• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو مهم غړی او د اسامه بن لادن ساتونکی تر نیول کېدو وروسته له پاکستان نه ایستل شوی

۲۹ وری ۱۴۰۴ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۵، ۰۴:۲۲ GMT+۱

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د ډاکټر امین محمد الحق په نوم د طالبانو یو مهم غړی او د اسامه بن لادن پخوانی ساتونکی د محکمې تر پرېکړې وروسته افغانستان ته ستون کړل شوی دی.

یادې رسنۍ د خپلو باوري سرچینو له قوله لیکلي، چې ډاکتر امین د ۲۰۲۴ کال د جولای په میاشت کې د پنجاب ایالت د سرای عالمګیر په سیمه کې د ترهګرۍ ضد ادارې له‌خوا نیول شوی و.

نوموړی تر نیول کېدو وروسته محکمې ته وړاندې شو، خو د کافي ثبوتونو د نشتوالي له امله محکمې د هغه د خوشې کېدو امر ورکړ.

راپور زیاتوي، چې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې ډاکتر امین د تورخم له لارې افغانستان ته و ایستل شو او دا مهال د ننګرهار ولایت په یوه سیمه کې مېشت دی.

ډاکتر امین یو مسلکي طبي ډاکتر بلل کېږي، خو په تېرو کلونو کې د القاعده د مشر د شخصي ساتونکي په توګه پېژندل شوی و.

پاکستان تر دې وړاندې د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ګډون ځینې لوړ پوړي طالبان زنداني کړي‌ وو.

په دغه ډله کې د یادې ډلې یو بل مخکښ غړی (استاد یاسر) هم یادېږي، چې په پاکستان کې لادرکه شوی او تر ننه یې کورنۍ د ژوند او مرګ معلومات نه لري.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پاکستان داسې افغانان هم له دغه هیواده باسي چې افغانستان یې لا نه دی لیدلی

۲۹ وری ۱۴۰۴ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۵، ۰۳:۵۲ GMT+۱

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په روانو پراخو عملیاتو‌ کې داسې کسان هم ایستل کېږي، چې په ټول ژوند یې افغانستان نه دی لیدلی. عرب نیوز له داسې دوو افغان وروڼو سره مرکې کړې، چې په پنجاب کې زیږېدلي او هلته لوی شوي دي.

د عرب نیوز د راپور له مخې، میرعلي او اصل میر دوه هغه افغان وروڼه دي، چې په پاکستان کې زېږیدلي او له کلونو راهیسې یې دغلته ژوند کاوه، خو بیا یې هم د یاد هېواد تابعیت ترلاسه نه کړ. 

میرعلي چې په پنجاب ایالت کې د مري په سیاحتي ښار کې زېږېدلی، تورخم کې له ډیورنډ کرښې د اوښتلو پر مهال یې وویل: «ما نه غوښتل چې راشم، خو مجبور شوم. ورور مې قانع کړم چې افغانستان ته لاړ شو او اسناد برابر کړو، او د خپل وطن تابعیت خو واخلو،ځکه که دواړه تابعیتونه له لاسه ورکړو، نو ستونزو سره به مخ شو».

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) او د کډوالۍ نړۍوالې ادارې (IOM) د ګډ راپور له مخې، یوازې د اپرېل په لومړیو ۱۲ ورځو کې له ۶۳ زرو ډېر افغانان چې قانوني اسناد یې نه درلودل، له پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي.

ویل ګیږي، چې د دغو افغان کډوالو د ستنېدو اصلي دلیل د نیول کېدو وېره ده.

اصل میر چې ۴۰ کاله ژوند یې په پاکستان کې تېر کړی، د ایستل کیدو دغې پرېکړې په ژوره توګه خپه کړی دی.

هغه وویل: «راتلونکی ډېر تریخ ښکاري. د خپلو اولادونو د تعلیم په اړه اندېښنه لرم. هڅه کوو، چې په افغانستان کې یې تعلیم ته دوام ورکړو».

د پاکستان حکومت وايي، چې د افغان کډوالو د ایستلو لامل په هېواد کې د وسله والو بریدونه او هغه جرمونه دي، چې ګواکې افغانانو ترسره کړي دي. خو طالبانو او ایستل کیدونکو افغانانو بیا دا تورونه رد کړي او دا یې «جبري ایستل» بللي دي.

