لبنان کې د اسراییلي برید له امله د سني اسلامي ډلې قوماندان وژل شوی

د لبنان پلازمېنې بیروت سوېل ته نږدې د اسراییلي بېپیلوټه الوتکې برید د جماعة اسلامیه وسلهوالې ډلې یو مشر قوماندان وژلی. دې ډلې تایید کړې ده، چې عطاوي په برید کې وژل شوی.

د لبنان پلازمېنې بیروت سوېل ته نږدې د اسراییلي بېپیلوټه الوتکې برید د جماعة اسلامیه وسلهوالې ډلې یو مشر قوماندان وژلی. دې ډلې تایید کړې ده، چې عطاوي په برید کې وژل شوی.
د اسراییل پوځ د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی حسین عطاوي وژلی، چې د جماعة اسلامیه یو مهم غړی و او له حماس ډلې سره یې اړیکې لرلې.
داسراییل ددفاع وزارت په وینا، عطاوي د لبنان له خاورې څخه د اسراییلي خاوری پر لور د «ترهګریزو» فعالیتونو په پلانولو او پرمختګ کې دخیل و او پر شمالي پوله یې اسراییلي سرتېري په نښه کول.
د جماعة اسلامیه اعلامیه وايي، عطاوي د دې ډلې د وسلهوالې څانګې فجر ځواک یو مهم قوماندان و، چې له کوره دفتر ته د تګ پرمهال په نښه شوی.
« فجر ځواک» د تېرو کلونو اوږدې جګړې پر مهال له جنوبي لبنان څخه پر اسراییل توغندي توغولي وو او د دې جګړې پر مهال اسراییلي هوایي بریدونو د یادې ډلې یو شمېر غړي وژلي دي.
له اوربند وروسته هم اسراییل په لبنان کې بریدونه جاري ساتلي، چې ډېری یې د حزبالله جنګیالیو یا د هغوی د وسلو پر زېرمو ترسره کېږي. همداراز اسراییلي پوځیان لا هم د جنوبي لبنان په پنځو غونډیو کې ځای پر ځای دي.
لبنان، حزبالله او جماعة اسلامیه دا بریدونه او د اسراییلي ځواکونو حضور د اوربند او د لبنان د حاکمیت پر ضد بولي.
اسراییل وایي چې دا جنګیالي او وسلې د دوی ولسي خلکو ته ګواښ دي.


د پارکچسټر ټایمز د راپور له مخې، د افغانستان له شاهي کورنۍ څخه ۳۳ کلنه ماري کبیر سراج بیشوپینګ د امریکا په بهرینو چارو وزارت د افغانستان د چارو مشره ټاکل شوې. هغې تر دې وړاندې د امریکا په ولسي جرګې او بهرنیو چارو وزارت کې دندې ترسره کړې دي.
هغه پخوا د امریکا په ولسي جرګه کې د بهرنیو چارو کمیټې جګپوړې سلاکاره او له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه د څېړنو د څارنې مسووله وه.
ماري کبیر سراج د ویرجینیا له پوهنتون څخه د حقوقو په برخه کې دوکتورا او په لاس انجلس کې د کلیفورنیا پوهنتون څخه په کارپوهنه کې د لسانس سندونه لري.
نوموړې همدا راز په فارسي او جرمني ژبو روانې خبرې کوي.
اغلې بیشوپینګ له دې مخکې د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو چارو په کمیټه کې حقوقي سلاکاره او د فرعي کمیټې د کارکونکو د مشرې په توګه دنده ترسره کوله، چې ورته مهال د جنوبي او مرکزي اسیا په اړه یې د فرعي کمیټې مشري هم کړې ده.
په دې موقف کې هغه د دې سیمې په اړوندو چارو کې د اصلي کمیټې د سلاکارې او د فرعي کمیټې مشره وه.
د امریکا په ولسي جرګه کې له دندې مخکې، هغه د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي مشاور په دفتر کې د حقوقي مشاورې په توګه کار کړی او همدارنګه یې د قاضي کینیټ ای اردن د قضایي مرستیالې په توګه دنده ترسره کړې.
ماری کبیر سیراج په نیویارک کې د «ګیبسن، ډان او کراچر» او «ویل، ګوتشال او مینګز» حقوقي شرکتونو کې هم د حقوقي وکیلې په توګه کار کړی دی.
ویل کېږي چې د ماري بیشوپینګ مور او پلار هغه مهال افغانستان پریښود کله چې شوروي ټلوالې پر دغه هېواد یرغل وکړ.
د رسمي ژوندلیک له مخې یې، هغه د پاچا امان الله خان او مېرمن ثریا طرزي د لور له اولادې څخه ده.
ماري بیشوپینګ په متحده ایالاتو کې زیږیدلی او افغانستان یې نه دی لیدلی.
تر دې وړاندې د افغان ښځو لپاره د امریکا د ځانګړې استازې دفتر مشري رینا امیري کوله. خو د هغه له استعفا وروسته د ډونلډ ټرمپ ادارې په دې څوکۍ څوک نه دي ګمارلي.
دغه دفتر او د افغانستان په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سلاکار دفتر له دغه هېواده د امریکا له وتلو وروسته د جوبایډن په اداره کې تاسیس شول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اوس د افغانستان موضوع د جنوبي او مرکزي اسیا څانګې ته سپارلې ده.

