• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هبت‌الله حکم: د پوهنې وزارت ۹۰ زره بستونه دې ختم شي

۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۵، ۲۳:۴۵ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل د طالبانو د پوهنې وزارت اړوند یو سند ترلاسه کړی، چې ښيي د دغې ډلې مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د یاد وزارت د ۱۴۰۴ لمریز کال په اداري جوړښت کې د نږدې ۹۰ زره بستونو د ختمېدو حکم کړی دی.

د دغه سند پر بنسټ، د طالبانو د پوهنې وزارت د ۹۰ زره کسانو د شمېر د کمېدو له حکم سره سم د ارزونې لپاره یو پلان چمتو کړی او په پام کې لري چې دا شمېر بستونه له‌منځه یوسي.

د طالبانو مشر په خپل حکم کې ټینګار کړی، چې د پوهنې وزارت جوړښت باید سملاسي د نوي چتر پر بنسټ تنظیم شي.

د هبت‌الله د نوې پرېکړې پر پلي‌کېدو سره به د پوهنې وزارت لږترلږه ۳۵ زره او ۸۹۵ کارکوونکي خپلې دندې له لاسه ورکړي.

د طالبانو د پوهنې وزارت ادعا کړې، چې ډېری ختم شوي بستونه «خالي» دي.

د وړاندې شوې طرحې له مخې، تدریسي، اداري او خدمتي بستونه، د تقاعد وړ کارکوونکي، له هېواده بهر د اسلامي زده‌کړو بنسټونو ته وېشل شوي خالي بستونه او همداراز «د اسلامي زده‌کړو په پروګرام کې غېرضروري بستونه» لکه پخلی‌کوونکي، د پخلي‌کوونکي شاګرد، چای تیارونکی، خیاطان، سلمانان، خټګر، باغبان او نلدوانان د له منځه‌تلونکو بستونو په لومړي‌توب کې دي.

د پوهنې وزارت په دې طرحه کې اعلان کړی، چې په ټول هېواد کې به د استخدام بهیر ودرول شي.

د پوهنې وزارت د دغه پروګرام په چوکاټ کې د ځینو ولایتونو د پوهنې په ریاستونو کې د جوړښت د تنظیم او د لګښتونو د کمېدو لپاره ۳زره او ۲۴۶ قراردادي بستونه ختم شوي دي.

ورته مهال، د طالبانو د پوهنې وزارت د دغه اقدام د پایلو په تړاو اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی، چې ښايي ګوښه شوي کارکوونکي اعتراض وکړي او بهرنۍ ډلې له دې وضعیته ناوړه ګټه واخلي.

د یادونې ده، چې طالبانو د بودیجې د شدید کمښت له امله په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د پوځي او ملکي ادارو د تصفیې بهیر پیل کړی دی.

څو ورځې مخکې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د خپلو امنیتي ځواکونو د ۲۰ سلنې کموالي امر کړی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د منظور پښتین په مشرۍ د منیر شاکر د وژلو او د افغانانو د اېستلو په غبرګون کې غونډه کېږي

۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۳۱ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنک مشر منظوراحمد پښتین د خپلو ټولنیزو شبکو له لارې په خپره شوې ویډیو کې اعلان کړی، چې د مفتي منیز شاکر د وژل‌کېدو او له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو په غبرګون کې د شاکر له زوی سره په ګډه د روانې اپرېل میاشتې په ۲۷مه غونډه کوي.

نوموړي د سې‌شنبې شپې ناوخته (د اپرېل ۲۲مه) زیاته کړې، چې دا غونډه د خېبرپښتونخوا د پېښور په باغ ناران سیمه کې کېږي او له مېشتو پښتنو ولسونو څخه یې غوښتي، چې په دې غونډه کې ګډون وکړي.

منظور پښتین په دې ولسي غونډه کې د پښتنو ولسونو ګډون «یوه فریضه» بللې ده.

هغه همداراز په نږدې راتلونکي، «د وخت ضرورت څه دی، په سیاسي حرکتونو کې د محکومو او مظلومو قومونو لومړي‌توب، د ټولنیزو رسنیو د معقول او نامعقول استعمال» او نورو موضوعاتو په هکله د یوه تفصیلي پیغام د خپرېدو خبر ورکړی دی.

پښتین د دغه پیغام د خپرېدو د کره نېټې په تړا څه نه دي ویلي.

دا غونډه داسې مهال کېږي، چې له دې مخکې په پښتونخوا کې د وژل شوي دیني عالم مفتي منیر شاکر زوی عبدالله شاکر د خپل پلار له وژل‌کېدو وروسته پر خواله رسنیو یوه ویډيو خپره کړې وه او د پاکستان له حکومته یې غوښتي و، چې د نوموړي د پلار په وژلو کې ښکېل کسان ور په ګوته کړي.

