• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امرالله صالح: په هندي کشمېر کې د برید پر مهال کارول شوې وسلې «ښايي» د طالبانو وي

۴ غویی ۱۴۰۴ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۶:۵۲ GMT+۱

د مخکني جمهوري حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې وروستي خونړي ترهګریز برید ته په غبرګون کې ویلي، چې ښايي په برید کې کارېدلې وسلې د طالبانو د هغو زېرمه شویو وسلو برخه وي، چې تازه «ورکې» اعلان شوې دي.

نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «که چېرې دغه ترهګر ونیول شي، ډېر امکان شته چې وسلې یې د هغو تجهیزاتو برخه وي، چې د طالبانو له زېرمو ورکې شوي دي. دا چې دا وسلې (ورکې) بلل کېږي، ډېرې معناوې لرلای شي.»

صالح زیاته کړې، چې که څه هم افغانستان له کشمیر سره ځمکنۍ پوله نه لري، خو په سیمه کې داسې جوړښتونه شته چې ترهګرو ته د ازاد تګ راتګ او بریدونو زمینه برابرېږي. هغه وویل: «یو ځانګړی امنیتي او استخباراتي چاپېریال موجود دی، چې له امله یې سختدریځه ډلې کولای شي پرته له کوم خنډه له پولو واوړي او بریدونه وکړي.»

نوموړي په خپل تحلیل کې یو شمېر سناریوګانې هم وړاندې کړې، چې هند کولای شي د دغې برید په ځواب کې یې عملي کړي.

د هغه له نظره، یوه ممکنه لاره دا ده، چې ښايي هند د‌ پاکستان دننه پر هغو هدفونو هوايي بریدونه وکړي چې یا خو د ترهګرو مرکزونه وي او یا نظامي تاسیسات. هغه دا «محتاط خو خطرناک» اقدام وباله.

دویمه طرحه چې صالح وړاندې کړې، هغه دا ده، چې هند پاکستان له وچې، اوبو او فضا څخه کلابند کړي. د باورونو له دا یو تخنیکي او لوژیستیکي پېچلی اقدام دی، خو صالح باور لري، چې پاکستان ته به درانه اقتصادي زیانونه واړوي.

هغه همداراز پر اقتصادي بندیزونو او د ډېپلوماټیکو اړیکو پرې کولو هم لیکل کړي، خو یادونه یې کړې. چې اوسنی سوداګریز تعامل دومره ټیټ دی چې ښايي سملاسي اغېز ونه کړي.

ښاغلي صالح د سایبري بریدونو احتمال هم مطرح کړی او ویې پوښتل چې ایا د پاکستان د انرژۍ بنسټونه دې ته چمتو دي، چې د پرمختللو سایبري بریدونو پر وړاندې مقاومت وکړي؟

هغه له ستراټېژیکي پلوه د «سترګو پر وړاندې سترګه» تګلاره هم یاده کړه او ویې ویل، هند کولای شي د هر برید په مقابل کې مناسبه غبرګون وښيي، تر څو مخالف لوری نور له دا ډول بریدونو ډډه وکړي. خو صالح دا پوښتنه هم وکړه چې هند واقعاً دا ډول ظرفیتونه لري؟

امرالله صالح د جګړې د بشپړ پيل سناریو هم مطرح کړې، خو زیاته کړې یې ده، چې دا یوه خطرناکه او درنه لاره ده چې ښايي د پاکستان پوځ دا فرصت وبولي، څو د پوځ کنټرول لا زیات کړي او ان نظامي حالت اعلان کړي.

هغه په پای کې لیکلي چې هند باید د نړۍ له نورو هېوادونو سره ټلواله جوړه کړي تر څو پاکستان نړۍوالې انزوا ته واچوي. صالح وویل: «هند یو داسې هېواد دی چې نور هېوادونه له ځان سره همکاران کولای شي، ځکه هند پور ورکوونکی دی، نه پور اخیستونکی.»

نوموړي خبرداری ورکړ، چې د پاکستان نظامي جوړښت نه یوازې له بهرني فشار ویره نه لري، بلکې د هند له ممکنه برید څخه به د یوه داخلي کودتا او نظامي واک د پراخولو د وسیلې په توګه کار واخلي.