د کډوالو د جبري ایستلو په بهیر کې دغه دواړه وروڼه اوس بېرته افغانستان ته ستانه شوي،‌ او هیله لري چې طالبان به د دوی لپاره د نوې ژوندانه زمینه برابره کړي.

میرعلي چې ننگرهار ته رسېدلی وايي: «په کابل کې یې زموږ لپاره یو پروګرام جوړ کړی، وایي مرسته به راسره وشي. هېڅ نه لرو، یواځې له حکومته غواړو چې موږ ته ځمکه، کور او کار راکړي».

افغانستان چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له سخت بشري ناورین، بې روزګارۍ او لوږې سره مخ دی، دا ویره شته چې د بېرته ستنیدونکو سره به دغه وضعیت لا کړکېچن شي.

ویل کېږي طالبان په کور دننه د افغان کډوالو د اړتیاوو پوره کولو او ستونزو د حل توان نه لري.

یوازې نړۍوالې مرستندویه ادارې دي، چې خپلو بشري مرستو ته یې دوام ورکړی او دغو سازمانونو هم اندیښنه ښودلې، چې په لویه کچه د ستنیدونکو څپو کې به دوی هم د ډېرې مرستې وړتیا ونه لري.

د طالبانو لاس ته ورغلې امریکایي وسلې خرڅې شوې او یا هم قاچاق شوې دي

۲۹ وری ۱۴۰۴ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۵، ۰۳:۱۸ GMT+۱

د بي بي سي انګریزۍ څانګې د یوې نوې څېړنې له مخې، وايي شاوخوا پنځه لکه میله امریکایي وسلې، چې د افغانستان مخکني جمهوري حکومت له سقوط وروسته د طالبانو لاس ته ورغلې وې، اوس ورکې دي او یا پر ځینو ترهګرو ډلو پلورل شوي، یا هم قاچاق شوې دي.

ملګري ملتونه هم تاییدوي، چې ځینې دغه وسلې د القاعده اړوندو ډلو لاس ته ورغلې دي.

د افغانستان د مخکني جمهوري حکومت یوه چارواکي بي ‌بي‌ سی ته ویلي، چې طالبانو له ۲۰۲۱ کال وروسته شاوخوا یو میلیون وسلې او پوځي تجهیزات ترلاسه کړي، چې ډېری یې د امریکا له لوري ورکړل شوي وو.

له هغه مهاله، چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې بیا پر افغانستان واکمن شول، ډېری افغان سرتېرو خپلې وسلې پرېښودې یا یې طالبانو ته تسلیم کړې.

همداراز یوه اندازه تجهیزات د امریکایي ځواکونو له وتلو سره سم افغانستان کې پرېښودل شول.

د دغو وسلو ډېره برخه امریکا جوړې کړي چې M4 او M16 ډوله ټوپکونه او نور پوځي وسایل په کې شامل دي.

د بي بي سي د سرچینو په وینا، طالبانو د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې یوې پټې غونډې ته په دوحه کې منلې چې شاوخوا نیمایي دغه وسلې اوس «نامعلومه» دي.

د کمېټې یوه غړي ویلي، چې د وسلو موقعیت نه دی معلوم او دا موضوع له نورو سرچینو هم تایید شوې ده.

د ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ میاشت کې د ملګرو ملتونو راپور ښيي، چې پاکستاني طالبانو د ازبکستان اسلامي تحریک، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د انصارالله یمني وسله ‌وال هم د طالبانو له لارې د پخواني حکومت له پاتې وسلو ګټه اخلي، یا یې هم له تورو بازارونو پيري.

خو د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي: «ټولې سپکې او درنې وسلې خوندي دي. د وسلو د قاچاق یا ورکېدو ادعاوې په کلکه ردوو».

سره له دې، د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ کال په راپور کې راغلي، چې طالبانو خپلو ځايي قوماندانانو ته اجازه ورکړې، څو ۲۰ سلنه ضبط شوې وسلې له ځان سره وساتي او دا کار د وسلو د تور بازار پراخېدو لامل شوی دی.