د یادونې ده، چې د پښتونخوا مشهور دیني عالم مفتي منیر شاکر د کب میاشتې په ۲۵مه د مازدیګر لمانځه لپاره جومات ته روان و، چې چاودنه پرې وشوه، لومړی ټپي شو او بیا یې په روغتون کې د درملني پرمهال ساه ورکړه.

طالبانو او قزاقستان د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ۲۰ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۵، ۱۹:۰۶ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس خبر ورکړی چې د دغې ډلې او قزاقستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه ۲۰هوکړه‌لیکونه د دواړو خواوو چارواکو له‌خوا په کابل کې لاسلیک شوي دي.

نوموړي اژانس د سې‌شنبې په ورځ (د غویي ۲مه) زیاته کړې، چې دا هوکړه‌لیکونه د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سریک ژومانګارین په حضور کې د دواړو خواوو د خصوصي سکټورونو ترمنځ تبادله شوي دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دغو هوکړه‌لیکونو د لاسلیک په مراسمو کې ویلي، چې د لاسلیک‌شویو هوکړه‌لیکونو ارزښت نږدې ۱۴۰ مېلیونه ډالرو ته رسېږي او په وینا یې، دا اسناد به په بېلابېلو سکټورونو کې ګډو پانګونې، سوداګرۍ او تخنیکي همکارۍ ته لاره هواره کړي.

د باختر خبري اژانس د راپور له‌مخې ، په دې هوکړه‌لیکونو سره د لوژستیک، درمل جوړونې، فلزي صنایعو، ټوکر جوړونې، موټرو، د خوراکي توکو پروسس، کیمیاوي توکو، کرنې، انجنیرۍ، ساختماني چارو او نورو برخو کې د همکاریو زمینه برابره شوې ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د یادو هوکړه‌‌لیکونو د لاسلیک‌کولو د مراسمو پر مهال زیاته کړې، چې دا ډول همکارۍ کولای شي د افغانستان اقتصادي وده چټکه او د خصوصي سکټور ظرفیت لوړ کړي.

نوموړي له قزاقستان سره له روانو همکاریو مننه کړې او همداراز لاسلیک‌شویو هوکړه‌لیکونو د عملي کېدو پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزير نورالدین عزیزي په افغان – قزاق سوداګریزه غونډه کې ویلي، چې تېر کال د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ په کچه کې ۳۲ سلنه لوړوالی راغلی او په وینا یې، دا کچه به له یو مېلیارډ ډالرو څخه درې مېلیارده ډالرو ته ورسېږي.

د یادونې ده، چې قزاقستان د سیمې او نړۍ د نورو هېوادونو غونډې طالبان په رسمیت نه پېژني، خو پر افغانستان د دغې ډلې له واکمنېدو راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ سوداګریزه راشه درشه ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې ده.

جرمني ته له پاکستان نه د افغانانو د انتقال الوتنې ځنډېدلې

۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۵، ۱۶:۳۵ GMT+۱

ټاکل شوې وه چې سبا چهار شنبه له اسلام اباده جرمني ته یوه بله الوتنه وشي او د جرمني افغان محلي همکاران او تر ګواښ لاندې کسان برلین ته ولیږدوي، خو ددې الوتنې په اړه اوس ویل کیږي چې ځنډېدلې.

د جرمني ډي پي اې اژانس د سې شنبې په ورځ د دغه هېواد د امنیتي سرچینو په حواله خبر ورکړ، چې د چارشنبې ورځې پلان شوې الوتنې په اړه تر اوسه اړندو ادارو معلومات نه دي ور کړي، نو تمه نه کیږي، چې دغه الوتنه دې ترسره شي.

جرمني رسنیو تېره اونۍ رپوټ ورکړی و، چې د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل میاشتې تر پایه له اسلام اباده دوه نورې الوتنې تنظیم کړې، چې د رسمي ژمنپاڼو درلودونکي افغانان برلین ته و لیږدوي.

په ورته وخت کې بیلډ ورځپاڼې هم رپوټ ورکړی، چې الوتنې په لنډمهالي ډول ځنډول شوې دي.

په جرمني کې د افغانانو پر انتقال نیوکې په دې وروستیو کې ډېرې شوې او د ټاکنو ګټونکي ګوند سي ډي یو له خپل ایتلافي ګوند اېس پي ډي سره په هوکړه لیک کې دې ته اشاره کړې، چې د منلو پروګرامونه به تر ممکنه حده محدودیږي او نوي پروګرامونه به نه پیلوي.