سیمه ‌ييزې اندېښنې او نړۍوال غبرګون

دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راځي، چې هند له برید وروسته خپلې امنیتي اقدامات زیات کړي او د دغه برید عاملینو ته د سخت غبرګون ژمنه کړې ده.

د هند امنیتي ادارې اوس هڅه کوي معلومه کړي، چې د برید وسلې له کوم ځایه راغلي او ایا دا له هغو تجهیزاتو دي چې د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته په افغانستان کې طالبانو ته پاتې شوې او د نیابتي ډلو لاس ته ورغلي.

امرالله صالح په پای کې د پوښتنې په ډول لیکلي: «هند اوس خپلې لارې ارزوي، خو د پاکستان لپاره کومې لارې پاتې دي؟ ایا دا هېواد به همداسې دوه‌ مخې لوبې ته دوام ورکړي او له ترهګرۍ سره به پټ ملاتړ روان وي او که د خپلو سیاستونو بیاکتنه به وکړي؟»

هم مهاله پاکستان د هند له لوري پر دوی د ترهګرۍ او یاد برید کې د لاس لرلو تورونه رد کړي دي.

نن د پاکستان لومړی وزیر شبهاز شریف د هند د شوې پرېکړې په غبرګون کې ځانګړې امنیتي ناسته کوي، څو د هند د شویو پرېکړو په تړاو د خپل حکومت دریځ څرګند کړي.

پاکستاني رسنیو لیکلي، چې هند تر اوسه پورې په ترهګریزو پېښو کې د اسلام اباد د ښکېلتیا لپاره هېڅ ډول شواهد نه دي وړاندې کړي او یوازې تورونه یې لګولي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

ډان ورځپاڼه: هند پرته له کوم ثبوته پر پاکستان د ترهګرۍ تور پورې کړی

۴ غویی ۱۴۰۴ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۴۸ GMT+۱

د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د هند حکومت پرته له دې چې کوم ثبوت وړاندې کړي، پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوونکی بللی او د اسلام‌اباد پر ضد یې یو شمېر اقدامات اعلان کړي دي.

دغه تورونه د هند تر ولکې لاندې د کشمیر په پهلګام سیمه کې تر یوه خونړي برید وروسته لګول شوي دي. په یاد برید کې ۲۵ هندي وګړي او یوه نیپالی وژل شوی دی. 

د تورونو په غبرګون کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پنجشنبې په سهار (۲۴ اپريل ۲۰۲۵) د ملي امنیت شورا (NSC) بیړنۍ غونډه وربللې ده.

د پاکستان بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار ويلي، چې دا غونډه د هند د تازه پرېکړو د ارزونې لپاره کېږي.

ښاغلي ډار په ایکس پاڼه لیکلي: «لومړی وزیر شهباز شریف د پنجشنبې لپاره د ملي امنیت شورا غونډه رابللې څو د هند د اعلامیې په اړه پریکړه وشي.»

اسحاق ډار د چهارشنبې په شپه یوه خصوصي ټلویزیوني شبکې ته وویل، چې د هند چلند «غير مسوولانه او نابالغه» دی.

هغه زياته کړه: «هند هیڅ ډول ثبوت نه دی وړاندې کړی. هغوی هیڅ سیاسي پوخوالی نه دی ښودلی. دا یوه بې ‌مسوولیتي ده، چې سمدلاسه له پېښې وروسته یې شور ماشور جوړ کړ.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم یوه خبرپاڼه خپره کړې، چې په کې ویل شوي: «موږ د اننت ‌ناګ په سیمه کې د ګرځندویانو پر وژنه خواشیني یوو. د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وایو او ټپیانو ته د ژر روغېدو هیله کوو.»

په هغو اقداماتو کې چې د هند له‌خوا اعلان شوي، د ایندوس د اوبو تړون ځنډول تر ټولو زیات پام ځان ته اړولی. دا تړون په ۱۹۶۰ کې د نړۍوال بانک په منځګړیتوب لاسلیک شوی و او ان د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړو پر مهال هم پر ځای پاتې شوی و.

ډان لیکلي، د دې تړون ځنډول د دواړو هېوادونو په کړکېچنو اړیکو کې یو مهم پړاو ګڼل کېږي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د لومړي وزیر نریندرا مودي په مشرۍ د کابینې امنیتي کمېټې (CCS) ناسته شوې او پریکړې یې کړې، چې لاندې اقدامات به پلي کېږي:

د اتاري سرحدي دروازه به ژر وتړل شي.

