ملګري ملتونه: د اپرېل په میاشت کې ۱۲۰ زره کډوال له پاکستانه اېستل شوي دي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، چې د اپرېل میاشتې له پیله تر اوسه پورې ۱۲۰زره کډوال له پاکستانه اېستل شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، چې د اپرېل میاشتې له پیله تر اوسه پورې ۱۲۰زره کډوال له پاکستانه اېستل شوي دي.
دغه سازمان پر اېکس پاڼه لیکلي، په اېستل شویو کډوالو کې ښځې او نجونې هم شاملې دي چې په افغانستان کې زدهکړو او کار ته د محدود لاسرسي له امله له ناڅرګنده راتلونکې سره مخ دي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري ټینګار کوي، چې دوی د کډوالو لپاره د بېړنیو مرستو او ملاتړ خدمتونو چمتو کولو هڅه کوي؛ خو په دې برخه کې لا زیاتو مرستو ته اړتیا ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستاني رسنیو د ورکړل شویو شمېرو پر بنسټ، (د مارچ له ۳۱مې د اپرېل تر ۲۶مې نېټې پورې) له ۲۵۰ زرو څخه ډېر افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي دي.
ټاکل شوې، چې پاکستان د افغان کډوالو د ستنولو په دویم پړاو کې د «اې سي سي» کارت لرونکي اته سوه زره افغان کډوالو تر څنګ بې اسناده افغانان هم له خپل هېواده وباسي.
په دغه هېواد کې له دوه مېلیونو ډېر افغان کډوال مېشت دي او د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو له پاکستانه غوښتي، چې د جبري اېستل کېدو څخه یې ډډه وکړي؛ خو پاکستان لاهم د دغه کډوالو ستنولو ته دوام ورکړی دی.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړۍوال صندوق (یونېسف) وايي، چې په ۲۰۲۴ کال کې له دوه مېلیونو زیات افغان ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، د شري ناروغۍ پر وړاندې واکسین شوي دي.
یونېسف ویلي، دوی له خپلو شریکانو سره په ګډه کار کوي؛ څو ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان په هر ګوټ کې ماشومان د شري په څېر د مخنیوي وړ ناروغیو څخه خوندي پاتې شي.
یونېسف دا خبره د یکشنبې په ورځ (د غويي ۷مه) پر اېکس پاڼه لیکلې او زیاته کړې یې ده، چې واکسین کول د هر ماشوم لپاره که هر چېرې وي خورا اړین دي.
له دې وړاندې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی و، چې په ۲۰۲۵ کال کې به د ټول هېواد په کچه د شري ناروغۍ پر ضد د واکسین یو ستر کمپاین پیل کړي چې شپاړس مېلیونه ماشومان به تر پوښښ لاندې راولي.
بل خوا د بې پولې ډاکټرانو سازمان اندېښنه څرګنده کړې، چې د افغانستان په درېیو ولایتونو هرات، بلخ او هلمند په هغو روغتونونو کې چې دوی یې ملاتړ کوي، د شري ناروغي زیاته شوې ده. دغه سازمان ویلي و، هره ورځ لږ تر لږه یو ماشوم په افغانستان کې د دغې ناروغۍ له امله مري.
په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو استازي مېکاییل لو پاه ویلي:« شری یوه ګواښوونکې ناروغي ده، په ځانګړې توګه د هغو ماشومانو لپاره چې د خوارځواکۍ یا د سوري زړه له ستونزو سره مخ دي؛ خو د دغې ناروغۍ مخنېوی د واکسین له لارې شونی دی.»
د شري پر ناروغۍ تر ډېره د ګرمې هوا لرونکي هېوادونو خلک اخته کېږی.
دغه ناروغي د کمزوري دفاعي سېسټم لرونکو ماشومانو کې ډېر پېښېږي، چې تبې، له سترګو د اوبو بهېدل، د سترګو سوروالی، د سر درد، د ملا درد، ټوخی او د ستوني درد ورسره راڅرګندېږي.
