• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جنوب کې د بیو ناڅاپي لوړېدل؛ طالبان د تاریاکو په کښت او قاچاق کې پټه همکاري کوي

خبرخونه
خبرخونه

افغانستان انټرنشنل - پښتو

۳ غویی ۱۴۰۴ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۵، ۱۲:۰۹ GMT+۱تازه شوی: ۳ غویی ۱۴۰۴ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۵، ۱۴:۲۴ GMT+۱

په سویلي ولایتونو کې د تاریاکو کاروباریان وايي، چې په روانه اونۍ کې د اومو تاریاکو بیه پنځوس زره افغانۍ (دوه لکه کلدارې) او د بېس (پروسس شويو تریاکو) بیه تر ۱۰۰ زره افغانیو پورې ( ۴۰۰ زره کلدارو) لوړه شوې ده.

د افغانستان په سویلي ولایتونو کې د اومو تاریاکو بیې له څو میاشتې ځنډ وروسته یو ځل بیا په بې‌ساري ډول لوړې شوې دي.

د هلمند او کندهار په ولایتونو کې سوداګر وایي، چې د طالبانو له خوا د محدودیتونو د نرمېدو او پټې همکارۍ له امله بازار یو ځل بیا تود شوی.

همدا یوه اونۍ وړاندې د تاریاکو په بازارونو کې یو من (څلور نیم کیلوګرامه) خام تاریاک په شاوخوا ۱۰۰ زره افغانۍ ( ۴۰۰ زره کلدارو) پلورل کېدل خو اوس همغه تاریاک په ۱۵۰ زره افغانۍ (۶۰۰ زره کلدارو) پلورل کیږي.

د رفیع الله په نوم د تاریاکو یوه کاروباري د تاریاکو د بیو لوړیدو په اړه له افغانستان انټرنشنل – پښتو سره په خبرو کې وویل:« مخکې چې تاریاک په څلور لکه کلدارې وو، هغه اوس په شپږ لکه کلدارې دي. او د بېسو قیمت خو تر پخوا اوس څلور لکه کلدارې لوړ شوی دی.ځینو کسانو پکې ګټه وکړه او ځینې بیا سخت تاوانیان شول».

بیس، چې پروسس شوي تاریاک بلل کېږي، بیې یې هم لوړې شوې دي.

د هلمند د موسی کلا په ګډون د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې له ممانعت سره سره تاریاک کرل شوي
100%
د هلمند د موسی کلا په ګډون د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې له ممانعت سره سره تاریاک کرل شوي

د تاریاکو کاروباریان د نشه يي توکو په کارخونو کې اومه توکي د اور په واسطه پروسس کوي او له یو من خامو تریاکو څخه نږدې یو نیم کیلوګرام بیس په لاس ورځي. د بیس له پروسس کولو وروسته بیا هیروین، کرسټال او نور نشه یې مواد ترلاسه کیږي.

د کاروباریانو په وینا، یو کیلو بیس چې پخوا په اته سوه زره کلدارې پلورل کېدل، اوس یې بیه۱۲سوه زرو ته رسېدلې.

دوی وایي، چې د بیې لوړیدو عمده لامل دا دی چې دغه مواد اوس له هېواده وځي: «که له افغانستان نه نه وتلای، قیمت به یې هم لوړ نه وای».

د تاریاکو دغه کاروباریان وايي، چې د نشه یې توکو بیې د هرې ورځې په تېریدو سره لوړیږي.

د نشه یې توکو سوداګر وايي، د هلمند او کندهار په ډيرو ولسوالیو کې طالبانو د تریاکو د پیر او پلور ازاد مارکیټونه بند کړي، خو اوس بېرته د طالبانو له ممانعت پرته د نشه یې توکو کاروبار کیږي.