پاکستانیان به نور د سارک د ویزې معافیت له لارې هند ته سفر نه شي کولای.

ټول مخکې ورکړل شوې ویزې لغوه شوې او هغوی چې اوس‌ مهال په هند کې دي، یوازې ۴۸ ساعته وخت لري چې هند پرېږدي.

د پاکستان د سفارت پوځي سلاکاران او دفاعي اتشې د «ناخوښو کسانو» په توګه اعلان شوي او یوه اوونۍ وخت لري چې له هند ووځي.

د هند حکومت دا اعلان هم کړی، چې خپل دفاعي، هوایي او بحري مشاورین به له اسلام‌اباده بېرته وغواړي او د دواړو هېوادونو د سفارتونو کارکوونکي به له ۵۵ څخه ۳۰ تنو ته راکم کړي.

د هند امنیتي ځواکونه د پوره چمتووالي په حالت کې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت سکرتر جنرال ویکرام میسري وویل: «موږ هڅه کوو چې د هغو کسانو استرداد وکړو چې د ترهګریزو بریدونو مسؤلیت لري، لکه څنګه چې د تهوور رانا د تسلیمۍ قضیه کې مو ولیدل. موږ به هېڅکله له تعقیبه لاس وانخلو.»

د هند د دفاع وزیر راجنات سینګ هم ګواښ کړی: «هغه کسان چې د دغه برید مسوول دي، ډېر ژر به زموږ غږ واوري. موږ به نه یوازې عاملین، بلکې طراحان هم هدف وګرځوو.»

په ورته وخت کې، هغه روغتون چې د قربانیانو نومونه ثبتوي، اعلان کړی چې ۲۶ کسان وژل شوي، چې په کې ۲۵ هندیان او یو نيبالی شامل دي.

برید هغه مهال وشو کله چې وسله ‌وال له ځنګله راووتل او په پهلګام سیمه کې يې پر ګرځندویانو ډزې وکړې.

ډان ورځپاڼه لیکي، چې په ورته وخت کې د هند امنیتي ځواکونو او د یاغي ‌ګرو شکمنو کسانو ترمنځ په تانګ ‌مارګ سیمه کې وسله ‌واله نښته هم شوې ده.

د هند پوځ هم ویلي، چې په بارامولا سیمه کې یې په یوه جلا پېښه کې دوه کسان چې غوښتل یې له پولې واوړي وژلي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش او د فرانسی، جرمني، برېټانیا، اروپايي، ټولنې، چین، اسراییلو، متحده عربي اماراتو لوړپوړو چارواکو او پر افغانستان واکمنو طالبانو د هند له حکومت سره خواخوږي ښودلې او برید یې غندلی دی.

د ویلسن انستیتوت لوړپوړي امریکایي کارپوه مایکل کوګلمن ویلي: «دا برید د هند او پاکستان ترمنځ د یوه نوي ناورین رامنځته کېدو ته زمینه برابروي او دا ښایي د ۲۰۱۹ لنډ مهاله پوځي نښتې راهیسې تر ټولو جدي ګواښ وي.»

امریکایي شنوونکی: اوکراین ښايي د ټرمپ پر افغانستان بدل شي

۴ غویی ۱۴۰۴ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۵:۰۰ GMT+۱

یو لوړپوړی امریکايي امنیتي شنوونکی او د سپینې ماڼۍ پخواني چارواکي مایک الن په یوې مقاله کې خبرداری ورکړی، چې که متحده ایالات د اروپایي ټولنې تر چمتو کېدو مخکې له اوکراین څخه خپل پوځي ملاتړ پرې کړي، نو ښايي دغه هېواد د «ټرمپ پر افغانستان» بدل شي.

مایکل الن په دغه مقاله کې چې وال سټریټ ژورنال خپره کړې لیکلي، دغه حالت به د ۲۰۲۱ کال هغه فاجعې ته ورته وي، چې د امریکا ناڅاپي وتلو له امله د افغانستان حکومت سقوط وکړ.

هغه وايي، که ډونالډ ټرمپ ریښتیا غواړي په اوکراین کې تلپاتې سوله راولي، باید تر هغه وخته د امریکا پوځي ملاتړ روان وساتي څو اروپا دې ته چمتو شي، چې د ملاتړ لویه برخه پر غاړه واخلي.

