• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چین طالبانو ته د شانګهای په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده

۳۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۲۰ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۵، ۲۲:۵۲ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې چین د دې ډلې استازو ته د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده. د دغه وزارت ادارې مرستیال محمد نعیم په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره په کتنه کې د شانګهای غونډې ته د دې ډلې د استازو د بلنې هر کلی وکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د طالبانو د حکومت او چین ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یې د ګډو هڅو غوښتنه وکړه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې د رابلل شوي پلاوي د کچې او جوړښت په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

د چین سفیر د طالبانو په حواله ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوي.

چین یو له هغو څو هېوادونو څخه دی، چې په رسمي ډول یې د طالبانو سفیر منلی او د افغانستان له واکمن رژیم سره نږدې ډیپلوماتیکې او سیاسي اړیکې لري.

د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې افغانستان د شانګهای د همکارۍ سازمان څارونکی غړی و، خو په ۲۰۲۱ کال کې د رژیم له ړنګېدو وروسته د دغه هېواد غړیتوب وځنډول شو او له تېرو څلورو کلونو راهیسې د دغه سازمان په غونډو کې د طالبانو استازو ته پکې بلنه نه ده ورکړل شوې.

د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمنشي نورلان یرمیک بایف مخکې اعلان کړی و، چې د دغه سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو د شورا ۲۵مه سرمشریزه به د ۲۰۲۵ کال په دویمه نیمایي کې په چین کې تر سره شي.

هغه دا هم وویل چې د غونډې اجنډا به "ډېره بډایه" وي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

امیرخان متقي د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره د کنټرول خونې د رامنځته کېدو هرکلی وکړ

۳۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۹:۲۸ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په ټلیفوني خبرو کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري په موخه د کنټرول خونې له رامنځته کېدو هرکلی وکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیاء احمدتکل په خپل اېکس کې لیکلي، چې امیر خان متقي له خپل پاکستاني سیال محمد اسحاق ډار سره ټلیفوني خبرې کړي او په کابل کې یې د دواړو لورو ترمنځ د شویو ژمنو پر تعقیب ټينګار کړی.

‏نوموړي لیکلي: «په دې ټلیفوني مکالمه کې ښاغلي اسحاق ډار کابل ته د سفر په جریان کي د ښې مېلمه پالنې له امله مننه وکړه او ټينگار يې وکړ، چې کابل کې د شویو ژمنو د پلي کېدو لپاره به هڅې کوي او په ځانگړي ډول د کډوالو د ستونزو په حل کولو او شکایتونو د اورېدلو لپاره به جدي اقدامات کوي.»

حافظ ضیاء احمد تکل لیکلي، چې په دغه ټلیفوني خبرو کې اسحاق ډار د پاکستان د کورنيو چارو وزارت له خوا د کنټرول‌خونې د ايجاد او د کډوالو د شکايتونو د اورېدو په موخه د مرستې لپاره د تلیفوني شمېرو د خپرولو خبر هم ورکړ.

‏نوموړي وړاندې لیکلي: «امیرخان متقي هم کابل ته د خپل پاکستاني سيال سفر د ستونزو د حل په لور یو مثبت ګام وباله او د شویو پرېکړو د پلي کولو، په ځانگړي توگه هېواد ته د راستنېدونکو افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه په مرکزي کچه د کنترول‌خونې او د مرستې د اړيکې شمېرو د فعالولو اقدامات وستایل.»

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د افغان کډوالو د ځورونو د پېښو د ثبت لپاره یوه ۲۴ ساعته فدرالي کنټرول خونه جوړه کړې ده.

دغه اقدام کابل ته ددغه هېواد د مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار له سفر او اعلان وروسته شوی.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وايي، چې د ملي ناورین د معلوماتو مدیریت مرکز (NCIMC) کې له افغان کډوالو سره د مرستې او د احتمالي ځورونې د شکایتونو د ثبت لپاره یو ۲۴ ساعته فعال فدرالي کنټرول روم جوړ شوی دی.