سرچینه وايي:«چې د طالب همکاري نه وي، څوک دا کار کولی شي؟ هر قوماندان خپل د دې برخې کسان لري، د هغوی ټولو ارتباطات له قاچاقبرانو سره دي. د هلمند، کندهار، ننګرهار او بدخشان څخه بیا تر صفري نقطو د تریاکو انتقال ټول د طالبانو په همکارۍ کیږي».

سرچینې وايي، چې د تاریاکو د پیر او پلور د لوړې کچې تر څنګ په ټیټه کچه دغه کاروبار د واټساپ او ټیلګرام ګروپونو له لارې کیږي او د تاریاکو د بیو لپاره عمومي واټساپ ګروپونه دي چې د هرې ورځې د بیو په اړه معلومات پکې خپریږي.

د نشه یي توکو ځینې سوداګرو د نوم نه ښودنې په شرط افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې له یو ولایت څخه بل ته او بیا د افغانستان تر پولو د نشه یې توکو په لیږد کې طالبانو ته ونډه ورکول کیږي او د تاریاکو د بیو د لوړیدو یو دلیل همدا دی، چې طالبانو په لیږد رالیږد کې قاچاقبرانو ته اسانتیا برابره کړې ده.

نوموړی زیاتوي، « که طالبانو له دې کار څخه ګټه نه ترلاسه کولی، نو څنګه څوک دا جرئت کولای شي چې د واټساپ عمومي ګروپونه جوړ کړي. د هرې سیمې طالب هغه که په لوړه سطح وي او که په ټیټه سطح په دغه کاروبار کې شریک دی، هغوی خپل مالونه لري، خپل کاروبار لري».

100%

افغانستان انټرنشنل ته ځینې انځورونه هم رسېدلي، چې ښيي د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د تاریاکو کروندو ګل کړی او په نږدې څو ورځو کې حاصل ټولولو ته چمتو دي.

سرچینې وايي، د هلمند د موسی کلا، کجکي، واشیر او باغران ترڅنګ د کندهار په میانشین، شاولي کوټ، میوند، غورک، نېش او یو شمېر نورو ولسوالیو کې پر زیاته ځمکه د تاریاکو او چرسو کروندې کرل شوې دي.

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو ضد دفتر (UNODC) هم په خپل وروستي رپوټ کې ویلي، چې د تاریاکو بیې په افغانستان کې په بې‌ساري ډول لوړې شوې دي او دغه وضعیت د لویو قاچاق وړونکو لپاره ستر فرصتونه رامنځته کړي دي.

رپوټ زیاتوي، چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه د یو کیلوګرام خامو تاریاکو قیمت ۷۵۰ امریکایي ډالرو ته رسېدلی و، خو اوسني قیمتونه تر دې هم لوړ شوي دي.

سره له دې چې طالبان په رسمي ډول د نشه‌يي توکو کر، تولید او قاچاق بند ګڼي، خو له ولایتونو څخه تر پولو د قاچاقبرو ازاد تګ‌ راتګ، د دوی د خپلمنځي پټو همکاریو ښکارندويي کوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د هند په کشمير کې پر سیلانیانو برید وغنده

۳ غویی ۱۴۰۴ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۵۹ GMT+۱

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلاميه کې په هندي کشمېر کې پر سیلانیانو وروستی برید غندلی او د وژل شویو کورنیو ته يې تسلیت ویلی. په بريد کې ۲۶ تنه سیلانیان وژل شوي او ۱۷ ټپيان دي. د هند لومړي وزير ژمنه کړې، چې برید کوونکي به د انصاف کټارې ته راولي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د چهارشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل: « د جمو او کشمير په پهلګام سيمه کې پر سيلانیانو برید د غندنې وړ دی او په پېښه کې د وژل شويو کورنیو ته تسلیت وړاندې کوو.»

بلخي اندېښنه ښودلې، چې دغه ډول پېښې د سيمې امنیت او ثبات ته ګواښ جوړوي.