نوموړی زیاتوي، چې د روسیې اراده او توان ورځ تر بلې د نفوذ پراخولو لپاره ډېرېږي او که ناڅاپي مرستې پرې شي، دا به مسکو ته د لار نورو بریدونو لپاره ښه زمینه برابره کړي.

مایکل الن ویلي، که څه هم ټرمپ تل وایي چې غواړي «وینه تویېدل ودروي»، دا کار یوازې هغه وخت شونی دی، چې داسې یوه هوکړه وشي چې روسیه بېرته جګړې ته د راستنېدو جرات ونه کړي.

هغه زیاتوي، له ناټو سره د اوکراین یو ځای کېدل یا د ناټو ځواکونو استول مسکو ته د منلو نه دي، نو تر ټولو ښه لاره دا ده، چې د ناټو نظامي ملاتړ دوام پیدا کړي څو اوکراین د خپلې دفاع لپاره پر ځان تکیه پيدا کړي.

الن د جو بایډن له لوري د افغانستان د تګلارو په په هکله هم نیوکه کوي او وایي، که ټرمپ د اوکراین پوځي ملاتړ بند کړي، دا به د بایډن تېروتنو تکرار وي. هغه تېروتنه چې د استخباراتي ادارو د خبرداریو له نادیده نیولو او د کابل د سقوط له بې‌ غورۍ څخه رامنځته شوه.

مایکل الن د امریکا د استخباراتو د مشر دفتر راپور ته په اشارې سره لیکلي، روسیه خپل پوځ ډېر پیاوړی کوي او له چین، ایران او شمالي کوریا څخه هم ملاتړ ترلاسه کوي.

هغه خبرداری ورکوي چې یوازې پر اروپا تکیه کول، چې اوس هم چمتو نه ده، یوه سټراټېژیکه تېروتنه کېدای شي.

نوموړی د روسیې د تېرو یرغلونو لکه د چیچنیا هغې ته اشاره کوي او وایي، پوتین هیڅکله د سولې تړونونو ته ژمن نه دی پاتې شوی او د اوکراین پر خاوره یې ادعاوې تر هغو سیمو ډېرې دي چې روسیه یې اوس تر خپل واک لاندې لري.

په پای کې الن وایي، که ټرمپ پرته له یوه بدیل پلان څخه د اوکراین ملاتړ پای ته ورسوي، نو نه یوازې به د خپل شعار «د ځواک له لارې سوله» به پلي نه کړي، بلکې ښايي د امریکا د بلې سټراټېژیکې ماتې مسوول وګڼل شي.

هندي رسنۍ: د کشمیر له پېښې وروسته هند د پاکستاني ډیپلوماتانو د اېستلو پرېکړه کړې ده

۴ غویی ۱۴۰۴ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۴:۰۹ GMT+۱

د هند اېنډین اېکسپرېس رسنۍ راپور ورکړی، چې د پهلګام له ترهګریز برید یوه ورځ وروسته هند چهارشنبه د پاکستان پر وړاندې یو لړ ډیپلوماټیک اقدامات اعلان کړل. دغو اقداماتو کې؛ هند د سند اوبو تړون ځنډول، له هند نه د پاکستاني ډیپلوماتانو اېستل او د اتاري سرحدي پوستو تړل شامل دي.

د هند اېنډین اېکسپرېس په راپور کې راغلي، که څه هم په رسمي ډول اسلام اباد په دغه پېښه کې له هر ډول لاس لرلو انکار کړی؛ خو لومړنۍ څېړنې، او جیوپولیتیک شرایط چې په کې برید شوی، د پاکستان د رول په اړه شک په ډاګه کوي.

تر دې وړاندې د پاکستان دفاع وزیر د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د پهلګام په برید کې د پاکستان لاس لرل رد کړي و.

له ستونزو سره مخ پاکستان

دغه راپور کې راغلي، چې له کلونو راهیسې پاکستان په افغانستان کې د خپلو موخو لپاره د امریکا یو مهم ملګری و.
د راپور له مخې، د اسلام اباد له ملاتړ پرته په افغانستان کې نه جګړه کېدای شي او نه هم سوله.
راپور زیاتوي، په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان نه د امریکا له وتلو سره هغه نفوذ چې پاکستان له امریکایانو سره لاره؛ تر ډېره له منځه تللی دی.
راپور کاږي، لکه څنګه چې پاکستان یو له ننګوونکي اقتصادي ناورین سره مخ دی؛ امریکا یې د ژغورنې لپاره د تېر په څېر لسټوني نه دي بډ وهلي.
راپور زیاتوي، چې د منځني ختیځ هېوادونو هم له پاکستان نه شا کړې ده.
د راپور په ټکو، د منځني ختیځ هېوادونه له پاکستان سره په وار، وار مرستو ستړي شوي دي او ان چین هم د پاکستان له مرستو ستړی شوی دی.

