• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عبدالحکیم شرعي: خصوصي روغتونونه، درملتونونه او ډاکټران له ناورغانو زیاتې پیسې اخلي

۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۵، ۰۴:۴۰ GMT+۱

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي وایي، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ډاکټران، خصوصي روغتونونه او درملتونونه له ناروغانو څخه زیاتې پیسې اخلي. هغه ویلي، له همدې امله خلک د روغتیا په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه دغه څرګندونې د (وري ۳۱مه) د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په ګډون د بېلابېلو ادارو یوې ګډې روغتیایي کمېټې ته کړې دي.

شرعي ټینګار کړی، چې یو شمېر خصوصي روغتونونه یوازې د سوداګرۍ په موخه جوړ شوي او وړاندې کزدونکي خدمتونه یې خورا ټیټ معیار لري.

هغه زیاته کړې، دغه روغتونونه له ناروغانو څخه د پیسو د لاسته راوړلو لپاره له هېڅ ډول اقداماتو ډډه نه کوي.

نوموړي همدا راز نیوکه کړې، چې تاریخ تېري او بې کېفیته درمل هم د ناروغانو پر وړاندې جدي‌ ننګوونې دي.

په همدې تړاو خبرپانه زیاتوي، په یاده ناسته کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مرستیال وزیر ملابخت الرحمان شرافت هم ویلي، چې د تاریخ تېرو او بې کېفیته درملو پلورل ورته د منلو وړ نه دي.

د هغه په خبره، یاد وزارت هڅه کوي څو د دغه ستونزو د مخنېوي او د روغتیایي خدمتونو د ښه کېدو لپاره وړ شرایط برابر کړي.

ویل کېږي، طالبانو د هېواد به ګمرکاتو کې د بې کېفیته درملو د واردولو مخه نه ده ډب کړې او ان د دغه ډلې د درملو د څار او اروزنې ګمرکي څانګې په پراخ فساد ککړې دي.

همدا راز نیوکې کېږي، چې د خصوصي روغتونونو د څار لپاره هم ځانګړي اقدامات نه کېږي او د کمزورو خدمتونو له کبله ناروغان اړ کېږي؛ څو پاکستان او نورو هېوادونو ته د درملنې په موخه لاړ شي.

هم‌مهاله د ملګرو ملتونو روغتیايي سازمان هم خبرداری ورکړی، چې د امریکا پراختیایي مرستو د کمېدو له کبله د هېواد په ځینو ولایتونو کې یو شمېر روغتونونه تړل شوي او د افغانستان روغتیایي سېسټم د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی.

یاد سازمان ویلي، چې طالبان د روغتیایي ستونزو او ننګوونو د مخنېوي لپاره کومه ځانګړې تګلاره نه لري.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

نیویارک ټایمز: ښایي د افغان ښځو لپاره د امریکا د ځانګړې استازې دفتر لغوه شي

۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۵، ۰۴:۳۵ GMT+۱

نیویارک ټایمز د ځینو امریکايي چارواکو له حوالې خبر ورکړی، چې د ټرمپ اداره د یوه اجرایوي فرمان په مسوده کار کوي چې له مخې یې د بهرنیو چارو په وزارت کې بدلونونه راولي چې ښايي د افغان مېرمنو لپاره د امریکا د ځانګړې استازې د دفتر لغوه کېدو لامل شي.

ویل کېږي، که چېرې دغه مسوده تصویب شي؛ نو په دغو بدلونونو کې به د افغان ښځو لپاره د امریکا د ځانګړي استازي مقام له منځه ولاړ شي. دغه مسوولیت تر دې وړاندې رینا امیري په غاړه لاره، چې د بایډن ادارې په وروستۍ ورځ یې استعفا وکړه.

