پاکستانی چارواکی: د اپرېل له پیلېدو راهیسې له ۸۰ زره ډېر افغان کډول افغانستان ته ستانه شوي

د پاکستان کورنيو چارو وزارت سلاکار طلال چودري وايي، دغه هېواد د اپرېل مياشتې له پیلېدو راهیسې له ۸۰ زره ډېر افغانان ایستلي دي.

د پاکستان کورنيو چارو وزارت سلاکار طلال چودري وايي، دغه هېواد د اپرېل مياشتې له پیلېدو راهیسې له ۸۰ زره ډېر افغانان ایستلي دي.
د رويټرز خبري اژانس د خبر له مخې طلال چودري د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته ویلي: «اسلام اباد هغه افغان کډوالو ته، چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري او یوازي د افغان تابعیت (ای سي سي) کارتونه لري خبرداری ورکړی و، چې د مارچ میاشتي تر ۳۱مې خپل هېواد ته ستانه شي، چې وروسته دغه نېټه د اپرېل میاشتې تر ۳۰مې وغځول شوه.»
د نوموړي په خبره، پاکستان له ټاکل شوې نېټې مخکې تر دا مهاله له ۸۰ زرو زيات افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي دي..
چودري ویلي یوازې هغه افغانان چې قانوني ویزې لري، کولای شي په پاکستان کې پاتې شي.
له دغه هېواده د کډوالو ایستل د هغه کمپاین برخه ده، چې د ۲۰۲۳ کال په وروستيو کې پيل شوی.
د رويټرز د خبر له مخې، پاکستان د ترهګریزو بریدونو او جرمونو پړه پر افغانانو اچوي، چې په دغه هېواد کې د کډوالو تر ټولو لوی شمېر جوړوي.
افغانستان بیا دغه تورونه رد کړي او له دغه هېواده د افغانانو ستنول یې «جبري شړل» بللي دي.

د خواف ـ هرات پټلۍ د پروژې مسوول ویلي، ایران پلان لري چې د افغانستان په خاوره کې د دغې پروژې د څلورمې برخې پاتې نیمګړي کارونه د ۲۰۲۶ کال تر مارچ میاشتې بشپړ کړي.
د دغې پروژې مدیر حافظ سادات نژاد د ایران ایسنا اژانس ته ویلي، چې د پتلۍ فعالیت په ۲۰۲۰ کال کې په څلورو پړاونو کې د ایران د شمال ختیځ خواف د افغانستان تر هرات ولایت پیل شوی. د دغې پروژې دوه برخې په ایران او دوه یې په افغانستان کې دي، چې د پروژې د دریو برخو د جوړولو مسولیت یې د ایران په غاړه دی.
ښاغلی سادات وايي، چې دریمه برخه یې چې ۶۲ کییلومتره اوږدوالی لري د ایران د شمتیغ څخه د افغانستان تر روزنک پورې د ایران په مالي مرسته جوړه شوې وه.
خو په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د سیاسي بدلونو له امله دغې پټلۍ ته زیانونه واوښتل او غلا ترې وشوه، خو وروسته په همدې کال کې ایراني پلاوي د اوښتو زیانونه ارزونه وکړه.
سادات وايي:«افغانستان ته دنده سپارل شوې وه چې دغه پټلۍ بېرته د ۲۰۲۰ کال حالت ته را وګرځوي. که څه هم ځینې لومړنۍ نیمګړتیاوې لرلې، خو د جګړې له امله زیانمنې برخې باید وروسته ترمیم شوې وای.»
د دغې ایراني رسنۍ په راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو حکومت تر ۲۰۲۳ کال پوري د پټلۍ ستونزې تر ډیره حل کړې، خو ایران د ۲۳،۴ میلیونو ډالر په لګښت د پټلۍ د پاتې برخو د رغولو قرارداد یو داخلي شرکت ته ورکړ.
سادات وايي:« د تیر کال تر ورستیو موږ د دریمي او څلورمې برخې د نښلولو او همداراز د فرعي کرښې د جوړولو لپاره مو لازم توکي انتقال کړي دي. قراردادي هم هلته دی او کار به تر مارچ پورې بشپړ شي.»
دغه ایراني چارواکي ویلي، چې اوسمهال دا پټلۍ یوازې د بار وړلو لپاره کارول کېږي، خو له طالبانو سره د خبرو له مخې تمه ده چې دا پټلۍ به د مسافرو د انتقال وړتیا هم پیدا کړي.
سادات وايي، د دې پټلۍ له لارې تر دې دمه افغانستان ته د فولادو او اړوندو توکو صادراتو او له افغانستان څخه ایران د کانې موادو واردات اسانه کړي دي.
نوموړی وايي، د بار وړلو لومړنۍ ظرفیت د لومړي کال لپاره یو میلیون ټنه اټکل شوی، چې تر شل کالو به څلور میلیونه ټنو ته لوړ شي.
همدارنګه نومړي ویلي چې د پروژې تر بشپړیدو وروسته د اورګاډي سرعت به په ساعت کې له ۶۰ کیلومترو له ۱۰۰ تر ۱۲۰ کیلومتره لوړ شي.
د خواف–هرات ریل پټلۍ۲۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري چې۷۸ کیلومتره په ایران او ۱۴۷ کیلومتره په افغانستان کې موقعیت لري.
د دغې پټلۍ جوړول په ۲۰۰۷ کال کې پیل شوي او ایران درې پړاوونه چې ټولټال ۱۴۰ کیلومتره دي، جوړ کړي او پاتې ۸۵ کیلومتره پټلۍ جوړول د افغانستان مسؤلیت دی.
دغه پروژه چې له۱۸ کاله راهیسي یې کار دوام لري هرات د ایران د رضوي خراسان ولایت د خواف له لارې د ایران د ریل شبکې سره نښلوي.
دا کرښه د چین، قرغزستان، تاجکستان، افغانستان، ایران او د فارس خلیج او اروپا سره د نښولو یوه مهمه لاره ګنل کیږي.

