• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اروپایي ټولنه: د اقلیم بدلون په افغانستان کې کرنه او خوراکي خوندیتوب ګواښي

۳ غویی ۱۴۰۴ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۴:۱۴ GMT+۱تازه شوی: ۳ غویی ۱۴۰۴ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۲۹ GMT+۱

په کابل کې د اروپايي ټولنې پلاوي د ځمکې د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د اقلیم بدلون د افغانستان کرنه، د خوړو خوندیتوب او کلیوالي اقتصاد له ګواښ سره مخ کړی دی.

دغه سازمان په ایکس پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره ټینګار کړی، چې د اقلیم د بدلون د پایلو پر وړاندې د افغانستان له خلکو ملاتړ کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «اروپايي ټولنه د نوښتګرو او اقلیم بدلون پر وړاندې د مبارزې پروګرامونو سره د افغانانو ملاتړ کوي.»

د اروپایی ټولنې په وینا، د اغا خان پرمختیایي بنسټ په همکارۍ د «ژوند» په نوم پروژه پلي کوي، چې موخه یې د اقلیم په اړه لارښوونه شوې کرنې ته وده ورکول، کروندګرو ته باکیفیته تخمونو ته لاسرسی او د اوبو د کمښت په وړاندې د مقاومت لوړول دي.

د دغې خبرپاڼې له مخې، تر اوسه پورې څه باندې ۷۰ زره کسانو د لارښوونه شوې کرنې په برخه کې روزنه ترلاسه کړې ده.

اروپایي ټولنه زیاتوي، چې د «اې ایف سي» موسسې په ملګرتیا یې د «ځمکې» په نوم یوه پروژه تمویل کړې، کومه چې د څارویو پاملرنې، کار موندنې، او په غیرې موسمي باغدارۍ تمرکز کوي.

سربیره پردې، اروپايي ټولنه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان، د کډوالۍ نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په ګډون د نړۍوالو سازمانونو په همکارۍ د «افغاني ټولنې د مقاومت» په پروژو کې شامله ده.

په دې پروژو کې د لارښوونه شوې کرنې لارې چارې چمتو کول، د بندونو پلټنه، او بازار ته د لاسرسي سړکونو جوړول شامل دي.

اروپایي ټولنه وایي، چې له اغا خان پرمختیایي شبکې سره په ګډه به د بدلېدونکې انرژۍ، مېرمنو ته د کار موندنې او د اقلیم په وړاندې مقاومت لرونکې کرنې د ترکیب له لارې د افغان کلیوالو ژوند پیاوړی کړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

احدي: له اماني صندق څخه نه له طالبانو سره مرستې شوي او نه هم دې ډلې د مرستې غوښتنه کړې

۳ غویی ۱۴۰۴ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۴۰ GMT+۱

په سويس کې د افغانستان د اماني صندوق څارونکی غړی انوارالحق احدي وایي، اماني صندوق د بشري مرستو لپاره نه، بلکې د جدي دولتي اړتیاوو د پوره کولو لپاره دی. د نوموړي په وینا، له دې صندوق څخه نه تراوسه له طالبانو سره مرستې شوي او نه هم یادې ډلې د مرستې غوښتنه کړې.

احدي له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په مرکه کې د سې شنبې په ورځ وویل، د افغانستان بانک کنګل شوې پیسې د بانکي چارو لپاره هغه وخت استفاده کېدای شي، چې په افغانستان کې نورمال حکومت رامنځته شي.

د نوموړي په وینا، له دې پیسو څخه د دولت د ځینو بېړنیو اړتیاو لپاره هم په هغه صورت کې چې دولت یې له جوګې نه شي وتلی، هم استفاده کېدای شي.

احدي دغه راز زیاته کړه، که څه هم طالبان له ډېر شمېر هېوادونو سره اړیکې لري، خو د دغې ډلې حکومت تراوسه هم د نړۍ د هېوادونو له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

د نوموړي په وینا: «دا چې تراوسه پر طالبانو بندیزونه شته نو دا نورمال حالت نه دی او د افغانستان د مرکزي بانک پیسې به تر هغه کنګل وي، ترڅو چې افغانستان کې یو نورمال حالت او حکومت نه وي رامنځته شوی.»

د احدي په وینا، تراوسه دغه صندوق له ۴۰۰ مېلیون ډالرو څخه زیاته ګټه کړې.

ښاغلي احدي دا هم وویل، چې طالبانو له دغه صندوق سره مستقیمه اړیکه نه ده نیولې، ان په هغه وخت کې چې طالبان له اسیایي بانک څخه ۲۹ مېلیون ډالر قرضداره و.

د احدي په وینا، که چیرې دغه پیسې طالبانو نه وای ورکړې دوی مجبوره و، چې له اماني صندوق څخه دغه پیسې ورکړي.