د نیویارک ټایمز په راپور کې راغلي، چې د دغه سند له مخې د ټرمپ اداره غواړي د ډیموکراسۍ، بشري حقونو، کډوالۍ او د اقلیمي بدلون اړوند دفترونه وتړي او پر ځای یې «د نړۍوالو ګواښونو مرستیال» د مخدره توکو سره د مبارزې پالیسۍ او نورو مسلو د څارنې لپاره ځیني نوي دفترونو پرانیزي.

په سند کې راغلي، چې د افغان ښځو لپاره د ځانګړې استازې دفتر په ګډون د ښځو اړوند ځیني پوستونه هم د لغوه کېدو په نوملړ کې شامل دي.

د راپور له مخې، دغه بدلونونه د بهرنیو چارو وزارت د بیا تنظیمولو لپاره د هراړخیز پلان برخه ده، چې موخه یې د فساد او لګښتونو کمول او د ولسمشر له لید سره د بهرنۍ پالیسۍ تنظیمول دي.

په داسې حال کې چې د راپور تر خپرېدو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په خواله رسنیو کې د یوه پیغام په خپرولو سره دا خبرونه درواغ وبلل؛ خو نیویارک ټایمز لیکلي چې د شنبې له ورځې راهیسې دغه سند د اوسنیو او پخوانیو امریکایي ډیپلوماتانو او نورو چارواکو تر منځ لاس په لاس کېږي.

که دغه پلان پلي شي؛ نو ښایي د امریکا لسګونه سفارتونه او کونسلګرۍ په افریقایي او اروپایي هېوادونو کې وتړل شي.

مولوي کبیر وایي، هېواد ته ستنېدونکي کډوال د طالبانو او شتمنو افغانانو مرستو ته اړتیا لري

۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۵، ۰۳:۵۹ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر ویلي، چې طالبان او شتمن افغانان باید هېواد ته له ستنېدونکو افغانانو سره ځانګړې مرستې وکړي.

د طالبانو د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي دغه څرګندونې د بلخ لپاره د دغه ډلې له والي محمد یوسف وفا او د تورخم له کمیسار ملا عبدالجبار حکمت سره د ناستې پر مهال کړې دي.

مولوي کبیر په دغه ناسته کې د تورخم له کمیساره غوښتي، چې په یاد ښارګوټي کې د مساپرو او ناروغانو لپاره وړ اسانتیاوې رامنځته کړي.

خبرپانه زیاتوي، په دغه ناسته کې په تورخم کې له پاکستانه د ستنېدونکو افغان کډوالو د بهیر مدیریت او اقتصادي مسایلو په تړاو هم بحث شوی دی.

د طالبانو د اقتصاد وزارت سرپرست هم تر دې دمخه له افغان کډوالو سره د مرستو په موخه د ملګرو ملتونو په ګډون نړۍوالو مرستندویه ادارو ته د مرستې لپاره لاسونه غځولي دي.

طالبانو له نړۍوالو مرستندویه ادارو غوښتي، چې د ستنېدونکو افغانانو سره دې د سرپناه په ګدون په بېلابېلو برخو کې بشري مرستې وکړي.

هم‌مهاله نیوکې کېږي، چې په تورخم ښارګوټي کې د طالبانو له لوري د ستنېدونکو افغانانو لپاره د «عمري کمپ» په نوم جوړ شوي پنډغالي کې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي. په کافي توګه د اړینو خدمتونو، خېمو او سرپناوو نشتوالی یوه لویه ستونزه ګڼل کېږي.

پاکستان د اپرېل له لومړۍ نېټې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر پېل کړی او یاد هېواد غواړي، چې د اې سي سي کارت لرونکو اته سوه زره کډوالو په ګډون بې اسناده افغانان هم په روانه لړۍ کې وباسي.

د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو اندېښنه څرګنده کړې، چې افغانستان له یوه بشري ناورین سره مخ دی او د دغو کډوالو په ورتګ سره به دغه کړکېچ لا پراخ شي.

د طالبانو په واکمنۍ کې لوږه، وزګاري او خراب اقتصادي وضعیت د افغانانو پر وړاندې جدي ننګونې دي.