یو پخواني خبریال په کندهار کې ویلي، چې د طالبانو تر راتګ وروسته تر یو کال پورې د وسلو ازاد بازار فعاله و، خو اوس دا راکړې ورکړې پټې شوې دي او یا د خواله رسنیو (وټساپ) له لارې ترسره کېږي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د ځانګړي سرمفتش ادارې (سیګار) ویلي، چې وسلې لږې دي خو په ۲۰۲۲ کال کې یې اعتراف کړی و، چې د کره معلوماتو ترلاسه کولو کې پاتې راغلي، ځکه چې وسلې بېلابېلو امریکایي ادارو برابرې کړې وې.

سیګار همدا راز پنټاګون یا د امریکا دفاع وزارت په دې تورن کړی، چې د وسلو د څار په برخه کې یې لس کاله بې ‌پروايي کړې ده.

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ بیا په وار وار یاده کړې، چې غواړي دغه تجهیزات او وسلې بېرته ترلاسه کړي.

هغه ادعا کړې، چې د ۸۵ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات په افغانستان کې پاتې دي. ټرمپ زیاتوي: «که لازمه وي، د بېرته راوړلو لپاره به یې لګښت وکړو، خو دا تجهیزات به بېرته راوړو».

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان له دولتي ټلویزیونه سره په خبرو کې ویلي: «موږ ته دا وسلې له پخواني حکومت څخه راپاتې دي او د هېواد د دفاع لپاره به ترې استفاده کوو».

طالبانو څو ځله د امریکا پاتې شوې وسلې نندارې ته ایښي دي په ځانګړي ډول په بګرام پوځي اډې کې د ځینو مراسمو پر مهال، چې دغه ډلې د خپلې بریا د نښې په توګه ښکاره کولې.

بي بي سي زیاتوي، سره له دې چې د امریکا دفاع وزارت ادعا کوي، د وتلو پر مهال یې وسلې غیرفعاله کړې وې، خو طالبان توانېدلي چې له پاتې تجهیزاتو یو پیاوړی پوځ جوړ کړي او د ملي مقاومت جبهې او د داعش خراسان څانګې ته ماتې ورکړي.

راپور کې راغلي، لا هم سلګونه هاموي زغروال موټر، ماین ضد MRAP وسایط او بلک‌ هاک چورلکې په کندهار کې شته، خو طالبان د فني پرسونل د کمښت له امله نه شي کولای ترې پوره ګټه واخلي.

خو طالبانو له سپکو وسلو او ساده وسایطو، لکه هاموي څخه په ښه توګه ګټه اخیستې او پخپلو عملیاتو کې یې کارولي دي.

سره له دې چې ټرمپ لا هم ټینګار کوي، چې وسلې باید بېرته راوړل شي خو د سیګار پخوانی مشر جان ساپکو وايي، چې دا هڅې به تر وسلو زیات لګښت ولري او بې ‌ګټې به وي.

اوس هم دا اندېښنې شته، چې دغه وسلې د سیمې نورو سختدریځو ډلو لاس ته ور نه شي او د ناامنۍ لامل ونه ګرځي.

پاکستان هم د افغانستان یو له هغو ګاونډیو هېوادونو دی، چې په پاکستان کې له پاتې شویو امریکایي وسلو څخه سرټکوي او په وار وار یې شکایتونه کړي، چې د دوی په خاوره کې د شویو ترهګریزو بریدونو پر مهال بلوڅ بېلتون پالو او «ټي ټي پي» پاتې شوې امریکایي وسلې کارولې دي.

د ۱۸ کلن افغان اعتراف: د امریکا د ټاکنو په ورځ مې د ترهګریز برید پلان درلود

۲۹ وری ۱۴۰۴ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۵۰ GMT+۱

د عبدالله حاجي‌زاده په نوم د امریکا یوه دایمي افغان استوګن، په يوې محکمه کې اعتراف کړی چې له داعش څخه یې په الهام اخیستو پلان درلود چې د امریکا د ټاکنو په ورځ ترهګریز برید ترسره کړي. نوموړی د متحده‌ ایالاتونو د ټاکنو په ورځ د برید له‌پاره د وسلو د اخیستلو پر هڅې تورن شوی و.

د امریکا د عدلیې وزارت په اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ورځ (د وري ۲۸مه) خپره شوې، راغلي چې دوه کسان د ۲۰۲۴ کال په اکټوبر کې نیول شوي وو.

