• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کشمیر کړکېچ؛ د پاکستان له لارې افغانستان سره د هند سوداګري د زیان له ګواښ سره مخ ده

۸ غویی ۱۴۰۴ - ۲۸ اپریل ۲۰۲۵، ۰۳:۱۹ GMT+۱

د پاکستان د سوداګرۍ فدراسیون (PBF) ویلي، هند به د پاکستان له خاورې د ټرانزیټي محدودیتونو له امله افغانستان سره په سوداګرۍ کې شاوخوا ۱.۱۴مېلیارده ډالر مالي زیان وویني.

پاکستانۍ اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د پاکستان د سوداګرۍ فدراسیون د چارواکو له حوالې لیکلي، چې هند هر کال شاوخوا ۶۴۰ مېلیونه ډالر مالونه د پاکستان له لارې افغانستان ته لېږدوي. اوس دغه سوداګریز بهیر له جدي خنډونو سره مخ شوی او د هند لپاره د پام وړ مالي زیانونه رامنځته کولای شي.

دغه مسئله وروسته له هغې راپورته کېږي، چې په هندي کشمیر کې د وروستي ترهګریز برید وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ او پر یو بل فشارونو زور واخیست.

د APP خبري اژانس د راپور له مخې، د ۲۰۲۴ کال له اپرېل څخه تر ۲۰۲۵ د جنورۍ پورې هند شاوخوا ۵۰۰ مېلیونه ډالر توکي پاکستان ته صادر کړي دي؛ خو له پاکستانه يې یوازې ۴۲۰ زره ډالره واردات کړي دي. د دغو مستقیمو تبادلو د کمښت ترڅنګ، د پاکستان له لارې افغانستان ته د هندي مالونو ټرانزیټي خنډ د هند پر اقتصاد لا زیات فشارونه راوړي دي.

د پاکستان د سوداګرۍ فدراسیون مشر خواجه محبوب الرحمان د خپلې حکومتي تګلارې ملاتړ څرګند کړی او ویلي یې دي، چې د پاکستان سوداګریزه ټولنه د خپلو وسله‌والو ځواکونو ترڅنګ ولاړه ده.

هغه زیاته کړې:« د هند دا عادت ګرځېدلی، چې څو کاله چوپ پاتې شي او بیا پر پاکستان بې ‌بنسټه تورونه ولګوي چې نور د زغم وړ نه دي.»

د پاکستان د سوداګرۍ فدراسیون اصلي تنظیموونکي احمد جواد ټینګار کړی، چې باید تر هغه وخته له هند سره هر ډول سوداګریزې اړیکې بندې شي؛ څو چې ستونزې د متقابل درناوي او برابرۍ پر بنسټ حل شي.

نوموړي پر هند تور ولګاوه، چې د اقتصادي همکارۍ او د سیمې د سولې هڅې خراب

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر: افغان سوداګرو ته د ویزو په برخه کې اسانتیاوې برابروو

۷ غویی ۱۴۰۴ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۵، ۲۳:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د خپل ازبکستاني سیال بختیار سعیدوف سره د ټلېفون له لارې د افغان-ټرانس اورګاډي د پټلۍ او د پاکستان، ازبکستان او افغانستان ترمنځ د درې اړخیزې غونډې په اړه خبرې کړي. د دې غونډې وخت تر اوسه نه دی ټاکل شوی.

ازبکستان غواړي، چې افغانستان د اکستان د اورګاډي پټلۍ له لارې له منځۍ اسیا سره وصل کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل د دغه ټلېفوني خبرو په اړه په خپل اېکس کې لیکلي: «په دې ټلېفوني تماس کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه‌اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا، سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا په ځانګړي ډول د افغان-ټرانس اورګاډي د پټلۍ پروژې او د درې‌اړخیزې غونډې (افغانستان – ازبکستان – پاکستان) د ترسره کېدو په اړه خبرې او نظرونه تبادله کړل.»

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر سعیدوف په دغه ټلېفوني اړیکه کې د طالبانو له حکومت سره د اړیکو په پراختیا ټينګار کړی.

سعیدوف په دې خبرو کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د افغانستان صادرات ازبکستان ته د تېر کال په پرتله درې برابره زیات شوي دي.

نوموړي ژمنه کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیت په برخو په ځانګړي ډول افغان وګړو ته د ویزو په صادرولو کې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.

په دغه ټلېفوني خبرو کې امیر خان متقي ټينګار کړی، چې افغانستان د لویو اقتصادي پروژو لکه د افغان-ټرانس پروژې د تطبیق او له ازبکستان سره د سیاسي، سوداګریزو او ټرانزیتي همکاریو د لا پیاوړتیا لپاره بشپړ چمتووالی لري.

