• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اروپا کې وروستۍ افغان سفیره: طالبان نړۍوال مشروعیت نه لري او هېڅ امر یې نه منم

۳۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۵، ۰۶:۱۱ GMT+۱

د افغانستان له پرځېدلي جمهوري نظامه په اتریش کې پر دنده پاتې افغان سفیره منیژه باختري په نړۍ کې اوس د پخواني جمهوریت وروستۍ ښځینه استازې ده. هغې ویلي، طالبان نړۍوال مشروعیت نه لري او له همدې امله یې هغه هېڅ امر ته تسلیمېدونکې نه ده.

نوموړې له اېنډپېنډینټ سره په یوه مرکه کې ویلي، چې اروپایي ټولنه باید طالبانو ته مشروعیت ورنکړي؛ ځکه د دغه ډلې په رسمیت پېژندل د افراطیت، ښځو ته د حقونو نه ورکولو او ظلم ته قانوني بڼه ورکول دي.

سره له دې چې طالبانو د هغې د منفکۍ حکم ورکړی؛ خو هغه د اتریش حکومت په تایید اوس هم خپلې دندې ته دوام ورکوي.

منیژې باختري په مادرید کې د یوې مرکې پر مهال ویلي: «مقاومت یعنې د ظلم پر وړاندې درېدل، نه دا چې بېرته جګړې ته ور وګرځو».

هغې زیاته کړې: «زه له طالبانو امر نه ‌اخلم. زما مشروعیت د طالبانو پورې نه دی تړلی. هغوی نه دننه په افغانستان کې مشروع دي، نه بهر».

په داسې حال کې چې ګڼ شمېر هېوادونو د طالبانو استازي د افغانستان په سفارتونو کې منلي، اتریش لا هم خپل کلک دریځ ساتلی دی.

باختري وايي، که څه هم نړۍوالې ټولنې د طالبانو تېرې کړنې هېرې کړې وې؛ خو د تېرو څلورو کلونو ظلمونه کافي دي، چې نړۍ ته وښيي دغه ډله بشري حقونو ته هېڅ ډول درناوی نه لري.

له باختري ترڅنګ نګیره میرداد هم چې په پولنډ کې د افغانستان سفارت مرستیاله وه؛ خو اوس یاد سفارت تړل شوی، له هغو ښځو ده چې د ګواښونو سره، سره لا یې هم د طالبانو خلاف خپل دریځ ته دوام ورکړی دی.

د هغې په خبره، له دې وروسته چې کابل سقوط وکړ، مالي مرستې پرې بندې شوې او اړ شوه چې د خپلې ناروغې لور لپاره له نورو سفارتونو د مرستې غوښتنه وکړي.

میرداد د طالبانو د لومړۍ دورې (د ۹۰ لسیزې) خاطره داسې راژوندۍ کوي: «زه له کوچنیوالي پوهېدم؛ که طالبان راشي، موږ ښځې یا باید ووژل شو یا به د هغوی لاس ته ولوېږو.»

په اروپا کې ځینو هېوادونو له طالبانو سره د تعامل نښې څرګندې کړې دي او ‌مخکیني جمهوري نظام ډېپلوماتیک استازو دندې یې هم پای ته رسولې دي.

تازه څو اونۍ وړاندې ناروې هېواد هم په خپله خاوره کې افغان سفارت د طالبانو استازي ته سپارلی دی.

که څه هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په نږدې څلوېښتو هېوادونو کې یې خپلې استازولۍ فعالې کړې دي؛ خو لا هم دغه ډله د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه ده پېژندل شوې او لامل یې په افغانستان کې د دوی توند لارې کړنې بلل شوې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

اېم ټي اېن مخابراتي شرکت په افغانستان کې خپلې ونډې پر بل شرکت وپلورلې

۳۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۲۶ GMT+۱

اېم ټي اېن مخابراتي شرکت په رسمي ډول په افغانستان کې خپل فعالیت پای ته ورساوه او خپلې ونډې یې بل شرکت ته وسپارلې. له دې وروسته به اېم ۱ شرکت چې د اېم ټي اېن شرکت ونډې یې پېرلې، د «اټوما» په نوم خپل مخابراتي فعالیتونه پر مخ یوسي.