روغتیاپالان وایي، د شري په نښو نښانو کې د مخ، غاړې، مټو او د بدن بهرنی پوستکی سوروالی پیدا کوي. بیا پرې کوچنۍ، کوچنۍ دانې راخېژي او پرې د اخته کېدو وروسته د قبض ستونزه، د لوږې لمنځه تلل، نارامي او د بې هوښۍ په څېر حالتونه په ناروغ راځي.

د «چېنج» په نوم یو څېړنیز مرکز وایي، افغان مېرمنې او نجونې تر بل هر وخت ډېر اوس د نړۍ ملاتړ ته اړتیا لري. د دغه بنسټ په وینا، افغان مېرمنې زړورې دي، مقاومت کوي او باید د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په مبارزه کې یوازې پرېنښودل شي.
د چېنج او ار جي په نامه دغه بنسټ د افغان مېرمنو حقونو لپاره د لاسلیکونو د راټولولو لړۍ په پیلولو سره په نړۍوالې ټولنې، بښنې نړۍوال سازمان او اروپایي ټولنې غږ کړی، چې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د مېرمنو حقونو پر وړاندې د طالبانو د روانو سرغړونو پر ضد اقدام وکړي.
دغه بنسټ له یادو سازمانونو غوښتي، چې د هغو افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره له دوی سره یو شي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له سختو ظلمونو سره مخ دي.
دغه بنسټ زیاتوي:« موږ پر نړۍوالې ټولنې او سازمانونو غږ کوو، چې د افغان مېرمنو د ملاتړ لپاره بېړنی او کوټلی اقدام وکړي؛ تر څو طالبان د مېرمنو د بنسټیزو ازادیو او بشري حقونو د نړۍوالو معیارونو څخه د سرغړونې له امله حساب ته حاضر شي.
دغه بنسټ له نړۍوالو حکومتونو غوښتنه کړې، چې پر طالبانو دوامداره ډیپلوماټیک او اقتصادي فشارونه تر هغې وضع کړي چې د ښځو او نجونو حقونو ته یې درناوی نه وي کړی.
دغه بنسټ پر خپله وېبپاڼه لیکي، چې دا نه یوازې د عدالت غوښتنه ده؛ بلکې د نړۍوال پیوستون غوښتنه هم ده، چې افغان مېرمنې د حقونو په دې مبارزه کې یوازې پاتې نشي.
د دغه بنسټ په خبره، طالبانو د افغان ښځو او نجونو د بنسټيزو حقونو په ګډون د دوی د زدهکړو، کار کولو او بیان ازادۍ حقونه هم محدود کړي دي.
دغه بنسټ تر دې مهاله په خپله پاڼه د ۸۶۱۹۷ تنو انلاین لاسلیکونه راټول کړي دي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې په درنو کارونو د ماشومانو ګومارل قانوني سرغړونه ده او اړونده کسان به تر قضایي څار لاندې راشي.
د دغه وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې زیاته کړې، چې د ملا هبت الله له لوري امر شوی چې ماشومان باید په رسمي دندو په ځانګړې توګه په پوځي لیکو کې ونه ګومارل شي.
هغه ادعا کوي، چې د طالبانو په ادارو کې د ماشومانو د ګومارنې بېلګې نشته.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د کابل په ګډون د هېواد په ګڼو ولایتونو کې ماشومان په درنو کارونو بوخت دي او ډېری یې هغه کسان دي، چې د کورنیو سرپرستي ور ترغاړې ده.
په کابل کې یتیم او بې سرپرسته ماشومان د لاس ګاډو تر څنګ په بېلابېلو درنو کارونو بوخت دي.
د کابل ده سبز ولسوالي هم یو له هغو سیمو ده، چې ماشومان پکې له خپلو کورنیو سره یو ځای د خښتو بټیو کې پر درنو کارونو بوخت دي.