نوموړي ویلي، چې باید له رامنځته شویو سیمه‌ییزو فرصتونو د دواړو هېوادونو په ګټه استفاده وشي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې دغه درې اړخیزه غونډه کله او چېرته ترسره کېږي، خو ضیاء احمد تکل لیکي: «دواړو لورو د دا ډول خبرو د دوام ټینګار وکړ او اعلان یې وکړ چې د «افغانستان – ازبکستان – پاکستان» درې‌جانبه غونډې د دقیق وخت او ځای د ټاکلو لپاره به له ډیپلوماتیکو لارو همغږي وشي.»

په افغانستان کې د طالبانو بیا ځلې واک ته رسېدو وروسته د منځنۍ اسیا هېوادونو د طالبانو له حکومت سره اړیکې خورا نږدې کړي دي او همدا ډول له دې هېوادونو سره د صادراتو او وارداتو په کچه کې هم زیاتوالی راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د قزاقستان یوه لوړپوړي پلاوي افغانستان ته سفر کړی و او د طالبانو له حکومت سره یې په دوه اړخیزه سیاسي او اقتصادي اړیکو خبرې وکړې.

طالبانو له ملګرو ملتونو غوښتي چې د بشري مرستو نوعیت پرمختیایي کارونو ته واړوي

۷ غویی ۱۴۰۴ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۵، ۱۹:۰۲ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او اوچا مشر ټام فلیچر سره په کتنه کې ترې غوښتي، چې په افغانستان کې د بشري مرستو نوعیت دې بنسټیزو او پرمختیایي کارونو ته واړوي.

د دغه وزارت په یوې اعلامیه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال څخه وغوښتل شول، چې د بشري مرستو په برخه کې دې زیاتوالی راولي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل په خپل اېکس کې لیکلي: «په دغه کتنه کې له ګاونډيو هېوادونو څخه د راستنېدونکو هېوادوالو، د اقليمي بدلون د ناوړو اغېزو او طبيعي افتونو پر وړاندې چمتووالي، له مخدره موادو سره د مبارزې، کروندګرو ته د بديل معيشت برابرولو، د معتادينو د درملنې، له بشري څخه پرمختيايي ته د مرستو د بڼې بدلولو، د مرستو په تطبيق کې د افغانستان د خلکو د لومړيتوبونو او د مرستندويه ادارو او اړوندو حکومتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د پياوړتيا او ګڼو نورو موضوعاتو باندي خبرې وشوې.»

نوموړي همداراز لیکلي، چې په دغه ناسته کې امیر خان متقي د ملګرو ملتونو له استازو وغوښتل چې د افغانستان د خلکو لاسنيوي ته دوام ورکړي، مرستې د افغانستان د خلکو له اړتياوو او لومړيتوبونو سره عيارې او په داسې ډول ولګوي چې پر داخلي بازار، اقتصادي ودې او داخلي ظرفيتونو اوږدمهاله مثبتې اغېزې ولري.

د دوی په اعلامیه کې راغلي، چې د اوچا مشر ټام فليچر وویل: «ملګري ملتونه او د افغانستان حکومت د نړۍوالې ټولنې او د افغانستان ترمنځ د اړيکو د عادي کېدو، امنيت، سيمه‌ييز ثبات، اقليمي بدلون، له مخدره موادو سره مبارزې او نورو برخو کې د ګډو اهدافو لپاره کار کوي.»

ټام فلیچر زیاته کړې، چې له دې وروسته به د مرستو د تطبيق په برخه کې اصلي پرېکړه کوونکي ځايي خلک او د مرستو ترلاسه کوونکي وي.

‏نوموړي همدا راز ویلي: « له بشري مرستو څخه پرمختيايي او بنسټيزو کارونو ته د مرستو د نوعيت بدلول او د افغانستان د خلکو د لومړيتوبونو په پام کې نيول به د دوی له اهدافو څخه وي.»

‏اوچا او ملګري ملتونو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره د خوړو، روغتیا او په نورو بېلابېلو برخو کې پراخې مرستې کړي.

اوس مهال په افغانستان کې د بشري مرستو کچه راټیټه شوې او اندېښه ده، چې مېلیونونه انسانان به د لوږې سره مخ شي.

د طالبانو بیا واک ته رسېدو سره په کور دننه کاري فرصتونه تر وروستۍ کچې کمې شوې دي، نړۍوالې پراختیایي موسسې له دغه هېواد تللي او د داخلي انجیو ګانو تر ډېره کارونه محدود شوي دی.

هندي استازي له حامد کرزي سره د سیمې د حالاتو په اړه خبرې وکړې

۷ غویی ۱۴۰۴ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۵، ۱۶:۳۰ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او د افغانسان، ایران او پاکستان د څانګې عمومي رییس انند پرکاش سره په لیدنه کې د سیمې د حالاتو او دواړو هېوادونو ترمنځ د اړېکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.

حامد کرزي د یکشنبې په ورځ په خپله اېکسپاڼې لیکلي، چې له انند پرکاش سره یې د سیمې د حالاتو او دواړو هېوادونو ترمنځ د اړېکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.