د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر نجیب الله حقاني د اېم ټي اېن د فعالیت د پای په مراسمو کې وویل، چې د دغه شرکت ونډې د M1 ګروپ ته لېږدول شوې دي او له دې وروسته به د اټوما په نوم خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

د هغه په وینا، اېم ټي اېن پرېکړه کړې چې په افریقايي هېوادونو خپل تمرکز زیات کړي او د M1 ګروپ د مېلیونونو ډالرو په ارزښت د دغه شرکټ ونډې اخیستې دي.

اېم ټي اېن په بازار کې د ۴۰ سلنه ونډو په لرلو سره په افغانستان کې د مخابراتو تر ټولو لوی شرکت و.

دغه مخابراتي شرکت د ۱۴۰۱کال په لړم میاشت کې ویلي و، چې په افغانستان کې به د مالکیت او نوم په بدلولو سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

دغه شرکت ویلي و، چې د شرکت ملکیت کې پلان شوی بدلون به د پېرودونکو پر خدمتونو اغېز ونکړي.

د طالبانو د مخابراتو وزیر اتوما شرکت ته سپارښتنه وکړه، چې پېرودونکو ته معیاري او باکیفیته خدمتونه وړاندې کړي، د جواز شرایط مراعات کړي او د پېرودونکو حقونه خوندي کړي.

په ورته وخت کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري له M1 ګروپ څخه د دغه سترې پانګونې له امله مننه کړې.

د اټوما اجراییوي مشر هاشم رمضان ژمنه کړې، چې شرکت به لوړ کیفیت او معیاري خدمتونه وړاندې کړي، خپلې زېربناوې به عصري کړي، په ټول هېواد کې به انټرنېټ او لوړ کیفیت غږ ته لاسرسی چمتو او خدمات به 4G ته لوړ کړي.

اېم ټي اېن مخابراتي شرکت له ۲۰۰۷ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کاوه او په ټول هېواد کې یې مېلیونونه پېرودونکي لرل.

له بلوه بلومبرګ بیا ویلي، چې دغه مخابراتي شرکت واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې له یو لړ پېچلتیاو سره مخ و.

له پاکستانه ستنېدونکي کډوال په تورخم ښارګوټي کې د امکاناتو له کمښت سره مخ دي

۳۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۰۱ GMT+۱

له پاکستانه په زوره اېستل کېدونکي افغان کډوال په تورخم ښارګوټي کې د جوړ شوي پنډغالي دننه د سرپناوو له نشتوالي او د لومړنیو خدمتونو له کموالي شکایتونه لري.

د بي‌بي‌سي انګریزي څانګې د راپور له مخې، ډېری اېستل شوي افغانان چې اوس د تورخم ښارګوټي په پنډغالي کې دي؛ له سختو شرایطو شکایت لري. د سختې ګرمۍ، دوړو او د مناسبو خېمو یا سرپناوو نه لرلو له امله د دوی ژوند لا نور هم سخت شوی دی.

ډېرې کورنۍ چې لرو پرتو ولایتونو او سیمو پورې تړاو لري اړ دي، چې په دغه پنډغالي کې د ډېرې مودې لپاره پاتې شي.

په تورخم کې د کډوالو اړوند د طالبانو د خدمتونو یو مسوول بخت جمال ګوهر بي‌بي‌سي ته ویلي: «موږ ډېرې ستونزې حل کړې دي؛ خو کله چې دومره زیات خلک یو ځل راشي، نو طبیعي ده چې یو لړ ستونزې رامنځته کېږي. دا خلک شاوخوا ۲۰ یا ۳۰ کاله مخکې له افغانستانه وتلي وو او اوس هېڅ هم نه‌لري. نه کور لري، نه شتمني. د ډېرو کورونه په جګړو کې وران شوي دي».

طالبان وایي، چې هرې بېرته ستنېدونکې کورنۍ ته له ۴۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰ افغانیو پورې نغدي مرسته ورکول کېږي؛ خو منتقدین وايي چې دا پیسې د ژوند د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو او د نوي ژوند پیل لپاره کافي نه ‌دي او په ځانګړې توګه په داسې هېواد کې چې اقتصاد یې د سقوط له ګواښ سره مخ دی.