په نیمروز کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر ویلي، چې ایران تېره شپه ۱۹۹ افغان بندیان چې د بېلابېلو جرمونو په تور په دغه هېواد کې نیول شوي وو، طالبانو ته سپارلي دي. طالبانو هم دوه ایراني بندیان ایران ته سپارلي دي.
دغه افغان بندیان تېره شپه د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې افغانستان ته رستانه او طالبانو ته سپارل شوي دي.
د طالبانو د زندانونو چارو د رییس محمد یوسف مستري وايي، چې ایران تردې وړاندې هم ۲۱۱ افغان بندیان دغې ډلې ته سپارلي دي او ۴۸۴ نور افغان بندیان به هم ور وسپارل شي.
طالبانو ویلي، چې دغه بندیان خپلو ولایتونو ته انتقالوي او هلته به د بند ټاکلې موده تیروي.
طالبانو ویلي، چې د ښه نیت له مخې یې په افغانستان کې دوه ایراني بندیان ایران ته سپارلي دي.
د طالبانو د ستري محکمې د ادارې مرستیال عبدالمالک حقاني په مشرۍ یو پلاوی تېرکال په مرغومي میاشت کې ایران ته د سفر وکړ او د ایراني چارواکو سره یې د ۱۵۰۰ افغان بندیانو د انتقال په اړه خبرې وکړې.
ایران تېره میاشت هم ۲۱۱ تنه افغان بندیان طالبانو ته سپارلي وو.

