ورکېدونکې لوګرۍ موسیقي؛ طالبانو په لوګر کې د موسیقۍ ۵۰۰ الې وسوځولې

په داسې حال کې، چې لوګري موسیقي مخ پر ورکېدو ده، د طالبانو امرباالمعروف په دغه ولایت کې تر ۵۰۰ زياتې د موسیقۍ الې او لوډسپېکر سوځولي او وايي، چې د «شریعت خلاف» کارونه نه شي زغملای.

په داسې حال کې، چې لوګري موسیقي مخ پر ورکېدو ده، د طالبانو امرباالمعروف په دغه ولایت کې تر ۵۰۰ زياتې د موسیقۍ الې او لوډسپېکر سوځولي او وايي، چې د «شریعت خلاف» کارونه نه شي زغملای.
په لوګر کې د طالبانو د امربالمعروف مشر عبدالحکیم حقاني د پنجشنبې په ورځ وویل، چې موسیقي او ساز ته ورته خپرونې د شریعت خلاف دي اودوی به یې مخنيوی کوي.
هغه زياته کړې، چې د موسیقۍ دغه وسایل يې د خپلې ادارې د قانون له مخې وسوځول: « د دې ولایت له مرکز پلعلم او ولسوالیو څخه د تېرو دوولسو میاشتو په موده کې شاوخوا ۵۰۰ د موسیقۍ وسایل او الې راټولې شوې او دا وسایل نن وسوځول شول.»
حقاني له خلکو غوښتي، چې د موسیقۍ د وسایلو له پير، پلور او استعمال ډډه وکړي او ځانونه له «منکراتو» وساتي.
د نوموړي په خبره، دامهال يې په لوګر کې ۹۵ سلنه د منکراتو مخنیوی کړی او هڅې به یې لا جریان ولري.
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د نورو بندیزونو ترڅنګ پر هنري فعالیتونو په ځانګړې ټوګه موسیقۍ هم پراخ بندیزونه ولګول.
لوګرۍ موسیقي د افغانستان مشهوره فولکلوریکه موسیقي ده، چې معاصر تاریخ یې ۱۹۱۹ کلونو ته رسیږي.
ددې موسیقۍ بنسټګر استاد دری، استاد جمال ، استاد کمال، بیلتون ګڼل کیږي چې وروسته یې کورنۍ او پیروانو دغه موسیقي ژوندۍ وساتله.
ددې موسیقۍ ډېری استادانو له نړۍ سترګې پټې کړې او پاتې پیروانو یې د طالبانو د بندیزونو له امله نورو کسبونو ته مخه کړې ده.


نږدې ۴۹ مدني بنسټونو، د ښځو د حقونو فعالو ډلو او د بشري حقونو سازمانونو د امریکا له بهرنیو چارو وزارت نه غوښتي، چې د افغان کډوالو د انتقال پروګرامونه بېرته پیل کړي. دغه بنسټونه وايي، د افغان کډوالو د منلو د پروسې بندېدل د امریکا له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې دي.
دغو بنسټونو، چې د افغان ښځو د اعتراضي غورځنګونو، مدني ټولنې او د بشري حقونو د فعالانو استازیتوب کوي، د غويي په ۳مه په یوه پرانېستي لیک کې د امریکا له بهرنیو چارو وزارت، مشرانو جرګې، کانګرس او اړوندو ادارو څخه د افغان کډوالو د ملاتړ په تړاو د عاجل اقدام غوښتنه کړې ده.
په لیک کې د پي۱، پي۲ او SIV کټګوریو د کډوالۍ دوسیو د ارزونې او انتقال پروسې د زیاتې سستۍ له امله اندېښنه څرګنده شوې.
دغو بنسټونو ویلي،چې د دې دوسیو لویه برخه ښځینه فعالانې، خبریالان، د بشري حقونو ملاتړي، د امریکایي پروژو کارکوونکي، ښوونکي، هنرمندان او نور له خطر سره مخ کسان جوړوي.
په لیک کې ویل شوي، چې د امریکا د کډوالۍ دوسیو لرونکي د ۱۹۵۱ کال د کډوالو کنوانسیون او ۱۹۶۷کال پروتوکول له مخې د نړیوال ملاتړ حق لرونکي وګړي دي.
سازمانونو ټینګار کړی چې د امریکا د کډوالۍ پروګرامونه د هغو کسانو د پېژندنې او انتقال لپاره ځانګړي شوي چې د واشنګټن له پروژو سره یې همکاري کړې او اوس له جدي خطر سره مخ دي.
هغوی یادونه کړې چې دا ژمنې یواځې سیاسي نه، بلکې حقوقي او اخلاقي بڼه هم لري.
زیات شمېر دغه کډوال اوس مهال په دریېمو هېوادونو کې له حقوقي ملاتړ بېبرخې دي او په سختو شرایطو کې ژوند کوي.
په لیک کې خبرداری ورکړل شوی: «د دې چوپتیا دوام نه یواځې د امریکا له نړیوالو مسوولیتونو سرغړونه ده، بلکې دا به د بشري حقونو پراخ نقض، نهیلۍ، تاوتریخوالي او ناقانونه کډوالۍ ته لاره هواره کړي».
د ټرمپ ادارې د کډوالو د منلو پروګرامونه بند کړي او هممهاله یې یو شمېر کډوال هم له دغه هېواده ایستلي دي.
اکسیوس ویبسایټ رپوټ ورکړی، چې د امریکا د کورني امنیت وزارت د ایمیل له لارې له ۲۰۰ ډېرو افغان پناه غوښتونکو ته، چې په ایووا ایالت کې مېشت دي، خبر ور کړی چې سملاسي دغه هېواد پرېږدي.