په راپور کې راغلي، ډېری بېرته راستانه شوي کسان له دې شکایت لري چې پاکستاني پوله ساتو ځواکونو اجازه نه ‌ده ورکړې چې خپل کورني وسایل له ځان سره یوسي.

د بشري حقونو سازمانونه دا موضوع یوه لویه ستونزه بولي؛ خو د پاکستان چارواکو ویلي، چې د افغانانو د شتمنیو د لېږد د مخنیوي کومه رسمي تګلاره نه‌ لري.

د سړک تر غاړې سوځنده لمر ته ناست یوه افغان بي‌بي‌سي ته ویلي: «زما بچي چې هلته (پاکستان) کې پیدا شوي، راته وايي چې هماغلته باید پاتې شوی وی. هلته زموږ کور و؛ خو اوس زموږ د اوسېدو اجازه پای ته رسېدلې ده. موږ نور هلته نشو پاتې کېدی. نور بیا هېڅکله پاکستان ته نه‌ ځو».

افغانستان چې د طالبانو په واکمنۍ کې وار دمخه له اقتصادي او بشري ناورین سره مخ دی، باورونه دا دي چې د دغو کډوالو په ستنېدو سره به د لوږې کچه لا پسې ډېره شي.

نیوکې دا دي، چې طالبان یوازې په شعاري ډول له ستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستو خبرې کوي او دغه ډله په لازمه توګه د مرستو توان نه لري.

طالبانو همدا راز د ملګرو ملتونو په ګډون له بېلابېلو مرستندویه سازمانونو غوښتي، چې له‌ پاکستانه د اېستل کېدونکو افغان کډوالو سره د مرستې لپاره دې ورسره همکاري وکړي.

پاکستان امیرخان متقي ته د سفر بلنه ورکړې

۳۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۵، ۰۴:۰۷ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د خپل سفر پر مهال د لوړې کچې دوه اړخیزو اړیکو په موخه امیرخان متقي ته بلنې ورکړې؛ څو اسلام اباد ته سفر وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد په یوه ویډیوي پېغام کې ویلي، چې د سیاسي اړیکو د پراختیا په موخه متقي ته د دغه سفر بلنه ورکړل شوې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هم کابل ته د اسحاق ډار د سفر پر مهال په یوه ګډه خبري غونډه کې د دواړه هېوادونو د ډېپلوماټیکو اړیکو په پراختیا ټینګار کړی دی.

متقي ویلي، له پاکستاني پلاوي سره یې د سیاسي همکارۍ زیاتوالي تر څنګ د چارو د سمون په موخه پر مثبتو هڅو هم خبرې کړې دي.

اسحاق ډار د پاکستان د څارګرې شبکې (ای اېس ای) د پخواني مشر فیض حمید وروسته درېیم لوړپوړی چارواکی دی، چې د طالبانو په بیا ځل واکمنۍ کې پاکستان ته سفر کوي.

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، د کابل او اسلام اباد د کړکېچنو اړیکو په لړ کې د اسحاق ډار د سفر پر مهال دواړو لوریو ژمنې کړې، چې ترهګرو ډلو ته به اجازه نه ورکوي؛ څو د دوی خاورې د یو بل پر ضد وکاروي.

راپورونو کې ویل شوي، چې اسحاق ډار د «ټي‌ټي‌پي» او نورو ترهګرو ډلو اړوند د اسلام اباد اندېښنې هم له طالبانو سره شریکې کړې دي او یادې ډلې ورسره ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به یې پر ضد نه کارول کېږي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې تر څه مودې ترینګلې وې؛ خو اوس یو وار بیا دغه اړیکې فعالې شوې او دواړه لوري له یو بل سره د ښو اړیکو په لرلو ټینګار کوي.

د دغو دواړو لوریو ترمنځ پخوا هم د ښو اړیکو پر سر ژمنې شوې دي؛ خو له دې سره، سره بیا هم د ډیورنډ پر کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو له لوري د بېلابېلو مسلو له کبله ان وسله‌والې نښتې هم شوې دي.