محمد صادق وايي، چې دا کنټرول خونه د افغانانو د بېرته ستنولو بهیر کې د شفافیت او انساني چلند د تامین لپاره کار کوي او هر ډول شکایتونو ته به رسېدنه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار او ورسره پلاوي تېره ورځ کابل ته رسمي سفر کړی او له طالب چارواکو سره یې د دوه اړخیزه اړیکو ترڅنګ، په امنیتي، اقتصادي او په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه خبرې وکړې.

په دې وروستیو کې د طالبانو او د پاکستان ترمنځ اړیکې خورا ترینګلي حالت ته رسېدلې وې، دواړو لوریو په یو بل د ترهګرو ډلو د پاللو تورونه پورې کول.

پاکستان ادعا کړې وه، چې افغان طالبانو ټي ټي پي ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي.

همدا ډول طالبانو بیا پاکستان تورن کړی وو، چې داعش ته یې روزنځایونه ورکړي دي.

دا تورونه دواړو خواو رد کړي وو.

پاکستان نن د تورخم له لارې له نهه سوه زیات افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي

۳۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۸:۵۸ GMT+۱

د پاکستان حکومت د یکشنبې په ورځ (د وري ۳۱مه) د تورخم له لارې څه باندې ۹۰۰ افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي. د کډوالو په دغه جوپه کې د ACC کارت لرونکي او بې اسناده افغانان شامل دي.

د خېبرپښتونخوا حکومت په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د یکشنبې په ورځ یې ۴۵۳ د ACC کارت لرونکي او ۴۵۱ نور افغان کډوالو چې اسناد یې نه درلود، د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړي.

په علامیه کې راغلي، چې دغه افغان کډوال د خېبرپښتونخوا له بېلابېلو سیمو د جبري بېرته ستنولو کمپ ته استول شوي وو.

د معلوماتو له مخې، د پاکستان حکومت د اپرېل له لومړۍ نېټې راهیسې ۴۹,۸۰۴ غیرقانوني افغان کډوال د تورخم له لارې په جبري توګه بېرته افغانستان ته ستانه کړي.

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې په دغه هېواد درې مېلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي.

په همدې موخه له تېرو څو میاشتو راپدېخوا د پاکستان په ټولو ښارونو کې د پولیسو له لورې کور په کور د افغانانو تالاشۍ روانې دي.

د افغان کډوالو په اړه د پاکستان دغه اقدام د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو نړۍوالو ادارو غیر قانوني او غیر انساني بللی او له دغه هېواده یې غوښتي، چې دا لړۍ ودروي خو تر اوسه دا لړۍ لا هم روانه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د‌ پاکستان د بهرینو چارو وزیر محمد اسحاق ډار کابل ته د خپل سفر په لړ کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د کډوالو د ستونزو په ګډون د اړیکو پر پراختیا او د مسایلو د سوله ییز حل په تړاو خبرې کړې دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له قوله ویلي، چې "په پاکستان کې د افغان کډوالو ملکیتونه، جایدادونه او اجانس هېڅوک نه شي ایسارولی." نوموړي ژمنه کړې چې پاکستاني امنیتي ارګانونه به په دې برخه کي د هر ډول خپل سري عمل مخه نیسي.

متقي په دغه لیدنه کې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د جبري اېستلو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي او له پاکستاني پلاوي یې غوښتي، چې په پاکستان کې د مېشتو او راستنېدونکو افغانانو د حقونو د ضایع کېدو مخنیوی وکړي.

ډيلي مېل ته مرکه کې یوه برېتانیايي سیلاني د طالبانو له یوه غړي سره د جنسي اړیکې ادعا کړې

۳۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۶:۵۹ GMT+۱

۳۰ کلن برېتانیايي ګرځندوی تویوسي اوسیدین ادعا کړې چې افغانستان ته یې د سفر پر مهال د وسله والو طالبانو له یوه غړي سره جنسي اړیکه نیولې ده. هغه د طالبانو له غړي سره د خپلې جنسي تجربې په اړه وویل چې هغه " پوهیده چې څه وکړي."