داسې اندېښنې هم شته، چې ستنېدونکي افغانان به هم د دغه ناورین څخه خوندي پاتې نشي.

د ایران په خراسان رضوي ولایت کې د بهرنۍ پانګونې په جذب کې افغانان لومړی ځای لري

۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۵، ۰۳:۴۰ GMT+۱

د ایراف خبري اژانس د خبر له مخې، د ایران په خراسان رضوي ولایت کې د بهرنۍ پانګونې په جذب کې تېر کال افغان پانګه‌وال د ۶۵ سلنې پانګونې سره لومړی ځای لري.

د خراسان رضوي د مالي او اقتصادي چارو مشر حمید حسیني وویل، چې په ۱۴۰۳کال کې د دغه ولایت لپاره څه باندې ۳۴۰مېلیونه ډالر بهرنۍ پانګونه ټاکل شوې وه.

هغه زیاته کړې، چې له دې پیسو څخه ۲۷۳مېلیونه ډالر جذب شوي او له ۲۴ مېلیونه ډالرو څخه زیاته پانګه دغه ولایت ته داخل شوې ده.

حمید حسیني ویلي:« عماني پانګه‌وال په دغه ولایت کې د ترسره شوې ټولې پانګونې ۴۰ سلنه جوړوي، چې په دغه نوملړ کې دویم ځای لري.»

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خانجان الکوزي تر دې مخکې ویلي و، چې ګڼو افغان سوداګرو خپلې پانګې ایران ته انتقال کړې دي.

هغه ويلي و، په ايران کې د افغانانو د پانګونې اندازه درې مېليارد ډالرو ته رسېدلې ده چې ډېرى يې هغه پانګه‌وال دي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته ايران ته تللي دي.

په افغانستان کې د طالبانو بیا ځلې واک ترلاسه کولو وروسته نږدې ټولو بهرنیو پانګه‌والو له افغانستانه د وتلو سربېره یو شمېر افغان پانګه‌والو هم خپلې پانګې او شرکتونه له افغانستانه و اېستل.

د طالبانو استخباراتو له‌خوا نیول شوی ایرانی عکاس لادرکه دی

۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۵، ۰۳:۳۱ GMT+۱

د ایراف خبري اژانس راپور ورکړی، چې د طالبانو استخبارتو له لوري د سید علي اکبر حسني په نوم نیول شوی عکاس لادرکه دی او د برخلیک په تړاو یې هېڅ معلومات نشته.

د راپور له مخې، نوموړی څلور میاشتې وړاندې د عکاسۍ د یوې پروژې لپاره نیمروز ولایت ته تللی و او هلته د طالبانو ځايي استخباراتو نیولی دی.

سرچینې وايي، چې نوموړي له دې وړاندې هم څو ځله افغانستان ته سفرونه کړي وو او د یورو نیوز په ګډون یې له یو شمېر معتبرو نړۍوالو رسنیو سره همکاري لرله.

د رسنیو د ازادۍ ملاتړي وايي، چې د حسني نیول یو ښکاره برید دی پر خبریالانو او دا کار ان د هغو قوانینو خلاف دی چې طالبان یې د منلو ادعا کوي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وخت ناوخت ویلي، چې د رسنیو اړوند ستونزې باید د دغه وزارت د ځانګړې کمېټې له‌خوا د افغانستان د رسنیو د قانون له مخې وڅېړل شي؛ خو حسني له نیول کېدو راهیسې نه محکمه شوی، نه یې جرم معلوم دی او نه دا څرګنده ده چې د طالبانو کومې استخباراتي ادارې نیولی او چېرې بندي دی.

ایراف زیاتوي، په دې برخه کې بله اندېښمنوونکې مسله دا ده چې د ایراني چارواکو په ګډون طالبانو هم تر اوسه د نوموړي عکاس د برخلیک په اړه ښکاره څه نه دي ویلي. لاهم معلومه نه ده چې د نوموړي دوسیه د دواړو خواوو په اجنډا کې شته او که نه.