د بشري حقونو او د ماشومانو ملاتړ سازمانونو هم په دې تړاو اندېښنې ښوولې دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو د تړون له مخې ماشومان باید په داسې کارونو ونه ګومارل شي، چې د هغوی بدن، روزنې او ودې ته زیان رسوونکي وي.
تورخم ښارګوتی د هېواد په کچه یو له هغو ځایونو دی، چې سلګونه ماشومان پکې په درنو کارونو بوخت دي.
نږدې یوه نیمه میاشت وړاندې پاکستاني چارواکو خبر ورکړی و، چې په تورخم کې یې نږدې سل تنه هغه ماشومان چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د قاچاقي توکو د لېږد رالېږد په درنو کارونو بوخت وو؛ تر نیول کېدو وروسته بېرته طالبانو ته سپارلي دي.
بې وزلي د افغان ماشومانو د درنو کارونو پر وړاندې یو تر ټولو جدي ننګوونه بلل کېږي او نیوکې دا دي، چې طالبانو په هېواد کې د بېکارۍ کچه لوړه کړې ده چې له امله یې خلک له سختې بېوزلۍ او لوږې سره مخ شوي دي.
د خوړو نړۍوال سازمان هم په افغانستان کې پر زیاتېدونکې لوږې اندېښنه ښوولې او وېره شته، چې د دغه ناورین تر ټولو ډېر قربانیان ماشومان او ښځې دي.

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو د اورېدو وزیر خالد حنفي ویلي، چې په اسلامي نظام کې مشري میراثي بڼه نه لري او زوی د پلار ځای ناستی نشي کېدلای.
نوموړي دغه څرګندونې له یو شمېر بهر مېشتو افغانانو سره په ناسته کې کړي دي.
هغه زیاته کړې، چې په اسلامي نظام کې مشري د قدرتي انرژۍ په معیار ده.
د طالبانو دغه وزیر په وینا:« باید انسانان د بل له غلامۍ خلاص شي او یوازې د الله بندهګۍ ته یې مخه کړای شي.»
خالد حنفي داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د هغه په ګډون د دغه ډلې نور لوړپوړي چارواکي د خپل مشر ملا هبت الله اطاعت پر افغانانو لازم ګڼي.
ځینو سختدریځو طالبانو بیا ان خپل مشر د نړۍ د مسلمانانو امیر بللی او ټینګار یې کړی، چې باید د هغه امرونه ومني.
یو شمېر دیني عالمانو بیا نیوکې کړې، چې طالبان د خپل مشر اطاعت په نوم خلک د بنده بندهګۍ ته وربولي او د اسلامي شریعت اصلي احکام یې له پامه غورځولي دي.
همدا راز د حنفي څرګندونو کې د اسلامي نظام د نه میراثي کېدو مسئله داسې مهال یادېږي، چې د دغه ډلې ځیني غړي د خپلو پلرونو او کورنیو د مخینې له مخې په لوړو دندو ګومارل شوي دي.
د دغه ډلې د ملي دفاع وزیر یعقوب مجاهد د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر زوی دی او د سراج الدین حقاني د کورنۍ یو شمېر غړي هم په لوړو دندو ګومارل شوي دي.
ملا هبت الله بیا په کندهار کې واک قبیلوي کړی او د «نورزیو» قبیلې ته چې دی ورسره تړاو لري ډېره پاملرنه کړې ده.
همدا راز د طالبانو د بېلابېلو وزیرانو او والیانو د کورنیو غړي هم په دولتي دندو ګومارل شوي او د واک میراثي بڼه یې رامنځته کړې ده.
له دې سربېره د دغه ډلې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر عباس ستانکزی پر ملا هبت الله د نیوکو له کبله له تېرو څو میاشتو راهیسې له کابله وتلی دی.
هغه ویلي و، چې ملاهبت الله د خپل شخصي طبعیت له مخې د نجونو پر زدهکړو بندیزونه لګولي دي او دا پرېکړې یې هېڅ ډول اسلامي بنسټ نه لري.