برېتانیایي تویوسي اوسیدین په دې وروستیو کې له ډیلي میل سره په مرکه کې افغانستان ته د یو بل او زړه راښکونکي سفر یادونه وکړه.

نوموړي په تېرو دوو کلونو کې ۶۹ هېوادونو ته سفرونه کړي، خو دا ځل یې د نړۍ یو له خطرناکو ځایونو څخه د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان غوره کړی و.

د هغه ۱۱ ورځنی سفر د پاکستان له پلازمینې اسلام اباد څخه پیل او له هغه ځایه د افغانستان پولې ته ورسید.

هغه په ​​افغانستان کې له کوچنیو کلیو او لویو بازارونو لیدنه وکړه او حتا د طالبانو له یوه غړي سره یې اړیکې درلودې.

د ډيلي میل په وینا، د طالبانو یوه غړي چې د تویوسي هوټل د امنیتي ساتونکي په توګه یې کار کاوه هغه سره معرفي شو.

تویوسي وویل، «ما له بهر څخه خواړه وغوښتل او هغه [د طالبانو ساتونکي] زما خونې ته راوړل. ما ولیدل چې هغه په ​​هرو پنځو دقیقو کې بیرته راځي ترڅو وګوري چې چارې څنګه پرمخ ځي».

برېتانیايي سیلاني ویلي، « ما له هغه [طالب] څخه وپوښتل چې ایا هغه غواړي چې دننه راشي او فلم وګوري. هغه راغی، موږ یو څه خواړه وخوړل او خبرې مو وکړې. بیا یو داسې پېښ شول چې موږ له هغه وروسته هره ورځ یو بل سره لیدل».

هغه وویل: «ما هڅه وکړه چې محتاط واوسم، زه باید محتاط واوسم.»

هغه ویلي، « موږ ډیرې خبرې نه کولې ځکه چې هغه په ​​انګلیسي خبرې نه کولې او ما په فارسي خبرې نه کولې».

نوموړې وايي چې د طالبانو غړی د هغه د جنسي ملګري په توګه "حساس" و او "پوهېده چې څه وکړي."

هغه ویلي، چې طالبان په مینه او ښکلولو کې ښه دي او د لویدیزې نړۍ په څېر یې اړیکې موقتي نه دي.

دغه جنجالي بریتانیایي سیلاني ډیلي میل ته ویلي، "زه هڅه کوم هر هیواد ته چې ځم، جنسي اړیکه ولرم، په ځانګړي توګه چیرې چې دا منع هم وي."

تویوسي وویل: «دا سفر د سترګو پرانیستلو تجربه وه. ما داسې احساس کاوه چې زه په درېیمه نړۍ کې یم، زه واقعا نشم کولی دا تشریح کړم. هر طرف ته ګڼه ګوڼه وه. درنې وسلې، طالبان هر خوا لیدل کېدل».

اوسیدین ویلي، چې طالبان د افغانستان په هر ګوټ کې ځای پر ځای شوي دي.

نوموړي دغه راز له هېواده د وتلو ستونزو ته هم اشاره وکړه، چې پرله پسې پوښتنې ګروېږنې، د ټوپکو ډزې او د وېزې د چاپ شوې کاپي نه لرلو ستونزې پکې شاملې دي.

اوسیدین څو ځله فکر کړی و چې په افغانستان کې به ژوندی پاتې نشي او دا سفر یې د ژوند پای دی.

اوسیدین پلان لري چې په راتلونکو اونیو کې اوکراین ته په بس کې سفر وکړي او بیا ګرجستان ته خپل سفر ته دوام ورکړي.