د رویټرز او ایپسوس یوه ګډه نظرپوښتنې ښیي، چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه ډېری امریکایان ناراضه شوي او نوموړي خپل محبوبیت له لاسه ورکړی دی. د دې نظرپوښتنې له مخې، ۴۲ سلنه امریکایان د ټرمپ د ولسمشرۍ کړنې تایید کړي، پاتې نور ترې ناراضه دي
دا دوه بنسټونه وايي، چې ټرمپ اوس د امریکایانو په منځ کې خپل پخوانی محبوبیت نهلري او دا مهال د هغه پر وړاندې د خلکو رضایت ترټولو ټيټې کچې ته رسېدلی دی.
همداراز، ډېرو امریکايانو د ټرمپ د هڅو په تړاو چې غواړي د خپلې ولسمشرۍ واکونه او اختیارات ډېر کړي، اندېښنه ښودلې ده.
د رویټرز او ایپسوس د ګډې نظرپوښتنې پر بنسټ، ۷۴سلنه امریکایان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د درېیمې دورې لپاره د ډونالډټرمپ د ټاکل کېدو مخالف دي.
په دې شپږ ورځنۍ نظرپوښتنه کې شاوخوا ۴۲ سلنه ګډونوالو د ټرمپ د ولسمشرۍ کړنې تایید کړې دي، چې دا شمېر د درې اوونیو مخکې له ۴۳ سلنې او د لوړې مراسمو وروسته له ۴۷ سلنې څخه کم شوی دی.
د ولسمشر ټرمپ محبوبیت د اجرایي واک پراخولو، اقتصادي پالیسۍ، کلتوري بنسټونو ته مداخلې او د درېیمې دورې احتمال له امله کم شوی دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایسټر (د مسیحانو مذهبي ورځې) په مناسب تر یو ورځني لنډمهالي اوربند وروسته د دغه هېواد له دولتي رسنیو سره په مرکه کې وايي، چې مسکو له کییف سره مخامخ خبرواترو ته چمتو دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې، پوتین د دوشنبې په ورځ (د اپرېل ۲۱مه) په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی، چې روسیه په سیمه کې تلپاتې سولې ته لېوالتیا لري او د واقعي مذاکراتو ملاتړ کوي.
د دې څرګندونو په غبرګون کې د اوکراین حکومت منلې، چې دوی د لوېدیځو هېوادونو له استازو سره د لیدو لپاره لندن ته یو مذاکرهکوونکی پلاوی لېږلی دی.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وايي، چې هېواد یې ډیپلوماتیکو هڅو ته ژمن دی، خو د امنیت تضمین او نړۍوال قانون ژمنتیا هم غواړي.
د اوکراین او روسیې ترمنځ د درې کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د نړۍوالو هڅو په دوام، یوه اوکرایني پلاوي لندن ته سفر کړی ترڅو د متحدهایالاتو، برېټانیا او اروپايي هېوادونو له استازو سره په غونډو کې برخه واخلي.
رویټرز خبري اژانس د دې غونډې موخه د سیاسي حل لارو لټول، د تاوتریخوالي کمښت او د کییف او مسکور ترمنځ د سولې خبرواترو پیلېدل بللي دي.
امریکا متحدهایالاتو او اروپايي ټولنې له سیاسي خبرواترو ملاتړ ښودلی او له دواړو خواوو یې غوښتي، چې له زغم څخه کار واخلي او د خبرو اترو لپاره لازمه فضا رامنځته کړي.
ټاکل شوې، چې د ځینو نړۍوالو بنسټونو استازي هم په دې خبرواترو کې ګډون وکړي.
په داسې حال کې چې خبرېاترې پلان شوي، خو د اوکراین په ځینو سیمو کې وضعیت لا هم بېثباته دی.
د رسمي سرچینو په وینا، په دې وروستیو کې د اوکراین په ختیځ برخو کې د هوايي بریدونو خبرداری شوی دی، خو د لندن له غونډې سره سم د جګړې د دوام په تړاو کوم راپور نه دی خپور شوی.
د شته اختلافونو سربېره د دواړو خواوو ترمنځ د خبرواترو پیل کولای شي، چې د شخړو د کمښت او یو ډیپلوماتیک حللارې پر لور لومړنی ګام وي.