د بې‌ځایه شویو سازمان: د کډوالو مسله یوازې سیاسي یا امنیتي نه، بلکې یوه انساني تراژیدي ده

۳۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۵، ۰۳:۵۵ GMT+۱

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو د روان وضعیت په تړاو ویلي، چې د افغان کډوالو مسله یوازې سیاسي یا امنیتي نه؛ بلکې یوه انساني تراژیدي ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، که افغانستان او پاکستان په راتلونکې کې د ښه ګاونډیتوب او اړیکو غوښتونکي وي؛ نو باید دغه اړیکې بشریت ته په متقابل درناوي پیل شي.

د دغه سازمان پا وینا، کډوال هغه که په افغانستان کې وي او که پاکستان کې چې دوی یې خپل کور بولي؛ د ستنولو د خبرتیاوو او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د لګېدلو اغزن تارونو څخه د اړولو پر ځای باید ورته د وقار، قانوني پېژندنې او د ژوند کولو اسانتیاوې برابرې شي.

دغه سازمان زیاتوي:« دا یوازې سیاسي یا امنیتي مسله نه ده؛ بلکې یوه انساني تراژیدي ده. د افغان کډوالو نسلونه په پاکستان کې رالوی شوي، هلته ښوونځي ته تللي، کاروبارونه یې پیل کړي او ژوند یې جوړ کړی دی؛ د دوی ناڅاپه ستنول د لسیزو ادغام، د ټولنې جوړونې او همکارۍ ته زیان رسوي.»

یاد سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي، چې کډوالو ته اجازه ورکړي؛ ترڅو د کډوالۍ د نړۍوال قانون سره سم او د بشري حقونو په رڼا کې د خپلو شتمنیو سره له دغه هېواده ووځي.

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان په خپله مقاله کې په نړۍوالې ټولنې، نا دولتي موسسو او طالبانو غږ کړی، چې د راستنېدونکو کډوالو سره د خوندي سرپناه، بنسټیزو توکو او د عاید تولید په فرصتونو کې مرستې چمتو کړي.

د پاکستان حکومت د افغان کډوالو په جبري توګه د ستنولو لپاره د ۲۰۲۵ کال د اپرېل میاشتې وروستۍ نېټه ټاکلې وه او دغه لړۍ ورځ تر بلې د چټکېدو په حال کې ده.

د راپورونو له مخې، پاکستان هره ورځ په سلګونه او یا هم په زرګونه کډوال د تورخم، سپین بولدک او نورو لارو څخه افغانستان ته ستنوي؛ هغه څه چې د یوې منظمې پروسې تمه کېده د ناکافي پلان له امله پر یوه بشري ناورین بدله شوې ده.

پاکستان او طالبانو ګډې ژمنې کړي، چې خپلې خاورې د یو بل پر ضد نه کاروي

۳۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۵، ۰۳:۳۴ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته د سفر پر مهال له طالبانو سره هوکړې ته رسېدلی، چې دواړه هېوادونه به په خپلو خاورو کې د یو بل پر ضد د ترهګرو ډلو مخه نېسي. پاکستان اندېښنه لري، چې ګوندې طالبانو «ټي‌ټي‌پي» او د دوی ضد نورو وسله‌والو ته پناه ځایونه ورکړي.

اسحاق ډار کابل ته د یو ورځني سفر پر مهال د طالبانو له رییس الوزرا ملا حسن اخوند، د هغه له مرستیال عبدالسلام حنفي او د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په لیدنو کې د پاکستان پر امنیتي اندېښنو هم خبرې کړې دي.

د پاکستان ډان ورځپانې خبر ورکړی، چې اسحاق ډار تر دغو ناستو وروسته په یوه خبري کنفرانس کې ویلي؛ که په دواړو هېوادونو کې د یو بل پر ضد ترهګریز فعالتیونه ترسره کېږي، نو هر لوری مسوولیت لري چې په خپله خاوره کې یې مخه ونېسي.