د راپور په ټکو، بیجینګ د خپل مخکښ بیلټ اینډ روډ نوښت د یوې برخې په توګه په پاکستان کې د زېربناوو د پراختیا لپاره مېلیاردونه ډالر لګولي دي؛ خو په پاکستان کې د چین ګڼې پروژې په ټپه ولاړې دي.
د اېنډین اېکسپرېس راپور کې راغلي، د فساد او بې کفایتۍ ترڅنګ پاکستان د امنیتي ژمنو په پوره کولو کې هم پاتې راغلی.

په وروستیو کلونو کې یو شمېر چینایي انجینران او د پروژو څارونکي د بلوچ وسله‌والو له‌خوا وژل شوي دي، که څه هم چین د پاکستان ترټولو لوی ملاتړی پاتې شوی؛ خو د دواړو هېوادونو دوه اړخیزې اړیکې اوس د پخوا په شان نه دي.
راپور کاږي، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت هغه ډول نه دی؛ لکه څنګه چې پاکستان یې تمه لرله او اوس د دواړه خواوو دوستي په دښمنۍ بدله شوې ده.
راپور کې راغلي، له ایران سره هم د پاکستان د پولې وضعیت ښه نه دی. یوازې تېره اوونۍ د ایران په سیستان-بلوچستان ولایت کې د بلوڅ وسله‌والو ډلې له‌خوا اته پاکستاني کډوال په ډزو ووژل شول.

تېر کال هم دواړه هېوادونو د یو بل په سرحدي سیمو کې د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړل.

هند دارنګه ویلي، له اسلام اباده خپل ډیپلوماتان باسي او په خپل هېواد کې یې له پاکستاني ډیپلوماتانو غوښتي چې ژر تر ژره له هند ووځي.

نړۍوال بانک: د افغانستان اقتصاد ورو ورو په ښه کېدو دی خو راتلوونکی یې له کږلېچونو ډک دی

۴ غویی ۱۴۰۴ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۴:۰۴ GMT+۱

نړۍوال بانک په خپل تازه راپور «د افغانستان پرمختګ د وضعیت نوي معلومات» کې ویلي، چې د افغانستان اقتصاد کې ورو ورو په ښه کیدو دی خو دا پرمختګ ډېر په ځنډ روان دی او د افغانستان اقتصادي راتلوونکی لا هم له ستونزو او ناڅرګند برخلیک سره مخ دی.

د نړۍوال بانک د اټکل له مخې، د افغانستان ناخالص کورني تولید (GDP) په ۲۰۲۴ کال کې ۲.۵ سلنه لوړ شوی، چې دا د اقتصادي ودې دویم پرلپسې کال ګڼل کېږي.

د راپور له مخې، دغه وده ډیری د کرنې، کان کیندنې، ودانیزو چارو او سوداګرۍ په برخو کې لیدل شوې ده. خو تولیدي او خدماتي سکټورونه لا هم له سختو ستونزو سره مخ دي لکه: «لکه خراب کاروباري چاپېریال، د صادراتو پر وړاندې دوامداره خنډونه او د بهرنیو مرستو کمښت.»

که څه هم د شخصي لګښت او د جایدادونو په برخه کې پانګونه یو څه لوړه شوې، خو وارداتو هم زیاتوالی موندلی، چې د سوداګرۍ په توازن کې یې کسر راوستی او د هېواد بهرنی اقتصادي ثبات یې زیانمن کړی دی.

بلخوا، د نفوس چټک زیاتوالي د خلکو پر سر عاید ثابت ساتلی او د بېوزلۍ او خوړو نه‌ خوندیتوب ستونزې لا هم په خپل ځای پاتې دي.

راپور کاږي، د دې تر څنګ، پراخه بې کاري او د ښځو پر اقتصادي ګډون لګېدلي محدودیتونو، وضعیت لا ترینګلی کړی دی.

