکړه د لګښتونو د کمولو په موخه شوې ده.

سرچینې وویل:« رینجر موټر زیات تېل مصرفوي او ددې رینجرو پرزو بیه هم لوړه ده، نو ددې مصارفو کمولو په موخه دا پرېکړه شوې ده.»

د طالبانو سرچینې وايي څه موده وړاندې شاوخوا ۳۰۰ هایلیکس او کرولا ډوله موټر هم ددې ډلې په کورنیو چارو وزارت کې پر ځینو مسوولینو وېشل شوي دي.

په ترلاسه شوي سند کې د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي او تدارکاتي برخې د بودجې په هکله هم پرېکړه شوې ده.

مکتوب وايي چې د طالبانو کورنیو چارو وزارت تامیناتي او تدارکاتي بودجه دې په فزیکي ډول ورکړل شي، یا هم د کورنیو چارو وزارت ټوله خریداري دې د کمیټې له لارې ترسره شي چې تدارکاتي پروسه یې په نظر کې ونه نیول شي.

په دې مکتوب کې لیکل شوي، چې د طالبانو کورنیو چارو وزارت د صلاحیت سقف دې له پنځه دېرش میلیونه افغانۍ نه پورته کیږي.

د مکتوب په پای کې لیکل شوي، چې د کورنیو چارو وزارت تامیناتي چارو معینیت ته دنده سپارل شوې چې په دې اړه د مشرتابه عالي مقام په عنوان وړاندیزونه ترتیب کړي او کله چې د رنجر موټرو د تبادلې رپوټ لپاره د مشرتابه مقام ته ځي د منظورۍ لپاره دې پورته ذکر شوي وړاندیزونه هم له ځان سره یوسي.

سرچینو وویل چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له مشرتابه څخه هدف هم ددې ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده دی او کله چې سندونه د لاسلیک لپاره د کورنیو چارو وزیر ته لېږل کیږي، بیا خلیفه لیکل کیږي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو مشر مولوي هبت الله ددې ډلې د کورنیو چارو، دفاع وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست شل سلنه کارکوونکي له تشکیل نه تنقیص کړي او فعال احتیاط ته یې سوق کړي دي.

افغانستان انټرنشنل د طالبانو د کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او استخباراتو ریاست سندونو له مخې وړمه ورځ رپوټ ورکړ، چې د طالبانو د بېلابېلو وزارتونو معینانو، رییسانو، د معینیتونو د دفتر رییسانو او مشاورینو د خپل مشر مولوي هبت الله د حکم په اړه ځانګړې ناسته کړې او د تشکیلاتي تنقیص یا احتیاط ته د سوق کېدونکو کارکوونکو څرنګتیا یې ارزولې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په سند کې د تشکیلاتي تنقیص او فعال احتیاط ته د کارکوونکو د سوق په تړاو د ددې ډلې د مشر مولوي هبت الله د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د لسمې میاشتې د ۹مې نېټې د «۵۵۲۸» ګڼې د حکم یادونه شوې ده.

په ۲۲ میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه دوه نیم میلیونه افغان کډوال ایستل شوي

۲۶ وری ۱۴۰۴ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۵، ۱۳:۲۳ GMT+۱

د کډوالو نړېوال سازمان وايي، چې ایران او پاکستان په تېرو ۲۲ میاشتو کې دوه میلیونه او ۴۳ زره هغه افغان کډوال له خپلو هېوادونو ایستلي، چې د اوسېدو اسناد يې نه درلودل. سازمان زياتوي، چې دغو هېوادونو ۵۴ سلنه کډوال په جبري توګه شړلي دي.

په افغانستان کې د کډوالو نړيوال سازمان د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په پاکستان کې به د ۲۰۲۵ کال تر پایه د افغان کډوالو ایستل شاوخوا ۱،۶ میليونه کډوال او ای سي سي کارت لرونکې اغېزمن کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېرو ۱۳ ورځو کې (اپريل میاشتې له لومړۍ بیا تر ۱۳مې) له پاکستان نه د تورخم او سپین بولدک له لارې ۶۰ زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي، چې له ډلې يې د ۱۰ زره ۶۴۱ کسانو سره مرسته شوې.