د دغه برید مسوولیت د « کشمیر مقاومت» په نامه یوې وسله والې ډلې پرغاړه اخېستی.

هند په دغسې پېښو کې ډېری مهال د پاکستان میشتو ترهګرو ډلو لاس ښکیل ګڼي خو پاکستان نن د دې پېښې د غندنې ترڅنګ خپله اندېښنه هم شریکه کړې.

د سې شنبې په ورځ د هند په جمو او کشمیر کې د نامعلومو وسله والو په ډزو کې ۲۶ کسان ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول.

د طالبانو او هند اړیکې په دې وروستیو کې نږدې شوې او د یوې اسلامي اورپکې ډلې د برید غندنه ښيي، چې د طالبانو تر واک لاندې کابل ته له نوي ډیلي سره اړیکې مهمې دي.

دا د ۲۰۰۸ کال په ممبيي کې پر ولسي وګړو د ډزو له پېښې وروسته په هند کې پر ملکي وګړو تر ټولو بد برید بلل شوی او په کشمیر کې یې نسبي ارامي هم ګډه وډه کړې ده.

له دغې پېښې وروسته د هند لومړي وزیر نریندرا مودي سعودي عربستان ته خپل دوه ورځنی سفر لنډ کړ او د چارشنبې په سهار یې نوي ډیلي ته ځان ورساوه.

د متقي او کابلوف ناسته؛ طالبان د روسيې لپاره د سفیر په کچه ډيپلوماټ معرفي کوي

۳ غویی ۱۴۰۴ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۱۲ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې ددې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د افغانستان لپاره د روسيې له ځانګړي استازي ضمير کابلوف سره په لیدنه کې ويلي، چې ژر به د مسکو لپاره د سفیر په کچه ډيپلوماټ معرفي کړي. متقي د مسکو د ترهګرو له نوملړه د طالبانو نوم لرې کولو ستاینه کړې.

د طالبانو بهرنيو چارو ویاند حافظ ضیاء احمد د چار شنبې په ورځ وویل، چې اميرخان متقي په کابل کې د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمير کابلوف سره په لیدنه کې د دوو اړخیزو اړیکو، اقتصادي او سوداګريزو همکاريو پر پراختیا خبرې وکړې.

نوموړي ویلي، چې متقي په روسيه کې د ممنوعه ډلو له لیست څخه د طالبانو د نوم لرې کېدو د اقدام هر کلی کړی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له روسیې فدراسیون نه مننه کړې، چې د سفیر په کچه ددوی ډيپلوماټ مني.

امیرخان متقي په ليدنه کې ژمنه کړې چې په نژدې راتلونکي کې به د مسکو لپاره د سفير په کچه ډیپلومات معرفي کړي.

ضمير کابلوف له طالبانو سره د اړیکو پراختیا مهمه بللې او زياته کړې یې ده چې «هېواد ته یې له افغانستان سره د اړیکو پراختیا مهمه ده او د همدې لپاره یې وروستي دا اقدامات وکړل څو خنډونه لرې شي.»

د کابلوف په خبره، په مې میاشت کې به د کازان فورم په څنډه کې د روسيې او طالبانو د دوه اړخیز دايمي کمیسیون د کار د پيل لپاره ځانګړې غونډه هم جوړه شي.

د اپرېل پر ۱۷مه د روسیې سترې محکمې د دغه هېواد د لوی څارنوال غوښتنه ومنله چې د روسیې د ترهګرو سازمانونو له لېست څخه د طالبانو د ایستلو غوښتنه یې کړې وه.

واشنګټن د طالبانو له بنده د امریکايي بندیانو په خوشي کولو کې د قطر د مرستې مننه کړې

۳ غویی ۱۴۰۴ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۵، ۱۱:۰۶ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له افغانستان نه د امریکايي بندیانو په خوشي کولو کې د قطر د هڅو مننه کړې او وايي، چې د منځني ختیځ ثبات او امنیت د امریکایانو د خونديتوب لپاره حیاتي دی.

