• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ناورین دوام؛ د غزې ماشومان یوازې د یو وخت خوړو ته لاسرسی لري

۲۹ وری ۱۴۰۴ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۵، ۱۹:۳۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ زمری ۱۴۰۴ - ۱۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۵۶ GMT+۱

د الجزیرې د راپور پر بنسټ، په غزه کې د خوړو کمښت او د ماشومانو د تغذیې ناوریني وضعیت نړۍوالې اندېښنې راپارولي دي. بشرپاله بنسټونو خبرداری ورکړی چې په غزه کې ډېری ماشومان د ورځې په اږدو کې ډېرو کمو خوړو ته لاسرسی لري چې د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

الجزیره د جمعې په ورځ (د اپرېل ۱۸مه) په خپل راپور کې وايي، چې جګړې او محاصرې د خلکو پر ژوند ډېره ناوړه اغېزه کړې او ډېری کورنۍ ان د ډېرو کمو خوړو اړتیاوو پوره کولو لپاره له ستونزو سره مخ شوي دي.

تر محاصرې او ناورین لاندې د ماشومانو ژوند

په غزه کې ماشومان اوس په ورځ کې یوازې یو ځلې خواړه خوري او ډېری وختونه خورا محدود خواړه او کافي تغذیې ته لاس‌رسی نه‌لري. د راپور له‌مخې، روان وضعیت نه یوازې د ماشومانو فزیکي روغتیا زیانمنه کړې، بلکې پر هغوی ژورې رواني او روحي اغېزې هم کړې دي. روغتیايي کارپوهان وايي چې د غزې په ماشومانو کې خوارځواکي کولای شي د هغوی په فزیکي او رواني وده کې خنډ جوړ کړي او په وینا یې، ناوړه اغېزې یې ښايي کلونه وخت دوام ومومي.

د بشرپاله مرستو پر وړاندې ګواښ

په داسې حال کې چې مرسته‌ رسوونکي بنسټونه لګیا دي څو غزې ته خواړه او روغتیايي مرستې ورسوي، خو د دې سیمې په بېلابېلو برخو کې هوايي او ځمکنیو بریدونو د دغو مرستو د لېږدولو بهیر له ځنډ او خنډ سره مخ کړی دی. همداراز، یو شمېر بشرپاله بنسټونو د امنیتي ګواښونو له امله خپل فعالیتونه درولي دي. د غزې خلکو ته یوازې یوه ډېره سلنه مرستې رسېږي او ډېری کسان چې لویه برخه یې ماشومان دي، له دې مرستو څخه محرومېږي.

د ماشومانو پر راتلونکي ناوړه اغېزې

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له‌مخې، په غزه کې تر دوو مېلیونو ډېرخلک محاصره دي چې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان ښودل شوي. راپور کې راغلي چې د خوړو، اوبو او روغتیا پاملرنې ته د لاس‌رسي نشتوالی د دغه نسل راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی دی. ورته مهال، د یونیسف او سور صلیب په ګډون نړۍوال بنسټونه د غزې تړانګې ته د سملاسي مرستې او د خلکو لپاره د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو غوښتنه کوي.

د یادونې ده چې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې چې د ۲۰۲۳ په اکتوبر کې د حماس له‌خوا پر اسراییل تر برید وروسته پیل شوې، له ۵۱ څخه ډېر فلسطینیان وژل شوي چې ډېره برخه یې ماشومان او مېرمنې دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

په یمن کې د تیلو پر بندر د امریکا په برید کې ۷۴ کسان وژل شوي

۲۹ وری ۱۴۰۴ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۵، ۱۶:۵۶ GMT+۱

د یمن د روغتیا وزارت ویاند وايي، د راس عیسا د تیلو په بندر باندې د امریکا په هوايي بریدونو کې شاوخوا ۷۴ کسان وژل او ۱۷۱ نور ټپیان شوي دي. انیس الاصبحي د جمعې په ورځ وویل، د تلفاتو دا ارقام لومړني دي او قربانیانو د پيدا کېدو لپاره د ژغورنې عملیات لا هم روان دي.

د امریکا پوځ اعلان وکړ، چې دا بریدونه حوثیانو ته د تیلو رسولو د بندولو په موخه شوي دي.

امریکا د دې بريدونو د تلفاتو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي.