هغه وویل: «موږ له خپلو کوربنو وغوښتل، چې د سولې، پرمختګ او د سیمې د امنیت لپاره ګډ کار وکړو. نه موږ چا ته اجازه ورکوو، چې زموږ له خاورې د افغانستان پر ضد کار واخلي او نه باید له افغانستانه د داسې فعالیتونو اجازه ورکړل شي.»

ډار زیاته کړه: «موږ په واضحه توګه هوکړه وکړه، چې هېڅ فرد یا ډله د دې حق نه ‌لري چې د افغانستان یا پاکستان خاوره د امنیتي ګواښ یا ترهګرو بریدونو لپاره وکاروي؛ که دغه ډول پېښې رامنځته شي، دواړه هېوادونه به مسوول وي چې اقدام وکړي او مخه یې ونیسي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، اسحاق ډار په دغه سفر کې د امنیت، سوداګرۍ، ټرانزیټ، سیمه‌ییزو پروژو او د ولسونو ترمنځ د اړیکو په تړاو خبرې شوې دي.

ډان ورځپاڼه لیکي، چې د‌ پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دغو لیدنو کې د دې هوکړې یادونه هم کړې چې تر جون میاشتې پورې به د تعقیب او ټرانزیټ یو سېسټم فعال شي، چې د افغانستان د ترانزیتي توکو د انتقال بهیر چټکوي.

نوموړي همداراز وویل، چې د بیمې او دوه ‌اړخیزې سوداګرۍ د اسانتیا لپاره نوې هوکړې شوې دي.

د افغان کډوالو په اړه ډار څرګنده کړه، چې پاکستان څلور مهم ټکي په پام کې نیولي دي. افغان کډوال باید له درناوي سره خپل هېواد ته ستانه شي، د بد چلند شکایتونو ته به رسېدنه کېږي، افغانانو ته د جایداد پېرلو هېڅ بندیز نه‌ دی لګول شوی او هغوی کولای شي خپل مالونه انتقال کړي.

د راپور له مخې، طالبانو په دې لیدنه کې د پاکستان له‌خوا د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه او له ډار یې وغوښتل، چې د جبري اېستلو لړۍ دې ودروي.

امیرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر وغوښتل، چې د افغان کډوالو د حقونو څخه سرغړونو ته باید د پای ټکی کېښودل شي.

دواړو لورو همداراز د سیاسي اړیکو پراخېدو، د ویزو د ورکړې د بهیر چټکېدو، د کرنیزو محصولاتو د لېږد اسانتیا، د سوداګرۍ د پراختیا او د سیمه‌ییزو لویو پروژو لکه د افغان ټرانز، کاسا-۱۰۰۰، ټاپي او ټاپ د تعقیب پر اهمیت ټینګار وکړ.

په پای کې پرېکړه وشوه، چې ګډې کمېټې به د دغه موضوعاتو د تعقیب او حل لپاره جوړې شي.

ډار له کابل څخه تر وتو وړاندې وویل: «پاکستان او افغانستان د ورورۍ ژورې اړیکې لري، چې باید نورې هم پیاوړې شي. زموږ موخه دا ده، چې د دواړو هېوادونو او د ټولې سیمې د خلکو د ګډو ګټو لپاره همکاري وکړو.»

هغه د پاکستان له دولتي ټلویزیون (PTV) سره په خبرو کې زیاته کړه، چې د وروستیو کلونو په اوږدو کې د دواړو هېوادونو اړیکې سړې شوې دي او دا کار واضح لاملونه لري؛ خو اوس وخت دی چې یو بل ته لاس ورکړل شي او همکاري بېرته پیل شي.

دا سفر داسې مهال کېږي، چې په ښکاره د طالبانو او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې پر دیورنډ کرښه د نښتو، په افغانستان کې د «ټي‌ټي‌پي» پناه ځایونو او په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستلو پر سر کړکېچ خپل اوج ته رسېدلی دی.

پاکستان په وار وار ادعا کړې، چې د طالبانو تر سیورې لاندې د افغانستان خاوره د یو شمېر وسله‌والو ډلو له لوري د دوی پر ضد کارول کېږي او طالبان یې مخه نه نیسي؛ خو پر کابل واکمنو د اسلام اباد دغه ادعاوې بې بنسټه بللې دي.