دا څرګندونې هغه د قطر له صدراعظم او د بهرنیو چارو له وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني سره له لیدنې وروسته وکړې.

روبیو پر خپل اېکس له افغانستان څخه د امریکایي وګړو د خلاصون په برخه کې د قطر، په ځانګړې توګه دشیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني د هڅو مننه کړې ده.

په دې لیدنه کې دواړو چارواکو د سیمې پر تودو موضوعاتو بحث کړی، چې غزه، لبنان او سوریه پکې شامل وو. دوی ژمنه وکړه چې د امنیتي او اقتصادي همکاریو ترڅنګ، د سیمې د کړکېچونو د حل لپاره به ګډ کار ته دوام ورکوي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دواړو خواوو د غزې دایمي اوربند ته د رسېدو لپاره د ګډو هڅو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

ال ثاني له الجزیرې سره په مرکه کې ویلي، چې د ایران او امریکا ترمنځ د ستونزو د حل یواځینۍ اغیزناکه لاره ډیالوګ دی او قطر به تل د دې لپاره هڅه کوي.

د سوریې په اړه ال ثاني وویل چې له روبیو سره یې د بندیزونو د لرې کولو موضوع هم شریکه کړې، چې دا به د سوریې د دولت د بیا فعالېدو لپاره مهم وي.

د قطر او امریکا شراکت اوس د واشنګټن لپاره د سیمه ییزو اهدافو د ترلاسه کولو یوه مهمه لاره ده، چې ډیپلوماسي یې د مستقیمو مداخلو بدیل ګرځولی دی. د افغانستان په قضیه کې له قطر سره همکاري د دې ستراتیژۍ برخه ده.

قطر، چې د سیمې له بېلابېلو لوبغاړو سره اړیکې لري، له اسلامي خوځښتونو نیولې تر لوېدیزو حکومتونو پورې ډېر ځله د امریکا لپاره مهم منځګړی پاتې شوی، په ځانګړي توګه هغه وخت چې مستقیمه اړیکه ممکنه نه وي.

د قزاقستان ولسمشر؛ د تور غونډۍ-سپین بولدک پټلۍ د صادراتي بازارونو پراختیا تضمینوي

۳ غویی ۱۴۰۴ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۵۸ GMT+۱

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایېف د ترکمنستان د خلق مشورتي جرګې له مشر قربان‌قلي بردي‌محمدوف سره په یوه غیر رسمي لیدنه کې له افغانستان نه د تېرېدونکې«تور غونډۍ- هرات - کندهار - سپین بولدک» اورګاډي کرښې د جوړېدو پر پروژه ټینګار کړی.

د قزاقستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر د چارشنبې په ورځ معلومات ورکړل، چې د جومارت توکایېف له نظره دا پروژه چې د ترکمنستان له پولې پیلېږي او د افغانستان له خاورې تېرېږي، کولی شي د سیمې اقتصادي همکارۍ ته نوې سا ورکړي.

نوموړي د دې پروژې د بري اهمیت په سیمه‌ییزه کچه د ترانسپورتي لارو تنوع، د صادراتو بازارونو پراخولو او د ترانزیتي دهلېزونو د زیاتولو لپاره مهم بللی.

دغه څرګندونې د ترکستان په پلازمېنه کې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ په یوه لیدنه کې شوې، چې پر ګازو صنعت، ترانسپورت او لوژستیکي چارو سربېره د افغانستان له لارې د تګ‌راتګ نوې لارې هم پکې وڅېړل شوې.

د قزاقستان د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، د دواړو لوریو د خبرو یوه مهمه برخه د ګالکینیش د نفت او ګازو د ساحې پراختیا پروژه وه، چې قزاقستان به پکې له بهرنیو شریکانو سره برخه ولري.