د طالبانو د اوسني مشر ملا هبتالله اخوندزاده مشرۍ د سختدریځۍ، د ښځو پر ضد محدودیتونو او له نړیوالې ټولنې سره د پرلپسې مخالف دریځ له امله، یو ځل بیا د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ سیوری د هېواد پر فضا غوړولی.
د غويي څلورمه د طالبانو د ډلې د بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد له ۱۲ تلین سره برابره ده.
له تاریخي، فکري او سیاسي زاویې د طالبانو اوسنی مسیر له خپل پخواني بنسټګر ملا محمد عمر سره داسې ورتهوالی لري، چې ډېر تحلیلګران یې «د تاریخ تکرار» بولي.
ملا محمد عمر او ملا هبتالله دواړه د مدرسو له سختدریځي چاپېریاله راوتلي، دواړه له دیوبندي نظریاتو متاثره دي او دواړه د دین د تفسیر په برخه کې محافظهکاره، حتا سختدریځی لیدلوری لري.
د شنونکو په باور، دغه لیدلوری له سیاسي تجربو، اجتماعي واقعیتونو او نړیوالو سره د تعامل پر ځای تقابل غوره کوي.
یو پخوانی طالب چارواکی چې د طالبانو په لومړۍ دوره کې یې په ټولګټو چارو وزارت کې دنده ترسره کړې او د طالبانو د تحریک له بنسټګر او د دې ډلې له پخواني مشر ملا محمد عمر سره یې له نږدې اړیکې لرلې، وايي، د ملامحمد عمر بندیزونو د ملا هبت الله له اوسنیو بندیزونو سره ورته والی درلود او دا بندیزونه د دې لامل شول چې د خلکو په منځ کې د ملا محمد عمر محبوبیت کم شي.
هغه په ډېرو مواردونو کې ملا هبت الله تر ملا عمر هم سخت دریځی ګڼي.
نړیواله انزوا، تکراري ناورین
په ۱۹۹۰مو کلونو کې ملا عمر د قومي جګړو او بېثباتۍ له منځه وړو په شعار واک ته ورسېد. ده د امنیت راوستلو، فساد ختمولو او د اسلامي نظام د ټینګېدو ژمنه وکړه خو ډېر ژر یې مشرتابه د سخت دریځیو، ترهګرو ته د پناه ورکولو، بندیزونو او ټولنیزو محدودیتونو له امله مشروعیت له لاسه ورکړ.
همدا کیسه اوس د ملا هبتالله تر مشرتابه لاندې د طالبانو په دویمه دوره کې تکراریږي.
د ښوونځیو تړل، د ښځو پر کار بندیز، د رسنیو غلي کول، د بیان د ازادۍ تروړل او د خلکو له سیاسي مشارکت نه انکار، ټول هغه څه دي چې خلک یې یو ځل بیا د طالبانو له مشرتابه او حکومتولۍ بېزاره کړي.
د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال، د اسامه بن لادن نه سپارلو او له القاعدې سره د اړیکو ساتلو، افغانستان د نړیوال برید تر دروازې ورساوه. اوس بیا، داسې نښې نښانې شته چې طالبان له همغو سیاستونو سره روان دي.
ملګري ملتونه، اروپایي ټولنه، اسلامي هېوادونه، او حتا چین او روسیه هم د طالبانو له انحصاري مشرتابه سر ټکوي. د تعلیم، بشري حقونو او اقتصادي همکاریو برخو کې له نړېوالې ټولنې سره د اړیکو خرابوالی، افغانستان یو ځل بیا له نړیوال نظام څخه منزوي کړی.
په ورته مهال ځینې کسان په دې باور دې چې ملا هبت الله تر ملا عمر سخت دریځ لري.
د نجونو او ښځو په زده کړو بندیز، د واک انحصار، خپلسرې پرېکړې او د فردي ازادیو سلب کول هغه لاملونه دي، چې طالبان یې په خپلو منځونو کې سره ویشلي دي.
تاریخ تکرارېږي
شنونکي او پخواني طالب چارواکي وايي، چې ملا هبتالله اخوندزاده د خپل مخکیني مشر ملا عمر د فکري میراث تسلسل او تکرار دی.
یو پخوانی طالب چارواکی چې د طالبانو د لومړۍ دورې له پرځیدو وروسته یې له طالبانو لاره بېله کړې او په روزګان ولایت کې عادي ژوند کوي، وايي، «ملا عمر د عامو خلکو په منځ کې ډیر محبوبیت درلود، په ځانګړي توګه په کندهار، روزګان، زابل او هلمند کې. ځکه لوی ملا صاحب داسې وخت وسله راپورته کړه، چې په کندهار کې توپکیانو چور شروع کړی و او د خلکو ژوند یې خورا سخت کړی و».
دغه پخوانی طالب چارواکی وایي، د نجونو پر زده کړو، د ښځو پر کار او فردي ازادیو د ملا عمر ځیني بندیزونه دې لامل شول چې د خلکو زړه مات شي.
ملا عمر د مولوي غلام نبي زوی په قوم هوتک و. د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې زیږیدلی او وروسته یې کورنۍ د روزګان دهراود ولسوالۍ ته کډه شوې وه.
ملا عمر په ۱۹۹۴ کال کې د کورنیو جګړو پرمهال د پاکستان په مرسته د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د مدرسې له نورو طالبانو سره د ځايي ملیشو پر ضد پاڅون وکړ او وروسته یې ډله خورا لویه شوه.د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد ته منسوب یو انځور چې خپله یې طالبان هم خپروي، بل انځور او ویډیو نه دي خپاره شوي.
طالبانو د کابل له سقوط وروسته د ملا عمر د مرګ نېټه په ډاګه کړه او ویې ویل چې نوموړی د ۱۳۹۲ کال د غويي میاشتې پر څلورمه نېټه د نري رنځ ناروغۍ له امله مړ شوی او د زابل ولایت په سوري ولسوالۍ کې خاوروته سپارل شوی دی. ډېر خلک د هغه مرګځای د پاکستان کراچۍ ګڼي.
طالبان هر کال د غويي پر څلورمه نېټه د خپل دغه لومړي مشر تلین نمانځي.
طالبانو د هغه پر مړي مقبره جوړه کړې او د څو تنو طالبانو له خوا یې امنیت ساتل کیږي.

