په ۲۰۲۴ کال کې؛ قزاقستان افغانستان ته د ۳۱۷ میلیونه ډالرو په ارزښت اوړه صادر کړي

د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې قزاقستان افغانستان ته د ۵۲۳،۳ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي، چې ډېره برخه پکې اوړه او غنم دي.

د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې قزاقستان افغانستان ته د ۵۲۳،۳ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي، چې ډېره برخه پکې اوړه او غنم دي.
د قزاقستان د سوداګریزو پالیسیو د پراختیا مرکز د رپوټ له مخې، په دغو صادراتو کې زیاتره برخه د غنمو او اوړو ده، چې صادرات یې۳۱۷،۳ میلیونه ډالرو ته رسیدلي دي.
سربېره پردې، قزاقستان په تېرو ۱۲ میاشتو کې افغانستان ته د ۴۲،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت غنم او د ۱۹،۴ میلیونه ډالرو په ارزښت تېل صادر کړي دي.
د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې افغانستان له قزاقستان څخه د ۱۷،۲ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي وارد کړي، چې عمده واردات یې خواږ مشروبات، مېوې او د المونیم توکي دي.
د دواړو هېوادونو ټولیز سوداګریز حجم ۵۴۰،۵ میلیونه ډالرو ته رسیدلی دی.
د کاز ټریډ د معلوماتو له مخې، له افغانستان څخه قزاقستان ته په ۲۰۲۴ کال کې د مستقیمو پانګونو ناخالص جریان ۱۱ زره ډالره و، چې د پخوا په پرتله کوم بدلون پکې نه دی راغلی.
یاده رسنۍ وايي، چې له قزاقستان څخه افغانستان ته د صادراتو زیاتولو پوتانسیل ۱۱۳،۱ میلیونه ډالره ارزول شوی، چې دا د ګډې سوداګرۍ د لا پراختیا لپاره فرصتونه رامنځته کوي.
قزاقستان سږکال د غلې دانې په صادراتو کې پام وړ زیاتوالی راوستی او افغانستان یې په ستراتیژیکو مارکیټونو کې شمېرل کیږي.
د قزاقستان د ریل لارې (KTZ) د معلوماتو له مخې، د کال په لومړۍ نیمایي کې (سپتمبر ۲۰۲۴ – فبرورۍ ۲۰۲۵) قزاقستان افغانستان ته ۲۴۸ زره ټنه غله صادره کړې ده، چې د تېر کال د ورته دورې په پرتله ۳۶ سلنه زیاتوالی ښيي.


د قزاقستان د اوبي سرچینو او اوبو رسونې وزارت د ارال سمندر او جهیل د ساتنې لپاره له طالبانو سره د همغږۍ او اړیکو پلان اعلان کړی دی.
وزیر نورژان نورژیګیتو د حکومت په خبري مرکز کې د اپریل پر ۱۵مه په یوه خبري کنفرانس کې د وزارت ستراتیژي په ډاګه کړه، چې د اوبو د مدیریت په برخه کې د سرحدي همکارۍ اړتیا په زیاتیدو ده.
ارال سیند چې یو وخت د نړۍ تر ټولو لوی جهيل ګڼل کېده، په تېرو څو لسیزو کې د اوبو د انحراف له امله کوچنی شوی چې نه یوازې قزاقستان، بلکې نور ګاونډي هیوادونه یې هم اغیزمن کړي دي.
د قوشتېپې کانال قزاقستان ته اندیښنې پیدا کړې، ځکه ددوی په باور، دا به د سیمې محدودې اوبي سرچینې لا نورې کمې کړي.
د قزاقستان د «اولسي» رسنۍ د رپوټ له مخې، قزاقستان چې د اوبو لپاره پر سیردریا سیند تکیه کوي، اوس له یوه حساس حالت سره مخ دی. سیردریا له قرغیزستان نه پیلیږي او د تاجکستان او ازبکستان له لارې قزاقستان ته ځي. د مرکزي اسیا دغو پنځو هیوادونو د سرحدي اوبو د تنظیم یو ځانګړی کمیسیون جوړ کړی چې د دغه سیند اوبه وڅاري.
خو نورژیګیتو ډاډ ورکړی چې دقزاقستان د اوبو اړتیاوې پوره کیږي.
د سمرقند د اوبو په وروستۍ ناسته کې په دې اړه خبرې وشوې، چې د ازبکستان، قزاقستان او نوروهیوادونو متخصصان له افغانستان سره د ارال سیند د ژغورنې نړیوال صندوق له لارې کار وکړي، چې د اوبو اړوند ننګونو باندې همغږي رامنځته کړي.
نورژان نورژیګیتو وویل، « زموږ هدف دا دی چې د ارال سیند د ژغورنې نړیوال صندوق تر چوکاټ لاندې له دغه هېواد (افغانستان) سره اړیکې ټینګې کړو. پرون، د ازبکستان د اړوندو وزارتونو استازو له افغان استازو سره په تاشکند کې لیدنه وکړه او یوه ځانګړې غونډه کې یې ګډون درلود. د د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، اوس به د ازبکستان متخصصان په افغانستان کې د اوبو په روانو چارو کې مشورتي مرسته کوي».
قزاقي شنونکي په دې باور دي، چې د قوشتېپې کانال ښايي د قزاقستان زامبیل ولایت او سویلي سیمې چې له وچکالۍ سره مخ دي، لا اغیزمنې کړي.