سربېره پر دې، ولسمشر توکایېف ټینګار کړی چې د قزاقستان-ترکمنستان-ایران رېل‌پټلۍ او د ترکمنباشي-قره‌بغاز-قزاقستان د سرحد سړک، چې دا مهال تر جوړېدو لاندې دی، به د شمال-جنوب ترانزیتي محور د پراختیا لپاره حیاتي اهمیت ولري.

په ناسته کې د تعلیم، طب او ډیجیټل‌کولو په برخو کې د همکاریو پر پراخولو هم خبرې وشوې او قزاق لوري له ترکمنستان سره د عامه خدماتو په ډیجیتل کولو او د مسلکي کسانو د روزنې په برخه کې د هر ډول مرستې ژمنه کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دولتي کارکوونکو د تنقیص د خبر پخلی وکړ

۳ غویی ۱۴۰۴ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۵، ۱۰:۱۴ GMT+۱

‏د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دغې ډلې له‌خوا د ملکي او پوځي ادارو د تنقیص خبرې پخلی وکړ او ویې ویل، چې په ادارو کې تنقیص او تزیید یوه طبیعي خبره ده.

نوموړي د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو سره په مرکه کې ویلي، مسوولان کولای شي، چې د خلکو په ګټه د کارونو د لا ښه والي په موخه په ځینو ارګانونو کې کارکوونکي تنقیص کړي.

دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې افغانستان انټرنشنل د طالبانو له‌خوا په ځینو ادارو کې د کارکوونکو د تنقیص په اړه ځیني سندونه خپاره کړي وو.
څو ورځې وړاندې د طالبانو د دفاع وزیر له‌خوا لاسلیک شوی مکتوب افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی و، چې په کې ملایعقوب مجاهد د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت او استخباراتو ریاست ته مشوره ورکړې وه، چې شل سلنه تنقیص کې اول «منفور او نامطلوب» کسان منفک کړي.

له دغې پرېکړې سره دا وېره هم شته، چې د جمهوریت د وخت مسلکي کسان به له دندو لرې شي.

دویم قدم کې «بعد الفتح»، درېیم قدم کې همکاران، څلورم قدم کې له پلار او زوی پرته د شهیدانو قریبان، پنځم قدم کې اختیاري «هغه کسان چې خپله خوښه غواړي رسمي وظیفه ونه کړي؛ بلکې په احتیاط فعال کې پاتې شي»، شپږم قدم کې هغه «مجاهدین» چې له یوه کور تر دوو زیات تعین بست وي؛ که بیا هم فیصدي پوره نه شوه اووم قدم کې په ښکته بستونو کې لوړ عمره یا تر یو کال پورې د «جهادي» سابقې کسان تنقیص شي.
له بل پلوه تېره ورځ افغانستان انټرنشنل د طالبانو د پوهنې وزارت اړوند یو سند هم ترلاسه کړی، چې ښيي د دغې ډلې مشر ملا هبت‌الله د یاد وزارت د ۱۴۰۴ لمریز کال په اداري جوړښت کې د نږدې ۹۰ زره بستونو د ختمېدو حکم کړی دی.
د هبت‌الله د نوې پرېکړې پر پلي‌کېدو سره به د پوهنې وزارت لږترلږه ۳۵ زره او ۸۹۵ کارکوونکي خپلې دندې له لاسه ورکړي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، په ځینو ارګانونو او په ځانګړې توګه په ځینو پوځي ادارو کې هم تنقیص راغلی او په ملکي ادارو کې بیا په کمه سلنه تنقیص راغلی دی.
هغه زیاته کړې: «دا سمه ده، چې افغانستان د امنیت له پلوه امنیتي ځواکونو ته اړتیا لري؛ خو دغه تنقیص په احتیاطي او اضافه پرسونل کې راغلی.»
هغه ویلي، دغه تنقیص به د اړونده ارګانونو او خلکو په ګټه وي او دغه اقدام د خلکو په زیان نه دی.