په کندهار کې د طالبانو امنیتي ادارې د امربالمعروف له محتسبانو سره یوځای د ښځو د کورنیو سینګارتونونو څارنه او پلټنه کوي. دا ډول سینګارتونونه ډېری په کورونو کې له طالبانو پټ پرانېستل شوي.
له کندهار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د پنجشنبې په ورځ وویل، چې له تېرې مياشتې راهیسې طالبان د ښځو د هغو سینګارتونونو په اړه پلټنې کوي، چې د دوی له ویرې په پټه په کورونو کې فعالیت کوي.
په کندهار کې یو شمېر دغه ډول سینګارتونونه پر ټولنيزو رسنیو فعالیت کوي او ښځو ته بلنه ور کوي، چې د ودونو او ښاديو لپاره دې د ځان سینګارولو لپاره له دوی سره تماس ونیسي.
د پلوشې په نامه یوې سینګاروونکې، چې د خپل کور د اقتصادي ستونزو د حل لپاره یې په کندهار کې د طالبانو له ويرې په کور کې د ښځو سینګارځی جوړ کړی و، افغانستان انټرنشنل ته وویل، «څو ځله ښځې د ارایش په بهانه راغلې او بیا وروسته د طالبانو کسان راغلل چې خپل فعالیت بند کړي، اوس د زیان له ويرې مو خپل فعالیتونه بند کړل او طالبان کور په کور ګرځي او په دې اړه پوښتنې کوي.»
دا بندیزونه او پلټنې وروسته له هغه سخت شوي، چې طالبانو تېر کال په رسمي توګه د ښځو سینګارځي وتړل.
طالبانو دا کار د اسلامي ارزښتونو د مراعات په نوم توجیه کړی خو د ښځو د حقونو فعالانې وايي چې دا ګامونه د ښځو پر اساسي حقونو مستقیم برید دی.
طالبانو د دغو اقداماتو ترڅنګ د ودونو سالونونو ته هم خبرداری ورکړی، چې ښځې بهرنیو یا «غربي» لباسونو ته ورته جامې په تن نه کړي.
طالبانو له دې وړاندې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د ښځو پر کورنیو سینګارتونونو بندیز لګولی.