یاد سازمان زياتوي، چې ایران هم په ۲۰۲۵ کال کې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

سازمان په خبرپاڼه کې لیکلي: « د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر څخه تر ۲۰۲۵ کال تر اپريل پورې له پاکستان او ایران څخه له ۲،۴۳ میلیونه څخه زيات بې اسناده افغان کډوال افغانستان ته شړل شوي. له دې شمېر څخه يې تر نیمايي ډېر ۵۴ سلنه په زور ایستل شوي دي.»

دغه سازمان زياتوي، چې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ له ۲۰۲۳ کال څخه پیل شوې او دوی هېواد ته له ستنو شویو یو میلیون افغان کډوالو سره مرستې کړې دي.

د کډوالو نړیوال سازمان وايي، چې په هرات، نیمروز، کندهار او ننګرهار کې یې د کډوالو لپاره اته مرکزونه جوړ کړي، چې ستنېدونکو کسانو ته خواړه، لنډمهاله سرپناه، روغتيايي خدمات او د ترانسپورټ مرستې پکې برابریږي.

سازمان یو ځل بیا پر ټولو هېوادونو غږ کړی، چې د افغانانو جبري شړل سملاسي تر هغه مهاله ودروي، چې په افغانستان کې ددوی لپاره خوندي چاپيریال، شرایط او قانوني وضعت جوړيږي او دوی په خپله خوښه هېواد ته ستانه شي.

محمود خان اڅکزی: په پنجاب او سند کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند روان دی

۲۶ وری ۱۴۰۴ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۵، ۱۳:۱۱ GMT+۱

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، د پاکستان په پنجاب او سند ایالتونو کې چې له افغان کډوالو سره کوم غیر انساني چلند کیږي هغه دوی ته د منلو وړ نه دی. اڅکزي پاکستان ته په اشارې وویل:« تاسې افغانان دلته راوستل او د اسلام د مجاهد لقب مو ورکړ، نن یې شړئ.»

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي نن د وري پر ۲۶مه پر اېکس لیکلي چې افغانانو په پاکستان کې په میلیاردونو روپۍ پانګونه کړې ده او ددوی د شتمنیو د غصبولو فکر دې څوک نه کوي.

اڅکزی وايي:« د پاکستان حکومت، په کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو اداره او افغان حکومت باید سره کېنې او د دې میلیونونو خلکو لپاره دې حل لاره ومومي».

محمود خان اڅکزی وايي چې دوی به د دې غیر انساني چلند په کلکه مخالفت کوي او د افغان کډوالو د جبري ایستلو په صورت کې به د عدالت نړیوالې محکمې ته مراجعه وکړي.

هغه وویل چې « که دوی نړيوال عدالت ته ونه رسیږي، موږ به د بهر میشتو افغانانو څخه وغواړو چې د عدالت نړیوالې محکمې ته ورشي».

اڅکزي پاکستان ته په اشارې ویلي چې افغانان ښه او بد نه هېروي.

د رپوټونو پر بنسټ افغانان د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو کې له ځورونې او د ملکیتونو له غصب سره مخامخ دي.

پر نشه يي توکو له بندیز سره سره؛ په کندهار کې کروندګرو په زياته کچه تاریاک او چرس کرلي

۲۶ وری ۱۴۰۴ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۴۶ GMT+۱

د کندهار په لرې پرتو ولسوالیو او سيمو کې کروندګرو په زياته اندازه تاریاک او چرس کرلي او په ځينو ځايونو کې هڅه کوي له طالبانو یې په پټه تر حاصل ورسوي.

په کندهار کې کروندګر او ځمکه وال د تاریاکو عاید تر نوور کښتونو زيات بولي او وايي، چې «ستړیا یې لږ او ګټه يې زياته» ده.

د کندهار په میانشين، شاولي کوټ، میوند، غورک، نېش او یو شمېر نورو ولسواليو او سیمو کې پر سلګونه جریبه ځمکه خلکو تاریاک او چرس کرلي دي.

