• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی پر جنسي تېري تر تورنېدو وروسته د UFC سیالیو څخه اېستل شوی

۱ غویی ۱۴۰۴ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۵، ۰۸:۱۵ GMT+۱

د ازادو سیالیو یو افغان لوبغاړی احمد سهیل حسن زاده چې په امریکا کې ژوند کوي، د جنسي تېري په تور له نیول کېدو وروسته د UFC سازمان سیالیو له نوملړه اېستل شوی دی.

د امریکا د کلیفورنیا ایالت سکرامنټو ښار پولیسو ویلي، چې حسن زاده د دوو کم عمره ماشومانو د جنسي تېري په دوو جلا پېښو کې تورن دی.

یو اېف سي سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د جنسي تېري کولو له امله یې د احمد سهیل حسن زاده سره د دغه سازمان ټول قراردادونه لغوه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې وه احمد سهیل حسن زاده راتلونکې اونۍ خپله لومړنۍ لوبه د «یو اېف سي» سازمان په چوکاټ کې ترسره کړي.

حسن زاده د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی دی، چې له درېیو کالونو راهیسې په امریکا کې ژوند کوي.

هغه تېر کال د څو سیالیو ګټلو وروسته د «یو اېف سي» سازمان لوبو ته لار پېدا کړه او د یاد سازمان له‌خوا د څو سیالیو قراردادونه ورکړل شوي وو.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان کبډي لوبډلې درې اړخيزه سيالۍ وګټلې

۳۰ وری ۱۴۰۴ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۵، ۱۷:۲۲ GMT+۱

په پاکستان کې د بابا ګورو نانک په نوم د کبډۍ درې اړخيزه سيالۍ د پاکستان ملي لوبډلې وګټلې. په دې سياليو کې د کوربه پاکستان، هند او ایران د کبډي لوبغاړو برخه اخیستې وه.

پاکستان په لاهور کې ایراني لوبغاړو ته په ماتې ورکولو سره د بابا ګورو نانک په نوم د کبډي سیاليو اتلولي په خپل نوم کړه.

د پاکستان کبډي فدراسیون مشر چوهدري شافعي حسین او نورو پاکستاني چارواکو د پایلوبې په مراسیمو کې برخه اخيستې او د دې لوبې د پرمختګ لپاره یې یو شمېر لوبغاړي هم ستايلي.

دغه فدراسیون زياتوي، چې په راتلونکې می مياشت کې به په پاکستان کې د ۸ لوبډلو په ګډون د کبډۍ سیالۍ پيلوي.

افغان ۱۹ کلنې کرېکټ لوبډلې نړيوال جام ته لار پيدا کړه

۳۰ وری ۱۴۰۴ - ۱۹ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۴۸ GMT+۱

د افغانستان او نيپال له ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ لوبډلو ترمنځ د اورښت له کبله د لوبې له نه کېدو وروسته افغان لوبډلې د کرېکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام ته لار ومونده. افغانستان په دې سياليو کې خپلې لومړۍ درې لوبې په لوی توپير ګټلې وې.

د افغانستان او کوربه نيپال د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلو ترمنځ د اورښت له کبله د نن لوبه ونه شوه او مساوي اعلان شوه.

د ۱۹ کلنو کرېکټ نړۍوال جام ته د غوراوي پړاو په دې سياليو کې افغانستان او نيپال درې برياوي درلودې؛ خو افغانستان د «غوره نمرو او نېټ رنرېټ» په لرلو سره د جدل لومړۍ مقام خپل کړ.

په دې سیاليو کې د افغانستان، عمان، هنکانګ، متحده عربي امارات او نیپال لوبډلو برخه لرل.

افغان لوبډلې په لومړۍ لوبه کې عمان ته د ۸، هانکانګ ته د ۸ ویکټو او متحده عربي اماراتو ته د ۱۸۰ منډو په توپير ماتې ورکړې وه.

له ۱۹ کلنو کم عمره نړیوال جام د ۲۰۲۶ کال په لومړیو دوو میاشتو کې په نمیبیا او زمبابوې کې کيږي.

پاکستان د اسټراليا د ځوانانو سکواش سيالیو کې ۴ د سرو او یو د سپينو زرو مډال وګاټه

۲۹ وری ۱۴۰۴ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۵، ۱۴:۴۶ GMT+۱

د پاکستان د ځوانانو د سکواش لوبغاړو په ملبورن کې د استرالیا د ځوانانو سکواش اتلولۍ کې څلور د سرو او یو د سپینو زرو مډال وګاټه. په دې سياليو کې د پاکستان دوو نجونو او دوو هلکانو اتلولۍ په خپل نوم کړې.

په دې سياليو کې د پاکستان د هلکانو ۱۷ کلن لوبغاړي اذان علي خان هينري کراس ته درې د صفر په مقابل او ۱۱ کلن لوبغاړي احمدعلي ناز فريډي ګولډسمت ته ماتې ورکړه او اتلولۍ یې وګټلې.

په دې سیاليو کې د پاکستان د نجونو ۱۷کلنې لوبغاړې مهوش علي په پایلوبه کې اېډن الما پولوا ماته کړه.