تېره چارشنبه د لایپزیګ په هوايي ډګر کې یوه الوتکه راکوزه شوې وه چې ۱۳۸ افغانان یې جرمني ته ولېږدول.

تر دې مخکې، د همدغه کال په اوږدو کې څو ورته الوتنې شوې دي، چې ټولټال پکې۴۶۱ کسان جرمني ته لیږدول شوي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۲۶۰۰ له خطر سره مخ افغانان لا هم په پاکستان کې جرمني ته د انتقال په تمه دي.

د جرمني د زرغون ګوند استازې شاهینه ګمبیر ویلي چې په پاکستان کې پر افغان کډوالو د اسلام اباد فشارونو ته په کتو اوس تر هر وخت مهمه ده چې د جرمني د ژمنپاڼو لرونکي افغانان زر برلین ته ولېږدول شي.

طالبانو په بامیان کې د ساکښو موجوداتو پر انځور‌خپراوي بندیز ولګاوه

۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۵، ۱۶:۰۷ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په بامیان ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست د یوه رسمي امر په صادرولو سره ټولو دولتي ادارو او رسنیو ته سپارښتنه کړې، چې د ژوندیو موجوداتو انځورونه دې نه خپروي. دا پنځلسم ولایت شو، چې طالبان ورته بنديز پکې لګوي.

د افغانستان خبريالانو مرکز د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبانو په بامیان کې د یوه مکتوب له لارې د ساکښو د انځورونو په اخیستلو او خپرولو بندیز ولګاوه.

مرکز اندېښنه ښودلې، چې پر رسنيو د طالبانو ورته بندیز د خبر رسونې، بیان ازادۍ او معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي بهير ستونزمنوي.

دغه بندیز د طالبانو د بامیان والي عبدالله سرحدي ابلاغ کړی او د طالبانو امربالمعروف اداره یې عملي کوي.

په مکتوب کې ځايي ادارو ته امر شوی: «له دې وروسته له خپلو پروګرامونو او ناستو څخه انځورونه وانخلئ او هېچا ته هم د دې کار اجازه ورنه کړئ. له دې حکم څخه د سرغړونې په صورت کې به له سرغړوونکو سره قانوني چلند وشي.»

په بامیان کې د طالبانو تر واک لاندي د ملي راډيو ټلویزیون او باختر اژانس ترڅنګ بامیان او نسیم خصوصي راډيوګانې فعالې دي.

د افغان خبریالانو مرکز زياتوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دغې ډلې د امربالمعروف قانون له جوړېدو وروسته دوی په ۱۵ ولایتونو کې د ساکښو د انځورونو پر اخیستلو بندیز لګولی.

طالبان د امربالمعروف د قانون پر عملي کولو ټينګار کوي

د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي، چې پر لګېدلو بندیزونو له سره غور وکړي او له خپلو سختو پرېکړو تېر شي.

د هندي پولیسو سرچینه؛ په هندي کشمیر کې په یوه وسله‌وال برید کې ۲۴ تنه سیلانیان ووژل شول

۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۵، ۱۶:۰۷ GMT+۱

د هندي پولیسو یوه جګپوړي افسر فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې نن سې شنبه په هندي کشمیر کې په یوه وسله وال برید کې ۲۴ تنه سیلانیان وژل شوي دي. د هند لومړي وزیر نریندرا مودي دا برید یو ناوړه عمل وباله او ژمنه یې وکړه، چې برید کوونکي به د انصاف محکمې ته راولي.

په سیمه کې د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې بریدګرو په پیلګام سیمه کې سیلانیان په نښه کړي او دا سیمه له مرکز سرینګر څخه ۹۰ کېلو میتره فاصله لري.

د ګرځندوی ادارې یوه لارښود وویل چې هغه د ډزو له اوریدو وروسته د پیښې ځای ته ورسید او یو شمیر ټپیان په اسونو ولېږدول شول.

وحيد وويل:«ما يو څو سړي پر ځمکه پراته وليدل، داسې ښکارېدل، چې مړه دي.»

تر اوسه کومې کشمیرۍ ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو نوی ډیلی په دغسې پېښو کې ډېری پاکستان میشتې ترهګرې ډلې ښکیلې ګڼي.

د کشمیر مقاومت په نامه یوې ډلې په ټولنیزو شبکو کې ددغه برید مسوولیت پرغاړه اخېستی.

دا وسله وال برید داسې مهال کیږي، چې د هند لومړی وزیر د سعودي عربستان به سفر بوخت دی او د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وېنس نوي ډيلي ته په څلور ورځني سفر تللی دی.