د محکمې د اسنادو له مخې، حاجي‌زاده او د هغه ۲۷ کلن ملګری نصیراحمد توحیدي چې دواړه افغانان دي، دوه کلاشينکوفونه، د مرمیو لس بکسې او ۵۰۰ مرمۍ تيارې کړې وې. دوی پوهېدل چې دا وسلې او مهمات به د داعش ډلې په استازولۍ د ۲۰۲۴ کال د نوامبر په ټاکنو کې وکارول شي.

حاجي‌زاده چې د نیول کېدو پرمهال ۱۷ کلن و، وروسته تر هغې یې خپل جرم ومانه چې قانوني بالغ ګڼل کېده. اوس به د یو بالغ شخص په توګه محاکمه کېږي چې ډېره سزا به یې ۱۵ کاله بند او ۲۵۰ زره ډالره جریمه وي.

همداراز، ویل کېږي چې دا تنکی افغان ځوان د خپلې سزا له پای ته رسېدو وروسته افغانستان ته د اېستلو له ګواښ سره هم مخ دی.

توحیدي چې د حاجي‌زاده همکار دی او د محکمې پرېکړې ته په تمه دی، د داعش له‌پاره د مهماتو د برابرولو پر هڅې تورن شوی او ښايي تر ۲۰ کاله بند سره مخ شي. همداراز، د جرم د ترسره کولو لپاره د وسلو د اخیستو په قضیه کې د ۱۵ کلونو بند سزا ورته اورل شوې ده.

د ۲۰۲۴ کال په اکټوبر کې د اوکلاهوما ایالت یوه قاضي امر کړی و چې ناصراحمد توحیدي دې په بند کې پاتې شي. سوزان میچل ویلي و چې د توحیدي د محاکمه‌ کېدو له‌پاره کافي احتمالي دلایل لري.

قاضي دا پرېکړه وروسته له هغه صادر کړې، چې د اېف‌بي‌ای یوه ځانګړي مامور د توحیدي د فعالیتونو په اړه شهادت ورکړی دی. د اېف‌بي‌ای مامور ویلي چې توحیدي د مهماتو د ترلاسه کولو او د امریکا د ټاکنو پر ورځ د برید ترسره کولو پلان جوړاوه.

د اېف‌بي‌ای مامور ډېرېک وایلي شاهدي ورکړی چې توحیدي په فرانسه کې د یوې تر څار لاندې قضیې سره تړاو درلود چې په پایله کې یې په دې میاشت کې د هغه د دوو وروڼو په ګډون درې کسان نیول شوي وو. دا درې واړه په فرانسه کې د ترهګریز برید پر پلانولو هم تورن شوي وو.

ایمل ولي خان: افغان کډوالو ته دې پاکستانی تابعت ورکړل شي

۲۸ وری ۱۴۰۴ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۵، ۲۳:۰۹ GMT+۱

د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان د پاکستان له‌خوا د افغان کډوالو جبري بېرته ستنولو په اړه د پاکستان په حکومت نیوکې کړي او ویلي یې دي، چې پاکستان دې افغان کډوالو ته د تابعت د ورکولو په موخه پالیسي جوړه کړي او دوی ته دې تابعت ورکړي.

د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د مېشت افغان کډوالو جبري بېرته سنتولو پروګرام پېل کړي. په ټولو ښارونو کې د پولیسو له لورې د افغان کډوالو پر وړاندې سخت اقدامات روان دي، چې په دې تېرو دوه اونیو کې نږدې ۶۰ زره افغان کډوال جبري افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

ایمل ولي خان د پاکستاني حکومت له‌خوا د افغان کډوالو جبري بېرته ستنول ظالمه کړنه یاده کړې او ویلي یې دي چې افغان کډوالو ته دې د پاکستان تابعت ورکړل شي.

نوموړی وایي: « ظالم که هر څوک دی خلاف یې یوو، مظلوم که هر څوک دی ملګري یې یوو، دا کیسه د دوه جملو نه ده او دوه اړخیزه غلطي ده په کې، خو دا نه ده چې د هغې نتیجه دې دا را ووځي، زه اوس هم دا وایم چې پاکستان ته پکار ده چې پالیسي جوړه کړي.»

