طالبان: په یوه اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې د څه باندې ۶۶ زره مټریک ټنو انتقالات شوي

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایي، چې په تېره یوه اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د ۶۶ زره او ۲۹۸ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې صادراتو او وارداتو کې نفتي، غیر نفتي او نور توکي شامل دي.