همدارنګه پخواني ولسمشر حامد کرزي افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې تر څنګ د محصلینو ستونزو د حل غوښتنه کړې.

دې ناسته کې حامد کرزي د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د اسانتیاوو برابرولو په اړه هم ټیینګار کړی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او د افغانستان، ایران او پاکستان د څانګې عمومي رییس انند پرکاش له حامدی کرزي سره تر لیدنې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره هم کتلي او د دوه اړخیزو سیاسي، سوداګریزو، ټرانزیټي اړیکو او سیمې وروستیو تحولاتو په اړه یې خبرې اترې کړې دي.

ایران او طالبانو شاوخوا ۲۰۰ بندیان سره تبادله کړل

۷ غویی ۱۴۰۴ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۵، ۱۵:۳۴ GMT+۱

ایراني رسنۍ وايي، د طالبانو او ایران د قضايي ادارو د مسولینوو له لوري د ایران په سیسان او بلوچستان کې د بندیانو تبادله ترسره شوه. ایران طالبانو ته ۱۹۹ افغان بندیان او طالبانو بیا ایران ته دوه ایراني بندیان سپارلي دي.

د ایران ایرنا خبرې اژانس د راپور له مخې، د ایراني چارواکو او طالبانو ترمنځ د افغان او ایراني بندیانو تبادله تېره ورځ د دغه هېواد د سیستان او بلوچستان ولایت په میلک بندر کې ترسره شوې ده.

د بندیانو دغه تبادله د ایران د عدلیې وزارت د استازي او سیمه ییزو ایراني چارواکو او طالبانو د عدلیې وزارت او زندانونو چارو مسوولینو په حضور کې تر سره شوې ده.

په راپور کې ویل شوي، چې ایران د تهران، اصفهان او ایرانشهر ولایتونو په زندانونو کې بندي ۱۱۹ تنه افغانان طالبانو ته سپارلي او طالبانو بیا دوه تنه ایراني بندیان د دغه هېواد چارواکو ته سپارلي دي.

طالبانو د ایران له خوا د ۱۹۹ افغان بندیانو د ورسپارلو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

شاوخوا لس ورځې وړاندې هم ایران ۱۹۹ تنه افغان بندیان چې د بېلابېلو جرمونو په تور په دغه هېواد کې نیول شوي وو، طالبانو ته وسپارل او طالبانو هم دوه ایراني بندیان طالبانو ته سپارلي وو.

د طالبانو او ایران د عدلي او قضايي چارواکو ترمنځ د ۱۵۰۰ افغان بندیانو د سپارلو هوکړې وروسته چې تېرکال ترسره شوي، دا د ایران او طالبانو ترمنځ د بندیانو د سپارلو درېیم پړاو دی چې ترسره کیږي.

ریچارډ ټرېنچارد: د نړیوالو همکاریو جلبولو او اقلیمي بدلون په اړه له طالبانو سره کډ کار کوو

۷ غویی ۱۴۰۴ - ۲۷ اپریل ۲۰۲۵، ۱۳:۵۹ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان رییس ریچارډ ټرېنچارد د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې له رییس مطیع الحق خالص سره کتلي دي. ریچارډ ټرېنچارد ژمنه کړې، چې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د نړۍوالو همکاریو را جلبولو لپاره کار کوي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې نن یکشنبې د غويي اوومه په اېکسپاڼه کې لیکلي، چې په دې لیدنه کې د اقلیمي بدلون او چاپېریالي موضوعاتو په تړاو هر اړخیزې خبرې شوې دي.

طالبانو د ریچارډ ټرېنچارد په حواله لیکلي چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او په ملي کچه د ټاکل شوې ونډې سند د چمتو کولو په برخه کې به خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

نوموړي په ګډ کار، همکارۍ او همغږۍ ټینګار کړی او هوکړه شوې، چې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالو همکاریو را جلبولو لپاره کار کوي.

طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس مطیع الله خالص په حواله لیکلي:«کوښښ کوو چې له سفیرانو او د نړیوالو ارګانونو له استازو سره د خپلو لیدنو په لړ کې د اقلیمي بدلون موضوع مطرح کړو، څو په ملي او نړیوالو غونډو کې اقلیمي بدلون د سر ټکي او د بحث وړ موضوع وګرځي.»

نوموړي ټینګار کړی، چې چاپېریالي مسایل باید سیاسي نه شي، ځکه دا بشري موضوع ده او زیان یې یوازې ولسونو ته رسیږي.

مطیع الحق خالص غوښتنه کړې، چې د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس کاپ ٣٠ په شمول په نورو نړیوالو غونډو کې د طالبانو حکومت استازو د ګډون زمینې په برابولو او کاپ ٣٠ کنفرانس ته د چمتووالي په برخه کې لازمه تخنیکي مرسته او همکاري وکړي.