احدي وایي، له اماني صندوق څخه طالبانو یا هم د افغانستان بانک ته پیسې نه شو ورکولی، خو کولی شو داسې یې مصرف کړو چې ګټه یې عمومي نظام ته ورسېږي.

هغه د بېلګې په توګه وایي:‌ «که موږ بانک نوټ چاپوو نو ګټه یې اقتصادی سیسټم، بازار او د خلکو معاملو ته رسېږي، چې ګټه یې غیر مستقیم مرکزي بانک ته هم رسېږي خو مستقیم موږ د مرستې اجازه نه لرو.»

احدي د دې پوښتنې په ځواب کې چې که طالبان له اماني صندوق څخه د مرستې غوښتنه وکړي، نو دغه مرستې به وشي او کنه؟ وویل: «زه په دې عقیده یم چې دا مهال شدید ضرورت شته اما طالبانو تر اوسه دغه غوښتنه نه ده کړې. که چیرې دوی غوښتنه وکړي نو موږ به یې هیات ته راجع کړو زه نه پوهېږم چې پرېکړه به څه وي خو زما په نظر دا عاجل ضرورت دی او باید دغو خلکو سره مرسته وکړو.»

که څه هم نوموړی وایي، چې طالبانو له اماني صندوق څخه د مرستې غوښتنه نه ده کړې، خو یادې ډلې په ځلونو د متحده ایالتونو له حکومته غوښتي، چې د افغانستان ټولې کنګل شوې څه باندې نهه نیم مېلیارده ډالر دې دوی ته ازادې کړي‌ او د دوی تر واک لاندې د افغانستان بانک ته دې وسپاري.

دوی ټینګار کوي، چې د افغانیو د ثبات او د دوی تر واک لاندې د افغانستان اقتصاد لپاره د کنګل شوې شتمنۍ ازادېدېدل ورته ګټور دي.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې وروسته له هغې چې پخوانی جمهوري نظام وپرځېده؛ امریکا او ځینو لوېدیځو هېوادونو له دې کبله چې د طالبانو له لاس وهنې لرې پاتې شي د افغانستان ۹.۵ مېلیارده امریکایي ډالره شتمنۍ یې کنګل کړې.

د دغو شتمنیو څخه اووه مېلیارده یې په نیویارک کې د امریکا فدرالي زېرمو کې ساتل کېدې، چې له دغو مرستو ۳.۵ مېلیارده ډالر بیا په سویس کې د افغانستان اماني صندوق ته سپارل شوي دي.

اماني صندوق ته دغه مرستې د جوبایډن ادارې له لوري له دې کبله وسپارل شوې؛ څو پرې افغانستان کې روان بشري ناورین حل شي او په بېلابېلو برخو کې ولګول شي.

مقاومت جبهې او جمعیت ګوند د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت له شورا څخه لار جلا کړه

۳ غویی ۱۴۰۴ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۵، ۰۱:۲۲ GMT+۱

د احمد مسعود په مشرۍ مقاومت جبهې او د صلاح‌الدین رباني په مشرۍ جمعیت ګوند په یوه بیان کې ویلي د «جوړښت، پالیسیو، مدیریتي او کاري تګلارو» پر سر د اختلافاتو له امله یې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت له ملي شورا څخه لار جلا کړې ده.

د مقاومت جبهې یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل ته د دغو اختلافو یو لامل د نوموړې شورا د اجراییوي مشر په توګه د عمر داوودزي ټاکل‌ کېدل بللي دي.

عمر داوودزي د حامد کرزي او محمداشرف غني په حکومتونو کې د کورنیو چارو وزیر په ګډون په لوړو بستونو کې کار کړی دی.

د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا له‌خوا د جوړښت، پالیسيو او مدیریتي تګلارو اړوند مواردو نه‌رعایت، «د ولس او د طالبانو مخالفو جریانونو» په ګټه نه‌دي.

ورته مهال، د صلاح‌الدین رباني په مشرۍ اسلامي جمعیت ګوند د مقاومت جبهې له‌خوا د افغانستان د ژغورنې له ملي شورا سره د همکارۍ پای ته رسېدو په تړاو وویل: «هغه اصول چې د افغانستان د ژغورنې ملي شورا له لارې مطرح شوي د سیاسي، تخنیکي دلایلو او زموږ د خلکو د ټاکنیزې حوزې د اوسنیو واقعیتونو له امله نه‌شي ساتل کېدای. موږ د دغه بنسټ د انتخابونو په هېڅ پرېکړو کې نه یو او نه به هم اوسو.»

د افغانستان د ازادۍ جبهې هم په ډاګه کړې، چې د افغانستان د ژغورنې لپاره په ملي شورا کې د دغې جبهې غړيتوب «یوازې یوه اوازه» ده او دا یې په کلکه رد کړې ده.