نړۍوال بانک وايي، که څه هم انفلاسیون یا د بیو لوړېدل کم شوي، خو د اقتصادي ثبات، معاشونو او پانګونې لپاره خطرونه لا هم شته او اړینه ده، چې د اوږدمهاله رکود د مخنیوي لپاره ژر د سیاست جوړونې جدي ګامونه واخیستل شي.

راپور زیاتوي، د افغانستان بانکي سکټور هم کمزوری پاتې شوی دی: «د مقرراتو نه پېژندنه، د پورونو د نه ورکړې زیاتوالی او د پورونو اخیستنې کمېدل د دې سکټور مهمې ستونزې دي، چې ژور مالي اصلاحات غواړي.»

فارس حداد زروس چې د نړۍوال بانک د افغانستان د دفتر مشر دی وايي: «که څه هم د اقتصاد وضعیت یو څه ښه شوی، خو افغانستان لا هم له جدي مالي ننګونو سره مخ دی، ځکه د کورنیو عوایدو کچه دومره نه ده چې د بهرنیو مرستو تشه ډکه کړي.»

راپور زیاتوي، په ځانګړي ډول د افغانستان د کار بازار ستونزې هم څېړلي او د ځوانانو او ښځو وضعیت ته په کې جدي پام شوی دی.

راپور وايي، چې د افغانستان ځوان کهول د هیواد د زغم او پرمختګ یو مهم ظرفیت دی، خو زیات شمېر ځوانان بې ‌کاره دي او شاوخوا یوه برخه ‌یې هېڅ کار نه لري.

نړۍوال بانک وړاندیز کړی، چې باید داسې دندې برابرې شي چې د ځوانانو مهارتونه پیاوړي کړي او هغوی اقتصادي خپلواکي ته ورسوي؛ چې دا کار په ځانګړي ډول د ښځو لپاره مهم دی، ځکه د دوی اقتصادي ګډون کولای شي د هېواد اقتصادي بیا رغونې او اوږدمهاله ثبات ته مرسته وکړي.

حداد زروس زیاتوي: «هغه ځوانان او ښځې چې کار کوي، ډیری یې په خصوصي سکټور کې دي، خو د کار ساعتونه یې کم دي، معاشونه ‌یې ټیټ دي، او اکثره کارونه ‌یې د دوی له زده‌ کړو سره برابر نه دي. باید خصوصي سکټور ته پوره ملاتړ ورکړل شي، څو ښه او زیات د کار فرصتونه رامنځته شي.»

نوموړي خبرداری ورکړی، د طالبانو هغه تګلارې چې د ښځو د کار بازار ته لاسرسی او د نجونو ثانوي زده‌ کړې محدودوي، د انساني پانګې‌ د پراختیا، اوږدمهاله اقتصادي ودې او د نړۍوالو مرستو ترلاسه کولو پر وړاندې جدي خنډونه جوړوي.

دغه راپور د نړۍوال بانک د «د افغانستان راتلونکی» پروګرام یوه برخه ده. او دغه پروګرام د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز وضعیت څېړلو، څارلو او تحلیل لپاره جوړ شوی، چې موخه‌ یې د شواهدو پر بنسټ د تګلارو جوړونه او د نړۍوالو همکارانو لپاره د معلوماتو برابرول دي.

یاد راپور د «د سویلي اسیا پرمختیایي وضعیت» له راپور سره هم ‌مهاله خپور شوی، چې د نړۍوال بانک له‌خوا هر کال دوه ځله خپرېږي.

د ۲۰۲۵ کال د اپرېل نسخه ‌یې چې «د مالي فشارونو سخت وخت» نومېږي، د سیمې اقتصادي وده ۵.۸ سلنه اټکل کړې، چې د تېر اکټوبر له وړاندوینې څخه ۰.۴ سلنه کمه ده.

راپور زیاتوي چې د سیمې اقتصاد د نړۍوالو نامعلومو شرایطو او د کورنیو مالي محدودیتونو تر اغېز لاندې دی. د سیمې د مالیاتي سیسټمونو جاج هم اخېستل شوی او څرګندوي چې د لوړو مالیاتي نرخونو سره سره، د جنوبي اسیا مالیاتي عواید د نورو پرمختیايي هېوادونو له منځنۍ کچې هم ټیټ دي.