د بهر مېشتو افغانانو جرګې له طالبانو وغوښتل چې د افغان کادرونو له وړتیاوو ګټه واخلي

۳۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۶:۲۱ GMT+۱

د بهر مېشتو افغانانو مشورتي جرګې یو شمېر استازو د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه سره نن په کابل کې وکتل. په دې کتنه کې د یادې جرګې غړو وویل چې د هېواد د پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره د ځوانانو په ځانګړې توګه افغان کادرونو له وړتیاوو ګټه پورته شي.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر دولتي اژانس د خبر له مخې، په دې کتنه کې د بهر مېشتو افغانانو مشورتي جرګې د ګډونوالو په استازیتوب، نور حکیمیار د دغې جرګې د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې دغه جرګه له طالبانو، افغانانو او نړیوالو سره د خبرو، تفاهم او همکارۍ له لارې په افغانستان کې د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره کار کوي.

حکیمیار همدا رنګه د یادې جرګې یو لړ ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړي او د حل غوښتنه یې کړې، خو باختر اژانس ددې جرګې غوښتنې او وړاندیزونه نه دي په ډاګه کړي.

د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخواه د خپلې پر وینا پرمهال ویلي چې «د هېوادوالو د هوساینې لپاره شپه او ورځ هڅې کوي او د خلکو د ستونزو لپاره د حل لارې لټوي».

هغه ویلي:« د دې وخت دی چې ټول د دغه نظام په ساتنه کې خپل مسوولیت ترسره او ملاتړ یې وکړي.»

طالبانو په خپلو خبرپاڼو کې ددې جرګې د اساسي غوښتنو، چې د نجونو پرمخ د تعلیمي مرکزونو پرانیستل او مېرمنو ته د کار اجازه ده، یادونه نه ده کړې.

افغانستان ته د بهر مېشتو افغانانو جرګې په لومړي سفر کې د جرګې غړو په خپلو ویناوو کې د نجونو د زده‌کړو او په ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي برخو کې د مېرمنو د ونډې موضوع مطرح کړې وه.

د یادې جرګې ځینو غړو ویلي و چې هغه وخت د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او ځينو نورو طالب مسوولینو ورسره په ناستو کې منلې وه، چې دا مسایل به له خپل مشر سره شریکوي.

پاکستان د افغان کډوالو د شکایت اورېدنې کنټرول خونه جوړه کړې

۳۱ وری ۱۴۰۴ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۵، ۱۶:۰۹ GMT+۱

پاکستان د افغان کډوالو د ځورونو پېښو د ثبت لپاره یوه ۲۴ ساعته فدرالي کنټرول خونه جوړه کړې ده. دغه اقدام کابل ته ددغه هېواد د مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار له سفر او اعلان وروسته شوی.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وايي، چې د ملي ناورین د معلوماتو مدیریت مرکز (NCIMC) کې له افغان کډوالو سره د مرستې او د احتمالي ځورونې د شکایتونو د ثبت لپاره یو ۲۴ ساعته فعال فدرالي کنټرول روم جوړ شوی دی.

محمد صادق وايي، چې دا کنټرول خونه د افغانانو د بیرته ستنولو بهیر کې د شفافیت او انساني چلند د تامین لپاره کار کوي او هر ډول شکایتونو ته به رسیدنه کوي.

یادې خونې د مرستې کرښې په نامه یو شمېر د اړیکو شمېرې هم خپرې کړې، چې افغانان کولای شي ددې شمېرو له لارې له یادې ادارې سره په اړیکه کې شي.

د پاکستان دا ګام داسې مهال دی، چې په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د ستنولو په بهیر کې ددغه هېواد پر امنیتي ادارو تور لګول شوی، چې له افغان کډوالو سره د بشري حقونو خلاف چلند کوي او مالونه او توکی هم ترې ګرځوي.

پاکستان د مارچ میاشتې له لسمې راهیسې د افغان کډوالو د جبري اېستلو بهیر پیل کړی او تر اوسه یې تر ۸۰ زرو ډېر کسان افغانستان ته شړلي دي.