نوموړې جبهې ویلي، چې تر اوسه پورې په هېڅ داسې سازماني اېتلاف یا سیاسي تړون کې شامله نه‌ده.

د ازادۍ جبهې همداراز زیاته کړې، چې د جبهې په منشور کې شته اصولو ته په پام، د هېواد له اوسني وضعیته د وتلو لپاره د طالبانو له مخالفو غورځنګونو سره د هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.

یادې جبهې ویلي، چې د بېلابېلو سیاسي او مدني جریانونو په ګډون د ویانا په بهیر کې برخه اخیستل او همداراز د افغانستان له مقاومت جبهې سره همغږي د طالبانو په مخالفو جریانونو کې د دغې جبهې د فعالې ونډې ښکاره بېلګې دي.

د تېرکال په لېندۍ میاشت کې د طالبانو مخالفو مشهورو څېرو د «افغانستان د ژغورنې لپاره ملي شورا» په نوم یو سیاسي اېتلاف جوړ کړ.

مارشال دوستم، احمد مسعود، کریم خلیلي، عمر داوودزی، رحمت‌الله نبیل، محمد محقق، عبدالرب رسول سیاف، اسماعېل خان، تادین خان، صادق مدبر، صلاح‌الدین رباني او عطا محمد نور د دغه اېتلاف مهم کسان یادېږي.

یونس قانوني، راحله دوستم، سرور دانش، شاه جهان، او عبدالحق شفق د دې شورا نور غړي دي.

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغې ډلې خلاف یو شمېر جریانونه او غورځنګونه جوړ شوي دي.

په افغانستان دننه او بهر کې سیاسي ډلو په ځلونو له طالبانو څخه غوښتي، چې بین‌الافغاني مذاکرات پیل کړي، خو د دغې ډلې له‌خوا رد شوي دي.

د هبت‌الله حکم: د پوهنې وزارت ۹۰ زره بستونه دې ختم شي

۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۵، ۲۳:۴۵ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل د طالبانو د پوهنې وزارت اړوند یو سند ترلاسه کړی، چې ښيي د دغې ډلې مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د یاد وزارت د ۱۴۰۴ لمریز کال په اداري جوړښت کې د نږدې ۹۰ زره بستونو د ختمېدو حکم کړی دی.

د دغه سند پر بنسټ، د طالبانو د پوهنې وزارت د ۹۰ زره کسانو د شمېر د کمېدو له حکم سره سم د ارزونې لپاره یو پلان چمتو کړی او په پام کې لري چې دا شمېر بستونه له‌منځه یوسي.

د طالبانو مشر په خپل حکم کې ټینګار کړی، چې د پوهنې وزارت جوړښت باید سملاسي د نوي چتر پر بنسټ تنظیم شي.

د هبت‌الله د نوې پرېکړې پر پلي‌کېدو سره به د پوهنې وزارت لږترلږه ۳۵ زره او ۸۹۵ کارکوونکي خپلې دندې له لاسه ورکړي.

د طالبانو د پوهنې وزارت ادعا کړې، چې ډېری ختم شوي بستونه «خالي» دي.

د وړاندې شوې طرحې له مخې، تدریسي، اداري او خدمتي بستونه، د تقاعد وړ کارکوونکي، له هېواده بهر د اسلامي زده‌کړو بنسټونو ته وېشل شوي خالي بستونه او همداراز «د اسلامي زده‌کړو په پروګرام کې غېرضروري بستونه» لکه پخلی‌کوونکي، د پخلي‌کوونکي شاګرد، چای تیارونکی، خیاطان، سلمانان، خټګر، باغبان او نلدوانان د له منځه‌تلونکو بستونو په لومړي‌توب کې دي.

د پوهنې وزارت په دې طرحه کې اعلان کړی، چې په ټول هېواد کې به د استخدام بهیر ودرول شي.

د پوهنې وزارت د دغه پروګرام په چوکاټ کې د ځینو ولایتونو د پوهنې په ریاستونو کې د جوړښت د تنظیم او د لګښتونو د کمېدو لپاره ۳زره او ۲۴۶ قراردادي بستونه ختم شوي دي.

ورته مهال، د طالبانو د پوهنې وزارت د دغه اقدام د پایلو په تړاو اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی، چې ښايي ګوښه شوي کارکوونکي اعتراض وکړي او بهرنۍ ډلې له دې وضعیته ناوړه ګټه واخلي.

د یادونې ده، چې طالبانو د بودیجې د شدید کمښت له امله په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د پوځي او ملکي ادارو د تصفیې بهیر پیل کړی دی.

څو ورځې مخکې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د خپلو امنیتي ځواکونو د ۲۰ سلنې کموالي امر کړی دی.