ویل کيږي، چې په وژل شویو کسانو کې د تیلو د بندر کارکوونکي، د بندر ساتونکي، د یمن د تیلو شرکت او وارداتي تیلو د لیږد او وېش کسان شامل دي.

یمني چارواکو د پنجشنبې د ورځې د امریکا برید په هیواد کې د حوثیانو پر وړاندې د امریکا د پراخو عملیاتو له پیل راهیسې تر ټولو خونړی وباله.

د جنوري په ۲۰مه د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسیمو سره سم، واشنګټن په یمن کې د حوثیانو پر وړاندې پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي.

ویل کیږي، چې دا عملیات به تر هغه دوام ولري ترڅو په سور سمندر کې پر کښتیو د حوثیانو بریدونه پای ته رسيږي.

د راس عیسا بندر د ۳ میلیون ډبو تیلو د ذخیره کولو ظرفیت لري او شاوخوا ۴۰ کاله دمخه د یمن د تیلو صادراتو لپاره جوړ شوی لومړنی بندر دی.

په یمن کې د حوثیانو پر مرکزونو د امریکا له هوايي بریدونو وروسته، د المسیره ټلویزیون، چې له دې ډلې سره تړاو لري خبر ورکړ، چې د امریکا جنګي الوتکو د چهارشنبې په ورځ د حوثي حکومت د پلازمینې صنعا په مختلفو سیمو کې له دولسو زیات بریدونه کړي.

العربیه مخکې راپور ورکړی و، چې د صنعا په مختلفو برخو کې ۲۰ هوايي بریدونه شوي، چې په پایله کې یې درنې چاودنې شوې او په ټوله پلازمینه کې اورېدل شوې دي.

د ایران سره تړلي حوثیان په تیرو لسو کلونو کې د یمن د ځینو برخو واک په لاس کې لري.

د ۲۰۲۳ کال د نومبر راهیسې، دې ډلې په سور سمندر کې په کښتیو لسګونه ډرون او توغندیز بریدونه کړي او ویلي یې دي چې دوی د غزې په جګړه کې د فلسطینیانو سره د يوځایوالي لپاره له اسراییلو سره تړلې کښتۍ په نښه کوي.

د غزې جګړې په اعتراض کې پر کې اېف سي د برید له امله پاکستان کې ۱۷۰ کسان ونیول شول

۲۹ وری ۱۴۰۴ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۰۶ GMT+۱

د پاکستان پولیسو وروستیو اونیو کې تر ۱۷۰ کسان د غزې جګړې په اعترض کې پر کې اېف سي د لسو بریدونو له امله نیولي دي. کې اېف سي د امریکا اړوند د ژر تیارو خوړو ځنځیري پلورنځی دی او بریدونه هم پرې له اسراییل د امریکا د ملاتړ له امله کېږي.

د پاکستان پولیسو د کراچۍ، لاهور او اسلام اباد په ګډون په سترو ښارونو کې پر کې اېف سي د یوولسو بریدونو خبره کړې چې پکې وسلولو معترضانو په کوتکو پر دغه پلورنځي برید کړی دی.

کې اېف سي او مرکزي برنډ یمي په دې تړاو رویټرز ته له ځواب ور کولو ډډه کړې ده.

لاهور کې د کې اېف سي پر دوو څانګو له برید او د پنځو بریدونو مخنیوي پسې په دغه ښار کې د ۲۷ څانګو امنیتي تدبیر زیات شوی دی.

پولیس وايي د لاهور ښار لمن کې د کې اېف سي یو کارمن هم وژل شوی، خو د دې پېښې پر مهال کومه مظاهره نه وه او دوی دا څېړي چې دغه کس شخصي دښمني درلوده که په سیاسي انګېزه یا بل لامل وژل شوی دی.

لاهور کې د پولیسو مشر فیصل کامران وايي پّ نیول شویو کې یوولس د تحریک لبیک پاکستان مذهبي ډلې غړي هم دي.

خو زیاتوي چې دې ډلې دا مظاهرې نه وې را باسلې.

د دې ډلې ویند ریحان محسین خان وايي، دوی له مسلمانانو غواړي چې اسراییلي تولیدات بایکاټ کړي، خو مظاهرې یې ته دي جوړې کړې.

په پاکستان او نورو اسلامي هېوادونو کې پر غزه د اسراییل د برید او له تل ابیب د واشنګټن د ملاتړ له امله له غربي تولیداتو سره شلون شوی، چې له امله یې د دوی بازار هم زیانمن شوی دی.