هغه له طالبانو غوښتي و، چې د خپل مشر بندهګي دې نه کوي او یوازې دې د «اسلامي شریعت او الاهي احکامو» پیروي وکړي.
هغه د خپلو دغو توندو څرګندونو له کبله په متحده عربي اماراتو کې مېشت دی او ملاهبت الله یې د نیول کېدو امر هم کړی دی.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم او د دغه ډلې د کابینې د یو شمېر غړو تر څنګ والیان یې هم په خپلو ویناوو کې خلک د خپل مشر اطاعت ته رابولي.
نیوکې دا دي، چې ملاهبت الله د «اسلامي شریعت» په نوم افغانستان په خپله ولکه کې نیولی او هره برخه یې د خپل طبعیت له مخې د خپلې ډلې په انحصار کې راوستې ده.

د ایران یوشمېر څېړونکو او مدني فعالانو د دغه هېواد ولسمشر ته د یوه لیک په استولو سره غوښتنه کړې، چې له دغه هېواده د دوه مېلیونه افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ ودروي.
ایراني رسنۍ اېراف د دغه لیک په حواله راپور ورکړی، چې د افغان کډوالو مسله اوسمهال د ټولنې یوه تر ټولو جنجالي موضوع بلل کېږي.
دغو فعالانو ویلي، چې دغه مسله اوس تر بل هر وخته ډېر عدالت او د موثریت پر بنسټ ښه مدیریت ته اړتیا لري؛ ترڅو ټولنیز کړکېچونه او انساني کړاوونه کم شي.
په لیک کې راغلي، که څه هم تر دې وړاندې د حکومت تمرکز د بې اسناده کډوالو په اداره کولو و؛ خو د تېرې میاشتې راهیسې د کورنیو چارو وزارت لهخوا یوه نوې تګلاره پلي شوې، چې د سرشمېرنې کارت لرونکي کسان هم په نښه کوي.
په دغه لیک کې فعالانو زیاته کړې، چې د دغې پرېکړې له مخې به د روان کال په پیل کې یوازې د کډوالو محدودې ډلې ته اجازه ورکړل شي چې په ایران کې د استوګنې جوازونه نوي کړي.
فعالانو ټینګار کړی، چې د دوی له نظره د ټولنیزو خدمتونو د بندولو او د شړلو لپاره د اجباري لارو چارو په کارولو سره د دغې ټګلارې پلي کول به په راتلونکو میاشتو کې د کډوالو او په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو لپاره جدي او اندېښمنوونکې پایلې ولري.
په ليک کې د ايران مدني فعالانو او څېړونکو د افغانستان اوسني اقتصادي، امنيتي او ټولنيزو شرايطو ته په اشارې سره لیکلي دي، چې د دغه خلکو د امنيت ټينګول ممکن نه دي؛ نو له همدې امله د دغو کډوالو په جبري ډول ستنول د ایراني ټولنې د اصولو او عقایدو سره په ټکر کې دي.
د دغو فعالانو په وینا، د دغې ستونزې حل لاره په ناڅاپي او اجباري اقداماتو نه ده؛ بلکې په ایراني ټولنه کې د کډوالو په وړاندې د توپیري چلند د له منځه وړلو لپاره د هر اړخیزو تګلارو خپلول او پّ خپله خوښه د دغو کډوالو ستنېدو ته د لارو چارو برابرول دي.
د لیک په پای کې د ایران له ولسمشره غوښتل شوي، چې د دوه مېلیونه بې کوره خلکو د برخلیک په اړه د حق او عدالت اصول په پام کې ونیسي او د یوې وړې ډلې منفي تبلیغاتو او توپیري چلند ته اجازه ورنکړي، چې د ایران په معاصر تاریخ کې د کډوالو د ډلهییز اخراج لپاره لاره هواره کړي.