ایران وايي، چې له چین سره به د واشنګنټن او تهران ترمنځ د اټومي مذاکراتو د وروستیو پرمختګونو په تړاو خبرېاترې وکړي. د الجزیزې نړۍوالې خبري شبکې د راپور پر بنسټ، ایران هڅه کوي له بېلابېلو هېوادونو سره ډیپلوماتیکې اړیکې پیاوړې او په نړۍوالو مذاکراتو کې خپل دریځ پیاوړی کړي.
بلخوا ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سېشنبې ورځ بیجینګ ته ځي څو د تهران او واشنګټن د غېرمستقیمو مذاکراتو په تړاو له چینايي چارواکو سره سلا مشورې وکړي.
له دې مخکې ایران له امریکا سره د خپلو اټومي مذاکراتو په تړاو د روسیې نظر هم را اخیستی و.
چین د یو لوی نړۍوال ځواک او له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون د لاسلیککوونکي په توګه د اټومي مذاکراتو په برخه کې د ایران د ملاتړ لپاره قوي رول لوبولی دی.
ایران هیلهمن دی، چې د نوي اټومي تړون د ترلاسه کولو او له چین سره د لا زیاتو سلا مشورو او همکارۍ له لارې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره نور ګامونه پورته کړي.
ورته مهال، د چین د بهرنیو چارو وزارت هم له ایران سره پر خپلو نږدې اړیکو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې بیجېنګ په بېلابېلو برخو کې له تهران سره همکارۍ ته چمتو دی.
دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د ایران او چین لپاره د نویو اقتصادي فرصتونو د رامنځته کولو پر لور یو مثبت ګام ګڼل کېږي.
د یادونې ده، چې چین او ایران د انرژۍ، ټکنالوژۍ، او سیمهییز امنیت په ګډون په بېلابېلو برخو کې پراخې همکارۍ لري او دغه همکارۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د ګډو ګټو په تأمین کې مرسته کړې ده.

د سېګنال پیغام رسوونکي په دویم چټ کې د محرمو معلوماتو له خپرېدو سره هممهاله، سپینې ماڼۍ اعلان وکړ، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دفاع وزیر پېټ هیګسیټ کلک ملاتړ څرګند کړی.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولینا لیویټ د دوشنبې په ورځ، د مرغومي پر دویمه وویل، چې « ولسمشر پر هیګسیت بشپړ باور لري. ما نن سهار ورسره خبرې وکړې او نوموړی له هغه سره ولاړ دی».
رویټرز وايي، پیټ هیګسېت د یمن د حوثي وسلهوالو پر ضد د مارچ میاشتې برید جزئیات د «سیګنال» په یوه بل ګروپ کې شریک کړي، چې د هغه مېرمن، ورور او شخصي وکیل پکې شامل وو.
په دغه دویم شخصي ګروپ کې، چې اصلاً د اداري مسایلو لپاره جوړ شوی و، د هوايي بریدونو مهالویش هم شریک شوی و.
یاد ګروپ د هغه د ټاکل کېدو پر مهال جوړ شوی و، خو سرچینه وايي دا د نظامي پلان جوړونې لپاره نه و.
د هیګسېت مېرمن جینیفر راوچت، چې پخوا د فاکس نیوز تولیدوونکې پاتې شوې، له بهرنیو پوځیانو سره په حساسو غونډو کې هم برخه اخیستې او پنټاګون یې عکسونه خپاره کړي. د هغه ورور د کورنیو چارو وزارت استازی دی، چې له پنټاګون سره اړیکې لري.
تازه افشا شوي معلومات یوازې څو ورځې وروسته له دې مخې ته راځي، چې د پیټ هیګسېت یو مخکښ سلاکار ډان کالډوېل له پنټاګون نه واېستل شو. سره له دې چې کالډوېل د پنټاګون د نورو لوړپوړو چارواکو په څېر ډېر مشهور نه و، خو هغه د هیګسېت لپاره خورا مهم رول لوبولی و او د لومړي سیګنال چټ په پیغامونو کې ورته د پنټاګون د رسمي استازي نوم ورکړل شوی و.
کالډوېل د شنبې په ورځ پر اېکس ولیکل، « موږ له دې نهیلي یو چې زموږ خدمت په دفاع وزارت کې په دې ډول پای ته ورسېد».
د کالډوېل له ګوښه کېدو وروسته دوه نور ټیټ پوړي چارواکي هم له دندو وشړل شول چې یو پکې دارین سیلنیک دی، چې تازه د هیګسېت د دفتر د مرستیال مشر په توګه ټاکل شوی و او بل کولن کارول دی، چې د مرستیال دفاع وزیر سټیو فاینبرګ د دفتر مشر و.
هیګسیت پخپله هم سپینې ماڼۍ کې وویل: « ما له ولسمشر سره خبرې کړې، موږ دواړه پر یوه کرښه یو او مبارزې ته دوام ورکوو».
د پینټاګون پخواني ویاند جان اولیوت په پولیټیکو مجله کې خپاره شوي لیک کې ادعا کړې چې د هیګسیت ټیم پر درې لوړپوړو چارواکو ناسم تورونه لګولي چې ګواکې هغوی معلومات رسنیو ته ورکړي.
ډیموکرات سناتور چک شومر پر هیګسېت نیوکه کړې او ویلي یې دي چې «هغه نور دنده نهشي کولی».
سناتور ټامي ډکورت، چې د عراق جګړې تجربه لري، ویلي چې هیګسېت باید استعفا ورکړي.