په شمالي وزیرستان کې طالبانو د ایالتي وزیر مېلمستون سوځولی

۲۹ وری ۱۴۰۴ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۵، ۰۹:۲۴ GMT+۱

وسله‌والو طالبانو د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان ولسوالۍ کې د ایالتي وزیر محمد اقبال وزیر مېلمستون ته اور اچولی. دا پېښه د شمالي وزیرستان په شیوا تحصیل کې شوې ده. طالبانو ویلي، دا اقدام یې د خپل یوه جنګیالي د کور د سوځولو په غبرګون کې کړی دی.

محلي سرچینې وایي چې د یاد جنګیالي کور دوه ورځې وړاندې د پاکستان امنیتي ځواکونو له خوا په داري خېل کلي کې سوځول شوی و.

د دغو پېښو له رامنځته کېدو وروسته، د سیمې کابل خېل قبیلې یوه نارسمي جرګه راغوښتې چې ویل کیږي ګڼ شمېر قومي مشرانو او ځوانانو پکې ګډون درلود.
دوی د تاوتریخوالي او کور سوځولو د مخنیوي غوښتنه کړې.

د محمد اقبال وزیر په میلمستون کې هر کال د اګست ۱۴ مې جشن په ځانګړو مراسمو نمانځل کېده او له خلکو سره به یې وخت ناوخت دلته لیدنې کتنې کولې.
نوموړی د عمران خان د تحریک انصاف ګوند غړی دی.

د پیښې په تړاو تر دې دمه حکومتي چارواکو رسمي غبرګون نه دی ښودلی

امریکا له سوریې څخه خپل سلګونه سرتیري باسي

۲۹ وری ۱۴۰۴ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۵، ۰۷:۳۱ GMT+۱

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې امریکا د خپلو سلګونو سرتېرو د ایستلو لړۍ له شمال ختیځې سوریې څخه پیل کړې ده. یوه امریکايي چارواکي دغې رسنۍ ته ویلي، چې پوځي قوماندانانو سپارښتنه کړې، چې لږ تر لږه ۵۰۰ امریکایي سرتیري دې په سوریه کې پاتې شي.

ورځپاڼې د دوه لوړپوړو امریکايي چارواکو له قوله لیکلي، چې امریکایي پوځ پریکړه کړې، څو له خپلو اته پوځي اډو څخه درې هغه یې وتړي او د خپلو سرتېرو شمېر له ۲۰۰۰ کسانو څخه شاوخوا ۱۴۰۰ ته راکم کړي.

یادو چارواکو ویلي، چې د امریکایي ځواکونو مشران به له ۶۰ ورځو وروسته د ځواکونو د لا کمیدو ارزونه وکړي.

راپور زیاتوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکایي ځواکونو د پاتې کېدو په اړه شک درلود.

ټرمپ د جنورۍ میاشتې په وروستیو کې، وروسته له هغه چې یو راپور خپور شو، چې ګنې دی غواړي سرتیري وباسي وویل: «موږ به پرېکړه وکړو چې زموږ سرتېري هلته پاتې شي او که نه.»

هغه خبریالانو ته په سپینه ماڼۍ کې وویل: «زه نه پوهېږم دا خبره چا کړې، خو موږ به پرېکړه وکړو. موږ په سوریه کې هېڅ مداخله نه لرو. سوریه خپله په خپلو ستونزو کې ډوبه ده.»

د نیویارک ټایمز په حواله، دا کموالی چې د پنجشنبې له ورځې پیل شوی، د سوریې لپاره د امریکایي پوځیانو د مشرتابه د وړاندیز له مخې دی، ترڅو پوځي اډې وتړل شي او قوي شي. دغه پرېکړه د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) او د مرکزي قوماندې (سنټکام) له‌خوا تایید شوې ده.

د پاکستان حکومت هیله‌مند دی چې په ماشومانو کې د ګوزڼ پېښې ختمېدو ته نږدې شوې دي

۲۹ وری ۱۴۰۴ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۵۵ GMT+۱

د پاکستان حکومت هیله‌مندي ښودلې چې د پولیو یا په ماشومانو کې د فالج ناروغۍ په وړاندې یې هڅو مثبته پایله ورکړې او له تېرو دوو میاشتو راهیسې په ماشومانو کې د دغې ناروغۍ هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، پاکستان له هغو دوو هېوادونو څخه یو دی، چې لا هم د پولیو وایرس په کې په دوامداره توګه موجود دی.

