• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د منظور پښتین په مشرۍ د منیر شاکر د وژلو او د افغانانو د اېستلو په غبرګون کې غونډه کېږي

۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۳۱ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنک مشر منظوراحمد پښتین د خپلو ټولنیزو شبکو له لارې په خپره شوې ویډیو کې اعلان کړی، چې د مفتي منیز شاکر د وژل‌کېدو او له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو په غبرګون کې د شاکر له زوی سره په ګډه د روانې اپرېل میاشتې په ۲۷مه غونډه کوي.

نوموړي د سې‌شنبې شپې ناوخته (د اپرېل ۲۲مه) زیاته کړې، چې دا غونډه د خېبرپښتونخوا د پېښور په باغ ناران سیمه کې کېږي او له مېشتو پښتنو ولسونو څخه یې غوښتي، چې په دې غونډه کې ګډون وکړي.

منظور پښتین په دې ولسي غونډه کې د پښتنو ولسونو ګډون «یوه فریضه» بللې ده.

هغه همداراز په نږدې راتلونکي، «د وخت ضرورت څه دی، په سیاسي حرکتونو کې د محکومو او مظلومو قومونو لومړي‌توب، د ټولنیزو رسنیو د معقول او نامعقول استعمال» او نورو موضوعاتو په هکله د یوه تفصیلي پیغام د خپرېدو خبر ورکړی دی.

پښتین د دغه پیغام د خپرېدو د کره نېټې په تړا څه نه دي ویلي.

دا غونډه داسې مهال کېږي، چې له دې مخکې په پښتونخوا کې د وژل شوي دیني عالم مفتي منیر شاکر زوی عبدالله شاکر د خپل پلار له وژل‌کېدو وروسته پر خواله رسنیو یوه ویډيو خپره کړې وه او د پاکستان له حکومته یې غوښتي و، چې د نوموړي د پلار په وژلو کې ښکېل کسان ور په ګوته کړي.

د یادونې ده، چې د پښتونخوا مشهور دیني عالم مفتي منیر شاکر د کب میاشتې په ۲۵مه د مازدیګر لمانځه لپاره جومات ته روان و، چې چاودنه پرې وشوه، لومړی ټپي شو او بیا یې په روغتون کې د درملني پرمهال ساه ورکړه.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

فیصل چوهدري: د عمران خان وکیلان او کورنۍ یې د هغه د لیدو اجازه نه لري

۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۵، ۲۰:۴۲ GMT+۱

د عمران خان مدافع وکیل او د تحریک انصاف ګوند د حقوقي ټیم غړی فیصل چوهدري وایي، د شپږو وکيلانو نوملړ چمتو شوی و چې له عمران خان سره وګوري، خو يوازې دوو وکيلانو ته اجازه ورکړل شوې څو زندان ته ننوځي، په داسې حال کې چې څلور نور وکیلان له کوم قانوني دليل پرته راګرځول شوي دي.

د ډان نیوز د راپور له مخې، فیصل چوهدري په دې تړاو وویل: «موږ له عجیبو خنډونو سره مخ یو، نه یوازې وکیلان، بلکې د خویندو او وروڼو په ګډون د عمران خان د کورنۍ غړي د هغه د لیدو اجازه نه‌لري.»

نوموړي له رسنیو سره د خپلې وینا په دوام ویلي، چې له عمران خان سره د لیدنې پر مهال یې په هېواد کې د ناوړه قانوني وضعیت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی، چې د اساسي قانون د ۲۶م تعدیل تر منظورېدو وروسته د سیاسي شخړو فضا پراخه شوې ده.

د هغه په ​​وینا، د تحریک انصاف مشر پلان لري چې د دغه وضعیت په غبرګون کې د سترې محکمې مشر قاضي ته یو رسمي لیک واستوي او زیاتوي، چې د دوی قضیې د محکمو له‌خوا نه منل کېږي.

هغه همداراز د عمران خان په حواله ویلي، چې قضايي سېسټم، د فدرالي څېړنو اداره (اېف‌ای‌اې) او پولیس ټول د یوې سازمان‌شوې دسیسې هدف ګرځېدلي دي.

فیصل چوهدري زیاته کړې: «موږ د هغو ادارو د له منځه تلو شاهدان یو چې باید د قانون ساتونکي اوسي، خو اوس د سیاسي فشار وسیلې ګرځېدلي دي.»

د یادونې ده، چې د پاکستان مخکېنی لومړی وزیر عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي‌بي د تېر ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۱۷مه د دغه هېواد په راولپېنډۍ ښار کې د یوې محکمې له خوا له اصلي بیو په کم ارزښت د دولتي سوغاتونو رانیولو په تور په ۱۴-۱۴ کاله بند سزا او د ۷۸۷ مېلیونه پاکستانۍ کلدارو په ورکولو محکوم شوي وو.