په پېښور کې د کډوالو له استازو سره په یوه غونډه کې د طالبانو کونسل حافظ محب الله شاکر وايي، چې د اختر په ورځو کې یې د دغې ډلې له مشر ملا هبتالله سره ليدلي او په پاکستان کې یې د افغان کډوالو په تړاو خبرې ورسره کړې وې.
هغه زیاته کړه، «مونږ په پاکستان کې ۴۰ کاله تېر کړل، ځکه مو دلته هجرت راوکړ چې په پاکستان کې اسلام وو.»
حافظ محب الله شاکر له پاکستان څخه د افغان کډوالو بېرته ستنولو ته په اشارې سره وویل: «مونږ په پاکستان کې ازاد ژوند کړی او کوم شکایت نه لرو، باید ټول افغان کډوال افغانستان ته بېرته ستانه شي.»
هغه زیاته کړه: «هیڅوک دې اندیښنه نه کوي، اوس په افغانستان کې زموږ خپل نظام او خپل حکومت دی، هلته به کډوالو ته لاډیرې اسانتیاوې ورکړل شي.»
هغه په کډوالو غږ وکړ، چې افغانستان ته لاړ شي او په خپل هېواد کې پانګونه وکړی، ترڅو یو هوسا ژوند ولري.
طالب کونسل، له خبریالانو سره په خبرو کې د دغې ډلې لهخوا د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره د ځانګړی کمېسېون د جوړېدو خبر ورکړ او زیاته یې کړه، چې د فرضي کرښې په اوږدو کې د کډوالو لپاره پنډغالي جوړ شوي، چې هر ډول اسانتیاوې لري.
په پېښور کې د طالبانو کونسل په داسې حال کې د دغې ډلې له مشر ملا هبتالله سره د کډوالو په اړه د خبرو یادونه کوي، چې د پاکستان حکومت په جبري توګه د افغان کډوالو د ستنولو دویم پړاو پیل کړی، او هره ورځ په زرګونه کسان په جبري ډول د تورخم، سپین بولدک او نورو لارو افغانستان ته ستنوي.
بلخوا د کډوالې نړیوال سازمان خبر ورکړی چې له پاکستان څخه بېرته راستنېدونکي کډوال د خوړو، سرپناه، روغتیایي خدماتو او له داسې نورو ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
دغه سازمان یو ځل بیا پر ټولو هېوادونو غږ کړی، چې د افغانانو جبري شړل سملاسي تر هغه مهاله ودروي، چې په افغانستان کې ددوی لپاره خوندي چاپيریال، شرایط او قانوني وضعت جوړيږي او دوی په خپله خوښه هېواد ته ستانه شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د «قصاص» په اړه د یوناما څرګندونې نامسوولانه بللې او ویلي یې دي، چې د «قصاص» د حکم تطبیق یې مکلفیت دی. د دغه وزارت په وینا، د قصاص حکم په اړه د یوناما څرګندونې د «اسلامي احکامو» سره په ټکر کې دي.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ګوتڅنډنې په توګه ویلي، چې د «اسلامي شریعت» پر حکمونو نیوکه نامسوولانه، د یوناما د ماموریت خلاف او د نه زغملو کړنه ده او باید په راتلونکې کې له ورته څرګندونو ډډه وشي.
تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د طالبانو له لوري د څلورو کسانو اعدامولو ته غبرګون کې (د وري په ۲۲مه نېټه) ویلي و: «د مرګ سزا دې ژر تر ژره ودرول شي.»
یوناما پر اېکس پاڼه په عام محضر کې د څلورو کسانو اعدامول غندلي و او ویلي یې و، د اعدام سزا د انسان د ژوند له بنسټیز حق سره په ټګر کې ده.
یوناما دا رنګه له طالبانو غوښتنه کړې وه، چې د مرګ سزا پر وړاندې دې ژر تر ژره بندیز ولګول شي.
خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې یې په غبرګون راغلي، «قصاص او د حدود پلي کول» دغې ډلې ته د نه انکار وړ برخه ده چې د عدالت او ټولنیز نظم د ټینګښت په برخه کې ګټور ثابت شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د طالبانو د محاکمو له قضایي لړۍ سره سم د حقوقي قضیو په اړه د درې ګونو محکمو له څېړنو وروسته وروستۍ حکم کېږي او تورن کس ته په سر کې د دفاع حق ورکول کېږي او بیا وروسته پرېکړه اورول کېږي.
د خبرپاڼې له مخې، د دغې کره قضایه لړۍ وروسته په بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونو کې د قصاص حکم په اړه د یوناما څرګندونې نامسووله او د «اسلامي احکامو» سره په ټکر کې دي.
له بل پلوه وړمه ورځ د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو لهخوا په عام محضر کې د څلورو کسانو د مرګ سزا غندلې وه.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر هم د طالبانو لهخوا په بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې د څلورو کسانو د اعدامولو په غبرګون کې ویلي و: «د مرګ سزا په بنسټیز ډول د بشري حقونو پر ضد تر ټولو سخت عمل دی او د طالبانو دغه ډول کړنې د جرم په مخنیوي کې هم اغېز نه لري.»
خو بیا د طالبانو مشر ملا هبتالله په فراه، نیمروز او بادغیس کې د بشري حقونو او نړۍوالو سازمانونو هغه څرګندونې وغندلې، چې د دغه ډلې دا کړنې یې «ظالمانه» بللې وې.
د طالبانو مشر ویلي و؛ که سر یې هم ځي، د خدای د حکمونو له پلي کېدو نه تېرېږي.
ملا هبتالله د خپلې وینا پر مهال په ټینګار سره یادونه کړې، چې د شرعي حکمونو پلي کېدو پر سر هېڅ ډول معاملې ته چمتو نه دی او د «قصاص» په ګډون به ځیني نور اسلامي حکمونه په ښه شان سره پلي کړي.
پر طالبانو له نړۍوال فشار سره سره دغې ډلې په عام محضر کې خلکو ته سزاګانې روانې ساتلې او وايي، چې په خپل دغه کار سره د شریعت ښه تطبیق کوي.

