د پاکستان له لارې افغانستان ته ټرانزېټي تجارت ۸۴ سلنه کم شوی

پاکستانۍ رسنۍ وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ ښه کېدو سره د دغه هېواد له لارې افغان ټرانزېټ ۸۴ سلنه کم شوی او لامل یې هم د قاچاق پرضد هڅې او ټرانزیټي لارې د فشار په ډول کارول بلل شوي. کارپوهان وايي، ښايي افغانستان د خپل ټرانزېټ لپاره ایران او منځنۍ اسیا ته مخه کړي.