څه موده مخکې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي و، چې د‌ پاکستان پوځ د ناسمو تګلارو له امله دغه هېواد له سخت امنیتي، سیاسي او اقتصادي ناورین سره مخ دی او د دغه هېواد له حکومت څخه یې غوښتي و، چې عمران خان ژر تر ژره خوشې کړي.

په خېبرپښتونخوا کې د ټي ټي پي په بریدونو کې ۹ پاکستاني پوځیانو ته مرګژوبله اوښتې

۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۵، ۱۹:۱۹ GMT+۱

د تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) وسله‌والې ډلې د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې پر امنیتي ځواکونو یو لړ بریدونه کړي، چې له امله یې لږ تر لږه اوه پاکستاني پوځیان وژل شوي، دوه ټپیان دي او یو شمېر امنیتي تجهیزات ویجاړ شوي دي.

د تحریک طالبان پاکستان له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دغه بریدونه د اپرېل په ۲۲مه د ټانک، شمالي وزیرستان، بنو، خېبر، لکي مروت او ملاکنډ په شمول نهو بېلابېلو سیمو کې ترسره شوي دي.

د دغه ډلې په اعلامیه کې همداراز راغلي، چې په شمالي وزیرستان کې پر څلورو پوځیانو غلچکي بریدونه شوي، چې له امله یې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

په اعلامیه کې د بنو په داړې پل پوستې او د خېبر د باړې ولسوالۍ څلورو بېلابېلو سیمو (ارهنګه، لنډاور بادام سر، شېردره، او ټنډي سر) کې د سنایپر بریدونو راپور ورکړل شوی.

همدا راز اعلامیه زیاتوي، چې په لکي مروت کې د یو لړ عملیاتو پر مهال چې دوه سرتېري وژل شوي، خو په ملاکنډ کې بیا یو پولیس تر نیول کېدو وروسته بېرته خوشې شوی دی.

په دغو عملیاتو کې د څلورو امنیتي کمرو د ویجاړېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

تر اوسه د پاکستان پوځ یا کورنیو چارو وزارت له خوا په رسمي ډول د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو دا ډول بریدونه د سیمې امنیتي وضعیت ته جدي ننګونې متوجه کوي.

د مارچ پر ۱۴مه ټي ټي پي د پاکستاني پوځ پر خلاف د الخندق په نامه د عملیاتو پیلولو اعلان وکړ او تر ننه یې دوام ورکړی.

د پاکستان پوځ هم د وسله والو پر ضد د البدر عملیات پیل کړي.

د پاکستان پوځ په تېرو ۲۰ کلونو کې د ترهګرۍ او سخت دریځۍ د ختمولو او د امن د راوستلو په نامه پنځه لوی او ځینې واړه عملیاتونه ترسره کړې دي.

دا عملیات په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي، تحریک نفاذ شریعت محمدي او ځینو نورو افراطي ډلو خلاف ترسره شوي دي.

طالبانو او قزاقستان د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ۲۰ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۵، ۱۹:۰۶ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس خبر ورکړی چې د دغې ډلې او قزاقستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه ۲۰هوکړه‌لیکونه د دواړو خواوو چارواکو له‌خوا په کابل کې لاسلیک شوي دي.

نوموړي اژانس د سې‌شنبې په ورځ (د غویي ۲مه) زیاته کړې، چې دا هوکړه‌لیکونه د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سریک ژومانګارین په حضور کې د دواړو خواوو د خصوصي سکټورونو ترمنځ تبادله شوي دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دغو هوکړه‌لیکونو د لاسلیک په مراسمو کې ویلي، چې د لاسلیک‌شویو هوکړه‌لیکونو ارزښت نږدې ۱۴۰ مېلیونه ډالرو ته رسېږي او په وینا یې، دا اسناد به په بېلابېلو سکټورونو کې ګډو پانګونې، سوداګرۍ او تخنیکي همکارۍ ته لاره هواره کړي.

د باختر خبري اژانس د راپور له‌مخې ، په دې هوکړه‌لیکونو سره د لوژستیک، درمل جوړونې، فلزي صنایعو، ټوکر جوړونې، موټرو، د خوراکي توکو پروسس، کیمیاوي توکو، کرنې، انجنیرۍ، ساختماني چارو او نورو برخو کې د همکاریو زمینه برابره شوې ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د یادو هوکړه‌‌لیکونو د لاسلیک‌کولو د مراسمو پر مهال زیاته کړې، چې دا ډول همکارۍ کولای شي د افغانستان اقتصادي وده چټکه او د خصوصي سکټور ظرفیت لوړ کړي.

نوموړي له قزاقستان سره له روانو همکاریو مننه کړې او همداراز لاسلیک‌شویو هوکړه‌لیکونو د عملي کېدو پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزير نورالدین عزیزي په افغان – قزاق سوداګریزه غونډه کې ویلي، چې تېر کال د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ په کچه کې ۳۲ سلنه لوړوالی راغلی او په وینا یې، دا کچه به له یو مېلیارډ ډالرو څخه درې مېلیارده ډالرو ته ورسېږي.

