پاکستان او روسیه له افغانستان نه د ترهګریزو ګواښونو په وړاندې ګډې همکارئ زیاتوي

پاکستان او روسیې په سیمه او افغانستان کې د «ترهګریزو» ګواښونو په وړاندې د همکارۍ په زیاتولو هوکړه کړې ده. دغه هوکړه تېره ورځ له نړۍوالې ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د پاکستان او روسیې د ګډې کاري ډلې په ۱۱مه غونډه کې شوې ده.