پر همدې مهال د هغې خور مهنور علي بیا د ۱۳ کلنو لوبغاړو په کتار کې ریوکاواباتا ته ماتې ورکړه او دواړو لومړۍ مقامونه خپل کړه.

د ځوانانو د سکواش په دې سياليو کې له ۱۱ کلنو څخه تر ۱۹ کلنو هلکان او نجونې برخه لري.

د کرېکټ نړیواله شورا د افغان ښځینه لوبډلې ملاتړ لپاره د افغان کرېکټ بورډ بودیجه نه کموي

۲۹ وری ۱۴۰۴ - ۱۸ اپریل ۲۰۲۵، ۱۴:۲۱ GMT+۱

د کرېکټ د نړیوالې شورا یوه ویاند ویلي، د افغان ښځینه کرېکټ لوبډلې لپاره د خپل مالي ملاتړ د پلان عملي کولو کې د هندوستان کرېکټ بورډ، د اینګلینډ او ویلز او د اسټرالیا د کرېکټ اداره مرسته کوي او د افغان کرېکټ بورډ بودیجه نه کموي.

د کرېکټ د نړېوالې شورا یوه ویاند ISPNcricinfo رسنۍ ته تایید کړي، چې د افغان ښځینه کرېکټ لوبغاړو د ملاتړ لپاره به له ځانګړي صندوق کیږي او د کرېکټ نړیواله شورا به د افغان کرېکټ بورډ کلنۍ بودیجه نه کموي.

نوموړي ویلي، چې افغان ښځینه کرېکټ لوبغاړو ته د ځانګړې صندوق په مالي ملاتړ کې روزنه او مشوره ورکول هم شامل وي.

تېر کال د کرېکټ نړیوالې شورا ته وړاندیز شوی و، چې د افغانستان د کرېکټ بورډ د کلنۍ بودیجې یوه برخه د ښځینه کرېکټ لوبډلې لپاره بېله شي، خو دا پلان عملي نه شو.

د افغانستان کرېکټ بورډ د کرېکټ د نړیوالې شورا یواځینی بشپړ غړي دی چې ښځینه لوبډله نه لري.

پر ښځو د طالبانو د بندیزونو له امله افغان کرېکټ بورډ نه شي کولی، چې د ښځو لوبډله جوړه کړي.

د افغانستان د ښځو کرېکټ لوبغاړي پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده ووتلې او د اسټرالیا په ګډون په ځینو نورو هېوادونو کې اوسېږي.

د کرېکټ نړیوالې شورا تېره اونۍ په زیمبابوې کې په جلا وطنۍ کې د افغان ښځینه کرېکټ لوبغاړو د مالي ملاتړ پرېکړه وکړه، خو د افغان ښځینه کرېکټ لوبډله د کرېکټ نړیوالې شورا سره کوم رسمیت نه لري.

سره له دې چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د تېرو څو کلنو راهیسې ډیرې لاسته راوړنې لرلس، خو یو شمېر بهر مېشتو افغانانو په ګډون د اینګلنډ د پارلمان غړو او یو شمېر نورو سیاسیتوالو هڅې وکړي، چېد کرېکټ نړیواله شورا د افغانستان د نارینه وو پر لوبډله بندیزونه ولګوي، خو بریالي نه شول.

د طالبانو له خوا په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونې په غبرګون د اینګلنډ او اسټرالیا لوبډلې له افغانستان سره د کرېکټ نړېوالې شورا له رسمي لوبو پرته نورې ټولې لوبې لغوه کړي.

افغان ابدالیانو په درې اړخیزه لوبلړۍ کې ایرلنډ الف لوبډلې ته ماته ورکړه

۲۸ وری ۱۴۰۴ - ۱۷ اپریل ۲۰۲۵، ۱۸:۳۹ GMT+۱

افغان ابدالیان کرېکټ ملي لوبډلې نن د اکسپلور افغانستان درې اړخیزې لوبلړۍ کې د ایرلنډ الف لوبډلې ته په۷ویکټو ماته ورکړه. په دغه سیالیو کې دا د افغان ابدالیانو لومړۍ بریا وه چې د ایرلند پر وړاندې یې ترلاسه کړه.

په دغه سیالۍ کې سوکه توپ اچوونکي قیس احمد د اکسپلور افغانستان درې اړخیزې لوبلړۍ په درېیمه لوبه کې د ایرلنډ الف لوبډلې پر وړاندې بهترینه توپ اچونه وکړه او د افغان لوبډلې په بریا کې یې ستره ونډه ترسره کړه.

نوموړي په ۸ اورونو کې د ۳۷ منډو په بدل کې د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي اوټ کړل او د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

په دغه سیالۍ کې افغان لوبغاړو زبید اکبري او صدیق اتل تر نورو ښه توپ وهنه وکړه.

د ایرلنډ الف لوبډلې پر وړاندې د نن ورځې لوبه کې د زبید اکبري توپ وهنه په زړه پورې وه چې نوموړي په ۸۴ توپونو د درې شپږیزو او ۷ څلوریزو پرمټ ۷۶ منډې جوړې کړې.

تر دې وړاندې افغان ابدالیان لوبډلې په دغه سیالیو کې خپله لومړۍ سیالي سریلنکا الف لوبډلې ته بایللې وه.