طالبان: روسی پانګوال بلخ کې د ۵۰۰ میلیون ډالرو په لګښت د نفتي توکو د استخراج کارخونه جوړوي

په بلخ کې د طالبانو د رسنیو مرکز د خبرپاڼې له مخې په دغه ولایت کې د روسیې دوه پانګوالو له یو افغان شرکت سره په ګډه همغږۍ د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت د نفتي موادو د استخراج کارخونه جوړوي. دا هڅه له هغه وروسته کېږي، چې روسیې طالبان د ترهګرو له نوملړه وباسل.