د نوبل سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي، له پاکستان د زرګونو افغان کډوالو په ایستلو خواشینې ده او ستنېدونکې افغان مېرمنې له ټولو حقونو بې برخې کېږي. هغې پر اېکس پاڼه لیکلي، چې نجونې او ښځې به ښوونځيو ته د تګ، کار کولو، بیان ازادۍ او له ټولو بشري حقونو بې برخې شي.
هغه زياتوي، چې «دغه کورنۍ به د طالبانو د ظالمانه واک او جنسيتي توپيري چلند لاندي ژوند وکړي.»
هغې ويلي، چې پاکستان مخکې هم له جګړې او تاوتريخوالې د تښتېدلو کورنيو هرکلی او مېلمه پالنه کړې ده او اوس هم باید جبرې ستنېدنه ژر تر ژر ودروي.
ملالې لیکلي، چې دا مهال افغانستان د نجونو او ښځو لپاره خوندي نه دی.
د هغې په خبره، چې جبري شړل به د دغو کورنيو رواني وضعت ته زیان ورسوي له هغوی به له لوی خطر سره مخ کړي.
ملالې یوسفزې له پاکستان حکومت غوښتي، چې زیانمنې کورنۍ خوندي او ښوونځيو ته د نجونو د تګ په برخه کې ډاډ تر لاسه کړي.
نوموړې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې پر طالبانو فشار زيات کړې، چې له جنسيتي توپیر لاس واخلي او نړيواله ټولنه باید د بیا میشتیدنې لارې پراخې کړي او د بې ځایه شویو افغانانو لپاره ملاتړ زیات کړي.
تېره اونۍ هم د ملالې یوسفزۍ بنسټ د پاکستان له حکومت غوښتي وه، چې د افغانانو، په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو له ستنولو تېر شي او د هغو کسانو ملاتړ وکړي چې په خطر کې دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ پلاوی سبا کابل ته ځي چې له طالب چارواکو سره پر دوه اړخیزو مسلو خبرې وکړي. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه پلاوي تر سفر مخکې په ناسته کې، د دوه اړخیزې همکارۍ پراخولو، امنیت او نورو مسایلو په اړه د سفر ټول اړخونه څیړلي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د اسحاق ډار په مشرۍ د دغه هېواد یو لوړ پوړی پلاوی به په خپل یو ورځني سفر کې، د طالبانو د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند، د رییس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملا برادر، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امییرخان متقي او نورو چارواکو سره وویني.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې یاد پلاوی به د لوړ پوړو طالب چارواکو سره د دواړو هېوادونو د اړېکو، امنیت، سوداګرۍ، دوه اړخیزو ګټو او نورو موضوعاتو په اړه تفصیلي خبرې وکړي.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق وړمه ورځ د همغږۍ ګډي کمیټې په ناسته کې افغانستان ته د پاکستان د لوړ پوړي پلاوي سفر په اړه خبر ورکړی و.

د روسیې د سترې محکمې لهخوا د ترهګرو له نوملړه د طالبانو د لرې کولو له پرېکړې وروسته د ملګرو ملتونو سازمان وایي، چې د طالبانو په اړه د دغه سازمان دریځ نه دی بدل شوی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي: «دا د روسیې فدراسیون یو خپلواک تصمیم دی.»
هغه زیاتوي چې د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو لهخوا پر طالبانو لګول شوي بندیزونه لا هم پر ځای دي.
د ۱۴۰۳ کال د لیندنۍ میاشتې په ۲۳مه، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو پر ضد د بندیزونو د څار ډلې ماموریت ۱۴ میاشتو ته وغزاوه.
له دې سره د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې که څه هم طالبان یې له ترهګرو سازمانونو له رسمي نوملړه لرې کړي، خو لا هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري پر دغه ډلې لګیدلو بندویزونو ته ژمن دي.
په یوې خبرپاڼه کې، چې د وري میاشتې په ۲۸مه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د خپلې ویب پاڼې له لارې خپور کړی، راغلي: «د روسیې د سترې محکمې پرېکړه د طالبانو نوم له ترهګرو سازمانونو څخه لرې کوي، خو دا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له بندیزونو څخه د روسیې نړۍ والې ژمنې نه بدلوي.»
یاده پرېکړه د روسیې سترې محکمې د لویې څارنوالۍ د غوښتنې پر بنسټ کړې ده او قاضي اولګ نوفدوف ویلي، چې دا پرېکړه سملاسي عملي بڼه لري.
بل لوري ته طالبانو د روسیې له دې پرېکړې هرکلی کړی دی. د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد، ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له طالبانو سره سم سیاست غوره کړی.
هغه هیله ښودلې چې له روسیې سره به د طالبانو اقتصادي او ډېپلوماټیکې اړیکې لا پراخې شي.