د پاکستان کورنیو چارو په برخه کې د دولت وزیر طلال چوهدري ویلي، چې حکومت یې د ټولو بهرنیو لپاره یوه تګلاره جوړه کړې او د نورو هېوادونو د وګړو په څېر پر افغانانو یې هم ورته قانون عملي کړی دی.
نوموړي له جیونیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، هرڅوک چې پاکستان ته راځي باید د ویزې او قانوني اسنادو سره راشي او پاکستان د ویزې تګلاره او بهیر اسانه کړی دی.
هغه وایي، حکومت یې د «یو سند» تګلارې له مخې ۸۵۷۱۵۷ بهرنیان بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه کړي دي چې د دوی ترټولو لویه برخه افغانان وو.
طلال چوهدري زیاته کړې، پاکستان د اې سي سي کارت لرونکو ته لارښوونه کړې وه چې په خپله خوښه (د مارچ تر ۳۱مې) نېټې پورې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي او دغه موده د اپرېل په لومړۍ نېټه پای ته ورسېده.
د هغه په وینا، د پي او کارت لرونکي بیا د جون میاشتې تر وروستۍ نېټې وخت لري چې په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي.
هغه زیاته کړه، که افغانان غواړي چې بیا پاکستان ته راشي؛ نو کولای شي د ویزې سره راشي.
هغه وایي:« افغانان زموږ مېلمانه وو، زموږ مېلمانه دي او هغه افغان کډوال چې د ټاکلې مودې تر ختمېدو نه ستنېږي؛ نو دوی د کډوالو مرکزونو ته لېږل کېږي.»
نوموړي تر دې وړاندې هم د افغان کډوالو په اړه ویلي و، چې پاکستان لسګونه کاله د افغانانو کوربهتوب کړی؛ خو اوس د قانون پلي کېدو وخت راغلی دی.
هغه زیاته کړې وه:« موږ نور په ناقانونه توګه د پاتې کېدو اجازه نه شو ورکولای او له دې وروسته به سخت اقدامات کېږي.»
هغه (د اپرېل تر ۳۰مې نیټې) بې اسناده بهرنیانو او په ځانګړې توګه افغانان وخت ورکړی، چې په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي.
هغه په ټینګار سره ویلي، چې هیڅوک دې په دغه نېټه کې د بدلون فکر نه کوي او دا وروستۍ نېټه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ لاهم روانه ده.

د امریکایي رسنۍ اکسیوس د راپور له مخې، د امریکا د کورني امنیت وزارت (DHS) له ۲۰۰ څخه زیاتو افغان پناهغوښتونکو ته چې په ایوا ایالت کې اوسېږي؛ خبرداری استولی چې باید ژر تر ژره امریکا پرېږدي.
په ایوا کې د افغانانو د ملاتړ سازمان مشر شیر اغا صافي ویلي، دغه پناه غوښتونکي هغه کسان دي چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره اوږه په اوږه جګړه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه تازه خبرداریو ډېر افغانان سخت وارخطا کړي دي.
راپور وايي، دغه خبردارۍ له اپریل میاشتې راهیسې افغانانو ته استول شوې او پکې ویل شوي چې د دوی د کډوالۍ اسناد لغوه شوي او باید له ځنډ پرته له امریکا ووځي.
په یو برېښنالیک کې چې د اپرېل په شپږمه یوه افغان ته استول شوی، لیکل شوي: «هڅه مه کوئ، چې په امریکا کې پاتې شئ، فدرالي حکومت به مو پیدا کړي».
د صافي په وینا، شاوخوا ۲۰۰ تنه چې دغه ډول اخطارونه یې تر لاسه کړي؛ د پخواني جمهوري نظام سرتېري دي، چې له امریکایي عسکرو سره یې کار کړی.
د امریکا د کورني امنیت وزارت خبرداری ورکړی، که چېرې دغه کسان له هېواده ونه وځي؛ نو ښايي ونیول شي، د کار اجازه یې لغوه شي او ان له قانوني څار سره مخ شي.
یاد وزارت په ۲۰۲۳ کال کې له زرو زیاتو افغان پناه غوښتونکو سره د لنډمهاله ساتنې مرسته کړې وه، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته له افغانستانه را وتلي وو؛ خو اوس د فدرالي حکومت هڅه دا ده، چې د افغان پناه غوښتونکو د لنډمهاله اوسېدو موده ختمه کړي.
راپورونه ښيي، چې دغه ډول اخطارونه یوازې په ایوا کې نه؛ بلکې د امریکا په نورو ایالتونو لکه په شمالي کارولینا او یوتا کې هم افغانانو استول شوي دي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت ویاند ویلي، دغه اخطارونه د ګمرک او د پولې ساتنې ادارې لهخوا د افغان پناه غوښتونکو ثبت شویو برېښنالیکونو ته استول شوي دي.