نړۍوال بانک د عوایدو د لوړولو او اقتصادي زغم د زیاتولو لپاره یو شمېر تګلارې او حل‌لارې هم وړاندې کړې دي.

پر یو شمېر کتابونو د طالبانو بندیزونو او بېوزلۍ د کتاب لوستلو فرهنګ له زوال سره مخ کړی

۴ غویی ۱۴۰۴ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۵، ۰۳:۲۹ GMT+۱

د چین شینهوا اژانس د راپور له مخې، د طالبانو له واکمنیدو راهیسې د افغانستان خلک ورو ورو له کتاب لوستلو لرې شوي دي. جګړو، غربت اقتصادي ناورین او پر ځینو کتابونو د طالبانو بندیزونو دغه فرهنګ سخت اغېزمن کړی او د کتاب چاپ صنعت یې هم له ډېرو ستونزو سره مخ کړی.

د شینهوا اژانس د راپور له مخې، د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د کتاب او چاپ حق نړیواله ورځ نمانځل کېږي، خو په کابل ښار کې کتاب‌ پلورنځي د پخوا په پرتله د روزګار له کموالي سره مخ دي. د کتاب لوستلو پر فرهنګ د خلکو علاقه ورځ تر بلې کمیږي، او دا چاره د بېوزلۍ او روانو اقتصادي ستونزو له امله رامنځته شوې ده.

د سلیمان‌شاه په نوم یو تن، چې د کابل په یوه پخواني جوړ شوي کتاب پلورنځي کې کار کوي شینهوا اژانس ته ویلي: «موږ پخوا ښه پلور درلود، خو اوسنی کاروبار مو یوازې لس فیصده پاتې شوی دی.»

دی زیاتوي، چې خلکو کې د کتاب اخیستنې او لوستنې لېوالتیا کمه شوې ده.

دغه کتاب پلورنځی چې په ۱۹۷۴ کال کې پرانیستل شوی، شاوخوا ۲۰ زره کتابونه لري، چې په بېلابېلو ژبو لکه اسپانوي، چینایي، فرانسوي، اردو، عربي او نورو ژبو لیکل شوي. د تاریخ، طب، ساینس، سیاست، اقتصاد، او ماشومانو د ادب کتابونه هم په کې دي او ځینې یې تر درې سوه کاله زاړه هم دي.

سلیمان ‌شاه زیاتوي: «په نورو هېوادونو کې کتاب ته ارزښت ورکول کېږي، خو دلته خلک له کتاب سره علاقه نه لري».

د ظهور چوپان په نوم یو بل تن هم په دغه کتاب پلورنځي کې کار کوي. هغه شینهوا اژانس ته ویلي، چې خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د همدې لپاره کتابونه نه شي اخیستلی. دی زیاتوي: «خلک ښایي غواړي کتاب ولولي، خو د اخیستو پیسې یې نه لري.»

د راپور په بنسټ طالبانو څو څوځله هڅې کړې، څو د لوست فرهګ ژوندی وساتي او د کتابونو ځینې نندارتونونه یې هم جوړ کړي. خو له دې سره سره لا هم ډېری خلک د کتابونو د اخیستو وس نه لري، ان که بیې هم ټیټې وي.

چوپان وايي، چې خواله رسنیو د لوست مینه له منځه نه ده وړې او لا هم ځینې خلک له کتاب سره مینه لري.

اسماع‌الله رحیمي، چې د کابل له لوېدیځې سیمې یو کتاب پلورنځي ته راغلی و، شینهوا اژانس ته وویل: «خلک اوس دومره په ستونزو کې دي چې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې یې پوره نه دي، نو کتاب اخیستل ورته ډېر لرې خیال دی.»

دی په دې باور دی، چې هم اقتصادي ستونزې او هم د خواله رسنیو پراخیدل د دې لامل شوي، چې ځوانان له کتابونو لرې شي او دا یوه بده ضربه ده چې د مطالعې فرهنګ ته رسېدلې.

په داسې حال کې چې په نورو هېوادونو کې کتاب د ذهني او فکري ودې یوه مهمه وسیله بلل کېږي، په افغانستان کې خلک تر هر څه مخکې د ژوند کولو لپاره د ډوډۍ پیدا کولو په هڅه کې دي. همدې حالت د مطالعې پر ارزښت سیوری غوړولی دی.