د منظور پښتین په مشرۍ د منیر شاکر د وژلو او د افغانانو د اېستلو په غبرګون کې غونډه کېږي

۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۵، ۲۱:۳۱ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنک مشر منظوراحمد پښتین د خپلو ټولنیزو شبکو له لارې په خپره شوې ویډیو کې اعلان کړی، چې د مفتي منیز شاکر د وژل‌کېدو او له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو په غبرګون کې د شاکر له زوی سره په ګډه د روانې اپرېل میاشتې په ۲۷مه غونډه کوي.

نوموړي د سې‌شنبې شپې ناوخته (د اپرېل ۲۲مه) زیاته کړې، چې دا غونډه د خېبرپښتونخوا د پېښور په باغ ناران سیمه کې کېږي او له مېشتو پښتنو ولسونو څخه یې غوښتي، چې په دې غونډه کې ګډون وکړي.

منظور پښتین په دې ولسي غونډه کې د پښتنو ولسونو ګډون «یوه فریضه» بللې ده.

هغه همداراز په نږدې راتلونکي، «د وخت ضرورت څه دی، په سیاسي حرکتونو کې د محکومو او مظلومو قومونو لومړي‌توب، د ټولنیزو رسنیو د معقول او نامعقول استعمال» او نورو موضوعاتو په هکله د یوه تفصیلي پیغام د خپرېدو خبر ورکړی دی.

پښتین د دغه پیغام د خپرېدو د کره نېټې په تړا څه نه دي ویلي.

دا غونډه داسې مهال کېږي، چې له دې مخکې په پښتونخوا کې د وژل شوي دیني عالم مفتي منیر شاکر زوی عبدالله شاکر د خپل پلار له وژل‌کېدو وروسته پر خواله رسنیو یوه ویډيو خپره کړې وه او د پاکستان له حکومته یې غوښتي و، چې د نوموړي د پلار په وژلو کې ښکېل کسان ور په ګوته کړي.

د یادونې ده، چې د پښتونخوا مشهور دیني عالم مفتي منیر شاکر د کب میاشتې په ۲۵مه د مازدیګر لمانځه لپاره جومات ته روان و، چې چاودنه پرې وشوه، لومړی ټپي شو او بیا یې په روغتون کې د درملني پرمهال ساه ورکړه.

طالبانو او قزاقستان د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ۲۰ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

۲ غویی ۱۴۰۴ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۵، ۱۹:۰۶ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس خبر ورکړی چې د دغې ډلې او قزاقستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه ۲۰هوکړه‌لیکونه د دواړو خواوو چارواکو له‌خوا په کابل کې لاسلیک شوي دي.

نوموړي اژانس د سې‌شنبې په ورځ (د غویي ۲مه) زیاته کړې، چې دا هوکړه‌لیکونه د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سریک ژومانګارین په حضور کې د دواړو خواوو د خصوصي سکټورونو ترمنځ تبادله شوي دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دغو هوکړه‌لیکونو د لاسلیک په مراسمو کې ویلي، چې د لاسلیک‌شویو هوکړه‌لیکونو ارزښت نږدې ۱۴۰ مېلیونه ډالرو ته رسېږي او په وینا یې، دا اسناد به په بېلابېلو سکټورونو کې ګډو پانګونې، سوداګرۍ او تخنیکي همکارۍ ته لاره هواره کړي.

د باختر خبري اژانس د راپور له‌مخې ، په دې هوکړه‌لیکونو سره د لوژستیک، درمل جوړونې، فلزي صنایعو، ټوکر جوړونې، موټرو، د خوراکي توکو پروسس، کیمیاوي توکو، کرنې، انجنیرۍ، ساختماني چارو او نورو برخو کې د همکاریو زمینه برابره شوې ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د یادو هوکړه‌‌لیکونو د لاسلیک‌کولو د مراسمو پر مهال زیاته کړې، چې دا ډول همکارۍ کولای شي د افغانستان اقتصادي وده چټکه او د خصوصي سکټور ظرفیت لوړ کړي.

نوموړي له قزاقستان سره له روانو همکاریو مننه کړې او همداراز لاسلیک‌شویو هوکړه‌لیکونو د عملي کېدو پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزير نورالدین عزیزي په افغان – قزاق سوداګریزه غونډه کې ویلي، چې تېر کال د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ په کچه کې ۳۲ سلنه لوړوالی راغلی او په وینا یې، دا کچه به له یو مېلیارډ ډالرو څخه درې مېلیارده ډالرو ته ورسېږي.

د یادونې ده، چې قزاقستان د سیمې او نړۍ د نورو هېوادونو غونډې طالبان په رسمیت نه پېژني، خو پر افغانستان د دغې ډلې له واکمنېدو راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ سوداګریزه راشه درشه ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې ده.