هغه د پاکستان حکومت په اشارې زیاته کړه: « هغه خلک چې تا دلته راوستي دي، تا ورته دلته د اوسیدو زمینه برابره کړې، که په دې کې څوک تابعت غواړي ورته ور یې کړه، د پاکستان تابعت دی څه د امریکا تابعت خو نه دی، چې څوک پسې مړه شي.»

ایمل زیاتوي: «هغه خلک چې په افغانستان کې څه نه لري او ځان پاکستانیان ګڼي، دوی به هلته چاته ځي؟ باید رحم وشي، ټول خلک دې راټول شي او یوه پالیسي دې په اتفاق جوړه کړي او عمل دې پرې وکړي.»

نوموړی وایي چې ایالتي حکومت دې د افغان کډوالو ‎په اړه هغه څه نه وایي چې عمل پرې نشی کولی، باید مسولانه برخورد وکړي.

تر دې وړاندې په خېبر پښتونخوا کې د ایالتي حکومت اعلی وزیر امین ګنډاپور اعلان کړی و، چې افغان کډوال دې جبري بېرته نه ستنول کیږي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې افغانان په ترهګرۍ کې ښېکل دي؟ ایمل ولي خان وویل:« زه دا خبره نشم تاییدولی او مخالفت یې کوم خو پاکستانیان په ترهګرۍ کې ښکېل دي او هم افغانان په کې ښکېل دي، زموږ خاوره کانونه لري ځکه دلته نا امني ده.»

یاده دې وي چې له تېرو درې میاشتو راپدې خوا د پاکستان په ټولو ښارونو کې د افغان کډوالو پر وړاندې پولیسو کور په کور تالاشۍ شروع کړي، افغان کډوال نیول کیږي او جبري بېرته افغانستان ته ستانه کیږي. رسمي ارقام ښيي چې په تېرو دوه اونیو کې د پاکستان حکومت نږدې ۶۰ زره افغان کډوال جبري د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه کړي.

همدا ډول په افغانستان کې د کډوالو اړوند ادارو ارقام ښيي چې له تېر ۲۰۲۳ کال راهیسې نږدې اته لکه افغان کډوال پاکستان جبري افغانستان ته ستانه کړي.

که څه هم ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو د پاکستان دغه اقدام غیرې قانوني او غیرې انساني بللی او له پاکستان یې غوښتي چې دغه لړۍ ودروي خو تر اوسه د پاکستاني حکومت په دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی.

په کابل کې د یوه بلوڅ ډاکټر وژل کېدل؛ طالبانو د پېښې د پټېدو هڅه وکړه

۲۸ وری ۱۴۰۴ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۵، ۲۲:۵۴ GMT+۱

له پلازمېنې کابل څخه یوې ولسي سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړ، چې ناپېژاندو وسله‌‌والو په دغه ښار کې یو «بلوڅ» ډاکټر په ډژو وژلی دی.

سرچینه زیاتوي چې دا ډاکټر د چهارشنبې په سهار، شاوخوا ۸:۰۰ بجې د کابل ښار د پروان هوټل سیمې د «امام غزالي جامع جومات» په شپږمه کوڅه کې وژل شوی دی.

د ولسي سرچینې په وینا، طالب وسله‌والو د بلوڅ ډاکټر له وژل کېدو وروسته د دې پېښې او د هغه د جنازې مراسمو د پټېدو هڅه کړې ده.

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، طالبانو چاته اجازه نه ده ورکړې، چې د پېښې له حاله عکس یا ويډیو واخلي او په وینا یې، د دې ډلې ځواکونو له‌خوا د هغو کسانو کمرې او ټېلیفونونه هم مات شوي چې د پېښې له سیمې یې عکسونه او ویډیوګانې اخیستې وې.

سرچینې د دې پېښې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي او نه هم تر اوسه طالبانو په دې تړاو څه ویلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان په وار-وار په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت ادعا کوي، خو وخت ناوخت په کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې هېوادوال د ناپېژاندو وسله‌والو له‌خوا وژل کېږي.

د یادونې ده چې تر دې مخکې هم د کابل طبي پوهنتون استاد او د میوند کادري روغتون د جلدي څانګې مشر پوهنوال ډاکټر غفار همدرد د ۱۴۰۲ کال په مرغومې میاشت کې د کارته نو (رحمان مېنې) په سیمه کې د خپلې معاینه‌خونې مخې ته په ډژو وژل شوی و.