کروندګر وايي، چې د تاریاکو د کښتونو پر سر ځايي قوماندانانو ته ونډې ورکوي او په ډېرو سیمو کې د طالبانو امنیتي کسانو هم دغه کښتونه کرلي.

د کندهار د طالبانو امنيه قوماندانۍ هم مني، چې د کوکنارو او چرسو کښتونه شوي خو وايي د له منځه وړو لپاره یې کمپاینونه جریان لري.

د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند اسدالله جمشيد زياتوي، چې په تېره اونۍ یې نژدې ۸۹ جریبه ځمکه د کوکنارو او بنګو له کښتونو پاکه کړې ده.

هغه د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، چې له کندهار ښار او بیلابیلو ولسوالیو څخه یې ۹۳ په نشه روږدي کسان هم نیولي او د تداوي لپاره یې روغتيايي مرکزونو ته معرفي کړي دي.

جمشید وايي، چې په تېره اونۍ کې يې د نشه يي توکو پر وړاندې ۸۱ عملیات کړي چې په ترڅ کې يې ۱۲ کسان هم نيولي دي.

په تېرو دوو لسیزو کې تاریاک د طالبانو د اقتصاد او جنګي ماشين د څرخ تر ټولو لویه سرچینه وه.

هلمند د افغانستان يو له هغو ولایتونو دی، چې کروندګر یې څلور فصله تاریاک ټولوي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دې ډلې مشر هبت الله اخوندزاده په ټول افغانستان کې د دغه بوټي پر کر، توليد، پلور، قاچاق او استعمال بنديز ولګاوه، خو په ډېرو سیمو په خاص ډول سویلي او شمالي ولایتونو کې دغه امر ته څوک غاړه نه ږدي.

پر طالبانو نیوکې دا دي، چې په ځینو جنوبي ولایتونو کې د کوکنار کښت اړولو کې توپیري چلند کوي.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو ضد دفتر ويلي و، چې په افغانستان کې د تاریاکو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې او ستر قاچاقبران ترې ګټه اخلي.

په رپورټ کې ویل شوي، په افغانستان کې د تاریاکو بیې په ۲۰۲۴ کال کې خورا لوړې شوې او د یو کیلوګرام بیه یې ۷۵۰ امریکایي ډالرو ته رسېدلې وه.

دوی وايي، هغه بزګران چې مخکې یې تریاک کرل اوس دوامداره اقتصادي بدیلونو ته اړتیا لري.

کرزي په پاکستان کې د افغان کډوالو د ملکیتونو پر ضبطولو خواشیني وښوده

۲۶ وری ۱۴۰۴ - ۱۵ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۴۰ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له پاکستان څخه د افغان کډوالو په زور ایستلو او د هغوی د شتمنیو پر ضبطولو خواشیني څرګنده کړې ده. کرزي پر پاکستان غږ کړی، چې له افغان کډوالو سره د ښه ګاونډیتوب او نړیوالو اصولو پر بنسټ چلند وکړي.

په داسې حال کې چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اخراج دویمه څپه پیل شوې او د هغوی د ملکیتونو د ضبط کیدو راپورونه ورکړل شوي، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په خپله اېکسپاڼه کې د یو یادښت په خپرولو سره پر نړیوالو موسسو، افغان سوداګرو او پانګوالو غږ کړی چې د کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره مرستې وکړي.

کرزي د کډوالۍ د عواملو پر له منځه وړلو او په ځانګړې توګه د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو پرانیستلو پر اړتيا هم ټينګار کړى دى.

کرزي لیکلي: «ټول هغه عوامل چې له هیواد څخه د کډوالۍ لامل کیږي، په ځانګړې توګه په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز باید له منځه یوړل شي، څو هیڅوک له هیواده وتلو ته اړ نه شي او افغان کډوال په خوښۍ سره خپل هیواد ته ستانه شي.»

د راپورونو له مخې، د بې اسنادو کډوالو د اخراج د دویم پړاو له پیل راهیسې د تورخم له لارې په لسګونو زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

په دې وروستیو کې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر هم له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د اخراج زیاتیدو ته په غبرګون کې ویلي و چې په دغو هیوادونو کې افغانان له ځورونې او د ملکیتونو له غصب سره مخامخ دي.