په پاکستان کې د څلورو ورکو شویو زامنو افغانې مور د اسلام اباد په محکمه کې د یادې قضیې د اورېدنې پر مهال ویلي، چې که زامن یې مړه شوي هم وي نو محکمه دې ورته ووایي.
د پاکستان جنګ ورځپاڼې د راپور له مخې، دغې افغانې مور محکمې ته ویلې، چې له اتو میاشتو راپدېخو د خپلو څلورو ورکو شویو زامنو د موندلو د غوښتنې لپاره محکمې ته ورځي، خو لا تر اوسه پورې یې چا غږ نه دی اورېدلی.
دغه افغانه مور چې ګل سیما نومېږي وایي، چې محکمې ته په تګ راتګ نوره ستړې شوې او زامن یې لا هم نه دي موندل شوي.
د څلورو ورکو شویو وروڼو د قضیې پرمخ وړونکي وکیل وویل، چې له څو میاشتو راهیسې پر یاده قضیه کار کوي، خو لا یې کومه مثبته پایله نه ده ترلاسه کړې.
دغه قضیه چې د پاکستان پر وخت د شپې ۱۱ بجې اورېدل کېده، د پولیسو مشر د محکمې په غوښتنه هم نه و حاضر شوی، خو ځینې نور امنیتي چارواکي حاضر وو.
پولیسو له محکمې څخه د دغو ورکو شویو د موندنې لپاره د لا ډیر وخت غوښتنه کړې، چې په ځواب کې یې د اسلام اباد ایالتي سترې محکمې قاضي محمد اصف وویل: «وخت غوښتل کومه ګټه نه کوي، زما څلور واړه ورک شوي وروڼه پکار دي.»
د یادولو وړ ده، چې محکمې د پنجاب او اسلام اباد پولیسو ته دوه اوونۍ وخت ورکړی، ترڅو ورک شوي څلور وروڼه پېدا کړي.

کابل کې د ایران سفارت مرستیال غلام رضا نجاري په ملګرو ملتونو غږ کړی، چې د ماین پاکۍ په برخه کې دې له افغانستان سره خپلې همکارۍ زیاتې کړي. افغانستان کې لا هم د پخوانیو ماینونو او ناچاوده توکو له امله خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.
په کابل کې د ایران سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه سفارت مرستیال سفیر د ماین پاکۍ نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د پاتې شویو ماینونو د ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی، او زیاته کړې یې ده: «په تیرو کلونو کې په ایران او افغانستان کې په زرګونو کسان د ماینونو د چاودنو او ناچاودېدونکو توکو قرباني شوي دي.»
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي نجاري تېر کال افغانستان ته د ایران د ماین پاکۍ د ډلې راتګ ته په اشارې سره ویلي، چې دغې ډلې خپلې تجربې له افغان لوري سره شریکې کړې او هیله لري، چې دغه همکاري سږکال هم دوام ومومي.
بلخوا بیا په شمال زون کې د ایران سرکونسل حمید رضا احمدي د سرپل لپاره د طالبانو والي مولوي محمد ظریف مظفر سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا، اقتصادي او فرهنګي پروژو پلې کېدو ټینګار کړی دی.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي تلویزون په راپور کې راغلي چې احمدي د افغانستان په شمال کې د ډبرو سکرو په استخراج او درملو کارخونو جوړولو په اړه د ایران د چمتوالي خبر ورکړی دي.
که څه هم ایران په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمي ډول نه پېژني، خو د دغې ډلې بیا ځلې واکمنېدو وروسته یې خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې ډیرې کړې دي.
د یادولو وړ ده، چې ایران په سیمه کې له پاکستان وروسته د طالبانو دویم قوي ملاتړ کونکی هېواد دی، چې له طالبانو سره په بیلابیلو برخو کې همکاري لري.