په ۲۰۲۴ کال په دغه هېواد کې د پولیو ټولټال ۷۴ پېښې ثبت شوې وې. د روان ۲۰۲۵ کال په لومړیو دوو میاشتو کې هم د پنجاب، پښتونخوا او سند له ایالتونو څخه شپږ نوې پېښې راپور شوې، خو وروستۍ پېښه د فبرورۍ په ۱۰مه نیټه ثبت شوې ده.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پولیو د ختمولو د بهیر د ارزونې لپاره یو مهم غونډه رابللې وه، چې په کې ویل شوي د واکسین کمپاینونو د پراخې کچې تطبیق له امله د پولیو وایرس خپرېدو مخه نیول شوې ده.

شهباز شریف د دولتي ادارو، نړۍوالو سازمانونو او همکارو شریکانو له هڅو مننه وکړه او له خلکو څخه یې وغوښتل چې د پولیو ضد کمپاینونو ملاتړ وکړي. نوموړي وویل: «دا باید باوري شي چې ټول هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو نه کم دي، د اپرېل له ۲۱مې نیټې پیلېدونکي کمپاین کې واکسین شي.»

نوموړي همداراز د نورو وژونکو ناروغیو پر ضد د منظم واکسین برنامو پر پلي کېدو هم ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه: «زموږ روغتیاپالان له سختو شرایطو سره سره، د دې مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي او ټول ملت پرې ویاړي.»

په دې غونډه کې اعلان وشو، چې د اپرېل له ۲۱مې تر ۲۷مې پورې به یوه پراخه کمپاین ترسره شي، چې ۴.۵ میلیونه ماشومان به په کې د پولیو له څاڅکو برخمن شي.

په دې کمپاین کې به ۴۱۵ زره واکسیناتوران برخه ولري او د دغه کمپاین ارزونه به له اپرېل ۲۸مې تر ۳۰مې پورې د یوه دریم اړخ له خوا ترسره شي. همداراز، د واکسین د دغه بهیر څارنه به په ډیجیټلي ډول تر سره کېږي.

په یاده غونډه کې په پولیو سربېره د پاکستان لومړي وزیر د خپل هېواد پر ځینو نورو مسلو هم بحثونه کړي‌ دي.

لومړي وزیر شهباز شریف هغو نیوکو ته ځواب ورکړ، چې د حکومت له‌خوا د سون‌ توکو مالیې زیاتوالي او له هغې پیسو د بلوچستان لپاره د لویې لارې د جوړولو په تړاو شوې وې.

سره له دې چې د تېلو نړۍوال نرخونه راټیټ شوي، حکومت د پاکستان د تېلو بیې نه دي راکمې کړې، بلکې پر تېلو یې د پرمختیايي محصول (PDL) اندازه لس روپیو ته لوړه کړې.

د پاکستان لومړي وزیر وویل، چې دا عواید به د بلوچستان د پرمختیایي پروژو لپاره وکارول شي، په ځانګړي ډول د N-25 لویې لارې د بیا رغونې لپاره.

خو دا پرېکړه له نیوکو سره مخ شوه، چې په کې د پاکستان د ماليې پخواني وزیر مفتاح اسماعیل هم شامل و.

هغه ویلي چې د بلوچستان لپاره هیڅ پروژه نه ده منظوره شوې او د PDL عواید یوازې د فدرالي حکومت په واک کې دي.

خو شهباز شریف، چې د جناح چوک د انډرپاس د پرانیستې پر مهال خبرې کولې، دا نیوکې رد کړې او ویې ویل: «د پاکستان ولس د دې پرېکړې پوره ملاتړ کړی دی او منتقدین یې لنډ فکره خلک بللي دي چې د بلوچستان د ولس پر حقایقو سترګې پټې کوي.»

هغه زیاته کړه: «د هېواد پرمختګ لپاره د ټولو ایالتونو متوازنه پرمختیا ضروري ده.»

د هغه په وینا، لویه لاره N-25 چې له کراچۍ تر چمنه رسېږي، تر اوسه د ۲۰۰۰ کسانو ژوند اخیستی او اوس حکومت غواړي دا لاره د نړۍوال معیار مطابق یو عصري سړک کړي.