د یادونې ده، چې قزاقستان د سیمې او نړۍ د نورو هېوادونو غونډې طالبان په رسمیت نه پېژني، خو پر افغانستان د دغې ډلې له واکمنېدو راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ سوداګریزه راشه درشه ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې ده.

جرمني ته له پاکستان نه د افغانانو د انتقال الوتنې ځنډېدلې

۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۵، ۱۶:۳۵ GMT+۱

ټاکل شوې وه چې سبا چهار شنبه له اسلام اباده جرمني ته یوه بله الوتنه وشي او د جرمني افغان محلي همکاران او تر ګواښ لاندې کسان برلین ته ولیږدوي، خو ددې الوتنې په اړه اوس ویل کیږي چې ځنډېدلې.

د جرمني ډي پي اې اژانس د سې شنبې په ورځ د دغه هېواد د امنیتي سرچینو په حواله خبر ورکړ، چې د چارشنبې ورځې پلان شوې الوتنې په اړه تر اوسه اړندو ادارو معلومات نه دي ور کړي، نو تمه نه کیږي، چې دغه الوتنه دې ترسره شي.

جرمني رسنیو تېره اونۍ رپوټ ورکړی و، چې د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل میاشتې تر پایه له اسلام اباده دوه نورې الوتنې تنظیم کړې، چې د رسمي ژمنپاڼو درلودونکي افغانان برلین ته و لیږدوي.

په ورته وخت کې بیلډ ورځپاڼې هم رپوټ ورکړی، چې الوتنې په لنډمهالي ډول ځنډول شوې دي.

په جرمني کې د افغانانو پر انتقال نیوکې په دې وروستیو کې ډېرې شوې او د ټاکنو ګټونکي ګوند سي ډي یو له خپل ایتلافي ګوند اېس پي ډي سره په هوکړه لیک کې دې ته اشاره کړې، چې د منلو پروګرامونه به تر ممکنه حده محدودیږي او نوي پروګرامونه به نه پیلوي.

تېره چارشنبه د لایپزیګ په هوايي ډګر کې یوه الوتکه راکوزه شوې وه چې ۱۳۸ افغانان یې جرمني ته ولېږدول.

تر دې مخکې، د همدغه کال په اوږدو کې څو ورته الوتنې شوې دي، چې ټولټال پکې۴۶۱ کسان جرمني ته لیږدول شوي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۲۶۰۰ له خطر سره مخ افغانان لا هم په پاکستان کې جرمني ته د انتقال په تمه دي.

د جرمني د زرغون ګوند استازې شاهینه ګمبیر ویلي چې په پاکستان کې پر افغان کډوالو د اسلام اباد فشارونو ته په کتو اوس تر هر وخت مهمه ده چې د جرمني د ژمنپاڼو لرونکي افغانان زر برلین ته ولېږدول شي.

طالبانو په بامیان کې د ساکښو موجوداتو پر انځور‌خپراوي بندیز ولګاوه

۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۵، ۱۶:۰۷ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په بامیان ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست د یوه رسمي امر په صادرولو سره ټولو دولتي ادارو او رسنیو ته سپارښتنه کړې، چې د ژوندیو موجوداتو انځورونه دې نه خپروي. دا پنځلسم ولایت شو، چې طالبان ورته بنديز پکې لګوي.

د افغانستان خبريالانو مرکز د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبانو په بامیان کې د یوه مکتوب له لارې د ساکښو د انځورونو په اخیستلو او خپرولو بندیز ولګاوه.

مرکز اندېښنه ښودلې، چې پر رسنيو د طالبانو ورته بندیز د خبر رسونې، بیان ازادۍ او معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي بهير ستونزمنوي.

دغه بندیز د طالبانو د بامیان والي عبدالله سرحدي ابلاغ کړی او د طالبانو امربالمعروف اداره یې عملي کوي.

په مکتوب کې ځايي ادارو ته امر شوی: «له دې وروسته له خپلو پروګرامونو او ناستو څخه انځورونه وانخلئ او هېچا ته هم د دې کار اجازه ورنه کړئ. له دې حکم څخه د سرغړونې په صورت کې به له سرغړوونکو سره قانوني چلند وشي.»

په بامیان کې د طالبانو تر واک لاندي د ملي راډيو ټلویزیون او باختر اژانس ترڅنګ بامیان او نسیم خصوصي راډيوګانې فعالې دي.

د افغان خبریالانو مرکز زياتوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دغې ډلې د امربالمعروف قانون له جوړېدو وروسته دوی په ۱۵ ولایتونو کې د ساکښو د انځورونو پر اخیستلو بندیز لګولی.

طالبان د امربالمعروف د قانون پر عملي کولو ټينګار کوي

د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي، چې پر لګېدلو بندیزونو له سره غور وکړي او له خپلو سختو پرېکړو تېر شي.