دغه اژنس لیکلي، خلک تمه لري چې د ایران حکومت په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د دوی سفارت د دغه زنداني عکاس قضیه نه یوازې جدي وڅاري؛ بلکې د خلاصون لپاره یې هم هڅې وکړي.

د دغه ایراني عکاس د زنداني کېدو مسله داسې مهال رسنیزه کېږي، چې طالبانو په هېواد کې د بیان پر ازدۍ سخت محدودیتونه او بندیزونه لګولي دي.

تر دې دمخه طالبانو یو شمېر افغان خبریالان هم شکنجه کړي او زنداني کړي دي.

تازه د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمونونو د یادې ډلې په زندانونو کې د لس تنو زنداني افغان خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنې هم کړې دي.

د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د طالبانو سختو تګلارو له امله په هېواد کې لسګونه رسنۍ تړل شوې او سلګونه خبریالان کډوالۍ ته اړ شوي دي.

د پي ټي اېم کاناډا څانګې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو جبري بېرته ستنول وغندل

۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۳۱ GMT+۱

له بلجیم او ډنمارک وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ کاناډا څانګې په تورنټو کې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د جبري ستنولو په غبرګون لاریون وکړ. لاریون کوونکو د کډوالو په اړه د پاکستان دغه اقدام د بشري حقونو د نړۍوالو قوانینو خلاف عمل یاد کړی.

په دغه لاریون کې د پاکستاني ریاست له خوا پر پښتنو د روانو ظلمونو، جبري ورکولو، او بندي کولو پر ضد هم غږ پورته شو.

لاریون کوونکو د پښتون ملتپالو مشرانو لکه علي وزیر، ملک نصیر کوکيخېل او حاجي صمد چې د پاکستان په بند کې دي، د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ کاناډا څانګې غړي ډاکټر رحیم سیال افغانستان انټرنشنل - پشتو سره په خبرو کې ددغه لاریون په اړه وویل: «زموږ غوښتنې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو جبري بېرته ستنولو غندل وو، د نړۍوالو توجه راجلبول او همدا ډول د کاناډا نه غوښتنه وه چې په پاکستان فشار رواړي څو د افغان کډوالو جبري ستنول ودروي، په ټوله کې زموږ هدف دا وو چې خلک پوه شي چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو سره ظلم روان دی.»

ددغه غورځنګ یو بل غړي سید مزمل شاه د لاریون ګډوالو ته وویل: «زموږ مبارزه یوازې د سرحدونو خبره نه ده، دا د عزت، انصاف، او له وېرې پرته د ژوند کولو حق دی،».

په دغه لاریون کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام د لغمان والي عبدالجبار نعیمي هم ګډون کړی وو.

د لاریون ګډونوالو له نړۍوالو او کاناډايي ادارو وغوښتل، چې د دې ظلمونو پر وړاندې خپل مسولیت ترسره کړي.

د پښتون ژغورنې غوځنګ مرکزي څانګې په پاکستان دننه او په بهرنیو هېوادنو کې د افغان کډوالو د جبري بېرته ستنولو په غبرګون کې لاریونونه اعلان کړي،

نن له کاناډا وړاندې په ډنمارک او بلجیم هېوادنو کې کې هم د دغه غورځنګ غړو لاریونونه ترسره کړل او د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان دریځ یې وغانده.

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې په دغه هېواد کې مېشت درې مېلیونه افغان کډوال جبري له خپل هېواد څخه وباسي.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړۍوالو ادارو د پاکستان دغه پرېکړه غیر قانوني او غیر انساني بللې ده او له پاکستان یې غوښتي، چې د کډوالو د جبري بېرته ستنولو لړۍ ودروي.

په افغانستان کې د کډوالو اړوند ادارو د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۳ کال راپدېخوا پاکستان نږدې اته لکه افغان کډوال جبري افغانستان ته ستانه کړي دي.